• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ذبیح‌الله مجاهد: د څار ډلې ماموریت دوام یوه ناکامه تجربه ده

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۷ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو په غبرګون کې ویلي، د فشار او بندیزونو پالیسۍ خپله ناکامي ثابته کړې ده. نوموړي زیاته کړې، د بندیزونو غځول او د څار ډلې د ماموریت دوام یوه تکراري او ناکامه تجربه ده چې ستونزې نه‌شي حل کولی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو پر طالبانو د بندیزونو د څار ډلې او د افغانستان د سولې او امنیت ګواښوونکو بنسټونو ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ټینګار کړی، نړۍواله ټولنه او په ځانګړې توګه لوېدیځ هېوادونه باید له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې د تېرو ناکامو تجربو تکرار وي.

مجاهد یو ځل بیا له لوېدیځو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان پر وړاندې په خپلو اوسنیو پالیسیو له سره غور وکړي. نوموړي د چین او روسیې دریځ ستایلی او ویلي یې دي، افغانستان اوس‌مهال د پرمختګ په حال کې دی او همکارۍ ته اړتیا لري نه د بندیزونو تمدیدولو ته.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ مرستیال طالبانو ته: امریکایي یرغملي خوشې کړئ

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۳ GMT+۰

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د معاون مرستیال سباسټین ګورکا له طالبانو غوښتي، چې امریکایي یرغملي ژر تر ژره خوشې کړي. هغه ټینګار کړی، چې ټرمپ په ښکاره ویلي طالبان باید د یرغمل نیولو بهیر ودروي؛ که نه له جدي پایلو سره به مخ شي.

ګورکا د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼه د یرغملو امریکایي وګړو انځورونه خپاره کړل او ویې ویل: «تر هغې چې ډېنس کویل او محمودشاه حبیبي خپلو کورونو ته ستانه نه‌شي، موږ به ارام ونه اوسو».

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د امریکا استازې ټمي بروس هم ویلي، چې طالبان نیول شوي کسان د فشار د وسیلې په توګه کاروي. هغې ټینګار کړی، چې طالبان باید د یرغمل او خپل‌سرو نیونو ټولې بڼې پای ته ورسوي.

د هغې په وینا؛ طالبانو د هغو امریکایانو د خوشې کولو په بدل کې چې اوس بندیان دي، په ګوانتانامو زندان کې د القاعده د یوه بندي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې څو اوونۍ وړاندې راپور ورکړی و، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د امریکایي بندیانو د خوشې کولو په اړه پټې خبرې ستونرمن حالت ته رسېدلې دي.

ویل کېږي، چې دواړو لورو په تېرو میاشتو کې په پټه خبرې کړې دي. راپورونه ښيي، طالبان د محمد رحیم په نوم د یوه بندي د خوشې کېدو غوښتنه لري چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په ګوانتانامو کې ساتل کېږي او د اسامه بن لادن له شبکې سره په همکارۍ تورن دی.

امریکا څو ځله له طالبانو غوښتي، چې د افغان-امریکایي وګړي او د ملکي هوايي چلند د پخواني رییس محمودشاه حبیبي د برخلیک په اړه وضاحت ورکړي؛ خو طالبانو د هغه نیول رد کړي دي.

امریکا ویلي، چې د محمودشاه حبیبي د ځای معلومولو او خوندي ستنېدو معلوماتو پیدا کولو لپاره تر پنځه مېلیون ډالرو انعام ورکوي. د امریکا فدرالي څېړنیزې ادارې ویلي، چې حبیبي په ۲۰۲۲کال کې په افغانستان کې د القاعده د مشر اېمن الظواهري تر وژل کېدو څو ورځې وروسته نیول شوی؛ خو طالبان دغه ادعا نه‌مني.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې یوازې ډینس والتر کویل او پالینسیس جکسون د دوی په بند کې دي. د امریکا استازو په تېر یو کال کې څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي؛ څو د امریکایي بندیانو د خوشې کېدو موضوع وڅاري.

د راډیو نړۍواله ورځ؛ اروپایي ټولنې له ازاده رسنیو ملاتړ څرګند کړی

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۷ GMT+۰

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ د راډیو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې راډیو لاهم په دغه هېواد کې د معلوماتو او زده‌کړې لپاره د ژوند مهمه وسیله ده. د اروپایي ټولنې په وینا؛ راډیو له ښارونو تر لرو پرتو کلیو پورې هغه سیمو ته هم معلومات رسوي، چې نورې رسنۍ یې نه‌شي رسولی.

اروپایي ټولنې ټینګار کړی، چې دوی د خپلواکو، باخبره او ښوونیزو رسنیو ملاتړ کوي؛ څو خلک او په ځانګړي ډول افغان ښځې او نجونې باوري معلوماتو او ښوونیزو پروګرامونو ته لاسرسی ولري.

د فبرورۍ ۱۳مه په ۲۰۱۱کال کې د یونسکو له‌خوا د راډیو نړۍوالې ورځې په نوم ونومول شوه او په ۲۰۱۲کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په رسميت وپېژنده. دغه ورځ د راډیو اهمیت، د زده‌کړې او کلتوري تبادلې په برخه کې د معلوماتو رسولو او د هغې رول ته ځانګړې شوې ده.

ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیالې جورجټ ګانیون د راډیو نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغاني ټولنې د وېښتیا او پوهاوي برخه کې د راډیوګانو رول ستایلی. ګانیون په افغانستان کې د راډیو له ټولو کارکوونکو ملاتړ څرګند کړی.

