په بُن کې د طالبانو کونسلګري: له اوږده ځنډ وروسته د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شو

د جرمني په بُن ښار کې د طالبانو کونسلګرۍ اعلان کړی، چې د جمهوریت له کارکوونکو څخه یې د چارو له تسلیمېدو او اوږده ځنډ وروسته د پاسپورټونو د وېش لړۍ بېرته پیل کړې ده.

د جرمني په بُن ښار کې د طالبانو کونسلګرۍ اعلان کړی، چې د جمهوریت له کارکوونکو څخه یې د چارو له تسلیمېدو او اوږده ځنډ وروسته د پاسپورټونو د وېش لړۍ بېرته پیل کړې ده.
یادې کونسلګرۍ د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې تر دې دمه شاوخوا ۴ زره ټوکه پاسپورټونه تر چاپ لاندې دي او ډېر ژر به پر غوښتونکو ووېشل شي.

د تېر جمهوري نظام لوی څارنوال فرید حمیدي د برېتانیا د حکومت هغه پرېکړه په کلکه غندلې، چې د افغانانو لپاره یې پر تعلیمي او کاري ویزو بندیز لګولی دی. نوموړي ویلي، چې دا اقدام د بشري حقونو د اصولو خلاف او د افغان ښځو پر وړاندې دوه ګونی چلند دی.
فرید حمیدي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د کیفیت لرونکو زدهکړو هېڅ امکانات شتون نهلري او په دغه وضعیت کې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت لهخوا افغانانو ته د تعلیمي ویزو پر ورکړه د بندیز لګولو اقدام د بشري حقونو له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
نوموړي زیاته کړې: «په داسې شرایطو کې د افغانستان د وګړو لپاره د تحصیلي او کاري ویزو پر ورکړه بندیز، ښځو او نجونو ته غبرګ ګوزار دی او هغوی له دوه ګوني تبعیض سره مخ کوي، هغه تبعیض چې هم په کورنیو ځپونکو پالیسیو کې ریښه لري او هم د نړۍوالو محدودیتونو له امله نور هم سختېږي».
نوموړي ویلي، چې برېتانیا په دې چلند سره نه یوازې پر عیني حقایقو سترګې پټوي، بلکې په عملي ډول له ځپلو څخه د تېښتې، زدهکړو او کاري فرصتونو ته د لاسرسي هغه محدودې لارې هم بندوي چې یوازې تر ټولو ډېرو ځپل شویو ډلو ته پاتې وې.
نوموړي ویلي، چې د برېتانیا حکومت دې د خپل یاد اقدام په اړه له سره غور وکړي، ترڅو د کډوالۍ د ملاحظاتو، اخلاقي او بشري حقونو د ژمنو ترمنځ یو تعادل رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان اوسېدونکو ته د تحصیلي ویزو بهیر دروي. دغه وزارت همداراز ویلي، له دې سربېره افغانانو ته د کاري ویزې بهیر هم بندوي.
په کندهار کې د طالبانو ښاروالۍ ویلي، چې په کندهار ښار کې یې یو شمېر مارکېټونه او هټۍ په خپل سر د بیو د لوړولو له امله تړلې دي.
په کندهار کې د طالبانو ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد ښار په ۱۵ ناحیو کې یې د خوراکي توکو د بیو کنټرول ترسره کړی.
د ښاروالۍ په خپرپاڼه کې راغلي، چې له څار وروسته یې موندلي چې سوداګرو او هټۍوالو په خپلسري توګه د خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي، چې له امله یو شمېر مارکېټونه، هټۍ او منډیئ تړل شوې دي او مالکان یې عدلیې ادارو ته پېژندل شوي دي.
د کندهار ښاروالۍ د معلوماتو لهمخۍ، د بیو د کنټرول د څار په مهال یې د چهارشنبې په ورځ له ۳۰۰ ډېرې هټۍ تړلې دي او یاد کمپاین به سبا ورځ هم دوام ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تازه شخړې او پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته په ګڼو ولایتونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
د خوشحال راډیو مسوولین وایي د ښځینه زده کوونکو څخه په خپرونو کې د ازموینې له امله په غزني کې د دې راډیو خپرونې ځنډول شوې دي. خو د طالبانو د غزني ولایت طالب چارواکو ویلي چې ددې راډیو خپرونې له «کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې» وې.
د خوشحال راډیو مسوولینو پر فېسبوک یو وضاحت خپور کړی او ویلې یې دي چې دغه راډیو تل تعلیمي او اسلامي ارزښتونو ته ژمنه پاتې شوې او ټولې خپرونې یې روښانه تعلیمي بڼه لري.
دوی زیاتوي: «تر اوسه هېڅ داسې مستند دلیل نه دی وړاندې شوی چې ګواکې له ټولنیزو او فرهنګي ارزښتونو سره په ټکر کې څه نشر شوي وي».
د یادولو وړ ده، چې وړمه ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو په کابل کې د وحدت ګوند د مشر محمد محقق اړوند «راه فردا» ټلوېزیون پر خپرونو بندیز ولګاوه.
