• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ایران او پاکستان نه تر ۴زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شول

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، یوازې پرون سې‌شنبه د ایران او پاکستان له بېلابېلو لارو ۸۱۲ کورنۍ چې ټولټال ۴زره او ۲۱۴ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. طالبانو زیاته کړې، چې له ستنو شویو کورنیو سره یې لومړنۍ مرستې هم کړې دي.

یاد کمېسیون په خپل راپور کې ویلي، چې دغه کورنۍ د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو پله، اسلام‌کلا او بهرامچې له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. د راپور له مخې؛ په همدې ورځ ۷زره او ۱۲۰ کسان بیا خپلو مېنو ته لېږدول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، په پاکستان کې د زیاتېدونکو فشارونو، محدودیتونو، ناوړه وضعیت او جبري ستنولو له امله له دغه هېواده هره ورځ زرګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنېږي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې په ورته موده کې ۳زره او ۶۴۸ بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

امسو: په ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو دوسیې دې ژر وڅېړل شي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۵ GMT+۰

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) وایي، په پاکستان او ایران کې د برازیل بشرپاله ویزو ته په تمه یوشمېر افغان خبریالان او رسنیز فعالان له جبري اېستنې او سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دي او د هغوی دوسیې باید په بېړني او شفاف ډول وڅېړل شي.

یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې د هغو افغان خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړې، چې د جدي امنیتي ګواښونو له امله له افغانستان نه وتلي او دا مهال په کوربه هېوادونو کې د جبري ستنېدنې له ګواښ سره مخامخ دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ اوږد اداري ځنډ، د ویزو د روښانه مهالوېش نشتوالی او دوامداره بې‌برخلیکۍ د دغه خبریالانو رواني او فزیکي وضعیت لاپسې کړکېچن کړی دی. امسو ټینګار کړی، چې د بشري حقونو له اصولو او د کډوالو د خوندیتوب له نړۍوالو مکلفیتونو سره سم باید د ګواښ سره مخ خبریالانو او رسنیزو فعالانو قضیې په شفاف، عادلانه او بېړني ډول وڅېړل شي.

د یاد سازمان په وینا؛ «خبریالان د عامه پوهاوي او حساب‌ورکونې بنسټیزې ستنې دي او د هغوی خوندیتوب د نړۍوالې ټولنې ګډ مسوولیت دی». دغه سازمان د برازیل له حکومت او په کوربه هېوادونو کې د هغه هېواد له ډیپلوماتیکو استازولیو غوښتي، چې د افغان خبریالانو د بشرپاله ویزو دوسیې ژر تر ژره وارزوي، د دغه بهیر په اړه روښانه مهالوېش اعلان کړي او د اوږد ځنډ له امله رامنځته شوی بشري وضعیت جدي و ارزوي.

امسو همداراز له نړۍوالو رسنیزو او بشري حقونو بنسټونو غوښتنه کړې، چې د یادو خبریالانو د خوندیتوب او بېړني لېږد لپاره خپلې هڅې پیاوړې او ګړندۍ کړي. نوموړي سازمان ټینګار کړی، چې د بیان ازادي، معلوماتو ته لاسرسی او د خبریالانو خوندیتوب نړۍوال ارزښتونه دي او هېڅ خبریال باید د خپلې مسلکي دندې له امله له ګواښ او بې‌برخلیکۍ سره مخ نه‌شي.

د برلین په نړۍواله غونډه کې د افغان ښځو پر ملاتړ ټینګار وشو

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۴ GMT+۰

د برلین په نړۍوال فورم کې یوشمېر افغان ښځینه فعالانو ګډون وکړ او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د افغان ښځو د حقونو ملاتړ وکړي. پروانه ابراهیم خېل نجرابي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د غونډې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان ناوړه شرایط په ګوته شول.

د ۲۰۲۶کال د نړۍوال فورم نړۍوال کنفرانس چې د ډیموکراسۍ، ټېکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا پر راتلونکي تمرکز کوي، د فبرورۍ له ۱۵مې تر ۱۷مې پورې په برلین کې ترسره شو.

