د جرمني لومړی وزیر: ایران دې سمدستي «ړانده او بې معنا» بریدونه ودروي

د جرمني لومړي وزیر، فریدريښ مېرڅ، له ایران څخه غوښتي چې په سیمه کې دې «سمدستي ړانده او بې معنا بریدونه» پای ته ورسوي.
هغه د امریکا او اسراییل د بریدونو په اړه وویل چې موخه یې «د یوه کمزوري رژیم د ویجاړوونکې لوبې پای ته رسول» دي.
د رویترز د راپور له مخې، مېرڅ زیاته کړې چې لا روښانه نه ده ایران به د سختو متقابلو بریدونو له لارې سیمه تر کومه د کړکېچ د لا زیاتېدو پر لور بوځي، خو جرمني د خلیج فارس او اروپا کې د خپلو شریکانو اندېښنې جدي نیسي.
هغه وویل چې حکومت یې وضعیت له نږدې څاري او هیله یې څرګنده کړه چې پوځي اقدامات ژر پای ته ورسېږي، څو کښتۍ وکولای شي خپل تګ راتګ ته دوام ورکړي او د هرمز تنګي له لارې په ارامۍ تېرې شي.
