د پاکستان پوځ د «غضبالحق» په نوم عملیاتو په چوکاټ کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې څو مهم پوځي مرکزونه او قول اردوګانې په نښه کړې دي. ویل کېږي چې د دې عملیاتو موخه د طالبانو د پوځي جوړښت کمزوري کول او ځپل دي.
د دغو بریدونو د پیل په لومړیو ورځو کې، د کابل د پلازمېنې لوېدیځ ته د ریشخور فرقه د درنو هوايي بریدونو هدف وګرځېده. دا مرکز د کابل په شاوخوا کې له مهمو پوځي اډو څخه شمېرل کېږي او پخوا هم د مهم پوځي او روزنیز مرکز په توګه کارېدلی دی. سرچینې وایي، چې په دې اډه کې د پوځي تاسیساتو تر څنګ روزنیزې برخې هم موجودې وې او داسې اټکل کېږي، چې ښايي ځینو وسلهوالو ډلو هم له همدې روزنیزو اسانتیاوو څخه ګټه اخیستې وي.
د افغانستان په ختیځ کې هم څو پوځي مرکزونه په نښه شوي دي. په ننګرهار ولایت کې د ختیځ سرحدي زون قومندانۍ او د ننګرهار پخوانۍ قول اردو (چې د جمهوریت پر مهال د ګارنیزیون د قومندانۍ په توګه یې فعالیت درلود) د پاکستان د بریدونو له مهمو هدفونو څخه وو.
په لغمان کې هم د سېلاب قول اردو اړوند د پوځي تاسیساتو ځینې برخې په نښه شوې دي. په ختیځ کې یوې سرچینې وویل، چې پر لغمان او ننګرهار په یادو بریدونو کې یوه زیاته اندازه وسلې او نور نظامي تجهیزاتو هم لهمنځه تللي دي.
په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې هم پوځي مرکزونه او هدفونه تر برید لاندې راغلي دي. د خوست د سپېرې ولسوالۍ او پر ډیورنډ کرښه د کونړ په ځینو سیمو کې پوځي تاسیسات او سرحدي پوستې په نښه شوې دي. دا ولایتونه پر ډیورنډ کرښه پراته دي او اسلاماباد ادعا کوي، چې ځینې د پاکستان ضد وسلهوالې ډلې په همدې سیمو کې دي.
د افغانستان په سوېل ختیځ کې د پکتیا د ارګون قول اردو هم د پراخو بریدونو هدف ګرځېدلې ده. دا مرکز د سیمې له مهمو پوځي اډو څخه بلل کېږي او د وسلو او پوځي تجهیزاتو زېرمې لري. دا سیمه له ډیورنډ کرښې سره د نږدېوالي له کبله په سیمه کې حساسه امنیتي نقطه شمېرل کېږي.
د افغانستان په سوېل کې د کندهار قول اردو هم په تېرو دوو ورځو کې د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلې ده. دا قول اردو د افغانستان د پخواني پوځ له مهمو پوځي مرکزونو څخه وه او د پوځي تجهیزاتو د زېرمه کولو او وېش لپاره یې لویه ساحوي زېرمه درلوده. دغو زېرمو د شاوخوا پوځي اډو د اکمال او ملاتړ مهم رول درلود. د کندهار قول اردو پخوا د هلمند په ګډون د سوېلي ولایتونو پوځي مرکزونو ته هم ملاتړ برابراوه.
په همدې وخت کې د پاکستان پوځ په یوه پام وړ اقدام کې د بګرام هوايي اډه هم بمبار کړې ده. بګرام په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو تر ټولو لویه پوځي اډه وه او تر ۲۰۲۱ کال پورې، د امریکايي ځواکونو د وتلو تر وخته، په سیمه کې د امریکا د پوځي عملیاتو اصلي مرکز ګڼل کېده.
د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د دې اډې یو شمېر پوځي تجهیزات ویجاړ شول، خو لا هم د پام وړ اندازه وسلې او وسایل پهکې پاتې دي. واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په لومړیو درېیو کلونو کې څو ځله له همدې تجهیزاتو په پوځي پریټونو کې کار واخیستل شو. طالبانو په بګرام کې چورلکې، ټانکونه او نور امریکايي وسایل نندارې ته وړاندې کړل.
ډونالډ ټرمپ څو ځله د دې موضوع په اړه سختې نیوکې کړي، چې امریکايي وسلې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي. هغه او د امریکا نور چارواکي او همدارنګه پاکستانیان اندېښنه لري، چې ښايي وسلهوالې ډلې دې وسلو ته لاسرسی ومومي. د پاکستان په بریدونو کې د دغو وسلو لهمنځه وړل ښايي د دغو اندېښنو په کمېدو کې مرسته وکړي.
