• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د رېل پټلۍ مشر: د افغانستان او ایران ترمنځ رېل پټلۍ د سوداګرۍ «کلیدي لویه لاره» ده

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۳ GMT+۰

د ایران د رېل پټلۍ ادارې اجرایوي مشر جبار علي ذاکري وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې د انتقالاتو لېږد په بې‌ساري ډول زیات شوی او دغه لاره د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره «کلیدي لویه لاره» ګرځېدلې ده.

هغه ویلي، چې د رېل پټلۍ له لارې د ایران او افغانستان سوداګریزې اړیکې منظمې او لاپیاوړې شوې دي. د هغه په وینا؛ افغانستان ته د ایران د صادراتو لویه برخه ودانیز توکي، فولاد او د اوسپنې بېلابېل محصولات جوړوي.

د هغه په خبره؛ سربېره پر دې، د اماراتو، کوېټ او روسیې د نفتي محصولاتو ترانزیتي جوپې هم د ایران د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي. نوموړي زیاته کړې، چې د روان کال په مرغومي میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې ۹۴زره ټنه انتقالات شوي او تمه ده چې دغه شمېر په سلواغې میاشت کې ۱۲۰زره ټنو ته لوړ شي.

هغه ویلي، د یادې ادارې موخه دا ده چې په راتلونکو درېیو تر څلورو میاشتو کې د میاشتني انتقالاتو کچه ۲۰۰زره ټنو ته ورسوي. نوموړي وویل، یادې موخې ته د رسېدو لپاره د زېربناوو پراختیا پیل شوې او ټاکل شوې، چې د افغانستان په خاوره کې د روزنک او رباط‌پریان تمځایونه د یوه ایراني شرکت په همکارۍ پراخ شي.

هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د رېل تمځایونو او زېربناوو پیاوړتیا به نه یوازې د بار د لېږد ظرفیت لوړ کړي؛ بلکې د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریزې اړیکې به لا ټینګې کړي.

همداراز، د دواړو هېوادونو د چارواکو په ګډو ناستو کې د رېل پټلۍ پر لاره د شته خنډونو پر لرې کولو او د خدمتونو پر ښه‌والي ټینګار شوی او ویل شوي، چې د سرحدي تمځایونو پراختیا او د رېل لیکو د ظرفیت لوړول به د یوه باثباته اقتصادي دهلېز د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

هېلري کلېنټن: طالبانو افغانستان د ښځو پر وړاندې د کرکې په یوه نړۍوال سمبول بدل کړی دی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۱ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هېلري کلېنټن په یوې نوې مقاله کې ویلي، چې په نړۍ کې د ښځو سره د کرکې او افراطیت تر ټولو سخته بېلګه نن ورځ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې لیدلی شئ. هغې ویلي، چې د طالبانو یو له لومړنیو اقداماتو څخه له ټولنې د ښځو ګوښه کول وو.

د مېرمن کلېنټن مقاله «د ښځو حقونه، ډیموکراټیک حقونه دي» تر سرلیک لاندې په امریکایي فارن افیرز مجلې کې خپره شوې ده، چې په‌کې پر دیموکراسۍ او نړۍوال ثبات د ښځو د ځپلو بڼې او اغېزې څېړل شوې دي.

هېلري کلېنټن چې په امریکا کې له پیاوړو ښځو څخه ګڼل کېږي په خپلې مقالې کې لیکلي، کله چې طالبانو په ۲۰۲۱کال کې یو ځل بیا د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ؛ د هغوی له لومړنیو اقداماتو څخه یو یې دا و، چې ښځې له ښکاره او عامه رولونو څخه ګوښه کړي.

