• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
څېړنیز راپور

ایا د طالبانو مشران خوندي دي او د بریدونو اصلي هدف امریکايۍ وسلې دي؟

د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنډله
د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنډله

څېړنیز راپور

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۱۸ GMT+۰

د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه د فېبرورۍ له وروستیو راهیسې خطرناک پړاو ته تللې ده. پاکستان په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې ګڼ بریدونه کړي او طالبانو د ځمکنيو او ډرون بریدونو په وسیله ځواب ور کړی. د جګړې دغه نوې بڼه د سیمې د ثبات لپاره د جدي خطر زنګ دی.

ملګرو ملتونو د کابل د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي بریدونو کې د۱۴۳کسانووژل کېدل تایید کړي، خو طالبان دغه شمېر۴۰۰تنه ښيي او دوه تنه ټپیان نن مړه شوي دي.

یوناماپه خپل یوه رپوټ کې ویلي، چې د فېبرورۍ له وروستیو څخه تر نن پورې له ۷۵ تر ۲۱۲ پورې ملکي افغانان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

دا لویه پوښتنه لا هم پاتې ده، چې ملکي وګړي په نښه کیږي، پاکستان ولې د طالبانو لوړ پوړي مشران نه په نښه کوي؟

د پاکستان د جګړې محاسبه څه ده؟

د ایران، ټي ټي پي او القاعدې د مشرتابه د له منځه وړو ستراتیژیو ته په پام، په جنګیالیو ډلو کې، چې ډېری په مذهبي باورونو جګړې کوي، د مشرانو هدف ګرځول سملاسي د نوې مشرتابه د زیږون لامل ګرځي او دا کله کله تر لومړنۍ هغې راډیکاله او ننګوونکې وي.

د پاکستان د پوځ پخوانی جنرال انعام الحق وايي چې اسلام‌اباد د طالبانو پر ضد بشپړه جګړه نه کوي، بلکې یو کلبریټډ یا محاسبه شوی فشار کاروي. د نوموړي په وینا، پاکستان په شعوري ډول د طالبانو مشرتابه نه په نښه کوي، او له حاکم نظام سره اړیکې هم نه پرې کوي خو د وسلو ډیپوګان، منځنۍ کچې قوماندانان او سرحدي پوستې یې په نښه کوي، ځکه پاکستان غواړي طالبان تر فشار لاندې وساتي .

100%

جنرال انعام الحق ټینګار کوي چې پاکستان نه غواړي داسې «سره کرښه» تېره کړي چې جګړه په بشپړ ناورین بدله کړي.

هغه وايي، چې په اسلام‌اباد کې یوه مهمه اندېښنه دا ده چې که د طالبانو ستر مشران ووژل شي، په افغانستان کې به د ځواک تشه رامنځته شي، نښتې به پراخې شي، بې‌ثباتي به د خیبر پښتونخوا او بلوچستان امنیت لا خراب کړي چې پاکستان ته یې بیا کنټرول سختېدلی شي.

د پاکستان یوه ارزونه داده چې د طالبانو لپاره یوهمنظمه بدیل مشرتابه نه شته او د هغوی رهبرۍ سقوط به ټولې سیمې ته خطر پېښ کړي.هغه بهرنۍ وسله والې ډلې، چې دمګړۍ د طالبانو تر اغیز او کنټرول لاندې دي، د طالبانو د مشرتابه د له منځه تلو په صورت کې چین، د منځنۍ اسیا هېوادونو او خپله پاکستان ته سرایت کولای شي.

له همدې امله د اسلام اباد یو انتخاب د طالبانو په منځ کې همکارۍ ته د متمایلو ډلو لټول دي.

د جنرال انعام الحق له نظره، اسلام‌اباد د طالبانو دننه د نفوذ شبکې هم لټوي. د حقاني شبکې په څېر ډلې «نسبتاً ځان ته نږدې» ګڼي، خو پر نورو ډلو، چې له پاکستان سره کمه همغږي لري، فشار زیاتوي.

