اردوغان وايي ترکیه د هر ډول ګواښ د مخنیوي لپاره چمتو ده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې هېواد به یې د ایران، اسراییل او امریکا ترمنځ جګړه کې ښکېل نهشي. سره له دې چې ترکیې د ایران درې بالسټیک توغندي راغورځولي اردوغان ویلي، چې هېواد یې د هر ډول ګواښ ځواب لپاره چمتو دی.
اردوغان د جمعې په ماښام (د کب ۲۲مه) د روژه ماتي په یوه پروګرام کې زیاته کړې: « موږ د خپل هوايي حریم پر وړاندې د هر ډول ګواښ په مقابل کې احتیاطي تدابیر نیسو».
نوموړي د ایران هغه توغندي ته په اشاره چې د ترکیې په فضا کې وېشتل شوې وویل: «زموږ اصلي دنده دا ده، چې خپل هېواد د دې اور له لمبو څخه وژغورو».
دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې دفاع وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د ناټو ځواکونو په مدیترانې سمندر کې هغه توغندی له منځه وړی، چې له ایران څخه توغول شوی او د ترکیې هوايي حریم ته ننوتی وو. د ایران لهخوا پر سیمهییزو ګاونډیو هېوادونو د بریدو له پیل راهیسې دا درېیم توغندی دی چې د ترکیې پر لور توغول کېږي.
