اسراییلي دفاعي ځواکونو په لبنان کې د حزبالله سره تړاو لرونکي تاسیسات په نښه کړي

د اسراییل دفاعي ځواکونو اعلان کړی چې په لبنان کې یې پر هغو شتمنیو او زیرمو هوایي بریدونه ترسره کړي چې د حزبالله سره تړاو لرونکي «القاعد الحسن» ټولنې پورې ځانګړي بلل کېږي او د وسلو اخیستلو او ترهګرو ته د معاشونو د ورکړې لپاره کارول کېږي.
د اسراییل دفاعي ځواکونو (IDF) په خپل تازه ایکس پیغام کې ویلي چې د حزبالله د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو په دوام کې یې د لبنان د حزبالله اړوند «القاعد الحسن» ټولنې شتمنۍ او زیرمې په نښه کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه تاسیسات د حزبالله لپاره د وسلو د پراختیا او د وسلهوالو کسانو د معاشونو د ورکولو په برخه کې مالي امکانات برابروي، او اسراییلي ځواکونو موخه دا ټاکلې چې د حزبالله د مالي او پوځي وړتیاوو د کمښت لپاره هوایي بریدونه ترسره کړي.
ددفاعي ځواکونوپه بیان کې راغلي چې دا عملیات د سیمې د امنیت د خونديتوب لپاره ترسره کېږي او په دوامداره توګه به له هغو هدفونو سره مقابله کېږي چې سیمې ته د تاوتریخوالي او ترهګرۍ د پراختیا سبب ګرځي.
