• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو تر ۴۰۰ ډېر افغانان خوشې شوي دي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۰۵ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۴۲۶ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

د خیبر پښتونخوا امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ایالت په بېلابېلو برخو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې تر ۲زره ډېر افغانان نیول شوي دي. د دوی په وینا؛ د دغه کډوالو پر وړاندې قضیې ثبت شوې او محکمې امر کړی، چې د قضیو ترڅېړنې دې دوی زندان ته انتقال شي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.
تازه د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو ویلي، چې په دغه هېواد کې مېشت د ناقانونه بهرنیو وګړو د اېستلو لرۍ پرمهال له دغه ایالت څخه د افغانانو په ګډون تر ۳۳زره ډېر بهرني‌ وګړي اېستل شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني پوليس: د افغان کډوالو په ګډون ۳۳زره بې‌اسناده بهرنیان له پنجاب نه اېستل شوي دي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۴۵ GMT+۰

د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو ویلي، چې په دغه هېواد کې مېشت د ناقانونه بهرنیو وګړو د اېستلو لرۍ پرمهال له دغه ایالت څخه د افغانانو په ګډون تر ۳۳زره ډېر بهرني‌ وګړي اېستل شوي دي. په دغه کسانو کې تر ۱۲زره زیات نارینه، تر ۶زره زیاتې ښځې او نږدې ۱۴زره ماشومان شامل دي.

د پنجاب د پولیسو ویاند ویلي، چې د لاهور په ګډون په ټول پنجاب کې د ناقانونه بهرنیو وګړو د اېستلو بهیر په منظم ډول روان دی. نوموړي ویلي، چې دا مهال ۳۴۹ کسان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان دي.

پولیسو ویلي، چې په اېستل شویو کسانو کې ۱۲زره او ۵۶۵ نارینه، ۶زره او ۶۹۵ ښځې او ۱۳زره ۷۶۰ ماشومان شامل دي.

د معلوماتو له مخې؛ په یادو ۳۳زره کسانو کې ۱۰زره او ۵۰۵ کسانو یې د اوسېدو اسناد لرل، ۱۱زره ۱۰۰ کسانو افغان تابعیت لرونکي کارتونه لرل او ۱۱زره ۴۱۶ کسان په ناقانونه توګه مېشت وو.

د پنجاب د پولیسو عمومي‌مشر عبدالکریم ویلي، چې د ناقانونه کډوالو د لېږد په برخه کې جدي دي او دغه بهیر د نړۍوالو قوانینو سره سم ترسره کېږي؛ خو په پاکستان کې بیا مېشت افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلنده شکایت کوي.

د ښځو د حقونو نړۍوال کنفرانس؛ د افغان ښځو لپاره د نړۍوال ملاتړ غوښتنه وشوه

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۲۵ GMT+۰

د ښځو د حقونو نړۍوال کنفرانس د چهارشنبې په ورځ (د وري ۵مه) د ملګرو ملتونو د استازو، مدني فعالانو او د بشري حقونو مدافعانو په ګډون په اروپا کې د مېشتو افغانانو په نوښت د سویس په جېنوا ښار کې ترسره شو. په دغه کنفرانس کې د افغان ښځو لپاره د نړۍوال ملاتړ غوښتنه وشوه.

په یاده ناسته کې د افغانستان، بلوچستان، کشمیر، ایران، فرانسې او نورو هېوادونو استازو ګډون کړی و، چې د ښځو د حقونو په اړه یې په سیمه‌ییزه او نړۍواله کچه پر ستونزو او حل‌لارو بحث او خبرې وکړې.

دغه ناسته د اېټالیا مېشتو افغانانو په کوربه‌توب ترسره شوه، چې زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو، بنسټیزې ازادۍ، حقوقي برابرۍ او پرمختیايي فرصتونو ته د افغان ښځو لاسرسی یې مهم موضوعات وو.

د یادې ناستې په یوه برخه کې د «راواه سازمان» بنسټ اېښودونکې یاسمین یقین نبي‌زاده هم وینا وکړه. هغې د افغان مېرمنو اوسني وضعیت ته په اشارې د نړۍوالې ټولنې پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ او د عملي اقدام غوښتنه یې وکړه؛ ترڅو ښځې وکولای شي زده‌کړو او ټولنیز ګډون ته لاسرسی ولري.

