هغه وویل، چې له پوځي پلوه د دواړو لوریو وړتیاوې «هېڅ د پرتله کېدو وړ نه دي» او څو ترسره شوي بریدونه د جګړې تله نهشي بدلولای.
نوموړي د جمعې په ورځ پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي، چې طالبان کولای شي پاکستان یوې ستړې کوونکې او اوږدمهالې چریکي جګړې ته راکاږي؛ داسې جګړه چې افغانستان به پهکې د جګړې ډګر وي او په پای کې به خېبرپښتونخوا او بلوچستان هم ورسره ښکېل شي. خو هغه ټینګار وکړ، چې «طالب د افغانستان د دفاع توان نهلري».
وحید عمر زیاته کړه، چې پخوا حالت بل ډول و. هغه مهال چې طالبانو د پخواني حکومت پر ضد جګړه کوله، پاکستان د هغوی تر شا ولاړ و، روزنه او وسلې یې ورکولې، ټپیان یې تداوي کول او تبلیغات یې ورته کول.
ده همدارنګه لیکلي، چې روسیه، ایران او چین هم د خپلو موخو لهمخې د ناټو پر ضد د طالبانو ملاتړ کاوه او له همدې امله هغه جګړه د طالبانو په ګټه پای ته ورسېده. د هغه په وینا، پاکستان د طالبانو «نعمت» دی او طالبان پاکستان ښه پېژني.
نوموړي په دوام کې ولیکل، چې په اوسني وضعیت کې «سیمه او امریکا د پاکستان تر څنګ ولاړه ده» او طالبان یوازې پاتې شوي دي.
د وحید عمر په وینا، پاکستان له امریکا سره ژمنه کړې چې په افغانستان کې پاتې شوي پوځي تجهیزات لهمنځه یوسي او ښایي د وروستیو بمباریو په اړه یې هم راپور ورکړی وي. هغه ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې هېڅ شک نهلري چې امریکا د پاکستان تر شا ولاړه ده.
وحید عمر وویل، چې افغانستان لا هم تر یوه بریده اباد دی او اندېښنه یې څرګنده کړه چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه به هېواد وران کړي.
هغه زیاته کړه، چې دا جګړه د افغانستان لپاره هېڅ ګټه نهلري او کېدای شي له څو ورځو وروسته د سعودي عربستان او قطر په منځګړیتوب پای ته ورسېږي، خو په دې منځ کې به افغانستان زیان وویني.
د هغه په خبره، په دې معادله کې ولس ته ځای نه دی ورکړل شوی او د خلکو رول یوازې دومره دی چې د ملي احساساتو په پارولو سره د طالبانو ملا وتړي او که له پاکستان سره بیا کومه هوکړه وشي، طالبان به بېرته د ولس پر لور راوګرځي.