صالح: افغانستان د خپلو ملي ګټو او خپلواکۍ ساتنې لپاره د طالبانو فورمول ته اړتیا نهلري

د تېر جمهوري نظام پرمهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستیو ترینګلتیاو ته په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان د خپلو ملي ګټو او خپلواکۍ ساتنې لپاره د طالبانو هیڅ ډول فورمول ته اړتیا نهلري.
صالح ټینګار کړی، چې افغانستان له ډېره وخته خپل کورني او بهرني دښمنان پېژندلي او د ملي ګټو او خپلواکۍ پر وړاندې له هر ډول ګواښ څخه خبر دی. نوموړي زیاته کړې، چې د کویټې شورا تر رامنځته کېدو مخکې د دغه شورا بهیر او هدف ټولو ته روښانه و او تاریخ په روښانه ډول ثبت کړی چې دغه شورا ولې جوړه شوه.
هغه د طالبانو د زندانونو وضعیت ته اشاره کړې او ویلي دې، چې دغه زندانونه لاهم له افغانانو ډک دي. صالح د طالبانو لهخوا د درېیو پاکستاني بندیانو د خوشې کېدو په اړه ویلي، چې طالبانو دغه بندیان له ډالیو سره د سعودي عربستان سفارت ته وسپارل؛ خو له خپلو خلکو او افغان بندیانو سره څه کوي؟
