• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني لومړی وزیر له ټرمپ سره د لیدو په موخه امریکا ته ځي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۱۵ GMT+۰

ټاکل شوې چې د جرمني لومړی وزیر فریدرېښ مېرڅ د سې‌شنبې په ورځ د امریکا پلازمېنې واشنګټن ته سفر وکړي او هلته به د دغه هېواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

مېرڅ به لومړنی اروپايي مشر وي چې د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو له پیل وروسته له ټرمپ سره ګوري.

دغو عملیاتو د نړۍ د نفتو د لېږد یوه مهمه سمندري لاره (هرمز تنګی) تړلی او نړیوال هوايي ترانسپورت یې له ګډوډۍ سره مخ کړی دی.

د یکشنبې په ورځ، مېرڅ د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون او د بریتانیا له لومړي وزیر کېیر سټارمر سره په ګډه اعلان وکړ چې دوی چمتو دي له امریکا سره «په سیمه کې د خپلو او د خپلو متحدینو د ګټو د دفاع لپاره» همکاري وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

ایراني بې پیلوټه الوتکو په قبرس کې د بریتانیا پوځي اډه په نښه کړې

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۴ GMT+۰

لندن او د قبرس چارواکو اعلان کړی، چې ایراني بي پیلوټه الوتکو د قبرس په اکروتیري سیمه کې د بریتانیا د هوايي ځواک اډه په نښه کړې ده. د چارواکو په وینا، دغه برید اډې ته محدود زیان اړولی او مرګ‌ژوبله نه لري.

دوو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې بریتانیايي ځواکونو یوه بله بې‌پیلوټه الوتکه راغورځولې ده.

دا له ۱۹۸۶ کال راهیسې لومړی ځل دی چې پر دې اډې برید کېږي، تر دې وړاندې هغه مهال لیبیايي وسله والو پر دې اډې راکټي برید کړی و.

د قبرس ولسمشر ویلي چې د «شاهد» په نوم یوه بې‌پیلوټه الوتکه د ځايي وخت له مخې د شپې په ۱۲:۰۳ بجو له پوځي تاسیساتو سره ټکر شوې او محدود زیان یې اړولی دی.

امسو: په پاکستان کې د افغان خبریالانو نیونه او جبري ستنونه د بیان ازادۍ پر وړاندې ګواښ دی

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۰۴ GMT+۰

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) وایي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو او همداراز پر ایران د اسراییل او امریکا وروستیو بریدونو په سیمه کې امنیتي وضعیت ترینګلی کړی چې مستقیم اغېز یې په ګاونډیو هېوادونو کې پر مېشتو افغان خبریالانو او د رسنیو په کارکوونکو پرېوتی دی.

یاد سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یوازې په تېرو دوو ورځو کې د افغان رسنیزې کورنۍ دوه غړي په پاکستان کې نیول شوي او ټاکل شوې چې په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شي.

د یاد سازمان په وینا؛ د امنیتي ملاحظاتو له امله د دغه کسانو هویت نه افشا کېږي، خو شته شواهد ښيي چې دغه ډول چلند د بیان ازادۍ او د رسنیو خپلواکۍ پر وړاندې د دوامداره فشار څرګندونه ده.

امسو د افغان خبریالانو او د هغوی د کورنیو پر وړاندې هر ډول ځورونه، نیونه او جبري ستنونه غندلې او ټینګار یې کړی، جبري ستنونه په داسې حال کې چې یاد کسان له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي؛ د نړۍوالو بشري حقونو او د کډوالو د خوندیتوب له اصولو ښکاره سرغړونه ده.

یاد سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب په برخه کې خپل نړۍوال مسوولیتونه ادا کړي او د نیول شویو کسانو د جبري لېږد بهیر ژر تر ژره ودروي.

امسو دارنګه له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنسټونو او د رسنیو له ملاتړو سازمانونو غوښتنه کړې، چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره بېړني او عملي ګامونه پورته کړي او د هغوی د بیا مېشتېدو او قانوني ملاتړ زمینه برابره کړي.

د امسو په وینا؛ د بیان ازادي د هرې ازادې ټولنې بنسټ دی او پر خبریالانو فشار، نیونه او جبري ستنونه نه یوازې د افرادو پر ژوند برید دی؛ بلکې د حقیقت او معلوماتو پر وړاندې هم جدي ګواښ بلل کېږي.

په فاریاب او بادغیس کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین نن پیل شو

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۰۴ GMT+۰

له «پولیو پاک افغانستان» سازمان وايي، چې د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۱مه) د فاریاب او بادغیس ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیل شوی دی.