د دغه کنفرانس ګډونوالو دارنګه د ولسونو ترمنځ پر یووالي او د نړۍوالو بنسټونو پر رول ټینګار وکړ او د افغانستان د ښځو وضعیت ته یې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه. دغه ناسته داسې مهال جوړېږي، چې په افغانستان کې د ښځو پر حقونو او ازادیو محدودیتونه لاهم د نړۍوالې ټولنې پراخې اندېښنې راپارولې دي.

د مسوولیت ساتنې نړۍوال مرکز: د پاکستان هوایي بریدونو روغتیايي نظام د ړنګېدو تر پولې ورساوه

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۲۵ GMT+۰
•
زیار خان یاد

د مسوولیت منلو نړۍوال مرکز په خپل وروستي اوونیز راپور کې چې د ډله‌ییزو جنایتونو د مخنیوي او ګواښونو په اړه خپرېږي، افغانستان ته د نړۍوالو اندېښنو په سر کې ځای ورکړی او په دغه هېواد کې یې د بشري او روغتیايي ناورین د لا ژورېدو خبرداری ورکړی دی.

په راپور کې راغلي، چې د مارچ په میاشت کې د پاکستان له‌خوا د افغانستان پر خاوره هوایي بریدونو د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ یو خطرناک پړاو ته ورساوه. د عيني شاهدانو په وینا، دغو بریدونو پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې دي او لا هم یو شمېر کورنۍ د خپلو ورک شویو غړو په لټه کې دي او د دې ترڅنګ دا پېښه د سیمې د امنیت لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي.

د طالبانو حکومتي سرچینو ویلي، چې په دغه برید کې له ۴۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات نور ټپیان دي. که دا شمېرې تایید شي، دا به د روانو نښتو تر ټولو مرګونې پېښه وي. ورته مهال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) لږ تر لږه د ۱۴۳ کسانو وژل کېدل تایید کړي او خبرداری یې ورکړی، چې دغه شمېر ښايي نور هم لوړ شي. د ملګرو ملتونو څارونکو همدارنګه د یاد مرکز د یوې برخې د بشپړې ویجاړۍ خبر ورکړی، چېرې چې شاوخوا ۱۸۰ تنکي ځوانان ساتل کېدل او د دوی په وینا: «تر اوسه د هېڅ ژوندي پاتې شوي کس په اړه معلومات نه دي ثبت شوي».

دغه برید په داسې حال کې شوی، چې د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي او هوايي او توغندیز بریدونه نه یوازې پوځي هدفونه، بلکې د ملکي وګړو کورونه، د کډوالو کمپونه او روغتیايي مرکزونه هم په نښه کوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر دفتر د مارچ تر ۱۷مې پورې د ۲۸۹ افغان ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکړی، چې په‌کې ۱۰۴ ماشومان او ۵۹ ښځې شاملې دي. په ورته وخت کې، پاکستاني چارواکو هم د باجوړ او شمالي وزیرستان په سیمو کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې راپور ورکړی دی.

د مارچ د ۱۶مې له برید وروسته، د طالبانو ویاند خبرداری ورکړی چې دغه ډله به غچ اخیستونکي اقدامات وکړي، هغه څه چې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو او د ملکي تلفاتو د لوړېدو اندېښنې زیاتوي.

روغتیايي نظام د ړنګېدو په درشل کې

راپور ټینګار کوي، چې د جګړو شدت د افغانستان پر کمزوري روغتیايي نظام لا ډېر فشار راوستی دی. پر روغتیايي مرکزونو بریدونه اوږدمهاله ناوړه پایلې لري او د خلکو لاسرسی روغتیايي خدمتونو ته محدودوي. د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی، چې لږ تر لږه ۲۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیت درېدلی، چې له دې ډلې ۱۰ مرکزونه د هوايي بریدونو له امله زیانمن شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر تدروس ادهانوم له ښکېلو لوریو غوښتي، چې «تاوتریخوالی کم کړي او سولې او روغتیا ته لومړیتوب ورکړي».

د افغانستان روغتیايي ناورین د بنسټیزو عواملو له امله هم لا ژور شوی، لکه د جګړو لسیزې، د پانګونې کموالی او هغه محدودیتونه چې طالبانو پر ښځو او نجونو لګولي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په خپل وروستي راپور کې ټینګار کړی، چې د طالبانو تګلارې په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو لاسرسی روغتیايي خدمتونو ته محدود کړی دی لکه د تګ‌راتګ محدودیتونه، د کار حق، د طبي زده‌کړو مخنیوی او په روغتیایي مرکزونو کې د جنسیتي جلاوالي تګلاره.

