
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره ټیلیفوني خبرې اترې کړي دي. سعیدوف ویلی، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو کې د پام وړ پرمختګ شاهدان یو او ډیر ژر به د ټرانس افغان پروژې د امکان ارزونې د مطالعاتو کار پیل شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه، د کب ۲مه پر اېکس خواله رسنۍ کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړې، چې امیرخان متقي د خبرو پرمهال ویلي، چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د دوه اړخېزو اړیکو او سوداګرۍ په برخه کې ښه فرصتونه برابر شوي دي.
د اعلامیې په پای کې راغلي، چې دواړو خواوو د سیمې پر وضعیت، او د دواړو هیوادونو ترمنځ د راتلونکو پلانونو او په ځانګړې توګه د افغانستان او منځنۍ اسیا پر اړیکو تفصیلي بحثونه ترسره کړل.

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ، نن د شنبې په ورځ (کب ۲مه) اعلان وکړ چې متحده ایالاتو ته پر واردېدونکو توکو نړیواله تعرفه له ۱۰سلنې څخه ۱۵سلنې ته لوړه شوې ده. هغه وویل چې دا پرېکړه به «سمدستي» عملي کېږي.
ټرمپ زیاته کړه چې د تعرفې د لوړېدو موخه د متحده ایالات د کورني اقتصاد ملاتړ او د سوداګرۍ د توازن ښه کول دي. دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې نوموړي مخکې هم د وارداتو پر وړاندې سخت سوداګریز سیاستونه غوره کړي وو.
د امریکا د تعرفو د زیاتولو دا پرېکړه یوازې یوه ورځ وروسته له هغې اعلان شوه چې د امریکا سترې محکمې د ټرمپ د پراخو تعرفوي د اقداماتو یوه لویه برخه لغوه کړه.
کارپوهان وایي، د تعرفو زیاتوالی کولای شي پر نړیواله سوداګرۍ، د توکو پر بیو او د امریکا له سوداګریزو شریکانو سره پر اقتصادي اړیکو مستقیم اغېز وکړي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دوغارون په سرحدي بندر کې د تګ راتګ بهیر د ښه کېدو لپاره له ځینو اقداماتو سره لا هم د باروړونکو موټرو ګڼهګوڼه دوام لري. دوی زیاتوي، چې د افغانستان په لوري کې ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي او زرګونه موټر د اسلام کلا په ګمرک کې بند دي.
د ایراني رسنې «شهرارا نیوز» د راپور له مخې، د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي چې د اجرایوي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او له اسلامقلعه څخه دوغارون ته د بېرته ستنېدو د نوې لارې په جوړېدو سره، د دوغارون په سرحدي پایانه کې د باروړونکو موټرو د تم کېدو موده له دوو تر درېیو شپو پورې راکمه شوې ده.
خو راپور زیاتوي چې تر اوسه له زرو ډېر ایراني باروړونکي موټر د اسلامقلعه په ګمرک کې ولاړ دي او چلوونکي یې څو شپې د افغانستان خاورې ته د ننوتلو په تمه پاتې کېږي.
د ګډې سوداګرۍ خونې په وینا، د ترافیکي ستونزې اصلي غوټه اوس د افغانستان په لوري کې ده. ویل شوي چې دا موضوع د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري څارل کېږي او د طالبان د هرات له ځايي مسوولانو غوښتنه شوې چې د منلو ظرفیت لوړ او د تګ راتګ بهیر چټک کړي.
دوغارون د ایران او افغانستان ترمنځ له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه شمېرل کېږي او هر ډول ځنډ یا خنډ کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او ترانزیټ پر بهیر مستقیم اغېز وکړي.
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د ۱۵۰ ورځو لپاره به پر ټولو هېوادونو ۱۰ سلنه نړۍواله ګمرکي ماليه ولګوي. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې د امريکا سترې محکمې د ټرمپ د حکومت ځينې بېړنۍ او پراخې تعرفې ناقانونه وبللې او لغوه يې کړې.
ټرمپ وويل، چې دا فرمان د ۱۹۷۴ کال د سوداګرۍ قانون د ۱۲۲مې مادې پر بنسټ صادريږي او نوې تعرفې به د اوسنیو تعرفو تر څنګ پلې شي. د دغه قانون لهمخې، ولسمشر کولای شي که چېرې د تادیاتو په بېلانس کې «لويې او جدي» ستونزې رامنځته شي، تر ۱۵ سلنې پورې او د زيات نه زيات ۱۵۰ ورځو لپاره پر ټولو هېوادونو ماليه ولګوي. دا واک د رسمي څېړنو يا پېچلو اداري پړاوونو ترسره کولو ته اړتيا نهلري.