د پاکستان په هوايي بریدونو کې هدف ګرځول شوې ډېری سیمې د حقانیانو له نفوذه بهر سیمې دي.

د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، پر ډیورنډ کرښه ډېری جنګېدونکي طالبان د کندهار د حوزې دي، چې له ملا هبت الله سره تړاو لري او د حقانیانو ونډه پکې کمه ده. سرچینې ددې یو لامل دا هم ګڼي، چې هبت الله اخوندزاده د افغانستان په جنوب لویدیزو ولسوالیو کې ډېری ځان ته نږدې کسان پر پوځي او حکومتي دندو ګومارلي دي.

جنرال انعام الحق د طالبانو ترمنځ د اسلام اباد دغسې وېش یو ډول «د داخلي توازن» سیاست ګڼي، څو د طالبانو جوړښت پر خپل ځای پاتې شي.

یو شمېر افغان شنونکي هم دغه لید ته ورته نظرونه لري او د طالبانو د مشرتابه هدف ګرځول یو « انتخاب» ګڼي.

100%

د پوځي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند عظیم رحیمي وايي، چېد پاکستان لپاره د طالبانو د مشرتابه هدف ګرځول یو انتخاب دی، خوپه عاجله او دوامداره توګه یې نه کاروي. هغه زیاته کړه: «یوازې هغه وخت به دا انتخاب کاروي چې «ضرورت» او «سیاسي او امنیتي محاسبه» موجوده وي، پاکستان په دې وخت کې کله هم په حقيقي ډول د طالبانو د رژیم سقوط نه غواړي، بلکې محدود فشارکاروي».

نوموړی وايي، په سیمه‌ییزه کچه، د عراق او افغانستان د تېرو جګړو تجربې پاکستان دې پایلې ته رسولی چې د واکمن نظام ړنګول اوږدمهاله بحران زېږوي.

ولې د ټي ټي پي مشران نه په نښه کیږي؟

د فبروري له ۲۷مې نه د مارچ تر ۱۳مې پورې په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو غوڅ اهداف د طالبانو سرحدي پوستې، لواوې، کنډکونه او د وسلو او مهماتو مرکزونه ثابت شوي.

د پاکستان د پوځ پخوانی ډګروال محمود شاه وايي، چېله طالبانو سره د پاکستان د شخړې اصلي محرک د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه دي‎. د هغه په وینا،د طالبانو له واک ته رسېدا وروسته په قبایلي سیمو کې بریدونه ډېر شوي، پر پوځي اډو او پولیسو بریدونه زیات شوي او د سرحدي پوستو د نیولو هڅې زیاتې شوېي چې له امله یې د پاکستان اندېښنې زیاتې شوې دي.

نوموړیزیاتوي، «پاکستان په پیل کې هڅه وکړه چې له طالبانو سره خبرې وکړي، خو له ناکامۍ وروسته هوايي بریدونو ته اړ شو».

خو پاکستاني طالبان، چې اسلام اباد پر افغانستان خپل بریدونه پرې توجیه کوي، په دغو بریدونو کې نه دي په نښه شوي، یا لږترلږه شواهد او اسناد یې له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

100%

په افغانستان او قبایلي سیمو کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستاني طالبانو ځینې مشران پر افغانستان له بریدونو سره هممهاله په پاکستان کې د خپل نفوذ سیمو ته ستانه شوي دي. پر دې سربېره د خیبر پښتونخوا په قبایلي ولسوالیو او حتا د پېښور، بنو، لکي مروت او مردان په څېر ښارونو په شاوخوا کې د ټي ټي پي د فعالیت او نفوذ ښودنې مانورې هم ډېرې شوې دي.

دې ته په پام، د پاکستان د هوايي بریدونو د هدف په اړه ابهامات پر خپل ځای پاتې دي.

