• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

اسراییل د ایران د استخباراتو وزیر د وژلو خبر ور کړی

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۰

د اسراییل دفاع وزیر اعلان کړی چې پر تهران ښار د تېرې شپې په هوايي برید کې یې د ایران د اسلامي جمهوریت د استخباراتو وزیر وژلی دی. یسراییل کاتز ویلي چې اسماعیل خطیب په دغه برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هغه په وینا، خطیب «په کوردننه د ځپنې او وژنو د سیستم مسوول او د بهرنیو ګواښونو دود کوونکی» و.

کاتز همدارنګه خبرداری ورکړی چې د نن ورځې په ترڅ کې به په بېلابېلو جبهو کې مهم بدلونونه راشي. هغه ویلي چې «په ټولو جبهو کې مهمې ناڅاپي پېښې اټکل کېږي».

هغه زیاته کړه چې په ایران کې د اسلامي جمهوریت پر هدفونو د بریدونو شدت ورځ تر بلې ډېریږي.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۳
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۴

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۵
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: له ۳۳۰ څخه زیات افغان او پاکستاني طالبان مو وژلي دي

۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۰
پاکستان: له ۳۳۰ څخه زیات افغان او پاکستاني طالبان مو وژلي دي
100%

د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزیر عطاالله تارړ وايي چې د شنبې د سهار تر ۹ بجو پورې ۳۳۱ افغان طالبان او د تحریک طالبان پاکستان غړي او نور "ترهګر" وژل شوي او له ۵۰۰ څخه ډیر کسان ټپیان شوي دي.

ښاغلي تارړ د شنبې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ کې ولیکل، چې پاکستاني ځواکونو د طالبانو ۱۰۴ مرکزونه ویجاړ کړي، ۲۲ نور یې نیولي او ۱۶۳ ټانکونه او زغروال ګاډي یې ویجاړ کړي دي.

هغه وویل، چې د افغانستان دننه په ۳۷ ځایونو کې هوایي بریدونه شوي دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، وروستي بریدونه د ننګرهار، کندهار، پکتیا او د پاکستان د چترال په ځینو برخو کې ترسره شوي دي.

سرچینې: د کندهار ښار په ښوراندام سېمه کې هوايي برید شوی

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۰ GMT+۰
سرچینې: د کندهار ښار په ښوراندام سېمه کې هوايي برید شوی
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې پر کندهار ښار د بې‌پیلوټه الوتکو له څو ساعته ګزمې وروسته په ښوراندام سیمه کې برید شوی دی. سرچینو ویلي، چې په یاد برید کې دوه موټر په نښه شوي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ څو بې‌پیلوټه الوتکو د کندهار ښار پر اسمان الوتنې کولې.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، یادو بې‌پیلوټه الوتکو پر کندهار ښار له څو ساعته الوتنې وروسته، د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې د ښوراندام په سیمه کې هوايي برید وکړ.

سرچینو ویلي، چې په یاد برید کې دوه موټرونه په نښه شوي دي.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل:«د روژه ماتي نږدې وخت و، په پنځمه ناحیه کې د مومند د مېوو مارکیټ مخ ته بې‌پیلوټه طیارې بمبارد وکړ، یو پاسو او ډاډسن موټر باندې بمبار شوی دی».

سرچینو ویلي، چې په یاد برید کې ۶ کسان ټپیان شوي او درې موټر زیانمن شوي دي.

پر همدغه مهال د کندهار ښار د ښوراندام د سیمې اوسېدونکو له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې له برید وروسته، طالبانو د شوي برید د ځای په شاوخوا کې خلک له تګ راتګ څخه منع کړي دي.

طالبانو تر اوسه په رسمې ډول د یاد برید په تړاو څه نه دي ویلي.

په ورته مهال د کندهار اوسېدونکي وايي، چې اوس هم د کندهار ښار او سپین بولدک په فضا کې بې‌پیلوټه الوتکې ګرځي.

د تخار په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ د ځمکې پر سر نښته شوې

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۰
د تخار په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ د ځمکې پر سر نښته شوې
100%

محلي سرچینو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ د ځايي خلکو او طالبانو ترمنځ د «ځمکې او څړځایونو د غصب» پر سر نښته شوې ده. ځینې معترضان د طالبانو د ځواکونو په ډزو کې ټپیان شوي دي.

ځايي اوسیدونکي طالبان د «ځمکې په غصب او د غاصبانو په ملاتړ» تورنوي.

سرچینو ویلي چې دغه نښته د پنجشنبې پر غرمه د درقد ولسوالۍ د ګرګان کلي په شاوخوا کې شوې ده.