طالبانو ویلي، چې محقق د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې په تړاو د طالبانو ضد څرګندونې کړې دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و: «د راه فردا ټلوېزیون د نشراتو د درولو او د محمد محقق د ملکیتونو د مصادره کولو پرېکړه له دې امله وشوه، چې نوموړي د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د افغان ملکي وګړو بمبارول جایز بللي او د اسلامي امارت انتقامي بریدونه یې غندلي وو».
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت لیکلي چې د دشتټوپ د نظامي روزنیز مرکز قوماندان محمدنسیم سعید د ژوندیو بمونو په ګډون ځینې وسایل، چې په جګړه کې کارول شوي وو، د دغه ولایت جهادي موزیم ته سپارلي دي.
د طالبانو په وینا، په دغو وسایلو کې مقناطیسي بم، مخابره، فلش، د چرو پاشونکي، د موټرو ضد بریښنايي دړې او ماینونه شامل دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې دغه وسایل او چاودېدونکي تجهیزات د دې ډلې د تیر حکومت او نړیوالو ځواکونو سره د جګړې په جریان کې کارول شوي وو.
طالبانو دغه وسایل او چاودېدونکي تجهیزات د «د جهاد تاریخي میراث» په توګه یاد کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو وسایلو او تجهیزاتو راټولول او ساتل د «ملي هویت د پیاوړتیا» لپاره ضروري دي. طالبانو له خپلو جنګیالیو غوښتنه کړې چې د ځانګړو تجهیزاتو د راټولولو او سپارلو په برخه کې، چې د نړیوالو ځواکونو او تیر حکومت پر ضد په جګړه کې کارول شوي، مرسته وکړي.
مقناطیسي او د لارې غاړې بمونه چې طالبانو په تیرو شلو کلونو کې کارولي، څو څو ځله د ملکي وګړو د وژل کېدو سبب شوي دي.
کارپوهان وایي چې د فعالو بمونو ساتل په موزیم کې ډېر خطرناک دي او که چاودنه وکړي، د لیدونکو ژوند ته جدي ګواښ جوړوي.
طالبانو د خپلو جګړه ییزو وسایلو او تجهیزاتو د ساتنې لپاره په تیرو شلو کلونو کې «جهادي موزیم» جوړ کړی دی. د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وسایلو د راټولولو لپاره یو ریاست د جهادي موزیم په نوم جوړ کړی دی.
تر دې دمه طالبانو په دې موزیم کې د خپلو وسایلو او تجهیزاتو سلګونه توکي راټول کړي دي چې په تیرو شلو کلونو کې کارول شوي دي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي یوه ورځ وروسته له هغې چې د دغه هېواد حکومت اعلان وکړ چې د افغان وګړو پر ویزو به محدودیت ولګوي، وویل چې لا هم ژمن دی د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې په رښتیا مرستې ته اړتیا لري.
نوموړي د چارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي: «موږ لا هم ژمن یو د هغو کسانو ملاتړ وکړو چې په رښتیا مرستې ته اړتیا لري، او دا پرېکړه د ټولو افغانانو د حقونو او ازادیو په اړه زموږ ملاتړ نه کموي».
ریچارډ لینډسي دا هم ویلي چې د بریتانیا حکومت د افغان اتباعو لپاره د کار او زدهکړې ویزو په برخه کې نوي محدودیتونه د ویزو د ناوړه استفادې له امله لګولي دي.
د بریتانیا حکومت مخکې هم اعلان کړی و چې د پناه غوښتنې د بېساري زیاتوالي له امله به د ویزو په نظام کې بدلونونه راولي. چارواکي وایي، هدف دا دی چې د کډوالۍ نظام منظم وساتل شي او له قانوني لارو ناوړه استفاده بنده شي.
دا بندیز نه یوازې پر افغان اتباعو بلکې د درې نورو هېوادونو پر اتباعو هم لګیدلی دی.
د بریتانیا حکومت ویلي چې د پناه غوښتنې د بېسارې زیاتوالي له امله یې د افغانستان په شمول د سوډان، میانمار او کامرون هېوادونو پر اتباعو د ویزو «بیړنی بند» لګولی دی.
دغه اقدام د هغو زدهکوونکو او کارکوونکو پر وړاندې شوی چې د قانوني ویزو له لارې بریتانیا ته داخل شوي، خو وروسته یې د پناه غوښتنه کړې ده.
د رسمي شمېرو له مخې، دله ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ پورې ددغو څلور هېوادونو دوګړو له لوري د پناه غوښتنې کچه تر ۴۷۰ سلنې زیاته شوې ده. چارواکي وایي، دغه هېوادونه اوس له هغو هېوادونو دي چې تر ټولو ډېر د پناه غوښتنه کوي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د یادو څلورو هېوادونو لپاره به د تضمین لرونکو تحصیلي ویزو ورکول پای ته ورسول شي او د افغان اتباعو لپاره به د مهارت لرونکو کارګرانو ویزې هم ودرول شي.