په دغه پروګرام کې لسګونه پېژندل شویو سیاست‌والو ګډون کړی و، چې په‌کې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هېلري کلینټن، د سولې نوبل جایزې ګټونکې او د بشري حقونو فعالانو هم برخه اخیستې وه.

د ګډونوالو په منځ کې په اترېش کې د افغانستان سفیره منیژه باختري، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره سیما سمر، خبریاله زهرا جویا، د ښځو د حقونو فعاله پروانه ابراهیم خېل نجرابي، د میدان وردګ پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري او یوشمېر نورې افغان ښځې شاملې وې.

پروانه ابراهیم‌خېل نجرابي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی د افغانستان د ناوړه وضعیت په اړه معلومات د غونډې په بېلابېلو برخو کې وړاندې کړل. هغې وویل، چې نړۍوالې ټولنې عملا د افغانستان د ښځو له کړاو او ځپلو سترګې پټې کړې دي او «په افغانستان کې د ازادۍ او ډیموکراسۍ موضوع په بشپړه توګه هېره شوې ده».

د هغې په وینا؛ افغان ګډونوالو په دغه غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو وغوښتل، چې د طالبانو اداره په رسمیت ونه پېژني. مېرمن نجرابي همدارنګه د ځینو ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو له طالبانو سره د اړیکو د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې دغه بهیر کولای شي په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو وضعیت لا پسې کړکېچن کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هېلري کلېنټن په خپلې وینا کې خبرداری ورکړی، چې ډیموکراسي له جدي ګواښ سره مخ ده. هغې «له پولې هاخوا د استبداديانو د ټلوالې» د جوړولو په اړه خبرې وکړې، چې په اروپا او امریکا کې د ډيموکراسۍ بنسټونه کمزوري کولای شي.

کلېنټن ټينګار وکړ، چې ولاديمير پوتين د یادې پروسې ملاتړ او تمويل کوي او «په امریکا کې ډېر متحدين لري». هغې زياته کړه، هغه کسان چې د ډيموکراسۍ او د شتمنۍ د عادلانه وېش لپاره هڅې کوي بايد د ځواکمنو او منظمو دښمنانو له حضوره خبر وي.

د ۲۰۲۶کال نړۍوال فورم کنفرانس د نړۍوالو ننګونو د ارزولو لپاره جوړ شوی و، چې په‌کې د مصنوعي ځیرکتیا مقررات، د دیموکراسۍ ګواښونه، بشري حقونه او د بشریت راتلونکې شامل وو. د پرانیستې مراسم یې د بېل کلېنټن او هېلري کلېنټن په ګډون ترسره شول.

د ایران د رېل پټلۍ مشر: د افغانستان او ایران ترمنځ رېل پټلۍ د سوداګرۍ «کلیدي لویه لاره» ده

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۳ GMT+۰

د ایران د رېل پټلۍ ادارې اجرایوي مشر جبار علي ذاکري وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې د انتقالاتو لېږد په بې‌ساري ډول زیات شوی او دغه لاره د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره «کلیدي لویه لاره» ګرځېدلې ده.

هغه ویلي، چې د رېل پټلۍ له لارې د ایران او افغانستان سوداګریزې اړیکې منظمې او لاپیاوړې شوې دي. د هغه په وینا؛ افغانستان ته د ایران د صادراتو لویه برخه ودانیز توکي، فولاد او د اوسپنې بېلابېل محصولات جوړوي.

د هغه په خبره؛ سربېره پر دې، د اماراتو، کوېټ او روسیې د نفتي محصولاتو ترانزیتي جوپې هم د ایران د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي. نوموړي زیاته کړې، چې د روان کال په مرغومي میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې ۹۴زره ټنه انتقالات شوي او تمه ده چې دغه شمېر په سلواغې میاشت کې ۱۲۰زره ټنو ته لوړ شي.