تر دې مخکې د امريکا سترې محکمې هغه پراخې تعرفې چې ټرمپ د «نړۍوالو بېړنيو اقتصادي واکونو قانون» لهمخې لګولې وې، ناقانونه اعلان کړې او ويلي يې دي، چې هغه د دغه قانون په کارولو کې له خپل قانوني واکه اوښتی دی.
ټرمپ د محکمې د دې پرېکړې په غبرګون کې وويل: «موږ بديلې لارې لرو، ډېرې ښې لارې». هغه زياته کړه: «کېدای شي لا زيات عايد ترلاسه کړو. ډېرې پيسې به هېواد ته راشي او موږ به لا پياوړي شو».
د امريکا ولسمشر همدارنګه اعلان وکړ، چې حکومت به يې د سوداګرۍ قانون د ۳۰۱ مادې لهمخې نوې پلټنې پيل کړي، څو د هغه په وينا د «ناانصافه سوداګريزو کړنلارو» پر وړاندې اقدام وشي او امریکا د نورو هېوادونو او شرکتونو له ناعادلانه چلند څخه خوندي وساتل شي.
د ۱۲۲مې مادې په ګډون له نورو قانوني لارو څخه د ټرمپ د کار اخيستلو پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ۳۰۱ مادې پلټنې عموماً څو مياشتې وخت نيسي، خو اعلان شوې ۱۰ سلنه ماليه يوازې د ۱۵۰ ورځو لپاره پلې کېدای شي او تر هغې وروسته بيا نوې پرېکړې يا اقدام ته اړتيا وي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر له هندي سوداګرو سره په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د نندارې لپاره د یوه تالار د جوړولو او د درملو په سکټور کې د افغان او هندي سوداګرو تر منځ د اړیکو پراختیا او همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له هندي پانګوال انګوش ستانا او د هغه له مل پلاوي سره د قیمتي ډبرو د نندارې د یوه تالار جوړولو او همدارنګه د درملو په سکټور کې د افغان او هندي سوداګرو ترمنځ د اړیکو پراختیا رامنځته کولو په تړاو خبرې کړي.
یاد هندي سوداګر ویلي، چې غواړي افغانستان ته د جرمني هغه ټېکنالوژي را انتقال کړي، چې له کثافاتو او پلاستیکونو څخه په زیاته کچه د تېلو اېستلو وړتیا لري.
طالبانو ویلي، چې هندي سوداګرو ته یې په افغانستان کې د پانګونې په اړه له خپله اړخه د فرصتونو چمتو کولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
طالبان پر داسې مهال په افغانستان کې د هندي سوداګرو د پانګونې لېوالتیا ته هرکلی کوي، چې تر دې وړاندې تر ډېره دغه فرصتونه پاکستاني سوداګرو ته چمتو کېدل، خو د پاکستان او طالبانو تر منځ د اړیکو له خرابېدو وروسته طالبان هڅه کوي، چې د افغانستان د اړتیا پوره کولو لپاره د هند په څېر هېوادونو ته لاس اوږد کړي.
د طالبانو د دولتي شرکتونو اداره وایي، چې د یادې ادارې مشر احمدجان بلال او ورسره مل پلاوي، بېلاروس ته د خپل سفر پر مهال له بېلاروسي چارواکو سره د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې کړې دي.
یادې ادارې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې احمد جان بلال په مینسک کې د بېلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنایعو وزارتونو له مشرتابه سره لیدلي او دواړو خواوو د سوداګرۍ، صنعت او تخنیکي همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.
طالبانو دا لیدنې د کابل او مینسک ترمنځ د اړیکو د نوي پړاو د پیل په توګه ارزولې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې طالب پلاوي د سفر په ترڅ کې د بېلاروس د سترو دولتي صنعتي شرکتونو له تولیدي تاسیساتو هم لیدنه کړې ده، چې پکې MAZ، BELAZ، MTZ او AMKODOR شرکتونه شامل دي. دا شرکتونه د درنو وسایطو، کانکېندنې ماشینونو، ټراکټورونو او ساختماني تجهیزاتو په تولید کې نړیواله مخینه او شهرت لري.
د طالبانو د دولتي شرکتونو ادارې ویلي، چې دواړو لوریو هوکړه کړې څو د کرنې او کانونو د میکانیزه کولو، د ساختماني موادو په برخه کې د تجربو شریکولو، او د روغتیا او خوړو د کیفیت د معیارونو د لوړولو په برخو کې ګډ کار وکړي.
دا سفر په داسې مهال کېږي، چې طالبان هڅه کوي د نړیوالو سیاسي محدودیتونو تر څنګ، له بدیلو شریکانو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او د هېواد د صنعتي کېدو بهیر چتک کړي.