هغې څرګنده کړې، چې په ډېر لنډ وخت کې نجونې له منځنۍ زده‌کړو محرومې شوې او ښځې له پوهنتونونو، دولتي دندو او له کوره بهر مسلکي فعالیتونو څخه منعه شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې ټینګار کړی، چې طالبان ادعا کوي دغه اقدامات د اسلامي ارزښتونو او ملي هویت د ساتنې لپاره ترسره کېږي؛ خو د نړۍ په ډېرو سیمو کې داسې هېوادونه شته، چې هلته اسلام او ډیموکراسي په یو وخت کې غوړېدلي دي.

د کلېنټن په وینا؛ اصلي موخه ښکاره ځپل دي: ښځې له معلوماتو، عاید او سیاسي نفوذ څخه محرومول او د ټولنې نیمه برخه له عامه ژوند څخه ګوښه کولو سره واک ټینګول دي. هغې خبرداری ورکړی، چې نور استبدادي مشران په دقت سره ګوري او زده کوي چې څنګه د ښځو په ځپلو سره لا زیات واک ترلاسه کولای شي.

هغې لیکلي، چې د ایران په څېر هېوادونو کې مذهبي چارواکي د دوی د حجاب لرې کولو لپاره ځوانې مېرمنې وهي، بندیانوي ​​او ان له تاوتریخوالي ډک چلند ورسره کوي.

مېرمن کلېنټن ټینګار کړی، استبدادي رژیمونه سره له دې چې پراخ توپیرونه لري، د ښځو د حقونو سره ګډه دښمني لري؛ سېکولر یا مذهبي، لویدیځ یا ختیځ، پرمختللي یا مخ پر ودې، هر ډول ډیکټاتوران ښځې په نښه کوي.

یادې پخوانۍ امریکایي چارواکې په خپلې مقالې کې د نړۍ د دیموکراسۍ وضعیت ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې اوس استبدادي نظامونه له دیموکراتیکو نظامونو زیات شوي دي.

د هغې په وینا؛ د ښځو پر حقونو او فرصتونو برید کول او په ټولنه کې د هغوی بشپړ حضور محدودول ډېری وخت له پامه غورځول کېږي؛ خو پایله یې د دیموکراسۍ چټک کمزوري کېدل دي. په داسې حالت کې بنسټونه له دننه تشېږي، مخالفتونه جرم ګڼل کېږي او واک پرته له حساب‌ورکونې د څو محدودو کسانو په لاس متمرکز کېږي. هغې ټینګار کړی، چې دغه بهیر تصادفي نه؛ بلکې په شعوري او پلان شوي ډول مخته وړل کېږي.

د مرکزي اسيا هېوادونه د افغانستان په اړه د ګډې ستراتېژۍ په لټه کې دي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۵ GMT+۰

د مرکزي اسیا هېوادونو استازو په استانه کې د تماس ډلې د فوق‌العاده غونډې په څنډه کې ویلي، چې دوی د افغانستان په اړه د یوې ګډې ستراتېژۍ د جوړولو هڅه کوي. هغوی ټینګار وکړ، چې نور افغانستان یوازې یو ګواښ نه ګڼي، بلکې د سوېلي اسیا بازارونو ته د رسېدو لپاره یې یو مهم فرصت بولي.

د قزاقستان استازي ويلي، چې د افغانستان په اړه د دغه هېواد نظر بدل شوی دی. د ازبکستان استازي هم له افغانستان سره د سوداګريزو راکړو ورکړو د پام وړ زياتوالي خبره وکړه او زياته يې کړه، چې تېر کال له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۱.۷ ميليارده ډالرو ته رسېدلې ده.

د مرکزي اسيا د هېوادونو د ځانګړو استازو د تماس ډلې فوق‌العاده غونډه د سلواغې په ۲۷مه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې سوداګري، اقتصادي اړيکې، ټرانزيتي مسايل او د افغانستان په اړه د سيمه‌ييزو تګلارو همغږي د اجنډا په سر کې وو. د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د استانه ټايمز د راپور له‌مخې، د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي يرکين توکوموف وويل، چې د غونډې اجنډا هم د محتوا له پلوه بډايه وه او هم ستراتيژيک ارزښت لري.

