• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنه: کابل او پاکستان دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۰

په کابل کې د اروپایي ټولنې د استازولۍ چار سمبالې ورونیکا بوسکوویچ پر کابل د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې ملکي وګړي، روغتونونه، د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه او حیاتي بنسټونه باید هېڅکله د جګړې هدف ونه ګرځي.

نوموړې زیاته کړې، چې د نورو شریکانو په څېر د پاکستان په بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې شاهدان دي. هغې په یوې مرکه کې وویل: «موږ همدا غوښتنه کوو چې د دوو وروڼو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ باید خبرې وشي. تاسې سپوږمۍ ته نه‌شئ لېږل کېدلای، تاسې به تل سره ګاونډیان پاتې کېږئ».

د اروپايي ټولنې استازې ورونیکا بوسکوویچ ټینګار کړی، چې طالبان او پاکستان باید سره د سولې ژوند غوره کړي او د یو بل اندېښنې د خبرو اترو له لارې سره حل کړي. د هغې په خبره، سوله او مذاکرات د پاکستان او افغانستان تر څنګ د سیمې په ګټه دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې همدا وړمه شپه پاکستاني جېټ الوتکو پر کابل او ننګرهار درنې بمبارۍ وکړې.

پاکستان په کابل کې د روږدو د درملنې یو مرکز په نښه کړ، چې په‌کې د طالبانو په ادعا تر ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د مصر الازهر اسلامي مرکز هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان دا بریدونه د شرعي ارزښتونو او انساني قوانینو پر خلاف عمل بللی دی.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵
شننه

«ښه طالبان» او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ناامنۍ

•
•
•

نور کیسې

قطر د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۹ GMT+۰

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کوچني اختر په مناسبت د پاکستان او طالبانو ترمنځ د لنډمهالي اوربند د اعلان هرکلی وکړ. قطر دا ګام یو مثبت پرمختګ بللی، چې د تاوتریخوالي په کمولو او د دواړو لوریو ترمنځ د باور فضا په رامنځته کولو کې مرسته کوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې دغه اوربند کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو او د باور فضا د رامنځته کولو لپاره مهمه زمینه برابره کړي. یاد وزارت هیله ښودلې، چې دا موقتي اوربند به په راتلونکي کې د دوامداره اوربند لامل شي او سولې ته لاره هواره کړي.

په اعلامیه کې همداراز ټینګار شوی، چې د ملکي وګړو خوندیتوب او د سیمې ثبات باید د دواړو لوریو لومړیتوب وي او د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو او سوله‌ییزو لارو کارول تر ټولو اغېزمنه لاره ده.

تر قطر مخکې سعودي عربستان هم د یوې اعلامیې په ترڅ کې د کوچني اختر په رارسېدو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د لنډمهالي اوربند د اعلان هرکلی کړی. اعلامیه وايي، ریاض د دواړو لوریو هغه مثبت غبرګون ستایي چې د سعودي عربستان، قطر او ترکیې غوښتنو ته یې ښودلی.

د الازهر اسلامي مرکز پر کابل د پاکستان هوايي بریدونه له شرعي ارزښتونو ښکاره سرغړونه بللې

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د مصر الازهر اسلامي مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل کې د روږدو کسانو پر یوه روغتون د پاکستان هوايي برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د اسلامي او انساني ارزښتونو ښکاره سرغړونه بللې ده. د خبرپاڼې له‌مخې، د روژې په میاشت کې د ملکي وګړو نښه کول، وژل او ټپي کول لوی جنایت دی.

اعلامیه کې راغلي: «دا برید چې له امله یې سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي، یو بوږنوونکی جنایت دی او د ټولو انساني اصولو او د اسلام د سپېڅلي دین له لارښوونو سره په ټکر کې دی. اسلام د انسان پر ژوند هر ډول تېری حرام ګڼي او د ژوند حق ته ډېر ارزښت ورکوي».

الازهر ټینګار کړی، چې د روغتیایي مرکزونو په نښه کول یو بشپړ جنایت دی او له شرعي پلوه په کلکه منع دی. دغه دیني بنسټ همداراز د بې‌ګناه خلکو پر وژل کېدو په ځانګړي ډول د روژې په مبارکه میاشت کې چې د رحم او خواخوږۍ میاشت ده، ژوره خواشیني څرګنده کړې او دغه عمل یې ظالمانه او د اسلامي شریعت له لوړو موخو سره په ټکر کې بللی دی.
ورپسې الازهر د اسلام پر اصیلو لارښوونو چې پر رحم، انسان‌دوستۍ او سوله‌ییز ژوند ولاړې دي، پر ټینګې غاړې اېښودنې ټینګار کړی دی. دغه بنسټ همداراز له هر ډول تاوتریخوالي څخه د ډډه کولو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې دا ډول کړنې د بې‌ګناه خلکو ژوند اخلي او عامه امنیت له جدي ګواښ سره مخ کوي.
الازهر په پای کې دعا کړې، چې د روژې په دې مبارکو ورځو کې دې د مسلمانانو وینه خوندي او ترمنځ یې یووالی او اتفاق ټینګ شي، ترڅو له هر ډول اختلاف، بېلتون او ښکاره او پټو فتنو څخه وژغورل شي. الازهر دا غبرګون په کابل کې د روږدو کسانو پر یوه روغتون د پاکستان د هغو هوايي بریدونو په تړاو ښودلی، چې په پایله کې یې تر ۴۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کابل د روږدو درملنې مرکز ناروغان له برید وروسته د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۰۲ GMT+۰

