هرات کې د ایران قونسل: له افغانستان سره د توکو لیږد لا هم روان دی

په هرات کې د ایران قونسل، علي رضا مرحمتي، وایي چې سره له دې چې په ایران کې کړکیچونه او جګړې روانې دي خو د ایران او افغانستان ترمنځ د تجارتي توکو ټرانزیټ لا هم روان دی.

په هرات کې د ایران قونسل، علي رضا مرحمتي، وایي چې سره له دې چې په ایران کې کړکیچونه او جګړې روانې دي خو د ایران او افغانستان ترمنځ د تجارتي توکو ټرانزیټ لا هم روان دی.
هغه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړه چې د ایران په ځینو بندرونو کې د امریکا او اسراییل د ګډو حملو له امله ممکن ځینې ستونزې رامنځته شوي وي، خو د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ هڅې دوام لري.
قونسل مرحمتی زیاته کړه چې د افغانستان د سوداګرو لهخوا اخیستل شوي توکي د لېږد په بهیر کې دي او د ویزو د وېش بهیر هم روان دی. هغه همدارنګه وویل چې د جګړې له امله د ویزو د غوښتونکو شمېر لږ شوی دی.
مرحمتی له څخه د ایران څخه د افغان کډوالو د ستنېدلو د زیاتوالي خبر هم ورکړ او ویې ویل چې احتمال لري دا بهیر په راتلونکو ورځو کې نور هم زیات او چټک شي.
په ورته وخت کې، ځینو ځایي سرچینې راپور ورکړی چې د ایران د کړکېچونو او د پاکستان سره د تګ راتګ د لارو د تړل کېدو له امله، په لویدیځو ولایتونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.
سرچینې وایي چې مخکې د لویدیځو ولایتونو د اوسیدونکو لپاره اړین اوړه په لویه کچه د قزاقستان او پاکستان له لارې واردېدل، خو اوس یې بیې لوړې شوي دي. د راپورونو له مخې، تر دې وړاندې د ۴۰کیلوګرامه بوجۍ اوړو بیه ۱۱۰۰ افغانی وه، خو اوس ۲۰۰افغانی زیاته شوې او ۱۳۰۰افغانی ته رسېدلې ده.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس وايي، د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې (د کب میاشتې له ۸مې تر ۱۲مې نېټې) پورې ۱۲۷زره او ۶۵۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې دغه انتقالات په ډاډمنه او منظمه توګه دوام لري.
د هغه په وینا؛ یاد انتقالات د حیرتان، اقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرنونو له لارې شوي دي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۴مه) ویلي، له دې ډلې د حیرتان بندر له لارې ۸۸زره او ۱۸۶ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۰زره او ۷۶۹ ټنه، د تورغونډۍ له لارې۱۴زره او ۱۲۳ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۴زره او ۵۷۲ ټنه انتقالات شوي.
د هغه په خبره؛ په دغه انتقالاتو کې نفتي، غیر نفتي او نور توکي شامل دي. حق شناس دا هم ویلي، تېره اونۍ یې ۲۶۵ ټنه صادرات ترسره کړي چې لویه برخه یې کاني ډبرې او وچه مېوه جوړوي.
طالبانو ډاډ ورکړی، چې له ټرانزیټي لویو لارو نه د انتقالاتو په بهیر کې سوداګرو او باوړونکو موټر چلوونکو ته مناسب او خوندي شرایط برابر کړي. تېره اونۍ د طالبانو یادې ادارې ویلي و، چې د روان ۱۴۰۴کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د تېرکال د ورته مودې پرتله د اوسپنې پټلۍ له لارې په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیاتوالی راغلی. دوی زیاته کړې، چې په همدې موده کې یې بېلابېلو هېوادونو ته ۷۱زره ټنه سوداګریز توکي صادر کړي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، چې د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو انتقالات په نورمال ډول روان دي او هېڅ ډول ځنډ پهکې نهدی راغلی. هغه له سوداګرو وغوښتل، چې د سوداګریزو توکو بیې لوړې نهکړي.
په داسې حال کې چې له څو ورځو راهیسې پر ایران د اسراییل او امریکا بریدونه دوام لري، طالبان د افغانستان او ایران تر منځ د رېل پټلۍ له فعالوالي خبر ورکوي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د سېشنبې په ماخوستن (د کب ۱۲مه) په خپله اېکسپاڼه وویل: «همدااوس له سوداګریزو توکو ډک رېل ګاډی د هرات ولایت روزنک تم ځای ته راورسېد چې ۴۲ واګونه سمنټ او ۲ واګونه MDF تختې پهکې بار دي».
