کوېټ او سعودي عربستان د توغندیزو او ډرون بریدونو له شنډولو خبر ورکړی

د کوېټ پوځ د جمعې په ورځ (د کب ۱۵مه) اعلان وکړ، چې د دغه هېواد په هوايي حریم کې یې توغندیز او ډرون بریدونه شنډ کړي دي. هممهاله سعودي عربستان اعلان کړی، چې د ریاض ختیځې سیمې ته نږدې یې درې ډرونونه شنډ کړي دي
