د مصر الازهر اسلامي مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل کې د روږدو کسانو پر یوه روغتون د پاکستان هوايي برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د اسلامي او انساني ارزښتونو ښکاره سرغړونه بللې ده. د خبرپاڼې لهمخې، د روژې په میاشت کې د ملکي وګړو نښه کول، وژل او ټپي کول لوی جنایت دی.
اعلامیه کې راغلي: «دا برید چې له امله یې سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي، یو بوږنوونکی جنایت دی او د ټولو انساني اصولو او د اسلام د سپېڅلي دین له لارښوونو سره په ټکر کې دی. اسلام د انسان پر ژوند هر ډول تېری حرام ګڼي او د ژوند حق ته ډېر ارزښت ورکوي».
الازهر ټینګار کړی، چې د روغتیایي مرکزونو په نښه کول یو بشپړ جنایت دی او له شرعي پلوه په کلکه منع دی. دغه دیني بنسټ همداراز د بېګناه خلکو پر وژل کېدو په ځانګړي ډول د روژې په مبارکه میاشت کې چې د رحم او خواخوږۍ میاشت ده، ژوره خواشیني څرګنده کړې او دغه عمل یې ظالمانه او د اسلامي شریعت له لوړو موخو سره په ټکر کې بللی دی.
ورپسې الازهر د اسلام پر اصیلو لارښوونو چې پر رحم، انساندوستۍ او سولهییز ژوند ولاړې دي، پر ټینګې غاړې اېښودنې ټینګار کړی دی. دغه بنسټ همداراز له هر ډول تاوتریخوالي څخه د ډډه کولو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې دا ډول کړنې د بېګناه خلکو ژوند اخلي او عامه امنیت له جدي ګواښ سره مخ کوي.
الازهر په پای کې دعا کړې، چې د روژې په دې مبارکو ورځو کې دې د مسلمانانو وینه خوندي او ترمنځ یې یووالی او اتفاق ټینګ شي، ترڅو له هر ډول اختلاف، بېلتون او ښکاره او پټو فتنو څخه وژغورل شي. الازهر دا غبرګون په کابل کې د روږدو کسانو پر یوه روغتون د پاکستان د هغو هوايي بریدونو په تړاو ښودلی، چې په پایله کې یې تر ۴۰۰ ډېرو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
نظر محمد، چې پخوا یې هیرویین کارول، وايي، امید مرکز دوه کاله مخکې له نشې خلاص کړ او ژوند یې ور وژغوره. هغه وروسته هم هلته پاتې شوی و او د شاوخوا ۲۰۰۰ ناروغانو خدمت یې کاوه. خو اوس وېره لري چې بېرته نشې ته ستون نه شي.
هغه وویل چې د دوشنبې په ورځ یې ولیدل چې یوه الوتکه بم غورځوي. کله چې بېرته مرکز ته ورغی، هر څه ویجاړ شوي وو. د هغه په وینا: «له هر لوري چیغې وې، ټپیان او مړي هر ځای پراته وو... موږ له کنډوالو څلور کسان ژوندي را وایستل، خو نور ټول مړه شوي وو او جسدونه د پېژندلو نه وو.»
د طالبانو حکومت ویلي چې په دې برید کې له ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.
پاکستان دا ادعا ردوي چې د بیا رغونې مرکز یې په نښه کړی، خو خپلواکو سرچینو او شاهدانو تایید کړې چې مرکز په نښه شوی دی.
نظر محمد رویټرز ته وویل، چې که له دې مرکز څخه ووځي، ښايي بېرته نشې ته مخه کړي. هغه وویل: «موږ دلته مبارزه وکړه او ژوندی پاتې شوو، خو اوس نه پوهېږم چې بیا به څنګه ځان وژغورو.»
کارپوهان وایي چې په افغانستان کې د روږدو ستونزه پراخه ده. د اټکل له مخې، د شاوخوا ۴۰ میلیونه نفوس له ډلې نږدې ۱۵ سلنه خلک له نشې سره مخ دي. بېوزلي، بېکاري او ټولنیزې ستونزې د دې وضعیت مهم عوامل بلل کېږي.
سره له دې چې طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د نشهيي بوټو کرکيله بنده کړه او د کوکنارو کښت ډېر کم شوی، خو د ملګرو ملتونو په وینا، خلک اوس مصنوعي نشهيي موادو او درملو ته مخه کوي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د داسې یو مرکز له منځه تګ یوازې د ناروغانو درملنه نه ځنډوي، بلکې په ټول هېواد کې د درملنې پر محدودو امکاناتو هم درنه ضربه ده.
احمد بلال تیموري، چې د کټامین له نشې د خلاصون لپاره یوازې ۲۰ ورځې مخکې مرکز ته تللی و، وایي چې د درملنې بهیر یې ښه روان و، خو اوس هر څه له منځه تللي دي.
