ستانکزی: د کابل پر ښار د پاکستان بریدونه د افغانانو ورځنی ژوند ګواښوي

د جمهوریت پر مهال د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزي، ویلي چې د پاکستان له لوري په کابل کې پرلهپسې چاودنې او هوايي بریدونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې، او ټینګار یې کړی چې د دغو بریدونو تکرار د افغانانو لپاره د جدي اندېښنې وړ دی.
ستانکزي دا څرګندونې د ایکس له لارې کړې دي. هغه یادونه کړې چې د ۱۳۹۴ کال د اسد په ۲۴ د پاکستان له لارې کابل ته راغلي لارۍ د چاودېدونکو توکو ډکې وې او د کابل په شاه شهید سیمه کې یې چاودنه وکړه، چې له امله یې ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول.
هغه همداراز ویلي چې تېره شپه بیا پاکستانی الوتکو پر کابل هوایي بریدونه کړی، چې ملکي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. ستانکزي څرګنده کړې: «افسوس چې له یوه سوري څو ځلې چیچل کېږو.»
د نوموړي په خبره، دا بریدونه نه یوازې د کابل د ښارونو امنیت ته ګواښ دی، بلکې د افغانانو په ورځني ژوند هم مستقیم اغېز لري، او په سیمه کې د روانې جګړې د شدت نښه ګڼل کېږي.
