• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زېلېنسکي: نړۍواله ټولنه باید د روسیې د جګړې مالي سرچینې بندې کړي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۲۷ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، چې روسیې په تېره یوه اوونۍ کې د بېلابېلو وسلو په کارولو سره پر اوکراین زرګونه بریدونه کړي دي. هغه ټینګار کړی، چې د ملکي تاسیساتو د ساتنې لپاره د هوايي دفاع سیسټمونو ته بېړنۍ اړتیا ده.

زېلېنسکي پر اېکس پاڼه په خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې روسي ځواکونو په تېره اوونۍ کې پر اوکراین نږدې ۱۷۵۰ بې‌پیلوټه الوتکې، ۱۵۳۰ هدایت شوي هوايي بمونه او ۳۹ توغندي کارولي دي.

هغه زیاته کړې: «په دغه بریدونو کې ملکي بنسټونه، د انرژۍ تاسیسات او استوګنیزې ودانۍ هم په نښه شوې دي». د اوکراین ولسمشر ویلي، چې پوځ یې د دغه بریدونو ګڼې موخې شنډې کړې؛ خو د ملکي تاسیساتو د ساتنې لپاره لاهم د هوايي دفاع نورو وسایلو ته اړتیا شته.

زېلېنسکي همداراز پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، پر روسیې او د هغې پر همکارانو بندیزونه لا سخت کړي او هغه سرچینې وتړي چې د جګړې د دوام لپاره مالي ملاتړ برابروي. هغه زیاته کړې، چې د همدې موضوعاتو په اړه به له اروپایي شریکانو سره خبرې وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو په نړۍواله اعلامیه کې د ښځو د رول او ونډې رنګین تاریخ

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۴۲ GMT+۰

ملګرو ملتونو د ښځو د نړۍوالې ورځې په درشل کې د ربکا اډامي د کتاب «ښځې او د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه» په حواله یو شمېر هغه مخکښې ښځې معرفي کړې دي، چې د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې په تدوین او په متن کې یې د ښځو د حقونو په ځای کولو کې بنسټیز او ټاکونکی رول لوبولی دی.

د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه هغه سند دی، چې د انسانانو بنسټیز حقونه په رسمیت پېژني او موخه یې د ټولو وګړو لپاره د ازادۍ، برابرۍ او انساني کرامت تضمینول دي. دا اعلامیه په ۱۹۴۸ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له‌خوا تدوین شوه او د تدوین لړۍ یې شاوخوا درې کاله وخت ونیوو. د امریکا مخکینۍ لومړۍ مېرمن اېلنور روزولټ د تدوین د کمېټې د مشرې په توګه کلیدي رول درلود او یو شمېر نورو مخکښو مېرمنو لکه د هند هانسا مهتا، د دومینیکن جمهوریت مینروا برناردینو، د پاکستان بېګم شایسته اکرام‌الله او نورو استازو په خپلو هڅو سره د اعلامیې په متن کې د ښځو د حقونو او جنسیتي تبعیض د مخنیوي پر شاملولو اغېزناک ګامونه پورته کړل. مېرمنو په دې بهیر کې حیاتي رول ولوباوه او وتوانېدې، چې د جنسیتي برابرۍ او مساوي حقونو مفاهیم د اعلامیې په بېلابېلو مادو او سریزه کې ځای پر ځای کړي.
اېلنور روزولټ
اېلنور روزولټ چې له ۱۹۳۳ څخه تر ۱۹۴۵ پورې د امریکا لومړۍ مېرمن وه، په ۱۹۴۶ کال کې د متحده ایالاتو د ولسمشر هري ټرومن له‌خوا په ملګرو ملتونو کې د استازې په توګه وټاکل شوه. هغې د بشري حقونو د کمېسیون د لومړنۍ مشرې په توګه دنده ترسره کړه او د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې په جوړولو کې یې خورا مهم رول ولوباوه. په هغه وخت کې چې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ کړکېچ مخ په زیاتېدو و، اېلنور روزولټ د خپل پراخ اعتبار او نفوذ په کارولو سره وکولای شول چې د دې اعلامیې د تدوین بهیر بریالۍ پایلې ته ورسوي. په ۱۹۶۸ کال کې د هغې له مړینې وروسته نوموړې ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو جایزه هم ورکړل شوه.

