د ایران پرضد د پوځي فشار زیاتېدو سره هممهاله؛ د برېتانیا اټومي اوبتل عرب سمندر ته ورسېد

راپورونه وايي، په داسې حال کې چې امریکا د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو د پراخولو ګواښ کړی؛ برېتانیا خپل اټومي ځواک لرونکی اوبتل عرب سمندر ته استولی او لندن هم د امریکايي بریدونو لپاره د خپلو اډو د کارولو اجازه ورکړې ده.
د راپورونو له مخې؛ د برېتانیا اټومي اوبتل «اېچ اېم اېس انسن» عرب سمندر ته رسېدلی او ګومان کېږي، چې هرمز تنګي ته نږدې په شمالي برخه کې ځای پرځای شي. د ډېلي مېل ورځپاڼې په وینا؛ دغه اوبتل د مارچ په شپږمه د اسټرالیا له پرت ښار څخه خوځېدلی او اوس د منځني ختیځ اوبو ته نږدې شوی دی.
راپور زیاتوي، دغه اوبتل د ټوماهاک بلاک پر څلور ډوله توغندیو سمبال دی چې شاوخوا ۱۶۰۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي. د دغه اوبتل رسېدل په داسې حال کې دي، چې د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر له امریکا سره هوکړه کړې؛ څو د ایران پر اهدافو د احتمالي بریدونو لپاره د برېتانیا پوځي اډې وکاروي.
دغه پرمختګونه د سیمې د امنیتي وضعیت د لا ترینګلتیا نښې بلل کېږي.