چارواکو ویلي چې هغه د خوراکي مرستو (سنپ) پروګرام کې د درغلۍ په تور نیول شوی و. د څارنوالۍ دفتر په وینا، د هغه پر وړاندې د درغلۍ دوه او د غلا یوه قضیه ثبت شوې وه، خو لا تر اوسه محکمې ته نه وې وړاندې شوې.
هغه د شپږو ماشومانو پلار و، چې تر ټولو کوچنی یې یوازې ۱۸ میاشتینی دی. نذیرد شنبې په ورځ د دالاس په پارکلنډ روغتون کې مړ اعلان شو، خو د مړینې کره لامل یې لا هم نه دی روښانه شوی.
کورنۍ یې وايي چې هغه له نیول کېدو وروسته د ساه لنډۍ او د سینې له درد شکایت درلود. د هغه ورور وویل چې پکتیاوال په ټیلیفون کې ډېر وېرېدلی او وارخطا و او نه پوهېده چې ولې نیول شوی او چېرته به وړل کېږي.
د امید درملنې مرکز خوړنځی، خوبخونه او د ساتونکو خونه په سره رنګ نښه شوي، او د امید کاري خونه په نارنجي رنګ ښودل شوې ده، له برید څخه مخکې انځورونه.
طالبانو په سیمه کې ددغسې مرکز شته والی نه دی تایید کړی.
مخکې ډیلي میل او ډیپلوماټ رسنیو هم خبر ورکړی و، چې طالبان په فینکس سیمه کې بې پیلوټه الوتکې جوړوي او وروسته یې په لوګر کې ازمويي. دغه رپوټونه هم د طالبانو او نورو نړیوالو بنسټونو له خوا نه دي تایید شوي.
فینکس کمپ تر ۲۰۱۴ کال پورې د متحده ایالاتو او ناټو لوی پوځي مرکز و. د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، دا مرکز افغان دولت ته وسپارل شو او وروسته د طالبانو لاس ته ولوېد.
د افغانستان پخواني حکومت په ۱۳۹۵ کال کې د فینکس ځای د روږدو د بیا رغونې مرکز «احیای امید» په نامه ونوماوه. کارکوونکو ویلي چې د مرکز د دیوال شاته یوه فابریکه او نور تاسیسات هم دي.
د دوشنبې پر شپه په کابل او ننګرهار کې پاکستاني الوتکو اووه ځایونه په نښه کړي، چې پنځه په کابل او څلور په ننګرهار کې دي.
دغه برید د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړې تر ټولو سخت برید ګڼل کیږي او داسې اټکل دی، چې د پاکستان پر ښارونو د طالبانو د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته یې تصمیم نیول شوی. د پاکستان په فیض اباد کې د حمزه په نامه د پاکستان پر یوه پوځي مرکز د طالبانو برید غبرګون پاروونکی و.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې اختر ته په پام او د سعودي عربستان، قطر او ترکيې په غوښتنه یې پرېکړه کړې چې د افغانستان پر ضد روان عملیات د اخترو ورځو کې په لنډمهاله ډول ودروي. پاکستان وايي، چې دغه پرېکړه د مارچ له ۱۸مې نه تر ۲۴مې پورې پلې کیږي.
د حکومت په رسمي اعلامیه کې دا ګام د ښه نیت په توګه بلل شوی، خو خبرداری یې ورکړی، چې که کوم ډرون د پاکستان خاورې ته ننوځي او یا ترهګریز برید وشي، بریدونه به یې بېرته پیل شي.
د پاکستان ملي هوايي شرکت پي ای اې د خلیجي هېوادونو د امنیتي وضعیت له ارزونې وروسته اعلان کړی چې د راتلونکو ۴۸ساعتونو لپاره به خپلې الوتنې د متحده عربي اماراتوفجیرې ته وځنډوي.
د یاد شرکت وياند عبدالله افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پی اې اې الوتکې به تر نوي اعلان پورې یوازې د متحده عربي اماراتو العین ښار ته الوتنې کوي.
د نوموړي په وینا، له پاکستان څخه د پي اې اې عادي الوتنې د دوبۍ، شارجې، ابوظبۍ او العین لور ته تللې، خو د دوبۍ او ابوظبۍ پر هوايي ډګرونو له بریدونو وروسته د شرکت مدیریت پرېکړه وکړه چې د دوبۍ پر ځای فجیرې او د ابوظبۍ پر ځای العین هوايي ډګرونه وکاروي.
هغه زیاته کړه چې د پرونۍ میزایل حملې وروسته د امنیتي خطرونو د زیاتوالي له امله فجیرې ته الوتنې هم ځنډول شوې او دا مهال يوازې العین د پی اې اې له خوا د بدیل هوايي ډګر په توګه کارول کېږي.