نظر محمد، چې پخوا یې هیرویین کارول، وايي، امید مرکز دوه کاله مخکې له نشې خلاص کړ او ژوند یې ور وژغوره. هغه وروسته هم هلته پاتې شوی و او د شاوخوا ۲۰۰۰ ناروغانو خدمت یې کاوه. خو اوس وېره لري چې بېرته نشې ته ستون نه شي.

هغه وویل چې د دوشنبې په ورځ یې ولیدل چې یوه الوتکه بم غورځوي. کله چې بېرته مرکز ته ورغی، هر څه ویجاړ شوي وو. د هغه په وینا: «له هر لوري چیغې وې، ټپیان او مړي هر ځای پراته وو... موږ له کنډوالو څلور کسان ژوندي را وایستل، خو نور ټول مړه شوي وو او جسدونه د پېژندلو نه وو.»

د طالبانو حکومت ویلي چې په دې برید کې له ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.

پاکستان دا ادعا ردوي چې د بیا رغونې مرکز یې په نښه کړی، خو خپلواکو سرچینو او شاهدانو تایید کړې چې مرکز په نښه شوی دی.

نظر محمد رویټرز ته وویل، چې که له دې مرکز څخه ووځي، ښايي بېرته نشې ته مخه کړي. هغه وویل: «موږ دلته مبارزه وکړه او ژوندی پاتې شوو، خو اوس نه پوهېږم چې بیا به څنګه ځان وژغورو.»

کارپوهان وایي چې په افغانستان کې د روږدو ستونزه پراخه ده. د اټکل له مخې، د شاوخوا ۴۰ میلیونه نفوس له ډلې نږدې ۱۵ سلنه خلک له نشې سره مخ دي. بې‌وزلي، بې‌کاري او ټولنیزې ستونزې د دې وضعیت مهم عوامل بلل کېږي.

100%

سره له دې چې طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د نشه‌يي بوټو کرکيله بنده کړه او د کوکنارو کښت ډېر کم شوی، خو د ملګرو ملتونو په وینا، خلک اوس مصنوعي نشه‌يي موادو او درملو ته مخه کوي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د داسې یو مرکز له منځه تګ یوازې د ناروغانو درملنه نه ځنډوي، بلکې په ټول هېواد کې د درملنې پر محدودو امکاناتو هم درنه ضربه ده.

احمد بلال تیموري، چې د کټامین له نشې د خلاصون لپاره یوازې ۲۰ ورځې مخکې مرکز ته تللی و، وایي چې د درملنې بهیر یې ښه روان و، خو اوس هر څه له منځه تللي دي.

هغه وویل: «پلار مې دلته راوستلم، په لومړیو کې نه وم راضي، خو وروسته چې ښه کېدلم، خپله مې غوښتل چې جوړ شم.»

د نذیر پکتیاوال کورنۍ د امریکا حکومت د هغه د مړینې مسوول بولي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۴۹ GMT+۰

د یوه افغان سرتېري کورنۍ، چې د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې مړ شوی، وایي، هغه د امریکايي خلکو لپاره یو اتل و او د امریکا حکومت یې «د مرګ مسوول» دی.

د ۴۱ کلن محمد نذیر پکتیاوال د مړینې اعلان یوازې ۲۴ ساعته وروسته له هغه و شو چې د جمعې په سهار د کډوالۍ مامورینو له خوا ونیول شو. نوموړی په ۲۰۲۱ کال کې، وروسته له هغه چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، امریکا ته تللی و.

پکتیاوال د تکزاس په ریچارډسن ښار کې اوسېده او د خپلې پناه غوښتنې د دوسیې تر پرېکړې پورې یې د نانوای په توګه کار کاوه. نوموړی ښوونځي ته د خپلو ماشومانو د بېولو پرمهال نیول شوی و.