د څېړنې او حساب ورکونې غوښتنې

راپور د روغتیايي مرکزونو او بشردوستانه کارکوونکو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی او له ټولو ښکېلو خواوو یې غوښتي، چې د نړۍوال بشردوستانه قانون له‌مخې خپلو ژمنو ته درناوی وکړي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۸۶ پرېکړه‌لیک هم په‌کې شامل دی.

همدارنګه، د طالبانو له چارواکو غوښتنه شوې چې روغتیايي خدمتونو ته خوندي، پر وخت او بې‌تبعیضه لاسرسی تضمین کړي او له هغو کړنو ډډه وکړي چې د حیاتي خدمتونو د وړاندې کولو مخه نیسي.

نړۍوالې ټولنې ته هم بلنه ورکړل شوې، چې د سرغړونو خپلواکه څارنه پیاوړې کړي، د یوناما بې‌خنډه فعالیت ته زمینه برابره کړي او د مارچ د ۱۶مې د برید په اړه بېړنۍ، بې‌طرفه او علني څېړنې ترسره کړي، څو عاملین یې حساب ورکولو ته راوکاږل شي.

د ماشومانو د ژغورنې اداره: په شمالي ولایتونو کې له هرو پنځو ماشومانو یو یې ښوونځي ته ځي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۰۳ GMT+۰

د ماشومانو د ژغورنې ادارې ویلي، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د سختې وچکالۍ له امله ماشومان ښوونځیو ته د تګ پر ځای شاقه کارونو ته اړ شوي دي او هلته د هرو پنځو ماشومانو له ډلې یوازې یو یې ښوونځي ته ځي.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې په خپل نوي راپور کې خبرداری ورکړی، چې په شمالي ولایتونو کې د اوبو سخت کمښت او پرله‌پسې وچکالۍ د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

یادې ادارې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې په بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د ۵۳۵ کورنیو په منځ کې څېړنه ترسره کړې او د یادې ارزونې له‌مخې یې په خپل راپور کې ویلي، چې په یادو ولایتونو کې د وچکالۍ له امله د للمي غنمو ۸۰ سلنه فصلونه له‌منځه تللي، چې له امله یې کورنیو د عاید سرچینې له لاسه ورکړي او ماشومان یې د کار کولو لپاره ښارونو ته لېږلي دي.

په راپور کې راغلي، چې د سختې وچکالۍ له امله له هرو درېیو څخه د دوو برخو کورنیو غړو ویلي، چې د ژوند د سختېدو له امله یې ماشومان درنو کارونو ته اړ شوي دي او د یادې ادارې د ارزونې له‌مخې، د هرو پنځو ماشومانو له ډلې یې یوازې یو ماشوم ښوونځي ته ځي.

د یادې ادارې موندنې ښيي، چې د کورنیو مالي ستونزې او د نفقې برابرولو لپاره د ماشومانو مجبوریت د دې لامل شوی، چې ۷۹ سلنه ماشومان ښوونځي ته د تګ فرصت له لاسه ورکړي.

په دغه راپور کې د خوړو د څار نړۍوالې ادارې له قوله ویل شوي، چې د شدیدې خوارځواکۍ سره مخ د ۳،۷ میلیونه کم عمره ماشومانو ترڅنګ شاوخوا ۹ میلیونه ماشومان له سختې لوږې سره مخ دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې ادارې رییس بوجار هوکسا ویلي: «وچکالي په خاموشۍ سره د ماشومانو ژوند تباه کوي. د اوبو د سخت کمښت د څلور کلنې دورې له امله ماشومان وږي دي، کار ته اړ شوي او له ښوونځیو بې‌برخې پاتې دي. ځمکه وچه شوې او د خلکو معیشت له‌منځه تللی. ماشومان باید د دغه اقلیمي ناورین بیه پرې نه‌کړي».

نوموړي پر مرسته کوونکو غږ کړی، چې په بېړنۍ توګه مالي مرستې زیاتې کړي تر څو د ډېرو ماشومانو د کار او لوږې مخه ونیول شي.

اې‌بي‌سي نیوز: سلګونه افغان کډوال په دوحه کې د ایران د توغندیو تر ګواښ لاندې ایسار پاتې دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۰

د امریکايي رسنۍ اې‌بي‌سي نیوز په یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا حکومت د کابل له سقوط وروسته سلګونه افغان کډوال د قطر پلازمېنې ته یوې پوځي اډې ته ولېږدول، خو اوس دغه کسان د ایران د توغندیو تر ګواښ لاندې په همدې امریکايي اډه کې بند پاتې دي.

