د امریکا د جګړې وزارت: د ایران د «رژیم» وړتیاوې په چټکۍ له منځه ځي

د امریکا د جګړې وزارت ویاند ویلي، چې د وسلهوالو ځواکونو له ۵۰ زرو ډېر غړي پر ایران د پیل شویو «حماسي قهر عملیاتو» څخه ملاتړ کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د امریکا ځواکونه په هوا او سمندر بشپړ کنټرول لري او تر دې مهاله یې «زرګونه پېژندل شوي ایراني هدفونه» په نښه کړي دي.
د کینګزلي ویلسن په وینا، دغه بریدونه د امریکا د ځواکونو د عملیاتي برلاسۍ څرګندونه کوي. ویلسن ټینګار وکړ، چې د ایران د «رژیم» هغه وړتیاوې چې د متحدو ایالتونو ځواکونه، شریکان او د امریکا خلک ګواښي، په منظم او سیستماتیک ډول له منځه تلونکې دي.
هغه همداراز وویل، چې د امریکا د متحدو ایالتونو مرکزي قومندانۍ (سنټکام) راپور ورکړی، چې شاوخوا شپږ زره هدفونه تر برید لاندې نیول شوي دي. د هغه په وینا، تر اوسه د ایران له ۶۰ څخه ډېرې بېړۍ او ۳۰ ماین اېښوونکې بېړۍ زیانمنې شوې یا له منځه وړل شوې دي.
د امریکا د جګړې وزارت د ویاند په خبره، دا شمېرې د «دښمن» د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ ښيي.