چارواکو ویلي چې هغه د خوراکي مرستو (سنپ) پروګرام کې د درغلۍ په تور نیول شوی و. د څارنوالۍ دفتر په وینا، د هغه پر وړاندې د درغلۍ دوه او د غلا یوه قضیه ثبت شوې وه، خو لا تر اوسه محکمې ته نه وې وړاندې شوې.

هغه د شپږو ماشومانو پلار و، چې تر ټولو کوچنی یې یوازې ۱۸ میاشتینی دی. نذیرد شنبې په ورځ د دالاس په پارکلنډ روغتون کې مړ اعلان شو، خو د مړینې کره لامل یې لا هم نه دی روښانه شوی.

کورنۍ یې وايي چې هغه له نیول کېدو وروسته د ساه لنډۍ او د سینې له درد شکایت درلود. د هغه ورور وویل چې پکتیاوال په ټیلیفون کې ډېر وېرېدلی او وارخطا و او نه پوهېده چې ولې نیول شوی او چېرته به وړل کېږي.

چارواکو ویلي چې هغه روغتون ته انتقال شو او د ژبې پړسوب یې درلود، خو د ژغورنې هڅو سره سره مړ شو. کورنۍ یې ادعا کوي چې ورسره ناوړه چلند شوی او اړین درمل ترې منع شوي وو.

د امریکا د کورني امنیت وزارت هغه «غیرقانوني کډوال» بللی، خو کورنۍ یې دا ادعاوې ردوي او وايي چې نوموړي له امریکايي ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کړې ده.

د انډیپنډنټ د رپوټ له مخې، د کورنۍ په وینا یې، پکتیاوال نږدې لس کاله د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره په افغانستان کې دنده ترسره کړې وه او وروسته د رسمي ایستلو پروګرام له لارې امریکا ته راوستل شوی و. هغه د پناه غوښتنه کړې وه، د کار اجازه یې لرله او یو ماشوم یې د امریکا تابعیت لري.

د افغان کډوالو ملاتړې ډلې دا پېښه “ډېره غیرمعمولي” بللې او له حکومت څخه یې د بشپړ وضاحت غوښتنه کړې ده.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړې د زیانمنو شویو خلکو روایتونه

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۱۸ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل په کابل کې د ډیپلوماتیکو سرچینو، د سپوږمکۍ انځورونو څېړلو او د دوشنبې شپې د بمبارۍ له ژغورل شویو کسانو سره د مرکو له لارې د پاکستان د هوايي برید د ابعادو په اړه نوي معلومات ترلاسه کړي دي.

د راپور له مخې، د پاکستان جنګي الوتکو د روږدو د درملنې مرکز هدف ګرځولی او د قربانیانو شمېر ښايي سلګونو کسانو ته ورسېږي.

په دې څېړنه کې د امید مرکز له کارکوونکو سره هم مرکې شوې دي، چې ویلي یې دي د قربانیانو په منځ کې له۱۸ کالو کم عمره ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو ویاند حمدالله فطرت ویلي چې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان په دې پېښه کې وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې د چارشنبې په ورځ ویلي چې د مرګ‌ژوبلې شمېر ښايي کره وي. پاکستان ادعا کوي چې دا برید یو «دقیق عملیات» و او لاهم ټینګار لري چې د «ترهګرو د ملاتړ تاسیسات» یې هدف ګرځولي دي.

100%

د بشري حقونو فعالانو د دې پېښې د بې‌طرفه او مستقلې پلټنې غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو یوه نړیوال کارپوه ویلي چې که پاکستان د برید په اصل تناسب عمل نه وي کړی، نو دا پېښه ښايي جنګي جنایت وګڼل شي.

د امید مرکز یوه برخه چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د ۲۰۰۰ بسترونو ظرفیت لري، د برید له امله ویجاړه شوې ده. د سپوږمکۍ انځورونو له مخې درې ودانۍ ډېرې زیانمنې شوې دي، چې لومړۍ ودانۍ د خوړو خونه او د خوب خونې وې، چې چتونه یې بشپړ را غورځېدلي دي.

دویمه ودانۍ د مرکز د ساتونکو خونه وه او درېیمه ودانۍ اداري دفتر و، چې د چاودنې له امله یې اور اخیستی دی.

ژغورل شویو کسانو ویلي چې برید هغه وخت وشو چې لږ تر لږه ۴۰ کسانو د شپې ډوډۍ خوړله، او بیا بم د ساتونکو پر ساحه وغورځېد. د دفتر ودانۍ هم اور اخیستی دی.

د برید پر مهال د ناروغانو او ډاکټرانو وضعیت ډېر خراب و. د کابل یوې اوسېدونکې نیلوفر وویل چې د هغې تره، چې په مرکز کې و، ورک شوی و او وروسته یې د مړینې خبر تایید شو. ډېرې کورنۍ لا هم د خپلو عزیزانو له برخلیکه خبرې نه دي. طالبانو ویلي چې د برید پر مهال شاوخوا درې زره کسان په مرکز کې وو.