100%


هانسا مهتا
له هند څخه هانسا مهتا چې په ۱۹۴۷ او ۱۹۴۸ کلونو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په کمېسیون کې یوازینۍ بله ښځینه استازې وه، په هند او نړۍواله کچه د ښځو د حقونو یوه سرسخته مبارزه وه. په پراخه کچه داسې انګېرل کېږي، چې هغې د اعلامیې په لومړۍ ماده کې د «ټول نارینه ازاد او برابر زېږېدلي» جمله په «ټول انسانان ازاد او برابر زېږېدلي» بدله کړه.

100%


مینروا برناردینو
مینروا برناردینو د ډومینیکن جمهوریت ډیپلوماټه او فیمینیسټه وه. هغې د بشري حقونو د اعلامیې په سریزه کې د «ښځو او نارینه‌وو برابري» جملې د شاملولو لپاره ډېرې هڅې وکړې. هغې د لاتینې امریکا له نورو ښځو سره یوځای د ملګرو ملتونو په منشور کې د ښځو د حقونو په دفاع او د جنسیت پر بنسټ د تبعیض په مخنیوي کې حیاتي رول ولوباوه. دا منشور په ۱۹۴۵ کال کې لومړنی نړۍوال تړون شو چې د ښځو او نارینه‌وو مساوي حقونه یې په رسمیت وپېژندل.

100%


بېګم شایسته اکرام‌الله
له پاکستان څخه بېګم شایسته اکرام‌الله د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په درېیمه کمېټه کې د استازې په توګه کار کاوه، چې د ټولنیزو، بشري او کلتوري مسایلو مسوولیت یې پر غاړه درلود. دې کمېټې په ۱۹۴۸ کال کې په ۸۱ ناستو کې د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې پر مسودې بحث وکړ. هغې په اعلامیه کې پر ازادۍ، برابرۍ او د انتخاب پر حق ټینګار کاوه. همدارنګه هغې د ۱۶مې مادې د شاملولو ملاتړ وکړ، چې په واده کې پر مساوي حقونو بحث کوي؛ ځکه هغې دا د ماشومانو د ودونو او جبري ودونو پر وړاندې د مبارزې یوه لاره بلله.

100%


بوډېل بېګتروپ
ډنمارکۍ بوډېل بېګتروپ چې په ۱۹۴۷ کال کې د ښځو د وضعیت د کمېسیون مشره وه ټینګار کاوه، چې په اعلامیه کې باید د حقونو د خاوندانو لپاره د «ټولو نارینه‌وو» پر ځای د «ټول» یا «هرڅوک» کلمې وکارول شي. هغې دا وړاندیز هم وکړ، چې د زده‌کړې د حق په اړه په ۲۶مه ماده کې دې د لږکیو (اقلیتونو) حقونه هم شامل شي، خو په هغه وخت کې دا وړاندیز خورا جنجالي وګڼل شو. اعلامیه په څرګنده توګه د لږکیو نوم نه اخلي، خو د ټولو لپاره مساوي حقونه تضمینوي.

100%


ماري-هېلن لوفوشو
له فرانسې څخه ماري-هېلن لوفوشو په ۱۹۴۸ کال کې د ښځو د وضعیت د کمېسیون مشره وه. هغې په بریالیتوب سره هڅه وکړه، چې د اعلامیې په ۲یمه ماده کې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض د منع کېدو یادونه وشي. د دې مادې وروستی متن داسې وایي: «هرڅوک پرته له کوم توپیره لکه نژاد، رنګ، جنسیت، ژبه، دین، سیاسي عقیده یا هره بله عقیده، ملي یا ټولنیز اصل، شتمني، زېږون یا بل هر وضعیت په دې اعلامیه کې له ذکر شویو ټولو حقونو او ازادیو څخه برخمن دی».

100%


اودوکیا اورالووا
له بېلاروس څخه اودوکیا اورالووا په ۱۹۴۷ کال کې د بشري حقونو د کمېسیون لپاره د ښځو د وضعیت د کمېسیون راپور ورکوونکې وه. هغې د ښځو د مزد د برابرۍ لپاره جدي هڅې وکړې. د هغې د هڅو له امله په ۲۳مه ماده کې راغلي: «هر څوک حق لري چې د مساوي کار په بدل کې، پرته له کوم تبعیض څخه مساوي مزد یا حقوق ترلاسه کړي.» هغې د پولنډ له فریډریکا کالینوفسکا او د شوروي اتحاد له الیزاویتا پوپووا سره یوځای په غېرمستقلو سیمو کې د خلکو پر حقونو هم ټینګار وکړ.