هغه زياته کړه: «دا ډول غونډې د دې لپاره کېږي چې د مرکزي اسيا هېوادونو سره مرسته وشي څو ګډ دريځ جوړ کړي. زموږ اجنډا سوداګريزې او اقتصادي اړيکې او ټرانزيتي مسايل رانغاړي، خو تر ټولو مهمه دا ده چې د افغانستان په اړه خپل چلند همغږي کړو».

توکوموف يادونه وکړه، چې قزاقستان لکه د نړۍوالې ټولنې ډېری هېوادونه تر اوسه د طالبانو اداره په رسميت نه ده پېژندلې، خو بيا هم له افغانستان سره په سوداګريزو، اقتصادي او بشردوستانه برخو کې تعامل لري.

د هغه په وينا، بشردوستانه مرستې د استانه لپاره ځانګړی ارزښت لري او قزاقستان د بېړنيو حالاتو پر مهال افغانستان ته اوړه، خیمې او خوراکي توکي لېږلي دي.

هغه همداراز د ښوونې او بشردوستانه همکاریو د پراخېدو خبر ورکړ او ويې ويل، چې افغان زده‌کوونکي د قزاقستان په پوهنتونونو کې منل شوي او تېر کال د لومړي ځل لپاره افغانستان ته طبي مرستې هم لېږل شوې دي.

د قزاقستان ځانګړي استازي افغانستان چې شاوخوا ۴۵ ميليونه نفوس لري، يو «هېله‌بخښونکی» بازار وباله او د دې هېواد د ټرانزيتي دهلېز په توګه يې پر ارزښت ټينګار وکړ.

خو هغه وويل، چې په افغانستان کې د اورګاډي اغېزمنې شبکې نشتوالی له سترو خنډونو څخه دي او زياته يې کړه، چې يوازې د اورګاډي يوه لنډه کرښه چې ترمز له مزارشريف سره نښلوي فعاله ده. هغه وويل: «له اورګاډي پرته رښتينی اتصال نه‌شته».

دغه لوړپوړي ډيپلومات زياته کړه، چې مرکزي اسيا د هند سمندر او د هند بندرونو ته خوندي لاسرسي ته اړتيا لري. توکوموف د ګاونډيو بازارونو نفوس ته په اشارې وويل، چې هند او پاکستان په ګډه نږدې دوه ميليارده وګړي لري او افغانستان هم شاوخوا ۴۵ ميليونه نفوس لري؛ هغه هېوادونه چې ټول د مرکزي اسيا څخه يوازې د يو يا دوو ساعتونو د الوتنې واټن لري.

د هغه په وينا، له دغه ستر ظرفيت سره سره له دغو هېوادونو سره د سوداګرۍ کچه لا هم ټيټه ده.

توکوموف ټينګار وکړ، چې افغانستان بايد يوازې له يوې زاويې ونه کتل شي. د هغه په خبره، دغه هېواد له نږدې پنځو لسيزو جګړو وروسته د مسلکي بشري ځواک له کمښت او ډېرې کمزورې بنسټيزې زېربنا سره مخ دی.

هغه وويل، د افغانستان په اړه د قزاقستان نظر بدلېږي: «پخوا موږ افغانستان ته يوازې د ګواښ له نظره کاته، خو نن د ګواښونو ترڅنګ فرصتونه هم په‌کې وینو.» خو هغه ټينګار وکړ، چې خطرونه لا هم شته او بايد د احتمالي ګټو ترڅنګ وارزول شي.

په افغانستان کې د قرغزستان سفير تورداکون سيدیکوف هم وويل، چې هېواد يې د استانه غونډه او د تماس ډلې منظمې خبرې د افغانستان اړوند مسايلو د حل لپاره ډېرې مهمې بولي.

