د افغانستان د مدني او بشري حقونو بنسټونه (ICSHRA) د اتم مارچ، د ښځې نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې اعلامیې کې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له څرګندونو او سمبولیکو پروګرامونو وړاندې، د افغان ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره عملي او موثر اقدامات وکړي.
دغو بنسټونوپه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې افغان ښځې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د طالبانو تر واک لاندې له اساسي بشري او ښاریزو حقوقو بې برخې پاتې شوي دي. دوی د تعلیم، کار، آزاد حرکت، ټولنیزې او سیاسي مشارکت او عامه خدماتو مساوي حقونه نه لري او د تبعیض او سیستماتیک سرکوب ښکار دي.
اعلامیه کې د ښځو د نړیوالو مبارزو ستاینه شوې او ویل شوي چې د افغانستان د ښځو وضعیت نن ورځ د نړۍ د ترټولو جدي بشري بحرانونو له جملې څخه دی. سره له دې، د نړیوالې ټولنې غبرګون تر ډېره یوازې په سمبولیکو پروګرامونو، اعلامیو او د همدردۍ تر اظهارولو محدود پاتې شوی دی.
ددویپه وینا، ملاتړ باید له سمبولیکو اقداماتو مخکې لاړ شي. په داسې حال کې چې ښځې له ابتدایي حقونو محرومې دي، ځینې هېوادونه له طالبانو سره سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې جوړوي یا د اړیکو عادي کولو هڅې کوي، چې دا کار د طالبانو د تبعیض او ښځو ضد سیاستونو د دوام او مشروعیت لامل ګرځي.
اعلامیه د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې، اسلامي همکاریو سازمان او ټولو هغو دولتونو غوښتنه کړې چې د افغان ښځو لپاره لاندې اقدامات وکړي، چې د افغان ښځو ملاتړ په عمل کې وکړي، همدا راز پر طالبانو د سیاسي، حقوقي او ډیپلوماتیک فشارونو زیاتوالی کړي، له طالبانو سره د اړیکو عادي کول ودروي او د افغان ښځو ابتکاراتو، اعتراضونو او مدني بنسټونو ملاتړ وکړي.
اعلامیه کې ټینګار شوی چې افغان ښځې د څپلو، نیولو او ګواښونو په وړاندې لا هم د خپلو بشري حقونو لپاره مقاومت کوي، او د نړیوالې ټولنې اخلاقي او انساني مسولیت دی چې د هغوی ترڅنګ ودرېږي او د جنسیتي تبعیض پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
د شپیتمې لسیزې په لومړیو کې د جګړې له شدت سره، دریا اړ شو چې له کابل څخه ووځي او پاریس ته ولاړ شي، داسې ښار چې له یوې خوا د هنرمندانو پلازمېنه ده او له بلې خوا بېرحمه ښار چې زرګونه بااستعداده کډوال یې په خپلو ماشیني منګولو کې د ورځنیو کارګرانو په توګه هضم کړي دي.
دریا د هر بل هنرمند په څېر له یوې سختې دوه لارې سره مخ کېږي: یا باید د کډوالۍ د فشارونو له امله له خپلو لویو خوبونو لاس پر سر شي او هنر د ژوند له متن څخه څنډې ته کړي او یا هم خوله تویه کړي، سختۍ وګالي او یو هنرمند د ماشیني نړۍ له تېرېدونکي ستوني څخه وژغوري.
د بېوطنۍ په لومړیو ورځو کې په پاریس کې فرهاد دریا له یوې ځوانې نجلۍ سره اشنا کېږي او داسې احساسوي چې هغه د ده د وجود «کمال ته رسېدلې» نسخه ده.
فرهاد دریا له سلطانې سره د خپلې اشنایۍ او مینې اړيکې د پیل په اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل: «په دوو پرلهپسې ورځو کې له دوو عاشقانه لیدنو وروسته او له کومې مخکینۍ پرېکړې او چمتووالي پرته ناڅاپه مې احساس وکړ، چې دا ښځه زما ژوند ده او باید پاتې عمر یو ځای سره پاتې شو».
کله چې دا عاشقانه لیدنې وشوې، سلطانه ۲۱ کلنه وه. هغې له پخوا څخه فرهاد دریا پېژانده او د هغه د «غږ او هنر له مینهوالو» څخه وه.
