خوزه انتونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی روزونکی وټاکل شو

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې برازیلي روزونکی خوزه انتونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې برازیلي روزونکی خوزه انتونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.
د یاد فدراسیون لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نوموړي د معرفي کېدو مراسم، نن د شنبې په ورځ (کب ۲مه) په کابل کې ترسره شوي دي.
د معلوماتو له مخې، نوګیرا د افغانستان د فټبال فدراسیون سره یو کلن تړون لاسلیک کړی او ټاکل شوې ده، چې په همدې موده کې د افغانستان د ملي لوبډلې مشري پر غاړه ولري.
تر دې وړاندې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزنه د وینچنزو البرتو پر غاړه وه، چې د ایټالیا اوسېدونکی دی.
د فوټبال فدراسیون هیله څرګنده کړې، چې د نوي روزونکي په ټاکل کېدو سره به د افغانستان ملي لوبډله وکولای شي په راتلونکو سیمهییزو او نړیوالو سیالیو کې ښه پایلې ترلاسه کړي او د هېواد د فوټبال لوبې کچه به لوړه کړي.

په پکتیکا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې تېره ورځ طالبانو د پکتیکا په یحی خېلو ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پخوانی قومندان مرغی ګټوازی ترور کړی. د وژل شوي قومندان نږدې خپلوان وایي، هغه له چا سره شخصي دښمني نه درلوده او د طالبانو د عمومي بښنې کارت یې هم درلود.
د وژل شوی قومندان مرغي ګټوازي خپلوانو نن شنبه، د کب ۲مه وویل، چې د مرغي ګټوازي جنازه نن د پکتیکا په یحی خیلو ولسوالۍ کې ادا شوه.
د خپلوانو د معلوماتو له مخې وژل شوي ګټوازي د تېر جمهوري حکومت د سقوط پرمهال طالبانو ته وسلې سپارلې وې او د طالبانو د عمومي بښنې کارت یې هم اخیستی و.
مرغی ګټوازی له تسلیمی او د افغانستان له سقوط څخه وروسته یو ګاوندي هېواد کې اوسېده، چې څو ورځې وړاندې هېواد ته راستون شوې و.