هغه وويل: «اصلي تمرکز پر سوداګريزو، اقتصادي او ټرانسپورتي پروژو دی. د دغو پروژو پلي کېدل د افغانستان او ټولې سيمې د يو سوله‌ييز او باثباته راتلونکي لپاره مهم شرط ګڼل کېږي».

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي اسماعيل‌الله ارګاشف وويل، چې د مرکزي اسيا هېوادونه ښايي ډېر ژر په افغانستان کې د ګډو پروژو د پلي کولو پر لور حرکت وکړي. هغه افغانستان د مرکزي او سوېلي اسيا تر منځ يو احتمالي پُل وباله.

هغه د اقتصادي تعاملاتو د زياتوالي په يادولو وويل، چې تېر کال له افغانستان سره د ازبکستان د سوداګرۍ کچه نږدې ۱.۷ ميليارده ډالرو ته رسېدلې ده. د هغه په خبره، قزاقستان او ازبکستان د دغو پروژو په عملي کېدو سره افغانستان خپل له مهمو سوداګريزو شريکانو څخه ګرځولی دی.

ارګاشف زياته کړه: «موږ ټول له شته ننګونو خبر يو او له همدې امله غواړو خپل نظرونه سره تبادله کړو او د سيمې د امنيت د ساتنې لپاره يو له بل سره همکاري وکړو.»

هغه د تماس ډلې رول مهم وباله او ويې ويل، چې دا بهير د هغو پراخو ستراتيژيکو هوکړو سره سمون لري چې د مرکزي اسيا مشرانو ورباندې موافقه کړې ده.

د طالبانو د اقتصاد وزیر وايي د بهرنیو مرستو کمښت خلکو ته زیان رسولی

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۶ GMT+۰

طالبانو ومنله، چې افغانستان ته د بشري مرستو کمېدو د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د دې ډلې پر وړتیا منفي اغېز کړی. د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف په کابل کې بهرنیو مرستندویو بنسټونو ته وویل، د هېوادونو د مرستو بې‌ساري کمښت د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز کړی.

هغه ومنله، چې نړۍوالو بندیزونو د طالبانو اداره تر سخت فشار لاندې راوستې ده. تر دې وړاندې د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال ویلي وو، چې دا ډله په بهرنیو مرستو پورې تړلې نه ده او د خلکو اړتیاوې د کورنیو عوایدو له لارې پوره کوي.

حنیف دا څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې له استازو سره په ناسته کې وکړې او له هغوی یې مننه وکړه. هغه د ملګرو ملتونو د شمېرو په یادولو سره وویل، چې هېوادونو له ټول ټال ۲.۴ میلیارد ډالرو څخه تر اوسه یوازې ۸۷۰ میلیون ډالر په افغانستان کې مرستندویو بنسټونو ته ورکړي دي.

امریکا د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د افغانستان لپاره تر ټولو ستر مرستندوی هېواد و. د ټرمپ حکومت چې طالبان یوه افراطي ترهګره ډله بولي، د طالبانو د احتمالي ناوړه ګټې اخیستنې د اندېښنو له امله افغانستان ته خپلې مرستې بندې کړې. یو شمېر نورو هېوادونو هم د بشري حقونو د سرغړونو، د ترهګرۍ د ملاتړ او د نړۍوالو ژمنو او تړونونو ته د طالبانو د نه ژمنتیا په غبرګون کې خپلې مرستې کمې یا بندې کړې دي.

د طالبانو د اقتصاد وزیر وویل، چې طبیعي پېښو، نړۍوالو بندیزونو، د مرستو د پام وړ کمښت او د میلیونونو کډوالو ستنېدنه افغانستان تر سخت فشار لاندې راوستی دی. هغه همداراز ټینګار وکړ، چې طالبان د هېواد د اقتصادي وضعیت په مدیریت کې بریالي شوي، د ملي پیسو ارزښت یې باثباته ساتلی او یو شمېر بنسټیزې پروژې یې پلي کړې دي.

