طالبان وايي پر کابل او بګرام د هوايي بریدونو په غبرکون یې د پاکستان پوځي اډې په نښه کړې دي

د طالبانو دفاع وزارت ویلي، چې پر کابل، بګرام او نورو سیمو باندې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون یې د پاکستان په راولپنډۍ کې د نورخان اډې په ګډون په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې د پاکستان پر نظامي اډو هوايي بریدونه کړې دي.
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي د یکشنبې په ماښام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان راولپنډۍ کې د نورخان اډه، په کویټه کې د بلوچستان ۱۲ نمبر قول اردو، د خېبرپښتونخوا مهمندو اېجنسۍ خویزو کمپ او غلني پوځي قرارګاوو باندې هوايي بریدونه شوې دي.
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند زیاته کړې: «یاد هوايي بریدونه د پاکستان د هغو هوايي تجاوزونو په غبرګون کې وشول چې تېره شپه او نن ورځ یې په کابل، بګرام او ځینو نورو سیمو کې ترسره کړل».
طالبانو خبرداری ورکړی او وايي، تر څو چې د پاکستان لهخوا د افغانستان د هوايي حریم نقضول درول شوی نه وي، تر هغو به د طالبانو غبرګونونه هم دوام ولري.