که هدف پاکستاني وسله وال وي، په بګرام هوايي ډګر، کابل او هغو قول اردوګانو ولې بریدونه کیږي، چې د ټي ټي حضور پکې نشته او نه یې هم هلته تراوسه د مرکزونو موجودیت تثبیت شوی؟

په دې اړه د ګڼو شنونکو باور دادی، چې اسلام اباد په افغانستان کې د امریکايي وسلو له منځه وړل غواړي، چې د امریکا او پاکستان دواړو له ګډو ګټو سره تړلې مساله ده.

معتبر راپورونه چې د امریکا متحده ایالاتو د رسمي ادارو او رسنیو له لوري خپاره شوي، ښيي چې د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۶ کلونو پورې امریکا متحده ایالاتو د افغانستان ملي پوځ او پولیسو ته د بېلابېلو ډولونو ۵۹۹,۶۹۰ میله وسلې چې سپکې او درنې وسلې پکې شاملې دي، مرسته کړې دي. په دې وسلو کې ډېری یې سپکې وسلې وې؛ لکه M16، M4، او سنایپر ټوپکونه چې شمېر یې ۳۵۸,۵۳۰ میله ته رسېږي. ډېری دغه وسلې د افغانستان ملي پوځ ته سپارل شوې وې.

په همدې موده کې ۱۶,۱۹۱ د ملاتړ وسایل؛ لکه د شپې لید دوربینونه، مخابراتي مانیټرې، کوچني کشفي الوتکې (ScanEagle) او کشفي بالونونه هم امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي دي، چې په دې کې تر ټولو زیات د شپې لید دوربینونه وو چې شمېر ۱۶,۰۳۵ و.

په هوايي برخه کې د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۶ پورې په ټولیز ډول ۲۰۸ الوتکې چې پکې MI-17 او MD-530 هېلیکوپټرونه (۱۱۰ الوتکې)، د ترانسپورتي الوتکو ډولونه؛ لکه C-208، C-128، C-130، T-182، G-222، AN-32 (۶۰ الوتکې)، د برید وړتیا لرونکي A-29 الوتکې (۲۰ الوتکې) او کشفي الوتکې PC-12 (۱۸ الوتکې) شاملې وې، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرسته شوې دي.

همدارنګه، امریکا متحده ایالاتو په همدې موده کې ۷۵,۸۹۸ د بېلابېلو ډولونو وسایط؛ لکه رینجر، هاموي، لارۍ او ټانکونه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرسته کړې دي. په دې کې تر ټولو زیات ۴۲,۶۰۴ رینجر موټرونه او ۲۲,۱۷۴ هاموي وسایط شامل وو. دغه دوه ډوله وسایط په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې ورځني ډېر کارېدونکي وسایل وو، چې یوه برخه یې د چاودنو، انتحاري بریدونو او اوږدمهاله کارونې له امله خپل قابلیت له لاسه ورکړی و.

100%

پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په تېرو پنځو کلونو کې په مکرر ډول له هغو امریکايي وسلو شکایت کړی، چې له افغان ځواکونو او متحده ایالاتو نه افغان طالبانو ته پاتې شوې او ددې وسلو یوه برخه د ټي ټي پي د جنګیالیو لاس ته لوېدلې ده.

د طالبانو حکومت په رسمي ډول منلې، چې دوه ځله یې د ټي ټي پي او پاکستاني طالبانو ترمنځ د خبرو اترو منځګړتوب کړی او ۹۰ سلنه ددوی ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی و، خو د پاکستان په پوځي مشرتابه کې بدلون او د عمران خان د حکومت نسکورېدو دغه هڅې بې پایلې کړې.

د طالبانو په منځ کې یوه ستره برخه مشران له پاکستان سره په اړیکو کې یو خنډ د دغه هېواد نوې مشرتابه ګڼي، چې دوی ورته « خاصه حلقه» وايي. د هغوی په باور، د پوځ نوې مشرتابه له پاکستاني وسله والو سره خبرې اترې ردوي او هغوی د وسلې اېښودو ته رابولي.