هغه سالون چې د امید درملنې مرکز کې د خوړنځي او د استوګنې (خوبخونې) په توګه کارېده، په انځورونو کې په سره رنګ نښه شوی دی، له هوايي برید وروسته انځورونه.
100%
هغه سالون چې د امید درملنې مرکز کې د خوړنځي او د استوګنې (خوبخونې) په توګه کارېده، په انځورونو کې په سره رنګ نښه شوی دی، له هوايي برید وروسته انځورونه.

دغه برید له روژه ماتي وروسته وشو او د کابل اوسېدونکي یې ووېرول.

شاهدانو د بریدونو صحنې ډېرې وحشتناکې بللې دي. یو امبولانس چلوونکي فهیم وویل چې کله ځای ته ورسید، هر څه اور اخیستي وو او خلک سوځېدلي وو. هغه وویل چې سهار وختي ورته بیا زنګ وشو او وویل شول چې ځینې جسدونه لا هم د سوځېدلې ودانۍ لاندې دي.

امید مرکز په څرخي پله سیمه کې موقعیت لري، چې د کابل په ختیځ کې د پخواني فینکس کمپ په سیمه جوړ شوی دی.

دا کمپ د کابل د روږدو د درملنې تر ټولو مرکز دی، چې د څو زره بسترونو ظرفیت لري. د مرکز شاوخوا د طالبانو د بدري قطعې پوځي تاسیسات هم شته، خو هغه نه دي په نښه شوي.

امو تلویزیون راپور ورکړی چې د امید مرکز ترڅنګ د بهیر په نوم یوه فابریکه د وړو بې‌پیلوټه الوتکو فعالیت کوي. د برید په شپه، د بهیر مرکز څراغونه بند وو، خو د امید مرکز څراغونه روښانه وو. شاهدانو وویل چې کله بریدګرې الوتکې په اسمان کې راښکاره شوې، له بهیر مرکزه پرې ډزې وشوې.

د امید درملنې مرکز خوړنځی، خوبخونه او د ساتونکو خونه په سره رنګ نښه شوي، او د امید کاري خونه په نارنجي رنګ ښودل شوې ده، له برید څخه مخکې انځورونه.
100%
د امید درملنې مرکز خوړنځی، خوبخونه او د ساتونکو خونه په سره رنګ نښه شوي، او د امید کاري خونه په نارنجي رنګ ښودل شوې ده، له برید څخه مخکې انځورونه.

طالبانو په سیمه کې ددغسې مرکز شته والی نه دی تایید کړی.

مخکې ډیلي میل او ډیپلوماټ رسنیو هم خبر ورکړی و، چې طالبان په فینکس سیمه کې بې پیلوټه الوتکې جوړوي او وروسته یې په لوګر کې ازمويي. دغه رپوټونه هم د طالبانو او نورو نړیوالو بنسټونو له خوا نه دي تایید شوي.

فینکس کمپ تر ۲۰۱۴ کال پورې د متحده ایالاتو او ناټو لوی پوځي مرکز و. د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، دا مرکز افغان دولت ته وسپارل شو او وروسته د طالبانو لاس ته ولوېد.

د افغانستان پخواني حکومت په ۱۳۹۵ کال کې د فینکس ځای د روږدو د بیا رغونې مرکز «احیای امید» په نامه ونوماوه. کارکوونکو ویلي چې د مرکز د دیوال شاته یوه فابریکه او نور تاسیسات هم دي.

د دوشنبې پر شپه په کابل او ننګرهار کې پاکستاني الوتکو اووه ځایونه په نښه کړي، چې پنځه په کابل او څلور په ننګرهار کې دي.

دغه برید د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړې تر ټولو سخت برید ګڼل کیږي او داسې اټکل دی، چې د پاکستان پر ښارونو د طالبانو د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته یې تصمیم نیول شوی. د پاکستان په فیض اباد کې د حمزه په نامه د پاکستان پر یوه پوځي مرکز د طالبانو برید غبرګون پاروونکی و.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې اختر ته په پام او د سعودي عربستان، قطر او ترکيې په غوښتنه یې پرېکړه کړې چې د افغانستان پر ضد روان عملیات د اخترو ورځو کې په لنډمهاله ډول ودروي. پاکستان وايي، چې دغه پرېکړه د مارچ له ۱۸مې نه تر ۲۴مې پورې پلې کیږي.

د حکومت په رسمي اعلامیه کې دا ګام د ښه نیت په توګه بلل شوی، خو خبرداری یې ورکړی، چې که کوم ډرون د پاکستان خاورې ته ننوځي او یا ترهګریز برید وشي، بریدونه به یې بېرته پیل شي.