هغه ورځ چې دریا سلطانې ته د واده وړاندیز وکړ
په درېیمه لیدنه کې، فرهاد زړه نا زړه کېږي (خپل بخت ازمویي) او سلطانې ته «په ناڅاپي ډول» د واده وړاندیز کوي. دریا وايي، بختور دی چې دغه وړاندیز کې یې ځنډ نهدی کړی.
په کابل کې جګړه سخته شوې وه. د دې جوړې د واده مراسم په داسې حال کې په غیابي ډول په هغه ښار کې ترسره کېږي، چې ساز او سرود پهکې جګړې او ټوپک ته ځای پرېښی و او د کوڅو له واټونو څخه د تودې ډوډۍ د بوی پر ځای، د باروتو بوی پورته کېده.
دا هغه کورنۍ جګړه وه، چې د ۱۳۷۳ کال په بېرحمه مني کې یې کابل ویجاړ کړ او زرګونه کابلیان یې په خاورو او وینو کې ولړل».
ما له فرهاد دریا څخه وپوښتل چې دا اشنايي څنګه په یوې ژورې اړيکې بدله شوه؟ دریا په ځواب کې وویل: «ما په سلطانه کې داسې څه وموندل چې پهخپله ترې بېبرخې وم. ومې غوښتل چې د سلطانې په لرلو سره خپل هغه ځان ته ورسېږم چې کمال ته رسېدلی وي. د هغې شوخ، هوښیار، ځوان، لېونی او طبیعي روح زه لکه د مقناطیس په څېر ځان ته کش کړم. ورځ تر بلې دا تړاو نور هم ژور شو او زموږ ترمنځ تفاهم یوې داسې لویې مینې ته لاره هواره کړه چې هره ورځ لا پسې ژورېږي او رنګینه کېږي».
دریا او سلطانه په دې باور دي، چې د لږ تر لږه درې لسیزو ګډ ژوند په بهیر کې دوی په ارامه دا زده کړل چې څنګه له دوو بشپړ متفاوتو انسانانو څخه درېیم انسان جوړ کړي، یو شي او نېکمرغه او خوشحاله ژوند ولري».
په ټېکنالوژۍ کې د ژبې رول او د سوداګرۍ تحلیل، هغه نورې څانګې دي چې سلطانې وروسته د امریکا له جورج واشنګټن پوهنتون څخه د ماسټرۍ په کچه ولوستلې.
په ۲۰۱۰ کال کې له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې او شیموتراپۍ ترڅنګ، سلطانې د ماسټرۍ په کچه خپل وروستی اجرايي سند ترلاسه کړ او له اتو کلونو ډېر یې د امریکا د ورجینیا ایالت په یوه پوهنتون کې د فرانسوي ژبې د استادې په توګه تدریس وکړ.
هغې له کوره بهر کار د پلورونکې او د رسټورانټ د کارکوونکې په توګه پیل کړ. دریا وايي، کله چې به د شپې لهخوا د هغې د راوستو لپاره ورغلم، «د سلطانې د ویښتانو او جامو څخه به د کباب د دود بوی» راته.
مېرمن سلطانه په دې باور ده، چې د دریا په څېر له هنرمند سره ګډ ژوند د یوه عادي سړي سره ژوند کول نهدي، بلکې د یوې داسې ښکارندې ترڅنګ د ژوند منلو معنا لري، چې تر یوه فرد ډېره لویه ده. هغې دریا پر خپلې کورنۍ د مئین سړي په توګه یاد کړ او وايي، د دریا کورنۍ تر هغه څه پراخه ده چې تصور کېدای شي.
د دریا مېرمنې د هغه په اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل: «دریا یو ژوندی ارزښت دی. هغه د چوپتیا، ځیرنو او هغو زیانمنو احساساتو په خلوت کې چې نور یې نه ویني، یوازې زما او زما د زوی دی. خو په ورته وخت کې، هغه په هغو میلیونونو انسانانو پورې هم تړاو لري چې ځان د هغه په هنر کې پیدا کوي، هنر یې پناهځای دی او ترې ځواک او هویت اخلي».
سلطانه وايي، له یوه هنرمند سره د ژوند دا شریکول نه اسانه دي او نه تل ارام، خو په ژوره توګه ارزښتمن دي. کله چې دریا پر سټېج درېږي او سلګونه کسان د هغه نوم په نارو سره یادوي، د هغه د هنر د ودې لپاره د سلطانې قرباني ورته «عینیت او معنا» پیدا کوي.
