اورشلیم پوسټ: امریکا منځني ختیځ ته د زرګونو سمندري ځواکونو د استولو بهیر ګړندی کړی دی

اورشلیم پوسټ ورځپاڼې د دوو باخبره سرچینو له قوله لیکلي، چې د امریکا لوړپوړو چارواکو په دې وروستیو ورځو کې اسراییل او ځينو نورو هېوادونو ته ویلي، داسې ښکاري چې امریکا ښايي د ایران د «خارک ټاپو» د نیولو لپاره د ځمکنیو نظامي عملیاتو له پیلولو پرته بله لاره ونهلري.
