د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د جمعې په سهار یې د علي خامنهیي هغه ځمکنی پټنځای ویجاړ کړی چې د تهران په ښار کې د رژیم د رهبرۍ د مرکز لاندې جوړ شوی و.
د اسراییل پوځ ویاند ویلي چې دا ځمکنی پټنځای لا هم د ایران د رژیم د لوړپوړو چارواکو له خوا کارول کېده.
د راپور له مخې، د جمعې په سهار د اسراییل د هوايي ځواک ۵۰ جنګي الوتکو په دقیق هدایت سره د علي خامنهیي پر هغه ځمکني پناهځای برید وکړ چې د تهران په زړه کې د رژیم د رهبرۍ د مرکز لاندې جوړ شوی و.
د اسراییل د پوځ ویاند زیاته کړه چې پر دې مرکز برید د پوځي استخباراتو د پراخو او بشپړو معلوماتو د راټولولو او څېړنې وروسته ترسره شو.
د اسراییل پوځ اعلان کړی چې دا مرکز د ایران د مرکزي قوماندانۍ او تر ټولو مهمې قرارګاه په توګه کار کاوه چې دوی یې «ترهګریز رژیم» بولي او د دې ځمکني پټنځای ویجاړېدل به د ایران د رژیم د قوماندې او کنټرول وړتیاوو ته نور هم سخت زیان ورسوي.
نن که تاسې یوې هتۍ ته ورغلي یاست، ښايي هغه توکي چې تل به مو ارزانه رانیول، اوس یې بیې لوړې شوې وي. ډېری کسان باور لري چې بیې یوازې د افغانستان او پاکستان د ستونزو له امله لوړېږي، خو دا یوازې نیمه کیسه ده؛ ځکه په ایران او منځني ختیځ کې کړکېچ د نړۍ په اقتصاد منفي اغېز کړی.
تصور وکړئ چې د نړۍ یوه مهمه سمندري لاره د جګړې یا ګواښ له امله بنده شي. یا د سیمې یو لوی هېواد لکه ایران په جګړه کې ښکېل شي. دا موضوع یوازې د منځني ختیځ د خلکو اندېښنه نه ده. دا فضا د امریکا، اروپا، چین، جنوبي اسیا او حتا د افغانستان او پښتونخوا د خلکو پر ورځني ژوند هم اغېزه کوي.
نن ورځ د نړۍ په بېلابېلو برخو کې هممهاله جګړې روانې دي، په منځني ختیځ کې د امریکا، ایران او اسراییل ترمنځ کړکېچ، د روسیې او اوکراین جګړه، د پاکستان او طالبانو جګړه او د افغانستان ناڅاپي اقتصادي فشارونه ټول یو ګډ تاثیر لري: نړۍوال اقتصاد ګډوډېږي، د توکو قیمتونه لوړېږي او د خلکو ورځنی ژوند د فشار لاندې راځي.
هرموز تنګی؛ د نړۍ د انرژۍ حساسه لاره
د نړۍ په اقتصادي بدن کې یو رګ د هرموز تنګی ت ټولو زیات نازک دی. دا تنګی د فارس خلیج او عمان ګلف ترمنځ موقعیت لري او د نړۍ د خامو تېلو نږدې ۲۰ سلنه یا پنځمه برخه د همدې لارې تیریږي.
که دلته جګړه، توغندیز برید، یا امنیتي ګډوډي رامنځته شي؛ د تېلو بیې به سمدستي لوړې شي، د انرژۍ نړۍوالي بیې به په څو ساعتونو کې پورته وخېژي او دا مهال یې ښه مشاهده کولی شو او د بار وړونکو کښتیو لېږد به ورو، ګران او حتا ځنډنی شي.
دا تاثیرات بیا د افغانستان او پښتونخوا په بازارونو کې د تېلو، اوړو، غوړو، دواګانو، سمنټو او ټولو نورو وارداتي توکو په بیو کې ښکاري.
