د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده د استوګنې ولایت کندهار د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی. د دغه ښار اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو د مشر تر سترګو لاندې له سختې تندې سره لاس او ګرېوان دي.
د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکو له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې د دغه ښار په ۷مه، ۹مه، ۱۰مه، ۱۲مه او ۱۳مه ناحیو کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه ډېره ټیټه شوې ده او زرګونه کورنۍ د خپلې اړتیا وړ اوبه په پیسو پېري.
د کندهار ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکي شفیقالله افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي: «زموږ په کور کې د اوبو برمه وه چې ۷۰ متره ژوره وه، خو تېر کال یې اوبه وچې شوې. بیا مو بله برمه ۱۳۰ متره ووهله، هغه هم سږ کال وچه شوه؛ اوس هره اوونۍ یو ټانکر اوبه په ۵۰۰ افغانۍ پېرو».
د کندهار ښار د لسمې او دوولسمې ناحیو اوسېدونکي چې د اوبو د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي، وایي چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د زرګونو کورنیو ژورې څاه ګانې وچې شوې دي او ان د څښاک اوبه په پیسو پېري.
د کندهار ښار اوسېدونکي پر طالبانو په نیوکې سره وايي، چې دغې ډلې د خلکو بنسټیزې اړتیاوې له پامه غورځولي او یوازې په نمایشي کارونو بوخته ده. کندهاریان غوښتنه کوي، چې ملا هبتالله دې د نمایشي پروژو پر ځای د دوی د اوبو ستونزه په اساسي ډول حل کړي.
د کندهار ښار اوسېدونکی محمد رفیق وایي: «طالبانو له څو میاشتو راهیسې د شهیدانو چوک، چوک مدد او ځینو نورو څلورلارو شاوخوا سړکونه پراخ کړل؛ دا یو نمایشي کار دی. موږ د ښار په زړه کې له تندې مړه کېږو. دا سمه ده چې سړک او نورو رغنیزو کارونو ته اړتیا لرو، خو په اوسنیو شرایطو کې زموږ لومړیتوب د اوبو د ستونزې حل دی».
په ورته مهال د کندهار په ځینو ناحیو کې د اوبو رسولو هغه سیسټم چې د تېر جمهوري نظام پر مهال جوړ شوی و، اوس هم نیمګړی فعالیت کوي. که څه هم یو شمېر مرستندویه موسسو هم د پاکو اوبو رسولو شبکې جوړې کړي دي، خو د کندهار ښار اوسېدونکي وايي چې یادې شبکې بسنه نه کوي. د هغوی په خبره، ډېری وخت په دغو شبکو کې د یوې وړې تخنیکي ستونزې له امله په ورځو ورځو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
په کندهار کې د اوبو ستونزه یوازې تر کندهار ښار پورې محدوده نه ده، بلکې د کندهار ولایت غورک، نېش، میوند، ارغستان، ریګستان او نورو ولسوالیو څخه د اوبو د کمښت له امله سلګونه کورنۍ کډه شوي دي.
په یادو ولسوالیو کې د اوبو د کمښت له امله ډېری کورنۍ د دغه ولایت ارغنداب، شاه ولیکوټ، ژیړۍ او پنجوايي ولسوالیو ته کډه شوي دي.
په کندهار کې د وچکالیو له امله د ځپل شویو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، خپلې پلرنۍ ځمکې، کرنه او مالدارۍ یې یوازې د اوبو د نه شتون له امله پرېښودې.
د اوبو د برخې متخصصین هم د کندهار په ګډون د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې د اوبو د کمښت په اړه سخت اندېښمن دي او وايي، چې اوسني واکمنان باید د نورو چارو ترڅنګ د اوبو په برخه کې هم پانګونې وکړي.
د اوبو برخې څېړونکی او د افغانستان د اوبو او چاپېریال ساتنې د متخصصانو شبکې غړي نجیبالله سدید افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي: «په کندهار، بلخ، کابل او نورو لویو ښارونو کې د اوبو د ناورین یو بل اړخ د اوبو د بیو لوړېدل دي؛ دا په دې معنا چې هغه کسان چې خپلو کورنیو ته خواړه نهشي برابرولی، اوس باید د اوبو غم هم وخوري. په کندهار کې پر نورو زېربناوو کار کېږي، خو د اوبو په برخه کې هېڅ پانګونه نه ده شوې. له اوبو پرته ژوند ناممکن دی، ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي او حکومت باید د دې ناورین د حل لپاره عاقلانه پرېکړه وکړي».
د کندهار اوسېدونکي وايي، طالبان د اوبو د کمښت او وچکالۍ په څېر بحرانونو د مخنیوي لپاره هېڅ تګلاره نه لري او د دوی دغه بېپروايي به د عامو او بېوزلو خلکو لپاره سختې پایلې ولري.
په افغانستان کې د اوبو کمښت ورځ تر بلې زیاتېږي او ګڼې کورنۍ اړې دي، چې د څښاک اوبو ترلاسه کولو لپاره اوږد مزل وکړي یا له ناپاکو سرچینو استفاده وکړي. د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، دغه وضعیت د خلکو پر روغتیا، اقتصاد او ټولنیز ثبات جدي اغېز کړی دی.
د سره صلیب نړۍوالې کمیټې د راپور لهمخې، په افغانستان کې د اوبو کمښت د وچکالۍ، د ورښتونو کمښت، د نفوس د چټک زیاتوالي او د ځمکې لاندې اوبو د ټیټېدو له امله لاپسې ډېر شوی دی.
ډېری کورنۍ اړې دي، چې یا له ناپاکه اوبو استفاده وکړي او یا د اوبو د موندلو لپاره اوږد مزل وکړي چې تر ټولو ډېر بار یې د ښځو او ماشومانو پر اوږو دی. په ښارونو لکه کابل، مزارشریف او کندهار کې هم ورته ستونزې شته، چې خلک ورځ تر بلې شخصي څاهګانو او د اوبو ټانکرونو ته اړ کېږي.