د هغه د خپلوانو د معلوماتو له مخې تېره ورځ په داسې حال کې د طالبانو له خوا ترورو شو، چې نوموړي د خپلې کورنۍ لپاره خوراکي توکي اخیستي و او په خپل موټر کې د کور په لور روان و.
طالبانو تراوسه د مرغي ګټوازي د وژل کېدو په تړاو د کورنۍ ادعاګانو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د یادولو وړ ده، چې د طالبانو په روانه واکمنۍ کې د تېر جمهوري حکومت د نظاميانو د نیولو او زنداني کولو راپورونه په پرله پسې ډول خپریږي.
که څه هم د طالبانو د واکمنېدو په درشل کې ملا هبتالله خپلو مخالفانو ته ټول بښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارکوونکي په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د مورنیو ژبو د بډاینې او ساتنې په موخه یې ۱۱ زره جلده بېلابېل کتابونه چاپ کړي دي. په داسې حال کې، چې طالبانو واک ته له بیا ځلې رسېدو وروسته د کتابونو د خپراوي لپاره کمېسیون جوړ کړی او د ډیرې کتابونو د چاپ او خرڅلاو مخه یې نیولې ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب زعفران په یوه ویډيویي پېغام کې ویلي، چې په افغانستان کې د رسمي ژبو ترڅنګ نږدې ۳۰ ژبې شتون لري.
دوی همدراز زیاتوي په تېرو درې کالونو کې ددې ژبو پر الفبا، املايي لارښود او ولسي ادبیاتو باندې کار شوی دی او ددې ژبو د پرمختګ لپاره ۱۱ زره جلده کتابونه چاپ شوي دي.
دوی ژمنه کوي، چې په دې برخو کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
طالبانو د ۱۱ زره جلده چاپ شوو کتابونه په تړاو نور معلومات نه دي ورکړي، چې چیرې چاپ شوي او په څه ډول به عامو افغانانو ته رسېږي.
دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو تر واک لاندې د ژبو د بډاینې لپاره دومره شمیر کې کتابونه چاپ کېږي.
خو د یادولو وړ ده، چې د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره دې ډلې د کتابونو چاپ ته ځانګړی کمېسون جوړ کړی دی او دې کمېسون ځینو کتابونو پر خرڅلاو بندیزونه لګولي او د ځینو یې د چاپ مخنوی کړی دی.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې په هېواد کې دوه ملي او رسمي ژبې دي، چې یوه پښتو او بله دري ده.
د ملګرو ملتونو کلتوري او علمي سازمان، یونسکو، د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د نړۍ شاوخوا ۴۰سلنه وګړي په هغه ژبه زدهکړو ته لاسرسی نه لري، چې خبرې پرې کوي. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې د ژبو تنوع له جدي ګواښ سره مخ ده او ورځ تر بلې ډېرې ژبې له منځه تلونکې دي.
د فبرورۍ ۲۱مه، چې د کب له دویمې نېټې سره برابره ده، د «مورنۍ ژبې نړیواله ورځ» بلل کېږي. یونسکو دا ورځ په ۱۹۹۹م کال کې په رسمي ډول ونوموله او له هغه وخت راهیسې هر کال په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي.
یونسکو په خپله خپره کړې اعلامیه کې ټینګار کړی، چې کلتوري او ژبنۍ تنوع د دوامدارو ټولنو د جوړېدو لپاره مهمه ده. دغه سازمان وایي، د خپلو موخو په چوکاټ کې هڅه کوي هغه ژبې او کلتورونه وساتي، چې د زغم، درناوي او متقابل تفاهم فضا پیاوړې کوي.
په افغانستان کې له ۳۰څخه ډېرې بومي او اصلي ژبې شتون لري، خو یونسکو له دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې د دې هېواد ګڼې ژبې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي. د دې سازمان د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۲۳ژبې په افغانستان کې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي، او شاوخوا ۱۲ژبې یوازې په همدې هېواد پورې ځانګړې دي.
بل خوا طالبانو وایي، چې پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې دي، خو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې دغه ډله د هېواد د نورو ژبو پر وړاندې د تبعیضي سیاستونو په عملي کولو هم تورنه شوې ده.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۱۱۰۳ کډوالې کورنې چې ټول ۵۸۹۸کسان کیږي له ایران او پاکستان نه افغانستان ته په جبري توګه راستانه شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هرات اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۸۵۳ کورنۍ چې شمیر یې ۴۵۶۷تنه و، د تورخم له لارې، ۱۲۴کورنۍ چې ۷۰۸تنه و، د سپین بولدک له لارې،۱۰۹ کورنۍ چې ۴۵۹تنه و، د ورېښمو پله له لارې، او ۱۷کورنۍ چې ۶۵تنه و، د اسلامکلا له لارېافغانستان ته ستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ پراخه شوې. بلخوا په جلاوطنۍ کې د کډوالو د بشري حقونو د مدافعانو نړۍوال فدراسیون شهباز شریف ته په یوه لېږلي لیک کې له اسلاماباد نه غوښتنه کړې، چې د روژې او اختر په ورځو کې دې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ وځنډوي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې تر دې دمه له پاکستان او ایران نه ۱۵۰زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي. دغه ادارې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنټ، ویلي چې په ایران کې د وروستیو لاریونونو پر مهال نیول شوي او وژل شوي کسانو زیاتره عام خلک دي، چې پکې ماشومان شتون لري.
بېنټ دغه څرګندونې په خپل ایکس پوسټ کې د ملګرو ملتونو د ځانګړو کارپوهانو د هغې اعلامیې په تړاو کړي، چې پکې په ایران کې د سراسري اعتراضونو پر مهال د تاوتریخوالي د کچې په اړه د شفافیت او حساب ورکونې غوښتنه شوې ده.
بېنټ ټینګار کړی چې د ایران په اعتراضونو کې د نیول شویو او وژل شویو کسانو زیاتره عادي وګړي دي، چې پکې د ماشومانو ترڅنګ د افغانستان بېلابېلو قومونو وګړي هم شامل دي. د نوموړي په وینا، د دې کسانو قومونه او مذهبي پس منظرونه بېلابېل دي.
نوموړي ویلي، اوس مهال شاوخوا ۵ میلیونه افغانان په ایران کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، د ایران رسمي شمېرې د واقعیت سره سمون نه خوري او د کورنیو اندېښنې زیاتوي، ځکه کورنۍ تر اوسه پورې نه شي کولی خپل خپلوان ومومي.
بېنټ ټینګار کړی چې نیول شوي او وژل شوي کسان د افغانستان د ټولو ولایتونو دي او د ټولنې له بېلابېلو قومونو او مذهبونو سره تړاو لري، چې د بشري حقونو د وضعیت په اړه جدي اندېښنې راپاروي.