له ایران او پاکستان نه تر ۷۰۰ ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې یوازې د پنجشنبې په ورځ ۷۰۴ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون زیاته کړې، چې په همدې ورځ یې ۲۷۴ نورې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدولې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، چې له دې ډلې د ورېښمو پله له لارې ۱۹، د اسلام‌کلا له لارې ۱۱، د سپين بولدک له لارې ۴۱، د بهرامچې له لارې ۳ او د تورخم له لارې ۶۳۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې په ورته موده کې ۳زره او ۶۴۸ بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.

د راډیو نړۍواله ورځ؛ یوناما د نسلونو روزلو او پوهاوي برخه کې د افغان راډیوګانو ونډه ستایلې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۷ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیالې جورجټ ګانیون د راډیو نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغاني ټولنې د وېښتیا او پوهاوي برخه کې د راډیوګانو رول ستایلی. ګانیون په افغانستان کې د راډیو له ټولو کارکوونکو ملاتړ څرګند کړی.

د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړۍواله ورځ ده. جورجټ ګانیون د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) په کابل کې په یوه راډيو کې د پيغام وړاندې کولو پرمهال ویلي، چې له یوې پېړۍ ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې راډيو په بېلابېلو ژبو نسلونه خبر کړي، روزلي او یو له بل سره یې نښلولي دي.

ګانیون ویلي: «نن ورځ موږ د افغان رسنیزو کارکوونکو او خبریالانو د یوې پېړۍ خدمت نمانځو». هغې په خپل پیغام کې زیاته کړې، چې نن هم راډيو د مېلیونونه افغانانو او په ځانګړې توګه لرو پرتو سیمو او کلیوالو لپاره د معلوماتو او باور اصلي سرچینه ده.

ګانیون د راډیو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ټولو افغان راډيو ګانو له کارکوونکو سره خپل ملاتړ اعلان کړی. په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په دغه هېواد کې د راډیوګانو فعالیتونو د پام وړ محدودیتونو سره مخ شوي دي.

ګڼې خپرونې د خپلو منځپانګو له امله تر سخت څار لاندې دي او خبریالان د خپل کار پرمهال د امنیتي او سیاسي فشارونو سره مخ دي. په راډیو ګانو کې د ښځو ګډون او د غږ په خپرولو بندیز لګېدلی او ان یوشمېر راډیوګانې د ښځينه خبریالانو د فعالیت له امله تړل شوې هم دي.

د راډیو نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې په لومړي ځل په ۱۳۰۹ لمریز کال کې راډیویي خپرونې پیل شوې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۴ GMT+۰

نن د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړۍواله ورځ ده؛ په افغانستان کې راډیو په لومړي ځل په ۱۳۰۹ لمریز کال د وخت د پاچا غازي امان الله خان په دوره کې خپرونې پیل کړې، چې هغه مهال د «کابل راډیو» په نوم یادېده.

له هماغه پیله بیا د شلمې پېړۍ تر پایه همدغې راډیو په بېلابېلو نومونو د دولت په اډانه کې خپرونې کولې؛ خو د ۲۰۰۱ کال وروسته چې په افغانستان کې نوی بدلون رامنځته شو او د بیان د ازادۍ تر سیوري لاندې شخصي راډیوګانو ته هم د فعالیت موکه برابره شوه؛ نو د راډیوګانو شمېر تر ۳۰۰ زیات شو.

د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړۍواله ورځ په ۲۰۱۱ کال کې د یونسکو له‌خوا په رسمي توګه ونومول شوه، چې له هغې وروسته دغه ورځ هر کال د رسنیو د کارکوونکو له‌خوا نمانځل کېږي. خو له نن څخه ۱۳۱کاله وړاندې لومړنۍ راډیویي خپرونه په ۱۸۹۵ زېږدیز کال کې د هوا په څپو خپره شوه.

نن سبا د ټلویزیوني چېنلونو، وېب‌پاڼو، کېبلي او انټرنېټي شبکو د خپرونو سره، سره بیا هم د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې راډیو خپل مینه‌وال لري او ډېر خلک د ورځنیو پېښو په اړه اطلاعات او خبرونه د راډیو د څپو له لارې تر لاسه کوي.

په افغانستان کې د رسنیو او راډیوګانو پر وړاندې ننګونې

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې په ټول افغانستان کې کابو ۴۹۰ ټلویزیوني شبکو، راډيوګانو او چاپي ورځپاڼو فعالیت لاره، چې له دغه شمېر څخه ۱۴۷ ټلوېزیونونه، ۳۰۷ راډیوګانې او ۳۶ چاپي ورځپاڼې وې.
خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دغې ډلې په ګڼو ولایتونو کې راډیوګانو ته خبرداری ورکړی و، چې د ښځو غږونه او موسیقي به نه خپروي. د جمهوریت له پرځېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو سره د ۷۴ ټلوېزیونونو، ۱۱۹ راډیوګانو او ۳۲ ورځپاڼو فعالیتونه بند شول. طالبانو څو ځلې ځینې سیمه‌ییزې راډیوګانې د ښځو د غږونو او موسیقۍ خپرولو په تور د لنډې مودې لپاره تړلې وې.

د دې ترڅنګ د رسنیو کارکوونکي او خبریالان اطلاعاتو ته د نه لاسرسي او د طالبانو له‌خوا د پراخه محدودیتونو له امله سرټکوي.