مجاهد همداراز هیله څرګنده کړې: «تمه ده د شپې په جریان کې په غذایي او سون توکو بل بار رېل ګاډی هم روزنک تم ځای ته راورسېږي».
د ایران د وسپنې پټلۍ د مسوولینو د معلوماتو لهمخې، دمګړی د ایران په خاوره کې ۹۰۰ واګونونه افغانستان ته پر لاره دي او په نورمال ډول به هرات ته راورسېږي.
د طالبانو ویاند له سوداګرو څخه غوښتي، چې بې له کوم موجه دلیل څخه د سوداګریزو توکو بیې لوړې نهکړي.
د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ وروستي ارقام ښيي چې په شپږو میاشتو کې د ۱۱۰میلیونه ډالرو په ارزښت سګرټ، پان او تنباکو، د ۱۳،۸ میلیونه ډالرو انرژۍ او څښاک توکي، د اووه میلیونه ډالروپه ارزښت ژاولې وارد شوي، خو یوازې د څلور میلیونو ډالرو په ارزښت کتابونه وارد شوي.
د طالبانو د مالیې وزارت د ګمرکاتو د شمېرو پر اساس، په همدې موده کې تجارتي کسر ۵،۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلی چې که کلنۍ کچه یې حساب شي، تر ۱۲میلیارده ډالرو اوړي.
افغانستان ته په وارد شویو توکو کې نفتي مواد، ماشینالات چې ډېره برخه یې موټر دي، کرنیز او خوراکي محصولات او همداراز ټوکران چې د وارداتي توکو په سر کې دي، شامل دی.
سره له دې چې کرنه د هېواد د اقتصاد مهمه برخه ده، خو افغانستان لا هم د غنمو، اوړو، غوړیو او بورې په وارداتو تکیه لري. یوازې د غنمو او اوړو واردات په شپږو میاشتو کې ۳۷۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي. همداراز د برېښنا لپاره ۱۳۷میلیونه ډالر او د درملو لپاره ۱۶۰میلیونه ډالر له هېواده وتلي.
د سوداګرۍ د شریکانو په ډله کې ایران، چین، پاکستان، متحده عربي امارات او روسیه افغانستان ته د توکو مهم صادروونکي هېوادونه بلل کېږي. په ځانګړي ډول له ایران څخه واردات ۱،۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلي، خو د افغانستان صادرات دغه هېواد ته یوازې ۱۱میلیونه ډالره وو، چې دا د سوداګرۍ په توازن کې لوی توپیر ښيي.
د وارداتو په منځ کې هغه توکي هم شامل دي چې د اقتصادي لومړیتوب له پلوه د پوښتنې وړ دي. په شپږو میاشتو کې د سګرېټو د کاغذ او فلټر واردات ۸۳میلیونه ډالر او د پان او تنباکو واردات ۲۷میلیونه ډالر وو.
په ټولیز ډول ۱۱۰میلیونه ډالر یوازې د تنباکو اړوند توکو لپاره لګول شوي چې کلنۍ کچه یې نږدې ۲۲۰میلیونه ډالرو ته رسېږي. همداراز د انرژي مشروباتو واردات ۱۳،۸میلیونه ډالر، ژاولې شاوخوا ۷میلیونه ډالر او لوبتوکي ۳،۵میلیونه ډالر ارزښت لري، په داسې حال کې چې د کتابونو واردات یوازې ۴میلیونه ډالر ښودل شوي دي.
سره له دې درانده تجارتي کسر، د افغانیو نسبي ثبات ښيي چې بازار د بدیلو سرچینو له لارې تمویلېږي. اټکل کېږي چې کلنۍ بهرنۍ مرستې شاوخوا ۳میلیارده ډالر او د کډوالو حوالې ۳۰۰تر ۵۰۰میلیونه ډالر وي. په شپږو میاشتو کې نږدې ۱،۷ میلیارده ډالر له همدې لارو هېواد ته داخل شوي، خو بیا هم د وارداتو او شته اسعارو ترمنځ شاوخوا ۳،۴میلیارده ډالره واټن پاتې دی.