ولې ایران د افغانستان لپاره حیاتي دی؟
افغانستان له سمندر سره مستقیمه لاره نه لري. له همدې امله د خپلو اړتیاوو یوه مهمه برخه له ایران څخه پوره کوي؛ تیل او سونګ توکي، ګاز او برېښنایي مواد، خوراکي توکي، ساختماني وسایل او د کور اړتیاوې او دې ته ورته ضروري څیزونه له ایرانه واردوي.
که ایران له اوږدمهاله جګړې، بندیزونو یا اقتصادي ګډوډۍ سره مخ شي، وارداتي لارې به تنګې شي، د تېلو او نورو اساسي توکو بیې به لوړې شي، بازار به بېثباته شي.
یوه بله مهمه نقطه هم دا ده چې په ایران کې میلیونونه افغان کډوال ژوند کوي. که هلته جګړه یا اقتصادي فشار زیات شي، ممکن زرګونه کسان بېرته افغانستان ته ستانه شي، چې دا به د کار، کور، خوراک او مرستو پر سیستمونو ډېر فشار زیات کړي.
د پاکستان اغېز او د کراچۍ بندر رول
افغانستان ډېری واردات د پاکستان د کراچۍ له بندر څخه هم کول، چې د وروستیو جګړو او لارو د بندښت له امله دا بندر هم متضرره شوی او منفي اغېز یې د افغانستان پر بازارونو ښکاري. همدا لامل دی چې د افغانستان په بازارونو کې د توکو بیې قیمته شوې دي.
ښايي دا یې پیل وي، خو که دوام وکړي نو افغاني بازار لا تر فشار لاندې راوستلی شي.
د منځني ختیځ هر امنیتي بدلون حتا هغه چې زرګونه کیلومتره لرې پېښېږي هم د افغانستان او پښتونخوا د خلکو ژوند بدلوي. ځکه: موږ وارداتي اقتصاد لرو، سمندر ته لاره نه لرو، انرژي له ګاونډیانو راځي، نړۍوال باروړونکي د جګړې په شرایطو کې خطر نه مني؛ نو د یوې نړۍوالې جګړې انعکاس په لومړي سر کې د انرژۍ بیې پورته کوي او بیا د خلکو پر ورځني ژوند د خوراک، ترانسپورټ، درملو، ساختماني توکو او نورو پر بیو ښکاري.
د ایران پر ښارونو د امریکا او اسراییل د ګډو هوايي بریدونو له پیل راهیسې زرګونه افغان کډوال د وېرې له امله د اسلامقلعه له لارې افغانستان ته ستنېږي، خو په ایران کې د پاتې افغان کډوالو وضعیت ورځ تر بلې کړکیچن او له ستونزو سره مخ کېږي.
راپور زیاتوي چې سلګونه زره افغانان لا هم د تهران په سوېلي او ختیځو سیمو کې ژوند کوي، هغه ځایونه چې د صنعتي او پوځي سیمو تر څنګ موقعیت لري او اوس د بمباریو له ګواښ سره مخ دي.
شنونکي وايي که جګړه اوږده شي، د افغان کډوالو بشري وضعیت به نور هم خراب شي، او په ایران کې پاتې میلیونونه افغانان به د ناامنۍ او سختو شرایطو سره مخ شي.
د امنیتي ستونزو له امله د هغو پخوانيو افغان نظامیانو نومونه نشو په ډاګه کولی چې اوس مهال د طالبانو په لیکو کې د پاکستان پرضد جګړه کې برخه لري او په دې کې د هاوان او توپچي برخې زده کړي هم موجود دي.
د ترلاسه شو معلوماتو له مخې طالبانو نه یوازې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتو ولایتونو قومي مشران او نظامیان هڅولي چې د پاکستان پرضد روانه جګړه کې لاریونونه وکړي او د دوی ملاتړ وکړي بلکې په نورو ولایتونو کې هم ورته راپورونه شته، چې طالبانو په امر لاریونونه جوړ شوي دي.
د یادونې وړ ده، نن یولسمه ورځ ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده، چې ملکیانو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې ده او زرګونه کورنۍ د جګړې له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.