په راپور کې راغلي، چې د مارچ په میاشت کې د پاکستان لهخوا د افغانستان پر خاوره هوایي بریدونو د ملکي وګړو د مرګژوبلې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ یو خطرناک پړاو ته ورساوه. د عيني شاهدانو په وینا، دغو بریدونو پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې دي او لا هم یو شمېر کورنۍ د خپلو ورک شویو غړو په لټه کې دي او د دې ترڅنګ دا پېښه د سیمې د امنیت لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي.
د طالبانو حکومتي سرچینو ویلي، چې په دغه برید کې له ۴۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات نور ټپیان دي. که دا شمېرې تایید شي، دا به د روانو نښتو تر ټولو مرګونې پېښه وي. ورته مهال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) لږ تر لږه د ۱۴۳ کسانو وژل کېدل تایید کړي او خبرداری یې ورکړی، چې دغه شمېر ښايي نور هم لوړ شي. د ملګرو ملتونو څارونکو همدارنګه د یاد مرکز د یوې برخې د بشپړې ویجاړۍ خبر ورکړی، چېرې چې شاوخوا ۱۸۰ تنکي ځوانان ساتل کېدل او د دوی په وینا: «تر اوسه د هېڅ ژوندي پاتې شوي کس په اړه معلومات نه دي ثبت شوي».
دغه برید په داسې حال کې شوی، چې د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي او هوايي او توغندیز بریدونه نه یوازې پوځي هدفونه، بلکې د ملکي وګړو کورونه، د کډوالو کمپونه او روغتیايي مرکزونه هم په نښه کوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر دفتر د مارچ تر ۱۷مې پورې د ۲۸۹ افغان ملکي وګړو د مرګژوبلې خبر ورکړی، چې پهکې ۱۰۴ ماشومان او ۵۹ ښځې شاملې دي. په ورته وخت کې، پاکستاني چارواکو هم د باجوړ او شمالي وزیرستان په سیمو کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې راپور ورکړی دی.
د مارچ د ۱۶مې له برید وروسته، د طالبانو ویاند خبرداری ورکړی چې دغه ډله به غچ اخیستونکي اقدامات وکړي، هغه څه چې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو او د ملکي تلفاتو د لوړېدو اندېښنې زیاتوي.
روغتیايي نظام د ړنګېدو په درشل کې
راپور ټینګار کوي، چې د جګړو شدت د افغانستان پر کمزوري روغتیايي نظام لا ډېر فشار راوستی دی. پر روغتیايي مرکزونو بریدونه اوږدمهاله ناوړه پایلې لري او د خلکو لاسرسی روغتیايي خدمتونو ته محدودوي. د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی، چې لږ تر لږه ۲۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیت درېدلی، چې له دې ډلې ۱۰ مرکزونه د هوايي بریدونو له امله زیانمن شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان مشر تدروس ادهانوم له ښکېلو لوریو غوښتي، چې «تاوتریخوالی کم کړي او سولې او روغتیا ته لومړیتوب ورکړي».
د افغانستان روغتیايي ناورین د بنسټیزو عواملو له امله هم لا ژور شوی، لکه د جګړو لسیزې، د پانګونې کموالی او هغه محدودیتونه چې طالبانو پر ښځو او نجونو لګولي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په خپل وروستي راپور کې ټینګار کړی، چې د طالبانو تګلارې په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو لاسرسی روغتیايي خدمتونو ته محدود کړی دی لکه د تګراتګ محدودیتونه، د کار حق، د طبي زدهکړو مخنیوی او په روغتیایي مرکزونو کې د جنسیتي جلاوالي تګلاره.
د څېړنې او حساب ورکونې غوښتنې
راپور د روغتیايي مرکزونو او بشردوستانه کارکوونکو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی او له ټولو ښکېلو خواوو یې غوښتي، چې د نړۍوال بشردوستانه قانون لهمخې خپلو ژمنو ته درناوی وکړي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۸۶ پرېکړهلیک هم پهکې شامل دی.
همدارنګه، د طالبانو له چارواکو غوښتنه شوې چې روغتیايي خدمتونو ته خوندي، پر وخت او بېتبعیضه لاسرسی تضمین کړي او له هغو کړنو ډډه وکړي چې د حیاتي خدمتونو د وړاندې کولو مخه نیسي.
نړۍوالې ټولنې ته هم بلنه ورکړل شوې، چې د سرغړونو خپلواکه څارنه پیاوړې کړي، د یوناما بېخنډه فعالیت ته زمینه برابره کړي او د مارچ د ۱۶مې د برید په اړه بېړنۍ، بېطرفه او علني څېړنې ترسره کړي، څو عاملین یې حساب ورکولو ته راوکاږل شي.