د حنیف په وینا، تېر کال له یو میلیارد ډالرو زیاتې پیسې بېلابېلو سکتورونو ته ځانګړې شوې وې، چې ۵۹۰ میلیون ډالر یې د پروژو پر عملي کولو ولګول شول او پاتې برخه د معاشونو، امتیازاتو، اداري لګښتونو او تجهیزاتو لپاره مصرف شوه.

هغه زیاته کړه: «موږ باور لرو چې تلپاتې اقتصادي ثبات یوازې د ځان بسیاینې، د اقتصاد پر بنسټ ودې او له نړۍوالې ټولنې سره د رغنده همکارۍ له لارې ترلاسه کېدای شي».

د طالبانو د اقتصاد وزارت د اعلان له‌مخې، دا ناسته په افغانستان کې د «۲۰۲۶ کال د انکشافي چوکاټ د همغږۍ» تر سرلیک لاندې ترسره شوې وه او په‌کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو مشران، د اروپايي ټولنې استازي او د نړۍوالو بنسټونو یو شمېر استازو ګډون درلود.

په بلخ کې د طالبانو والي د امر بالمعروف د قانون پر پلي کېدو ټینګار وکړ

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۳ GMT+۰

په بلخ کې د طالبانو والي محمد یوسف وفا په دغه ولایت کې د خپلې ډلې له چارواکو سره په یوې ګډه ناسته کې ټینګار وکړ، چې لومړی باید دوی په خپله او بیا عام خلک دغه قانون پلی کړي. هغه زیاته کړه، چې په راتلونکي کې به د امربالمعروف قانون د لا ښه تشرېح لپاره نورې غونډې هم جوړې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې دیني عالمانو هم د دغه قانون پر ښه تطبیق، غوره برخو او ځینو شته ستونزو باندې سره اختلافي بحثونه هم وکړل.

د طالبانو حکومت د تېر ۲۰۲۴ کال په اګسټ کې د نوي قانون له منظورولو سره د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ته پراخ واکونه ورکړل. په دغه قانون کې چې د طالبانو د مشر له‌خوا تر توشېح کېدو وروسته په رسمي جرېدېه کې خپور شو، د مېرمنو لپاره حجاب لازمي او د هر ډول ساه‌لرونکي انځور اخیستل منع بلل شوی دی. د دغه وزارت محتسبینو ته ویل شوي وو، چې په ټولنه کې د هر ډول تعصباتو او تبعیض مخه ونیسي او له خلکو سره ښه چلند وکړي.

افغان حقوق‌پوهان او نړۍوالې ادارې د امربالمعروف او نهې عن المنکر یاد قانون د اسلامي شریعت تر څنګ له نړۍوال حقوقي نظام سره په ټکر کې بولي.

د اروپايي ټولنې استازی: په افغانستان کې هېڅوک له طالبانو سره د تعامل مخالف نه دي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي ژیل برتران له طالبانو سره د هېوادونو پر تعامل د بشري حقونو د فعالانو د نیوکو په غبرګون ویلي، د افغانستان دننه له دې ډلې سره د تعامل په اړه کوم مخالفت نشته. هغه وایي، له طالبانو سره د اړیکو په اړه نیوکې د بهر مېشتو افغانانو له لوري کېږي.

برتران خبرداری ورکړی، چې له افغانستان سره د اړیکو پرېکول درنې او ناوړه پایلې لرلای شي.

نوموړي په هغه مرکه کې چې د سې‌شنبې په ورځ له «هشت صبح» ورځپاڼې سره خپره شوې، ویلي: «زه ډېر لږ داسې غږونه اورم چې وړاندیز کوي باید له افغانستان سره په بشپړه توګه اړیکې پرې شي او دا هېڅ یو غږ هم د هېواد له دننه نه دی. هر ځل چې نړۍ له افغانستان څخه مخ اړولی، له لویو پایلو سره مخ شوی دی».