د راپور له‌مخې، دغه کډوال چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي، په ډېر بد او زړه بوږنوونکي حالت کې شپې او ورځې تېروي. له ایران سره د امریکا او اسراییل د جګړې له پیل راهیسې د السیلیه پوځي اډه څو ځله د توغندیو د بریدونو هدف ګرځېدلې ده.

سلګونه افغان کډوال په دې اډه کې د بایډن د حکومت پر مهال امریکا ته ولېږدول شول، خو یو شمېر نور د نامعلومو لاملونو له کبله هلته پاتې شوي دي. د افغان اېواک په نوم د کډوالو ملاتړې اداره وایي، چې دغه کډوال اوس په نامعلوم برخلیک کې ژوند کوي او د بریدونو او امنیتي خبرداریو تر سیوري لاندې ژوند تېروي.

د کمپ اوسېدونکو اې‌بي‌سي نیوز ته ویلي، چې د جګړې په لومړیو اوونیو کې هېڅ مناسب پناه‌ځای یا د ساتنې اسانتیاوې نه وې او د بریدونو پر مهال به اړ وو، چې یوازې په ودانیو کې پټ شي. د هغوی په وینا، د توغندیو ټوټې ان د خوب خونو ته لوېدلې وې، په هغو خونو کې چې کوچني ماشومان هم په‌کې وو.

کډوالو په پټه توګه ویډیوګانې ثبت کړي او اې‌بي‌سي نیوز ته یې لېږلې دي چې د دغه کمپ د ژوند سخت شرایط ښيي. دوی د اېستل کېدو یا سزا له وېرې غوښتنه کړې، چې پېژندنه یې پټه وساتل شي.

د منځني ختیځ د جګړې له پیل شاوخوا څلور اوونۍ وروسته، د دې اډې اوسېدونکو راپور ورکړی چې د کمپ د ودانیو په دروازو کې نوي کانکریټي دېوالونه لګول شوي دي او کارکوونکي خلکو ته سپارښتنه کوي، چې د خطر د زنګ په اورېدو سره سمدستي پناه‌ځایونو ته ولاړ شي. له دې سره، ډېری کډوال لا هم ځان خوندي نه احساسوي.

یوې ځوانې افغانې مور ویلي، چې لور یې د ژوند لومړني ګامونه په همدې اډه کې اخیستي او له یوه کال زیات وخت کېږي چې کورنۍ یې دلته ژوند کوي. هغې زیاته کړه: «زه نه‌شم کولی تل ورته مناسب خواړه یا هغه نانځکې برابرې کړم چې خوښې یې دي».

احمد چې پخوا یې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره کار کاوه وایي، زوی یې د توغندیو له وېرې د کټ لاندې ویده کېږي. هغه له خپلو ماشومانو سره له ۱۸ میاشتو ډېر وخت کېږي، چې په دې کمپ کې ژوند کوي. نوموړي ټینګار وکړ: «د امریکا حکومت موږ دوحې ته راوستو، خو اوس بې‌برخلیکه پاتې یو».

ډېری کډوال وایي، چې د امریکا له حکومت سره د همکارۍ او د خپل ژوند د خطر سره مخ کولو په بدل کې ورته د ښه ژوند ژمنه ورکړل شوې وه، خو اوس نه یوازې دا ژمنه پوره شوې نه ده، بلکې بیا د یوې بلې جګړې په منځ کې راګیر شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د کمپ د اوسېدونکو اندېښنو ته رسېدنه کوي او پلان لري چې د مارچ تر پایه د کمپ خلک یو درېیم هېواد ته ولېږدوي. خو کډوال وایي، چې تر اوسه د خپل لېږد د ځای او وخت په اړه هېڅ روښانه معلومات نه لري.

د افغان اېواک د شمېرو له‌مخې، د کمپ شاوخوا ۸۰۰ اوسېدونکي مخکې امریکا ته د لېږد لپاره تایید شوي وو، خو د ټرمپ د حکومت له راتګ سره د دوی د بیا مېشتېدو بهیر درېدلی دی. د افغان اېواک مشر شان ونډایور ټینګار کړی: «امریکا ته د دې کسانو د ننوتلو لپاره هېڅ قانوني یا جوړښتي خنډ نشته».

دې ادارې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته په څو لیکونو کې غوښتنه کړې، چې دغه کډوال دې په کمپ کې بې‌برخلیکه، د اندېښنو او وېرې تر سیوري لاندې نه پرېښودول کېږي. د کمپ ډېری اوسېدونکي ښځې او ماشومان دي او د دوی راتلونکی لا هم له ناڅرګند حالت سره مخ دی.