هغه ویلي، د یادې ادارې موخه دا ده چې په راتلونکو درېیو تر څلورو میاشتو کې د میاشتني انتقالاتو کچه ۲۰۰زره ټنو ته ورسوي. نوموړي وویل، یادې موخې ته د رسېدو لپاره د زېربناوو پراختیا پیل شوې او ټاکل شوې، چې د افغانستان په خاوره کې د روزنک او رباط‌پریان تمځایونه د یوه ایراني شرکت په همکارۍ پراخ شي.

هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د رېل تمځایونو او زېربناوو پیاوړتیا به نه یوازې د بار د لېږد ظرفیت لوړ کړي؛ بلکې د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریزې اړیکې به لا ټینګې کړي.

همداراز، د دواړو هېوادونو د چارواکو په ګډو ناستو کې د رېل پټلۍ پر لاره د شته خنډونو پر لرې کولو او د خدمتونو پر ښه‌والي ټینګار شوی او ویل شوي، چې د سرحدي تمځایونو پراختیا او د رېل لیکو د ظرفیت لوړول به د یوه باثباته اقتصادي دهلېز د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.

هېلري کلېنټن: طالبانو افغانستان د ښځو پر وړاندې د کرکې په یوه نړۍوال سمبول بدل کړی دی

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۱ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هېلري کلېنټن په یوې نوې مقاله کې ویلي، چې په نړۍ کې د ښځو سره د کرکې او افراطیت تر ټولو سخته بېلګه نن ورځ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې لیدلی شئ. هغې ویلي، چې د طالبانو یو له لومړنیو اقداماتو څخه له ټولنې د ښځو ګوښه کول وو.

د مېرمن کلېنټن مقاله «د ښځو حقونه، ډیموکراټیک حقونه دي» تر سرلیک لاندې په امریکایي فارن افیرز مجلې کې خپره شوې ده، چې په‌کې پر دیموکراسۍ او نړۍوال ثبات د ښځو د ځپلو بڼې او اغېزې څېړل شوې دي.

هېلري کلېنټن چې په امریکا کې له پیاوړو ښځو څخه ګڼل کېږي په خپلې مقالې کې لیکلي، کله چې طالبانو په ۲۰۲۱کال کې یو ځل بیا د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ؛ د هغوی له لومړنیو اقداماتو څخه یو یې دا و، چې ښځې له ښکاره او عامه رولونو څخه ګوښه کړي.

هغې څرګنده کړې، چې په ډېر لنډ وخت کې نجونې له منځنۍ زده‌کړو محرومې شوې او ښځې له پوهنتونونو، دولتي دندو او له کوره بهر مسلکي فعالیتونو څخه منعه شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې ټینګار کړی، چې طالبان ادعا کوي دغه اقدامات د اسلامي ارزښتونو او ملي هویت د ساتنې لپاره ترسره کېږي؛ خو د نړۍ په ډېرو سیمو کې داسې هېوادونه شته، چې هلته اسلام او ډیموکراسي په یو وخت کې غوړېدلي دي.

د کلېنټن په وینا؛ اصلي موخه ښکاره ځپل دي: ښځې له معلوماتو، عاید او سیاسي نفوذ څخه محرومول او د ټولنې نیمه برخه له عامه ژوند څخه ګوښه کولو سره واک ټینګول دي. هغې خبرداری ورکړی، چې نور استبدادي مشران په دقت سره ګوري او زده کوي چې څنګه د ښځو په ځپلو سره لا زیات واک ترلاسه کولای شي.

هغې لیکلي، چې د ایران په څېر هېوادونو کې مذهبي چارواکي د دوی د حجاب لرې کولو لپاره ځوانې مېرمنې وهي، بندیانوي ​​او ان له تاوتریخوالي ډک چلند ورسره کوي.

مېرمن کلېنټن ټینګار کړی، استبدادي رژیمونه سره له دې چې پراخ توپیرونه لري، د ښځو د حقونو سره ګډه دښمني لري؛ سېکولر یا مذهبي، لویدیځ یا ختیځ، پرمختللي یا مخ پر ودې، هر ډول ډیکټاتوران ښځې په نښه کوي.

