مسعود پزشکیان: موږ څو ځله اعلان کړې چې «لومړی بریدونه» نه ترسره کوو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، ویلي چې هېواد یې لومړی بریدونه نه ترسره کوي، خو د هر ډول برید په وړاندې به کلک غبرګون وښيي.
پزشکیان پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي: «موږ څو ځله اعلان کړی چې لومړي بریدونه نه ترسره کوو، خو که زموږ پر بنسټیزو تاسیساتو او اقتصادي مرکزونو برید وشي، نو سخت ځواب به ورکړو.»
هغه همداراز د سیمې هېوادونو ته په خطاب کې ویلي: «که د پرمختګ او امنیت غوښتونکي یاست، نو اجازه مه ورکوئ چې زموږ دښمنان جګړه ستاسو له خاورې اداره کړي.»