دغو ابهاماتو او د ټي ټي پي او طالبانو د مشرتابه نه هدف ګرځېدو، د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړې په تړاو د توطیې تیوري هم پیاوړې کړې ده.

د سیاسي‌چارو شنونکی روښان کروړ روان کړکېچ ته د شک یا «مهندسي شوې جګړې» په سترګه ګوري.

د هغه له نظره، بهرني ګواښونه کله ناکله هيوادونه جوړوي او پیاوړی کوي.

هغه وايي، « پر کابل د پاکستان برید طالبانو ته ډير فرصتونه په لاس کې ورکړل چې ولسي ملاتړ ومومي. د ټي ټي پي او طالبانو مشرتابه نه په نښه کول د دې ګواهي ورکوي، چې جګړه مهندسي شوې ده».

خو د لاهور پوهنتون استاد محمد فیاض د پاکستان بهرنۍ تګلاره په وروستیو دوو کلونو کې “منظمه او همغږې شوې” بولي. د ده په اند،پاکستان نه غواړي یو نوی کورنی یا سیمه‌ییز بحران جوړ کړي، غواړي سرحدونه خوندي کړي، اقتصاد ته لومړیتوب ورکړياو په افغانستان کې د رژیم بقا ته زیان و نه رسوي.

د نوموړي په وینا، د طالبانو پر ضد د جګړې پراخول د راډیکالیزم څپه زیاتوي او اسلام‌اباد هڅه کوي چې یوازېټي ټي پيد “فوري ګواښ” په توګه مهار کړي، نه دا چې د طالبانو واکمني په نښه کړي.

د هغه په باور، پاکستان پوهېږي چې د طالبانو مشرتابه له منځه وړل د یوې پراخې خونړۍ تشې لامل کېږي او اسلام‌اباد غواړي، یوازې طالبان تر فشار لاندې وساتي.

خو ددې جګړې له پیل راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې ټولې تړلې دي، طالبانو د پاکستان پرځای له منځنۍ اسیا او هند سره پر سوداګرۍ تمرکز کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنۍ پولې له تاوتریخوالي او ناکراریو سره مخ دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار پر افغانستان د بریدونو په تړاو ویلي، چې دغه عملیات د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ یوه برخه دي، خو د جګړې له پایلو ښکاري، چې په دغو بریدونو کې اهداف روښانه نه دي.

د شنونکو په باور، په ظاهره دا بریدونه د ټي ټي پي د ګواښ د مهارولو لپاره توجیه کېږي، خو په عمل کې نه د ټي ټي پي مشران په نښه شوي او نه هم په طالبانو کې د هغوی ملاتړي په نښه شوي، برعکس ملکي مرګ ژوبله رامنځته شوې او په لسګونو زره خلک د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې له خپلو سیمو بې ځایه شوي. له خلکو او امنیتي تدابیرو نه د سیمې تشېدل ډیورنډ کرښه د ناامنیو له نویو څپو سره مخ کولای شي.

شنونکي د دغه حالت څو احتمالي تعبیرونه ښيي؛ یا دا چې پاکستان خپله ستراتېژي لا نه ده تثبیت کړې او د ازمویښتي فشار سیاست تعقیبوي، یا دا چې اصلي اهداف تر رسمي اعلانونو ډېر پېچلي او پټ دي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې د روږدو پر روغتون د پاکستان په هوايي برید کې ټپي شوي دوه تنه مړه شول

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، چې څو ورځې وړاندې د روږدو پر روغتون د پاکستان پوځ په برید کې په ټپي شویو ناروغانو کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی. له دې وړاندې طالبانو د قربانیانو شمېر له ۴۰۰ څخه زیات ښودلی و.

یوناما تایید کړې وه، چې لږ تر لږه ۱۴۳ کسان د امید پر روغتون په برید کې وژل شوي دي.

په وروستیو اونیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره خرابې شوې دي، چې له امله یې ځاني تلفات او مالي زیانونه اوښتي دي.

ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د فبروري له ۲۶مې څخه تر مارچ ۱۶مې پورې ۷۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان شوي دي. دا شمېرې د کابل د «امید» د اعتیاد د درملنې روغتون پېښه نه رانغاړي.

په کابل کې ډیپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د پاکستان د برید له امله د روږدو کسانو د بیا رغونې په مرکز کې د وژل شویو شمېر «کېدای شي سلګونو ته ورسېږي».

یوې سرچینې تایید کړې چې د پاکستان بمونه د دغه مرکز پر اصلي ودانۍ لګېدلي دي.

د اسلام اباد کنفرانس دویمه غونډه په لندن کې جوړیږي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۵۴ GMT+۰

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې افشا شي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د سې شنبې په ورځ د اسلام‌اباد کنفرانس دویم پړاو په لندن کې ترسره کېږي. په دې ناسته کې به د طالبانو یو شمېر مخالفې څېرې ای ایس ای ته له نږدې څېرو سره وګوري.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په دغه کنفرانس کې له غیر پښتنو سیاسي څېرو سره د پاکستان استخباراتو ته نږدې څېرې ګوري.

د «ښځې د افغانستان لپاره» بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دویم پړاو خبرې د «د یووالي او اعتماد پر لور» تر سرلیک لاندېد مارچ پر۲۴ او ۲۵مه نېټه ترسره کېږي.

په دې پړاو کې به شاوخوا ۴۰ تنه ګډون وکړي، چې د سیاسي ګوندونو استازي، د مدني ټولنې، رسنیو استازي پکې شامل دي.

یاد بنسټ وايي، دا خبرې د هغو دوامدارو هڅو برخه ده چې موخه یې د یووالي پیاوړتیا، د ګډو اصولو او ارزښتونو ټینګول او د افغانستان د ناورین د حل لپاره همغږي ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې د خبرو لومړی پړاو د متقابل درک پر زیاتولو او دویم پړاو به د افغانستان د راتلونکي په اړه د ګډ لید پر رامنځته کېدو تمرکز ولري.

د اسلام‌اباد کنفرانس لومړی پړاو د ۱۴۰۴ په تلې میاشت کې د پاکستان سویلې اسیا ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ او د افغانستان د ښځو بنسټ په کوربه توب جوړ شوی و، چې یو شمېر سیاسي څېرو او د مدني ټولنې غړو پکې ګډون کړی و، خو ځینې بلل شوي کسان یاد کنفرانس ته ورنغلل.

په دې ناسته کې د سیاسي بهیرونو شاوخوا دېرش تنه استازي، د مدني ټولنې فعالان او د افغانستان د پخواني حکومت چارواکي شامل وو. په ورته وخت کې د پاکستان ۴۰ پخوانيو لوړپوړو چارواکو هم په لومړي پړاو غونډه کې ګډون کړی و.

د طالبانو مخالفینو په پای کې په یوه اعلامیه کې ویلي و چې د افغانستان او پاکستان سوله او ثبات سره تړلي دی.

د اسلام‌اباد کنفرانس غونډه لږ تر لږه درې ځله ځنډېدلې وه.

په دې کنفرانس کې فوزیه کوفي، مصطفی مستور، نصیر احمد اندیشه، احمدالله علیزي، عالیه یلماز، طاهر زهیر، عبدالله قرلق، معصومه خاوري، زهرا جویا، بشیر احمد انصاري او یو شمېر نورو کسانو ګډون کړی و، خو یو شمېر پښتنو بلل شویو څېرو پکې ګډون نه و کړی.

پاکستان په داسې حال کې د طالبانو پر وړاندې د غیر پښتنو پر راټولولو تمرکز کړی، چې له دې وړاندې یې د جمهوري دولت پر مهال په کابل کې د پښتنو واک محدود باله او طالبان یې د پښتنو استازي بلل.

په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې دي او د شنونکو په باور، اسلام اباد د طالبانو د مخالفانو د راغونډولو له لارې غواړي پر دې ډلې فشار وارد کړي.