یادې پخوانۍ امریکایي چارواکې په خپلې مقالې کې د نړۍ د دیموکراسۍ وضعیت ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې اوس استبدادي نظامونه له دیموکراتیکو نظامونو زیات شوي دي.

د هغې په وینا؛ د ښځو پر حقونو او فرصتونو برید کول او په ټولنه کې د هغوی بشپړ حضور محدودول ډېری وخت له پامه غورځول کېږي؛ خو پایله یې د دیموکراسۍ چټک کمزوري کېدل دي. په داسې حالت کې بنسټونه له دننه تشېږي، مخالفتونه جرم ګڼل کېږي او واک پرته له حساب‌ورکونې د څو محدودو کسانو په لاس متمرکز کېږي. هغې ټینګار کړی، چې دغه بهیر تصادفي نه؛ بلکې په شعوري او پلان شوي ډول مخته وړل کېږي.

د مرکزي اسيا هېوادونه د افغانستان په اړه د ګډې ستراتېژۍ په لټه کې دي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۵ GMT+۰

د مرکزي اسیا هېوادونو استازو په استانه کې د تماس ډلې د فوق‌العاده غونډې په څنډه کې ویلي، چې دوی د افغانستان په اړه د یوې ګډې ستراتېژۍ د جوړولو هڅه کوي. هغوی ټینګار وکړ، چې نور افغانستان یوازې یو ګواښ نه ګڼي، بلکې د سوېلي اسیا بازارونو ته د رسېدو لپاره یې یو مهم فرصت بولي.

د قزاقستان استازي ويلي، چې د افغانستان په اړه د دغه هېواد نظر بدل شوی دی. د ازبکستان استازي هم له افغانستان سره د سوداګريزو راکړو ورکړو د پام وړ زياتوالي خبره وکړه او زياته يې کړه، چې تېر کال له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۱.۷ ميليارده ډالرو ته رسېدلې ده.

د مرکزي اسيا د هېوادونو د ځانګړو استازو د تماس ډلې فوق‌العاده غونډه د سلواغې په ۲۷مه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې سوداګري، اقتصادي اړيکې، ټرانزيتي مسايل او د افغانستان په اړه د سيمه‌ييزو تګلارو همغږي د اجنډا په سر کې وو. د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د استانه ټايمز د راپور له‌مخې، د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي يرکين توکوموف وويل، چې د غونډې اجنډا هم د محتوا له پلوه بډايه وه او هم ستراتيژيک ارزښت لري.

هغه زياته کړه: «دا ډول غونډې د دې لپاره کېږي چې د مرکزي اسيا هېوادونو سره مرسته وشي څو ګډ دريځ جوړ کړي. زموږ اجنډا سوداګريزې او اقتصادي اړيکې او ټرانزيتي مسايل رانغاړي، خو تر ټولو مهمه دا ده چې د افغانستان په اړه خپل چلند همغږي کړو».

توکوموف يادونه وکړه، چې قزاقستان لکه د نړۍوالې ټولنې ډېری هېوادونه تر اوسه د طالبانو اداره په رسميت نه ده پېژندلې، خو بيا هم له افغانستان سره په سوداګريزو، اقتصادي او بشردوستانه برخو کې تعامل لري.

د هغه په وينا، بشردوستانه مرستې د استانه لپاره ځانګړی ارزښت لري او قزاقستان د بېړنيو حالاتو پر مهال افغانستان ته اوړه، خیمې او خوراکي توکي لېږلي دي.

هغه همداراز د ښوونې او بشردوستانه همکاریو د پراخېدو خبر ورکړ او ويې ويل، چې افغان زده‌کوونکي د قزاقستان په پوهنتونونو کې منل شوي او تېر کال د لومړي ځل لپاره افغانستان ته طبي مرستې هم لېږل شوې دي.