دا وضعیت ښيي چې اقتصاد په یوه وارداتي او مصرفي بڼه روان دی؛ داسې جوړښت چې د ګمرکي عوایدو پر اتکا ولاړ دی او د کورني تولید د پیاوړتیا او صادراتو د زیاتېدو لپاره کافي هڅونه نه تر سترګو کېږي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د سوداګرۍ او تعرفو تګلارې اصلاح نه شي او پر تولیدي سکتور پانګونه زیاته نه شي، د اسعارو تړاو او اقتصادي بېثباتي به لا ژوره شي.
د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې مشر فیض الله تمیم د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ او ګمرکونو له مرستیالانو سره په جلا، جلا ناستو کې غوښتنه کړې، چې د نفتي او نورو سوداګریزو توکو د چټک لېږد لپاره دې د اورګاډي واګونونو شمېر زیات کړي.
د یادې ادارې په وینا؛ دغه لیدنې د اړیکو د پراختیا او په بندرونو کې د تخنیکي ستونزو د حل په موخه شوې دي. د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې د پنجشنبې په ورځ (د کب ۷مه) ویلي، چې د یادې ادارې د مشر فیض الله تمیم په مشرۍ ترکمنستان ته تللي پلاوي د هغه هېواد له چارواکو سره د اړیکو پر ټینګښت، د سوداګرۍ پر پراختیا او د ګمرکي چارو پر معیاري کولو خبرې کړې دي.
یادې ادارې ویلي، په یوې بلې جلا ناسته کې د ترکمنستان د ګمرکونو له مرستیال سره پر دوه اړخیزو همکاریو او د ګمرکي چارو پر معیاري کولو بحث شوی. دواړه خواوو هوکړه کړې، چې د کارونو د لا ښه پرمختګ لپاره به په ګډه کار او د همغږۍ ناستې ترسره کوي.
طالبانو ویلي، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دغه لیدنې کتنې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د صادراتو او وارداتو د چټکتیا او په بندرونو کې د تخنیکي ستونزو د هوارۍ په موخه خورا مهمې بلل شوې دي.
د ایران اېراف ورځپاڼې د یوې مقالې په خپرولو سره ویلي، په سویلي خراسان کې د ایران، افغانستان او چین ترمنځ د یوې ګډې نړۍوالې ازادې سیمې جوړول د تولید، صادراتو او سیمهییزې اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره مهم فرصت دی.
په دغه مقاله کې د ایران د اقتصادي چارو شنونکي رضا غلامي دغه طرحه د درېیو هېوادونو د همکارۍ په جوړېدو کې مهمه یاده کړې. نوموړي ویلي: «که ګډه ازاده سیمه د تولید، صادراتو او د ټېکنالوژۍ د لېږد پر بنسټ طرحه شي؛ نو د کارموندنې زیاتوالي، د هېواد د ختیځې برخې د پراختیا او د ایران، افغانستان او چین ترمنځ د ګټو همکارۍ رامنځته کولای شي».
نوموړي ویلي، چې په دې سیمه کې باید د سوداګریز زون پر ځای تولیدي زون جوړ شي. هغه زیاته کړې: «که موږ غواړو یو ازاد زون جوړ کړو؛ نو دا باید داسې زون وي چې سوداګریز کار پهکې شامل نهوي. یعنې موږ باید په هغه کې هوټل یا بازار جوړ نهکړو؛ بلکې موږ باید یوازې د تولید واحد جوړ کړو او له چین څخه پر وارد شويو توکو تمرکز وکړو».
نوموړي د افغانستان لپاره د دغه سیمې جوړول هم مهم یاد کړي او زیاته کړې یې ده: «دا کولای شي ارزانه پانګه جذب کړي، کارموندنه زیاته کړي، عاید زیات کړي او افغانستان د چین او ایران دوو لویو بازارونو سره وصل کړي».
تر دې وړاندې د ایران د سوېلي خراسان د اقتصادي او مالي چارو عمومي رییس مرتضی ذاکریان هم ویلي و، د ایران، افغانستان او چین ترمنځ د درېاړخیزې سوداګریزې، صنعتي ازادې سیمې د جوړېدو طرحه چې مرکز یې د سوېلي خراسان ولایت ټاکل شوی؛ کولای شي د ایران ختیځ د سیمې په یوه مهم ترانزیتي مرکز بدل کړي.
هغه د دغه نوښت اساسي موخه د اقتصادي پراختیا ترڅنګ د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا او د بندیزونو بېاغېزې کول یاد کړي وو.