رحمت‌الله نبیل: عباس ستانکزی د ناڅرګند هدف لپاره له دوبۍ روسیې ته تللی

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۳۶ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي چې د طالبانو پخوانی چارواکی عباس ستانکزی له دوبۍ نه روسیې ته سفر کړی، خو لا هم روښانه نه ده، چې دا سفر لنډمهالی دی او که غواړي هلته پاتې شي.

رحمت‌الله نبیل په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي، چې عباس ستانکزی، چې د طالبانو د سیاسي مرستیال په توګه یې دنده ترسره کړې، تازه له دوبۍ څخه روسیې ته تللی دی.

نبیل زیاته کړې، چې تر اوسه د دغه سفر د موخې او مودې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي، او دا هم نه ده څرګنده چې نوموړی به هلته د لنډ وخت لپاره پاتې شي او که د اوږدې مودې لپاره استوګنه غوره کړي.

طالبانو او روسي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ډاکټر اډوېن سېنیزا: نری رنځ لا هم په افغانستان کې لوی روغتیايي ګواښ دی

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۰

په افغانستان کې دملګرو ملتونو روغتیا نړیوال سازمان استازي او د ماموریت مشر ډاکټر اډوېن سېنیزا سلواډور ویلي، چې نري رنځ لا هم په هېواد کې یو ستر روغتیايي بار دی، هر کال زرګونه کسان پرې اخته کېږي او ګڼ شمېر پېښې لا هم نه تشخیص کېږي.

ډاکټر اډوېن سېنیزا سلواډور د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ټینګار کړی، چې د دې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره ګډ او همغږی اقدام اړین دی.

هغه ویلي: «نري رنځ لا هم په افغانستان کې یو مهم روغتیايي ګواښ دی. هر کال زرګونه کسان پرې اخته کېږي او ډېرې پېښې لا هم نه تشخیص کېږي.»

د نوموړي په وینا، اړتیا ده چې د ژر تشخیص پروسې پراخې شي، درملنې ته لاسرسی ښه شي او ډاډ ترلاسه شي چې هېڅ ناروغ له پامه ونه غورځول شي.

هغه زیاته کړې: «د نري رنځ له منځه وړل یوازې یوه هیله نه ده، بلکې دا یو ترلاسه کېدونکی هدف دی.»

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې له ټولو شریکانو، روغتیايي بنسټونو او نړیوالو همکارانو غوښتي چې د نري رنځ پر وړاندې مبارزه پیاوړې کړي، څو د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي او د خلکو ژوند وژغورل شي.

طالبان: په تېر یوه کال کې نږدې ۲۰۰ ترانسپورټي شرکتونو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۱۹ GMT+۰

د طالبانود ترانسپورټ او هوایي چلند ادارې ویلي، چې په تېر ۱۴۰۴ کال کې ۱۸۵ ترانسپورټي شرکتونو ته یې د فعالیت اجازه ورکړې. طالبانو زیاته کړې چې د دوی د خدمتونو تنظیم او عرضیې ادارې له خوا ۱۱۵ باروړونکي او ۷۰ مسافر وړونکي ټرانسپورټي شرکتونه ثبت او د فعالیت اجازه لیکونه ورکړل شوي‌ دي.

یاد وزارت د سې شنبې په ورځ (د وري ۴مه) ویلي چې دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۹۰۰ ترانسپورټي شرکتونه فعالیت لري. د دوی په خبره چې دغه شرکتونه د مسافرو او سوداګریزو توکو د لېږد او رالېږد په برخه کې خدمات وړاندي کوي.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوه جلا خبر کې ویلي چې دوی په تېر کال کې ۲۰زره ۲۲۲ په ترانسپورټي موټرو کې د جي پي اېس الې نصب کړې دي. د دوی په خبره چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۰ زره مسافر او باروړونکو موټرو کې جي پي اېس الې نصب شوي‌ دي.

د طالبانو په خبره چې دا اقدام یې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره تر سره کړی.