د راپورونو پر بنسټ، نښته د شاوخوا دوه زره جریبه ځمکې د غصب پر سر شوې ده. یوې سرچینې وویل چې د طالبانو ځايي مسولین د «ځمکو د غصب» په چاره کې رول لري، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د شخړې ډول او لامل تایید کړی.

یوه بله محلي سرچینه وايي، چې شاوخوا دوه زره جریبه ځمکه، چې مخکې ځنګل و او اوس برابره شوې، د ځايي خلکو د شخړې لامل ګرځېدلې. د سرچینې په وینا، د ګرګان کلي اوسیدونکي د ځمکې د اوارولو په حال کې وو، خو د شاوخوا کلیو اوسیدونکو د ځمکې د اووارولو پر ضد اعتراض وکړ او له کليوالو سره نښته وشوه. دوی ادعا کوي چې دغه ساحه د سیمې د کلیو د خلکو څړځای دی.

سرچینو وویل چې د طالبانو ځايي چارواکو په دې شخړه کې لاس درلود او نښته یې تاوتریخوالي ته واړوله.

یوې سرچینې وویل چې د قوماندان غفار خپلوان، چې د طالبانو عسکر دي، په دې نښته کې رول لري. د هغه په وینا، د ولسوالۍ طالبان هم د دغه محلي قوماندان ملاتړ کوي.

یو ځايي اوسیدونکي وویل چې په دې نښته کې څو کسان ټپیان شوي دي او د شپږو ټپيانو وضعیت یې جدي بللی دی.

په باجوړ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر پوسته موټربم ځانمرګی برید شوی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۰ GMT+۰
په باجوړ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر پوسته موټربم ځانمرګی برید شوی
100%

د خیبر پښتونخوا ایالت د باجوړ ولسوالۍ د ماموند په ملنګي سیمه کې د یوې پخوانۍ دیني مدرسې په ودانۍ کې پر امنیتي پوسته ځانمرګی موټربم برید شوی. سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دې ودانۍ کې د پاکستان امنیتي ځواکونه اوسېدل او تر اوسه د اوو تنو مړي د پېښې له ځایه اېستل شوي.

د سیمې یوه چارواکي «خراسان ډایري» پاکستانۍ رسنۍ ته ویلي: «دا د موټر بم ځانمرګی برید و اوپر هغې مدرسې شوی، چې پخوا د طالبانو د اړوندو ډلو پټنځای و او اوس مهال د امنیتي ځواکونو او پولیسو تر کنټرول لاندې وه.»

ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې او تر خاورو او کنډر د لاندې شویو کسانو د ژغورنې چارې روانې دي.

ویل کیږي په نږدې کور کې یو ماشوم هم وژل شوی او درې نور سخت ټپیان دي.

امنیتي سرچینو او عیني شاهدانو ویلي، چې د لا زیاتو تلفاتو وېره هم شته.

تر اوسه پورې د برید له ځایه د پاکستان د پولیسو او سرحدي ځواکونو (فرنټیر کور) اووه مړي ایستل شوي دي.

په اسلام‌اباد کې د شیعه‌وو په یوه جومات کې چاودنې ۳۱ تنه وژلي او ۱۶۹ نور ټپیان دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۰ GMT+۰
په اسلام‌اباد کې د شیعه‌وو په یوه جومات کې چاودنې ۳۱ تنه وژلي او ۱۶۹ نور ټپیان دي
100%

د اسلام اباد مرستیال کمېشنر منلې، چې په اسلام اباد کې د شیعه‌وو پر یو جومات کې چاودنې ۳۱تنه وژلي او ۱۶۹ نور ټپیان دي. هغه زیاتوي چې پېښه ځانمرګي برید ته ورته ښکاري. دا برید د جمعې د لمانځه پر مهال د اسلام‌اباد د خدیجه کبرا په جومات کې شوې ده.

د اسلام اباد مرستیال کمېشنر تقي جواد دا مرګژوبله تاید کړې او د پلازمېنې اسلام اباد په دولتي روغتونونو کې بېړنۍ حالت رامنځته شوی دی.

د پاکستان پولیسو نن د جمعې په ورځ خبر ورکړی، چې د اسلام‌اباد په شهباز ټاون کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات کې چاودنه شوې ده.

تر اوسه پورې د برید مسوولیت کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخیستی؛ خو له دې وړاندې د شیعه‌وو پر جوماتونو د بریدونو مسوولیت د داعش خراسان ډلې په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري دا چاودنه غندلې او ویلي یې دي چې «بې ګناه وګړي په نښه کول د انسانیت پر وړاندې جرم دی.»

ولسمشر په یوه بیان کې وویل چې ملت د سختۍ په دغه شېبو کې د اغیزمنو کورنیو سره ولاړ دی. ولسمشر لارښوونه کړې چې ټپیانو ته ټولې ممکنه طبي اسانتیاوې برابرې شي.