هغه دریا چې د افغانستان د موسیقۍ د تاریخ یوه برخه شو
د «باران» ډله چې دریا یې بنسټ اېښودونکی او غړی و، د شپیتمې لسیزې په پیل کې د خپل وخت د موسیقۍ له تر ټولو مخکښو ډلو څخه وه.
په هغه وخت کې چې فرهاد دریا خپل هنري فعالیت پیل کړ، کابل له ځانګړو استعدادونو او غږونو خالي نهو. کابل داسې ښار و، چې هنرمندان یې په شور او جنون کې وو، د موسیقۍ په مینه ویده کېدل او د موسیقۍ په مینې له خوبه پاڅېدل. داسې کمنظیره غږونه چې ټول د خپل راتلونکي په اړه هیلهمن وو. باسواده، ښه غږ لرونکي او له شعر او ادب سره مینهوال ځوان هنرمندان چې د هغوی له جنون څخه په اسانۍ نهشو تېرېدای.
خو له دې سره سره، ویجاړونکې جګړې هر یو دغه ستوري د کابل له اسمان څخه یو په بل پسې راوشکول او د ختیځ او لوېدیځ په خاورو کې یې ایسار کړل. خو دریا له هغو هنرمندانو څخه و، چې ونه درېد. کډوالي اسانه نهوه، خو هغه په دې څو لسیزو کې په پرلهپسې توګه موسیقي تولید او خپره کړه.
له شکه پرته چې د هنر تولید تر هر څه زیات جنون او خلاقیت ته اړتیا لري، خو دا ځانګړنه یوازې د یوه هنرمند لپاره بسنه نهکوي.
د موسیقۍ په ډګر کې سخت هنري کار، پر لهپسې هڅې او د هنر په لاره کې د ځان او ژوند وقف کول له هغو بنسټیزو اړتیاوو څخه دي، چې د سترو هنرمندانو تجربو په ځلونو د هغو پر ریښتینولۍ ټینګار کړی دی. له دې سره سره، څومره داسې روښانه غږونه او استعدادونه شته چې د بېلابېلو لاملونو له کبله له داسې امکاناتو او شرایطو بېبرخې پاتې کېږي او په پایله کې د خپلې وړ ودې او پرمختیا فرصت نه ترلاسه کوي.
دریا وايي، چې سلطانې له هماغه لومړیو لیدنو ښه پوهېده چې «په کوم اور یې پښه ایښې ده.» هغې د یوه هنرمند د ملګرتیا او همسفره کېدو لاره په پوره پوهه او هوډ سره غوره کړه. دریا باور لري، چې سلطانې نه یوازې د هغه د لوی خوب لپاره زمینه او وخت برابر کړ، بلکې خپله یې هم زیاتره برخه د دې موخې لپاره وقف کړه.
د ژوند په ستونزمنو کلونو کې سلطانې داسې «سخت او ستومانوونکي» کارونه وکړل، څو دریا اړ نهشي چې له موسیقۍ پرته بل کار ته غاړه کېږدي. دریا وايي: «هغې اجازه نه راکوله چې د هنرمند فرهاد دریا پرته بل څوک شم او خپل وخت له موسیقۍ پرته په بل کار کې تېر کړم».
هغه ښځه چې دریا ته یې د تګ لاره وښوده او ورته یې پر ځان باور وروباښه
فرهاد دریا وايي، د هغه ژوند تر ډېره دوو پیاوړو ښځو اداره کړی دی. هغه له خپلې مور څخه د لومړۍ ښځې په توګه یادونه کوي چې فرهاد ته یې په ماشومتوب او ځوانۍ کې لوستل، لیکل، اشپزي، خیاطي او د کور کارونه ورزده کړل. داسې مور چې کارونو او لوبو ته د جنسیت په سترګه نهګوري؛ فرهاد له هغې څخه د کروشنیل له اوبدلو نیولې تر د ګوډي پران بازۍ پسې د ځغاستې تر خوند پورې د ازادۍ درس زده کړی دی. د دریا په وینا، مور یې هر څه چې پېژندل خپلو اولادونو ته یې ورښودلي دي.
