محمد اشرف حیدري: طالبان دولت نه، بلکې وسلهواله غیرقانوني ډله ده

افغان ډېپلوماټ محمد اشرف حیدري وایي چې طالبان هېڅ قانوني حکومت نه دی او د «دولت» په نوم یادول یې ناسم دي. هغه ویلي، د طالبانو غیرقانوني نیونې او ترهګریز چلندونه د نړیوالو قوانینو خلاف دي او نړیواله ټولنه باید د افغانانو د حقونو د ساتنې لپاره جدي اقدام وکړي.
حیدري د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د وروستي ایکس پوسټ یادونه کړې، چې افغانستان یې د «ناوړه نیونو ملاتړي هېواد» په توګه یاد کړی. هغه په دې اړه څرګنده کړې: «طالبان د هېواد مشروعیت نه لري، د نړیوالې ټولنې له لوري هم د یوه مشروع حکومت په توګه نه پېژندل کېږي. د افغانستان خلکو دا ډلې د واکدار په توګه نه دي ټاکلي.»
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې تر هغه وخته پورې چې افغانستان د طالبانو له منګولو څخه ازاد نه شي او یو قانوني او مسول حکومت رامنځته نه شي، هېواد د نړیوالو سفرونو لپاره خوندي ځای نه ګڼل کېږي.
حیدري زیاته کړې، نړیواله ټولنه باید د افغانانو د حقونو ساتنې لپاره د طالبانو غیرقانوني عملونه په کلکه وغندي.
