د برېتانیا پولیسو د جمعې په ورځ د وري په اوومه اعلان وکړ، چې محکمې پر احمد ملاخېل له قرباني سره د هر ډول تماس د مخنیوي لپاره نامحدود بندیز هم لګولی دی. نوموړی له دې سربېره د دې پېښې اړوند جرمونو له امله په ۱۲ میاشتې نور بند هم محکوم شوی دی.
کولت اوکیف چې د پلټنو مشري یې کوله وویل: «کله چې احمد ملاخېل پر یوې تنکۍ نجلۍ دا وحشتناک برید وکړ، نه یوازې یې یو ډېر دروند جرم ترسره کړ، بلکې هغه بنسټیز ارزښتونه یې هم تر پښو لاندې کړل چې زموږ ټولنه پرې ولاړه ده».
هغه د قرباني د «بې ساري زړورتیا» ستاینه هم وکړه او زیاته یې کړه: «د قرباني بیان موږ ته دا زمینه برابره کړه، چې لازم شواهد راټول کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې پر ملاخېل عدالت پلی کېږي».
هغه ټینګار وکړ، چې هېڅ سزا نشي کولای هغه رواني زیان جبران کړي چې قرباني ته رسېدلی دی.
د محکمې د راپور له مخې، احمد ملاخېل د تېر کال د جولای په ۲۲مه، برېتانیا ته له داخلېدو یوازې څلور میاشتې وروسته، یاده نجلۍ له یوه پارکه یوې تشې کوڅې ته بیولې او هلته یې پرې «ډېر وېروونکي جنسي جرمونه» ترسره کړي دي. دا پېښه په برېتانیا کې د سختې اندېښنې لامل شوې وه.
د پولیسو د پخواني راپور لهمخې، احمد ملاخېل د هغه بانکي کارت له لارې وپېژندل شو، چې د کورنیو چارو وزارت له خوا ورته ورکړل شوی وو. د څار کامرو وښودله چې هغه له پېښې وروسته قرباني یوه کوچني دوکان ته بیولې وه او هلته یې د هماغه کارت په وسیله انرژي (ریډ بول) اخیستې وه.
د پولیسو په وینا، لږ وروسته له دې چې دوکان ته ننوتل، نجلۍ د تېښتې فرصت وموند او له هغه څخه پر تېښته بریالۍ شوه.
دغه پناه غوښتونکي د تښتونې تور رد کړی او ادعا یې کړې، چې دا اړیکه د نجلۍ په خوښه او د هغې په «غوښتنه» وه. هغه ویلي وو، چې فکر یې کاوه نجلۍ ۱۹ کلنه ده.
قرباني نجلۍ په خپل ثبت شوي ویډیويي بیان کې ویلي: «هغه زما کالي واېستل. هېڅ یې نه ویل، یوازې یې خندل. ما ټینګار کاوه، چې له ما لرې شه او ورته مې ویل چې زه ماشومه یم، خو هغه خپل کار ته دوام ورکاوه».