د یاد بنسټ په وینا؛ دغه کمپاین د فاریاب په پښتون‌کوټ، قیصار، المار، میمنه، شیرین‌تګاب او دولت‌اباد ولسوالیو او د بادغیس په بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو کې عملي کېږي.

لاتر اوسه دا نه‌ده روښانه شوې، چې په دغه دوو ولایتونو کې به څومره ماشومان واکسین شي. ورته مهال د روغتیا نړۍوال سازمان د روان کال د لړم میاشتې په راپور کې ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې د پولیو پېښې کمې شوې؛ خو له ډيورنډ کرښې سره نږدې په سویلي سیمو کې د یاد ویروس د لېږد ګواښ لاهم لوړ دی.

د راپورونو له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. افغانستان او پاکستان لاهم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې په‌کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پېښې راپور کېږي.

د نفتو بازار د پرانیستې په لومړیو شېبو کې؛ د تېلو بیې په بې‌سارې ډول لوړې شوې دي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۰۲ GMT+۰

د بلومبرګ د راپور له مخې؛ پر ایران د امریکا او اسراییل تر برید وروسته نن سهار د نفتو بازار له پرانیستلو سره د تېلو بیې په بې‌سارې ډول لوړې شوې دي. په راپور کې راغلي، که د سیمې د کړکېچ له امله د هرمز تنګی وتړل شي؛ نو تولیدونکي هېوادونه یوازې تر ۲۵ ورځو پورې د تولید وړتیا لري.

بلومبرګ راپور ورکړی، که د سیمه‌ییزو شخړو له کبله هرمز تنګی وتړل شي؛ نو د منځني ختيځ د نفتو تولیدونکي به یوازې تر ۲۵ ورځو پورې اړوند تولیدات ولري. په راپور کې راغلي، چې د یوې ورځې پرتله د تېلو بیې ۱۳ سلنه لوړې شوې دي.

د راپور له مخې؛ دامهال د یو بېرل بیه ۸۰.۲۰ ډالرو ته رسېدلې. پر ایران د امریکا او اسراییل تر برید مخکې د خامو تېلو د یو بېرل بیه ۷۲.۸۷ ډالره وه. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي و، چې د نفتو د بیو په اړه اندېښنه نه‌لري.

د بلومبرګ په راپور کې راغلي، د امریکا او ایران د ترینګلتیا له امله د تېلو بیې د څو میاشتو لوړې کچې ته نږدې شوې دي او سوداګر د دغه بیو د لازیاتوالي په اړه اندېښمن دي.

نجیب‌الله علي خېل: د پاکستان د بریړونو اصلي موخه د افغانستان او سیمې بې‌ثباته کول دي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۳۴ GMT+۰

د جمهوریت پرمهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیب الله علي خېل ویلي، وروستي بدلونونه ښيي چې افغانستان د خپل تاریخ په حساس پړاو کې دی او د پاکستان او ځینو نړۍوالو هېوادونو اقدامات د سیمې د بې‌ثباتۍ د دوام لپاره یوه منظمه برنامه ده.

هغه پر ایکس پاڼه څرګنده کړې، چې د پاکستان وروستي بمبارۍ یوازې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد نه وې؛ بلکې اصلي موخه د افغانستان او سیمې بې‌ثباته کول وو. هغه ویلي: «د ولسمشر ټرمپ څرګندونه چې کار ښه روان دی، ښايي د پاکستان لپاره د شین چراغ معنا ولري».

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان اوږده تجربه لري او د لوېدیځ د پالیسیو په تطبیق کې یې تل د مجري په توګه عمل کړی دی. هغه ټینګار کړی، چې اوس‌مهال د ایران اړوند ستونزې، د چین د سترو پروژو مخنیوی، مرکزي اسیا ته د بې‌ثباتۍ غځول او په افغانستان کې د امریکا پاتې وسلو له‌منځه وړل د پاکستان او امریکا د نوې ستراتیژۍ برخه ده.

هغه ویلي، پر ایران د امریکا او اسراییل برید د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی او راتلونکی تمرکز به ښايي مرکزي اسیا او د چین اقتصادي ګټې، د روسیې نفوذ او د نفتو زېرمو ته لاسرسی وي.

هغه په پای کې ټینګار کړی، چې په ختیځ او سوېل کې له پاکستان سره کړکېچ، په لویدیځ کې د ایران جګړه او د سیمې اقتصادي حالت د افغانستان لپاره د اندېښنې وړ دي. هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان او سیمې راتلونکې مسیر لاروښانه نه‌دی؛ خو د وروستیو تحولات یوه برخه یې له مخکې نه د اټکل وړ ده.