د قزاقستان ځانګړي استازي افغانستان چې شاوخوا ۴۵ ميليونه نفوس لري، يو «هېله‌بخښونکی» بازار وباله او د دې هېواد د ټرانزيتي دهلېز په توګه يې پر ارزښت ټينګار وکړ.

خو هغه وويل، چې په افغانستان کې د اورګاډي اغېزمنې شبکې نشتوالی له سترو خنډونو څخه دي او زياته يې کړه، چې يوازې د اورګاډي يوه لنډه کرښه چې ترمز له مزارشريف سره نښلوي فعاله ده. هغه وويل: «له اورګاډي پرته رښتينی اتصال نه‌شته».

دغه لوړپوړي ډيپلومات زياته کړه، چې مرکزي اسيا د هند سمندر او د هند بندرونو ته خوندي لاسرسي ته اړتيا لري. توکوموف د ګاونډيو بازارونو نفوس ته په اشارې وويل، چې هند او پاکستان په ګډه نږدې دوه ميليارده وګړي لري او افغانستان هم شاوخوا ۴۵ ميليونه نفوس لري؛ هغه هېوادونه چې ټول د مرکزي اسيا څخه يوازې د يو يا دوو ساعتونو د الوتنې واټن لري.

د هغه په وينا، له دغه ستر ظرفيت سره سره له دغو هېوادونو سره د سوداګرۍ کچه لا هم ټيټه ده.

توکوموف ټينګار وکړ، چې افغانستان بايد يوازې له يوې زاويې ونه کتل شي. د هغه په خبره، دغه هېواد له نږدې پنځو لسيزو جګړو وروسته د مسلکي بشري ځواک له کمښت او ډېرې کمزورې بنسټيزې زېربنا سره مخ دی.

هغه وويل، د افغانستان په اړه د قزاقستان نظر بدلېږي: «پخوا موږ افغانستان ته يوازې د ګواښ له نظره کاته، خو نن د ګواښونو ترڅنګ فرصتونه هم په‌کې وینو.» خو هغه ټينګار وکړ، چې خطرونه لا هم شته او بايد د احتمالي ګټو ترڅنګ وارزول شي.

په افغانستان کې د قرغزستان سفير تورداکون سيدیکوف هم وويل، چې هېواد يې د استانه غونډه او د تماس ډلې منظمې خبرې د افغانستان اړوند مسايلو د حل لپاره ډېرې مهمې بولي.

هغه وويل: «اصلي تمرکز پر سوداګريزو، اقتصادي او ټرانسپورتي پروژو دی. د دغو پروژو پلي کېدل د افغانستان او ټولې سيمې د يو سوله‌ييز او باثباته راتلونکي لپاره مهم شرط ګڼل کېږي».

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي اسماعيل‌الله ارګاشف وويل، چې د مرکزي اسيا هېوادونه ښايي ډېر ژر په افغانستان کې د ګډو پروژو د پلي کولو پر لور حرکت وکړي. هغه افغانستان د مرکزي او سوېلي اسيا تر منځ يو احتمالي پُل وباله.

هغه د اقتصادي تعاملاتو د زياتوالي په يادولو وويل، چې تېر کال له افغانستان سره د ازبکستان د سوداګرۍ کچه نږدې ۱.۷ ميليارده ډالرو ته رسېدلې ده. د هغه په خبره، قزاقستان او ازبکستان د دغو پروژو په عملي کېدو سره افغانستان خپل له مهمو سوداګريزو شريکانو څخه ګرځولی دی.

ارګاشف زياته کړه: «موږ ټول له شته ننګونو خبر يو او له همدې امله غواړو خپل نظرونه سره تبادله کړو او د سيمې د امنيت د ساتنې لپاره يو له بل سره همکاري وکړو.»

هغه د تماس ډلې رول مهم وباله او ويې ويل، چې دا بهير د هغو پراخو ستراتيژيکو هوکړو سره سمون لري چې د مرکزي اسيا مشرانو ورباندې موافقه کړې ده.