د مور او زوی ترمنځ د دوی اړیکه د افغانستان د کورنیو د معمول پرتله ډېره صمیمانه ده. دریا د هغو نغمو په اړه چې جوړوي یې، تر هغو چې له خپلو دوستانو او مینهوالو سره د چلند څرنګوالی زده کوي، له خپلې مور سره سلا مشوره کوي. د ساز له برابرولو نیولې د غږ تر مراقبت پورې داسې چارې دي، چې د دریا مور په هر ډول شرایطو کې ورته ارزښت او لومړیتوب ورکړی دی.
د دریا د ژوند دویمه ښځه سلطانه ده؛ هغه ښځه چې دریا په لومړنیو لیدنو کې د «پر ځان د باور مسلمه استاده» موندلې وه. دریا اعتراف کوي، چې په تنکي ځوانۍ او ځوانۍ کې د نظم او پر ځان د باور په برخو کې له «لویو ننګونو» سره مخ وو، خو له ځوانې سلطانې څخه یې په دې برخه کې ډېر څه زده کړل.
مېرمن سلطانه وايي، چې د ښځو حقونو او ازادیو ته د فرهاد درناوی لومړی په کورنۍ کې رواج او وپالل شو. بیا دا باور «په طبیعي ډول او بې له کومې غوغا د کور له پولو واوښت او بهر ته یې خپله لاره وموندله؛ تر دې چې نن سبا ټول د هغه نه یوازې په کلام، بلکې په چلند او حضور کې هم د دې شاهدان دي.»
د دریا په کورنۍ کې د ښځو حضور د کمیت له پلوه لږ و. هغه پنځه وروڼه لري او خورنۍ مینه یې هم له مور څخه ترلاسه کوله. په کورنۍ کې د لور نشتوالي د دریا او مور ترمنځ د مینې او محبت فضا نوره هم پراخه کړې وه. هغه کیسې او د زړه خواله چې معمولاً د مور او لور ترمنځ کېږي، د دریا او مور په اړیکه کې په ورځنۍ چاره بدله شوې وه. له مور سره دغې صمیمي اړیکې د دریا د شخصیت په جوړېدو او د ښځو په اړه د هغه په لیدلوري کې ژوره اغېزه کړې ده.
دریا وايي، چې د هغه کورنۍ اړیکې له «سنتي افغاني اړیکو» سره لږ ورته والی لري. د دریا په کورنۍ کې د کور کار یوازې د ښځو او د باندې کار یوازې د نارینهوو نهدي.
د هغو پوښتنو په ځواب کې چې موږ له دې جوړې څخه وکړې، دواړو په یو ډول د یو بل رول په ګډ ژوند کې د مور په بڼه بیان کړې. د روزنې، ملاتړ او همغږۍ هغه حس چې له دوو ازادو او عاشق انسانانو څخه یې یوه الهام بښونکې جوړه، جوړه کړې ده.
«د ښځو مقام ته د درناوي په پار یې تندی ښکلوم»
فرهاد دریا له خپلې مېرمنې سره د مینې او د خلکو په مخ کې د محبت ورکولو او اخیستلو په اړه وايي، چې په خپل شخصي او هنري ژوند کې یې د مېرمنې د حضور ښکاره کول کلونه وړاندې په کنسرټونو کې د سلطانې د نوم په اخیستلو سره پیل کړی دی. هغه د افغانستان په محافظه کاره ټولنه کې دا ګام یو ستونزمن او خطرناک، خو خوږ او له لاسته راوړنو ډک سفر بولي.
دریا چې دا لاره یې په شعوري او قصدي ډول غوره کړې وايي، چې له دې کار څخه دوه موخې لري: لومړی دا چې په خپل ژوند کې د سلطانې له «لوی، ملاتړي او بدلون راوستونکي رول» څخه مننه وکړي او دویم دا چې دا «لوی پیغام» خپلو مینهوالو او مخاطبانو ته ورسوي، چې د خپل ژوند ښځې په رسمیت وپېژني، مینه ورسره وکړي او په هر ډول شرایطو کې د خپلې مینې له څرګندولو ونهوېریږي.
د افغانستان دغه مشهور سندرغاړی وايي، چې د دې کار په ترسره کولو سره، له دودونو او دودپالو سره په ټکر کې راغی او د نیوکو، قضاوتونو او ان د ناموسي ښکنځلو له سترې څپې سره مخ شو.