خو ښاغلي برتران ټینګار کړی، چې طالبان به تر هغو په یوازیتوب کې پاتې وي، څو د نړۍوالې ټولنې شرطونه پلي نه کړي.
هغه له طالبانو غوښتي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غوښتنو ته په کتو دې یو ټول‌‌ګډونه حکومت جوړ کړي او د افغانستان نړۍوالو ژمنو ته دې درناوی وکړي.

یو شمېر لویو اروپايي هېوادونو له طالبانو سره د تعامل ملاتړ کړی دی. د جرمني حکومت خپلو وګړو سره ژمنه کړې، هغه افغان کډوال به بېرته افغانستان ته ستانه کړي چې جرمي مخینه ولري. جرمني که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د دغې ډلې د بهرنیو چارو له وزارت سره یې د تعامل لاره خپله کړې، څو وکولای شي افغان کډوال بېرته ولېږي.

د ملايانو استثنايي امتیازونه

دغه لوړپوړي اروپايي ډیپلومات د طالبانو د محکمو پر جزايي اصول‌نامې سختې نیوکې وکړې او هغه یې د «ټولنیزې نابرابرۍ د بنسټ اېښودلو» سند بللی دی.

د هغه په وینا، دغه سند ملايان د واک تر ټولو لوړې کچې ته رسوي او هغوی ته مصوونیت ورکوي. نوموړي ویلي، چې په دې سند کې د ملايانو لپاره د حساب‌ورکولو هېڅ روښانه میکانیزم نشته، حال دا چې د ټولنې نور غړي له داسې امتیازه برخمن نه دي.

برتران زیاته کړې، چې په دې اصول‌نامه کې کورنی تاوتریخوالی عادي بلل شوی او د حنفي مذهب پرته د نورو مذهبونو پیروان «ناسم مسلمانان» ګڼل شوي دي.

د هغه په وینا، د نننۍ نړۍ ډېرې مهمې ستونزې لکه منظم جرمونه او مالي درغلۍ، په دې قانون کې له پامه غورځول شوي او اصلي تمرکز یې پر ټولنیز کنټرول دی.

هغه ویلي، چې دغه اصول‌نامه د واک د ناوړه ګټې اخیستنې زمینه برابروي، په ځانګړي ډول د طالبانو د مشرانو له لوري.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په افغانستان کې د ښځو وضعیت «د بشري حقونو بې‌ساری سرغړونه» بللې او ویلي یې دي، چې دا حالت هېڅ ډول دیني او کلتوري توجیه نه لري.
هغه خبرداری ورکړی: «هېڅ هېواد نه‌شي کولای چې خپل ځان د خپل انساني ځواک له نیمایي برخې بې‌برخې کړي».

اروپايي ټولنه؛ تر ټولو ستره مالي مرسته کوونکې

برتران ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو او یو شمېر نورو هېوادونو د مرستو په کمېدو سره، اروپايي ټولنه د افغانستان لپاره تر ټولو ستره مالي مرسته کوونکې ګرځېدلې ده.

د هغه په خبره، تېر کال افغانستان ته د ورکړل شویو مرستو ۲۵ سلنه برخه د اروپايي ټولنې له خوا تمویل شوې وه او سږ کال به دا ونډه نوره هم لوړه شي.

هغه ټینګار کړی، چې دا مرستې په مستقیم ډول د افغانستان خلکو ته د ملګرو ملتونو د بنسټونو او نادولتي سازمانونو له لارې رسېږي، نه د طالبانو ادارې ته.

متحده ایالات د کلونو لپاره افغانستان ته تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد و. یوازې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ پر مهال ۳.۷ میلیارده ډالره مرسته له افغانستان سره شوې ده. خو ډونالډ ټرمپ چې بېرته سپینې ماڼۍ ته ستون شو، له افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو سره یې مرستې ودرولې.