100%


لکشمي منون
لکشمي منون چې په ۱۹۴۸ کال کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د هند استازې وه، په ټوله اعلامیه کې یې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض د منع کولو له اصل څخه په کلکه دفاع وکړه. هغې همدارنګه د اعلامیې په سریزه کې د «ښځو او نارینه‌وو مساوي حقونه» عبارت د ذکر کولو لپاره هڅې وکړې. منون د بشري حقونو د «نړۍوالتوب» سرسخته پلوي وه او د «استعماري نسبي پالنې» له مفهوم سره یې په کلکه مخالفت کاوه؛ هغه مفهوم چې هڅه یې کوله د استعمار لاندې هېوادونو له خلکو څخه بشري حقونه وګرځوي. هغې استدلال کاوه چې که چېرې ښځې او تر استعمار لاندې خلک په څرګنده په اعلامیه کې یاد نه‌شي، ښایي هغوی د «ټول» په مفهوم کې شامل ونه ګڼل شي.

100%


د کار نړۍوال سازمان: د ښځو عاید د نارینه‌وو پرتله ۲۰ سلنه کم دی

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۱۶ GMT+۰

د کار نړۍوال سازمان د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په ټوله نړۍ کې ښځې په اوسط ډول د نارینه‌وو پرتله شاوخوا ۲۰ سلنه کم عاید لري.

یادې ادارې په خپلې اېکس‌پاڼې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې شته ننګونو ته په پام کې نیولو سره په دندو کې برابرۍ ته رسېدل ښايي شاوخوا دوه پېړۍ وخت ونیسي.

د کار نړۍوالې ادارې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ د کار او عاید توپیر «د نه منلو وړ» بللی او ټینګار یې کړی، چې د جنسیتي برابرۍ له ترلاسه کولو پرته ټولنیز عدالت شتون نه‌شي درلودلی.

یاده اداره په داسې حال کې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ کاري واټن د نه منلو وړ بولي، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې په ښوونځیو، پوهنتونونو او روغتیايي مرکزونو کې د نجونو پر زده‌کړو سربېره د هغوی پر کار هم بندیز لګولی دی.

د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز نه یوازې د فردي او ټولنیزو ستونزو لامل شوی، بلکې د هېواد پر عامه برخو او په ځانګړې توګه پر ملي اقتصاد یې هم ژورې او منفي اغېزې کړې دي.

د طالبانو له‌خوا د ښځو ضد دغه ډول اقداماتو ته په کتو د روان کال د لیندۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان وکړ، چې د طالبانو د دغه ډول پالیسیو له امله هر کال د افغانستان اقتصاد ته څه باندې یو میلیارد ډالره زیان رسېږي.

امنیت شورا په خپل راپور کې لیکلي و، چې له هرو لسو افغان مېرمنو څخه اته یې له زده‌کړو، کار او مسلکي روزنې څخه بې‌برخې دي.

د ښځو ضد د طالبانو پالیسي د دې لامل شوې، چې افغانستان د ښځو پروړاندې د تر ټولو ناوړه چلند له امله د «ښځو، سولې او امنیت په نړۍوال شاخص» کې د ۱۸۱ هېوادونو په منځ کې ۱۸۱م مقام ترلاسه کړي.

ګوترېش: پر ښځو او نجونو پانګونه د نړۍ د ښه کولو تر ټولو باوري لاره ده

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ځانګړي پیغام کې پر نړۍ غږ کړی، چې د جنسیتي برابرۍ لپاره ریښتني ګامونه پورته کړي.

نوموړي د مارچ د اتمې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ټینګار کړی، چې د ښځو حقونه له بشري حقونو جلا دي او د نړۍ ثبات او پرمختګ په مستقیم ډول پر ښځو او نجونو له پانګونې سره تړلی دی.

ګوترېش په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې په نړۍ کې د برابرۍ بهیر خورا پڅ دی او همدا یې وخت دی چې نړۍواله ټولنه د یو داسې نړۍ د جوړولو لپاره کار وکړي، چې په‌کې د ښځو او نجونو حقونه خوندي وي.

د ښځو نړۍواله ورځ هر کال د مارچ په اتمه نېټه نمانځل کېږي او هڅه کېږي، چې د نړۍ په هر کونج کې ښځې د نارینه‌وو په شان مساوي حقونه ولري.

