د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني او د یادې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد ډیپلوماسۍ او خبرو اترو ته د طالبانو پر ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د خبرو اترو لار لا هم پرانیستې ده.
پر همدغه مهال، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم د قطر د بهرنیو چارو وززیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره د ټلیفوني خبرو پرمهال ویلي، چې طالبان د تاوتریخوالي ملاتړ نه کوي او تل یې د متقابل تفاهم او درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کڼلی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د خوست په یوه جومات کې د وینا پرمهال له پاکستان څخه وغوښتل، داسې اقدام باید ترسره نهکړي چې طالبان «د ملي پاڅون او جهاد اعلان ته اړ کړي». نوموړي خبرداری ورکړ، چې د داسې اقدام په صورت کې به پاکستان «درنه بیه» پرې کړي. همدارنګه نوموړي د سیمي او نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د خبرو اترو او د کړکېچ د کمولو زمینه برابره کړي.
پر همدغه مهال د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د یوې خبري ناستې پرمهال خبرداری ورکړی، چې د روانو نښتو دوام به سیمه بېثباته کړي. مجاهد د سیمې له هېوادونو د پاکستان د پوځ د بریدونو د مخنیوي غوښتنه کړې او د طالبانو د ډیپلوماسۍ پر ژمنې یې په ټینګار سره ویلي، چې اسلاماباد د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د حل لپاره لېوالتیا نهلري.
بلخوا، د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې پاکستاني ځواکونو نن د جمعې په ورځ په قصدي ډول په خوست او پکتیکا ولایتونو کې ملکي وګړي په نښه کړي، چې له امله یې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي. یاد طالب ویاند ویلي، چې د قربانیانو ډېری برخه ښځې او ماشومان دي.
بلخوا بیا د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي، چې پر افغانستان بریدونو کې شاوخوا ۲۷۴ وسلهوال وژل شوي او ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي. چودري وژل شویو کسانو ته د «افغان ترهګرو» کلمه کارولې ده.
نوموړي ویلي، چې پر افغانستان د بریدونو په ترڅ کې یې د طالبانو ۷۳ پوستې ویجاړې کړې دي او ۱۸ نورې یې نیولې دي.
همدارنګه نوموړي ادعا کړې، چې د طالبانو ۱۱۵ ټانکونه، زغروال ګاډي او پوځي وسایط ویجاړ شوي دي.
د پاکستان پوځ منلې، چې له افغانستان سره په نښتو کې د یاد هېواد ۱۲ سرتېري وژل شوي دي، خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد بیا ادعا کړې چې له پاکستان سره په وروستیو نښتو کې ۵۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي او د یو شمېر وژل شویو پاکستاني سرتېرو جسدونه د طالبانو په ولکه کې دي. مجاهد د ۱۳ افغان طالبانو وژنه هم تایید کړې ده.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو د قطر، سعودي عربستان، ایران او ترکیې په څېر هېوادونه دې ته اړ کړي چې د تاوتریخوالي د کمولو او دواړو لوریو ته د خبرو اترو مېز ته د ورګرځولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړي. همدارنګه، چین او روسیې هم د منځګړیتوب لپاره چمتووالی ښودلی دی.