یو پخوانی لوړپوړی افغان جنرال هم باور لري، چې «د طالبانو پر پوځي مرکزونو د پاکستان وروستي بریدونه د امریکا په شنه څراغ ترسره شوي دي».
ټرمپ هم په یوه ډول د طالبانو پر وړاندې د پاکستان د عملیاتو هرکلی کړی، خو تر اوسه پورې داسې کوم رسمي سند یا څرګندونې نهدي خپرې شوي چې وښيي واشنګټن او اسلاماباد د افغانستان د پخواني پوځ د وسلو د لهمنځه وړلو په اړه کومه هوکړه کړې ده.
د طالبانو قول اردوګانې ولې په نښه کېږي؟
د طالبانو ادارې تر ډېره د پخواني حکومت اداري جوړښتونه، په ځانګړي ډول د امنیتي سکټور بنسټونه هماغسې ساتلي دي. یوازنی توپیر دا دی، چې د ځینو پوځي مرکزونو هغه نومونه بدل شوي چې پخوا یې تاریخي او فرهنګي نومونه لرل.
د افغانستان د قول اردوګانو پوځي جوړښت داسې دی، چې هره قول اردو د وسلو او تجهیزاتو لویې زېرمې او همدارنګه پوځي روزنیز مرکزونه لري. په دغو زېرمو کې وسلې، مهمات او نور جګړهییز وسایل ساتل کېږي او له همدې ځایه بیا نورو پوځي اډو ته لېږدول کېږي.
د باخبره سرچینو په وینا، هره قول اردو یوه ساحوي زېرمه لري، چې د شاوخوا پوځي اډو د اکمال او ملاتړ مسوولیت پر غاړه لري. د بېلګې په توګه د کندهار قول اردو د افغانستان سوېلي پوځي اډې تمویلوي، په داسې حال کې چې د ننګرهار او پکتیا قول اردوګانې د هېواد ختیځې سیمې تر پوښښ لاندې لري.
ډېری دغه پوځي مرکزونه د پوځي هوايي ډګرونو ترڅنګ جوړ شوي وو، لکه په کابل، کندهار، هرات او مزار شریف کې. البته د ننګرهار قول اردو تر یوه بریده له دې قاعدې څخه مستثنا ګڼل کېږي.
څارونکي باور لري، چې د پاکستان دغه بریدونه کولای شي د طالبانو پر پوځي وړتیاوو فشار زیات کړي او دا ډله له پوځي پلوه کمزورې کړي. خو یو پخوانی لوړپوړی چارواکی وایي، چې د پاکستان هوايي بریدونه ښايي یوازې د طالبانو د تجهیزاتو یوه برخه لهمنځه یوسي.
ویل کېږي، چې طالبانو په تېرو کلونو کې له اصلي اډو څخه یو زیات شمېر وسلې او نظامي تجهیزات نورو سیمو ته لېږدولي دي. داسې راپورونه هم شته چې له پنجشیر او د شمال له ځینو نورو سیمو څخه وسلې نورو ځایونو ته لېږدول شوې دي.
طالبانو په نږدې تېرو پنځو کلونو کې د جګړې ډېر وسایل، ټانکونه او رنجر موټرونه هم ویجاړ کړي دي، ځکه دوی د دغو وسایلو د بشپړ ترمیم او بیا رغونې وړتیا او تخنیکي ظرفیت نهلري. سره له دې، د دغو وسلو له منځه وړل کولای شي د طالبانو پوځي ځواک په څرګنده توګه کمزوری کړي. خو دا لا هم روښانه نهده چې د پاکستان هوايي بریدونه تر کومه بریده د دې وسلو په لهمنځه وړلو کې بریالي شوي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطا تارړ پرون ادعا وکړه، چې د پاکستان په بریدونو کې د طالبانو ۱۹۸ ټانکونه، زغروال وسایط او توپخانې لهمنځه وړل شوي دي. طالبانو تر اوسه د خپلو ځواکونو د مرګژوبلې او د تجهیزاتو د له لاسه ورکولو په اړه کوم رسمي شمېر نهدی خپور کړی او د پاکستاني چارواکو دا ادعا هم لا د خپلواکو سرچینو له لوري نهده تایید شوې.
طالبانو هڅه کړې، چې د دغو بریدونو د رسنیز انعکاس مخه ونیسي. د بېلګې په توګه، طالبانو په کونړ کې یو ځوان ته د دې لپاره سزا ورکړې، چې د پاکستان د بریدونو ویډیوګانې یې پر خواله رسنیو خپرې کړې دي.