یو پاکستانی وګړی د ایران په امر د ټرمپ د وژلو د دسیسې په تور مجرم وپېژندل شو

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۰

د جمعې په ورځ د نیویارک په بروکلین فدرالي محکمه کې د اصف مرچنټ په نوم یو ۴۷ کلن پاکستانی وګړی د «پیسو لپاره د وژنې» او «نړېوالې ترهګرۍ» په دوو تورونو مجرم وپېژندل شو.

د امریکا د عدلیې وزارت وویل چې مرچنټ، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو د مستقیمې لارښوونې لاندې په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا په خاوره کې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او څو نورو سیاسي شخصیتونو په وړاندې د وژنې عملیاتو ترسره کولو لپاره د افرادو د استخدام هڅه کړې وه.

دا پلان په ۲۰۲۰ کال کې د ټرمپ د لومړۍ دورې په جریان کې د ایران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د وژنې په ځواب کې ډیزاین شوی و.

100%

فدرالي څارنوالانو وویل، چې د دې دسیسې موخه د امریکا د هغه وخت ولسمشر جو بایډن او د جمهوري غوښتونکو د ولسمشرۍ پخوانۍ نومانده نیکي هیلي شامل وو.

مرچنټ د خپلې محاکمې په جریان کې، چې تیره اونۍ پیل شوه اعتراف وکړ چې هغه د انقلابي ګارد سره کار کاوه خو ادعا یې وکړه چې هغه دا کار د فشار لاندې او په تهران کې د خپلې کورنۍ د ساتنې لپاره کړی دی.

هغه وویل، چې هغه هیڅکله د چا د وژلو مستقیم امر نه دی ترلاسه کړی خو د ټرمپ، بایډن او هیلي په ګډون درې کسان په خبرو اترو کې یاد شوي دي.

د متحده ایالاتو چارواکو ټینګار کړی، چې دسیسه مخکې له دې چې کوم اقدام وشي شنډه شوه.

یو کس چې مرچنټ د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې د دې دسیسې سره د مرستې لپاره اړیکه ونیوله، پولیسو ته یې موضوع راپور کړه او د معلوماتو سرچینه شوه.

مرچنټ د ۲۰۲۴ کال په جولای کې په ټیکساس کې ونیول شو او تورونه یې رد کړل.

منصفه پلاوي هغه له دوو ساعتونو څخه لږ وخت لپاره له غور وروسته مجرم ومانه او احتمال لري، چې هغه د عمر زندان سزا سره مخ شي.

زیلنسکي: د روسیې په توغندیز برید کې د خارکیف اووه اوسېدونکي وژل شوي

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۴۶ GMT+۰

د اوکراین ولسمشراولادیمیر زیلنسکيوايي، د روسیې د بالیسټیک توغندي په برید کې د خارکیف ښار یوه استوګنیزه ودانۍ ویجاړه شوې چې له امله یې اووه کسان وژل شوي او تر لسو زیات نور، د ماشومانو په ګډون، ټپیان دي.

زیلنسکي په ایکس کې لیکلي چې د برید له تېرې شپې راهیسې د ویجاړ شوې ودانۍ د کنډوالو د پاکولو او د احتمالي بند پاتې کسانو د ژغورنې عملیات روان دي. د هغه په وینا، د استوګنیزې ودانۍ یوه بشپړه برخه نړېدلې او د څنګ ودانۍ پورته پوړونه هم زیانمن شوي دي.

هغه ویلي چې روسیې پر اوکراین ۲۹ توغندي، چې نږدې نیمایي یې بالیستیک وو، او شاوخوا ۴۸۰ بې‌پیلوټه الوتکې کارولي دي. د نوموړي په خبره، په دغو بریدونو کې د کییف ښار ترڅنګ د خملنیتسکي او چرنیفتسي سیمو د انرژۍ بنسټونه او د ژیتومیر په سیمه کې د رېل پټلۍ هم په نښه شوې دي.

زیلنسکي زیاته کړې چې د ډنیپرو، زاپوریژیا، وینیتسیا، اودېسا، پولتاوا، سومي او چرکاسي سیمو کې هم زیانونه اوښتي او اړوند خدماتي ادارې د ژغورنې او بیارغونې چارې پر مخ وړي. هغه له نړیوالو متحدینو غوښتي چې د دغو بریدونو پر وړاندې غبرګون وښيي او د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.