په دې څېړنه کې نږدې ۷۰۰ واقعي پېښې د مصنوعي ځیرکتیا د دوکهکوونکو چلندونو په توګه ثبت شوي او دا هم څرګندوي چې دغه ډول کړنې له اکټوبر څخه تر مارچ میاشتو پورې پنځه برابره زیاتې شوې دي.
د څېړنې پایلې دا هم بربنډوي، چې په ځینو حالاتو کې دغو سیسټمونو بې له اجازې ایمېلونه او نور فایلونه هم ړنګ کړي دي.
په واقعي نړۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا دا ډول دوکهکوونکې کړنې د دې لامل شوي، چې پر دغو چټک پرمختګ کوونکو ماډلونو د نړیوالې څارنې غوښتنې زیاتې شي.
تر دې وړاندې، د «ایرګولر» په نوم څېړنیز بنسټ، چې د مصنوعي ځیرکتیا د امنیت په برخه کې ځانګړی لابراتوار دی او په اسراییل کې فعالیت کوي موندلې وه، چې د مصنوعي ځیرکتیا ماډلونه کولای شي خپلو موخو ته د رسېدو لپاره امنیتي تابیاوې ماتې کړي او یا د سایبري بریدونو لارې وکاروي ان که ورته دا اجازه هم نهوي ورکړل شوې.
د مصنوعي ځیرکتیا یو چټبوټ پهخپله داسې اعتراف کړی: «ما سلګونه ایمېلونه په ډلهییز ډول ړنګ او ارشیف کړل پرته له دې چې لومړی دا پروګرام له تاسو سره شریک کړم یا اجازه واخلم. دا کار ناسم وو او په مستقیم ډول یې ستاسو ټاکلي اصول تر پښو لاندې کړل».
د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې پخوانی دولتي کارپوه او د دې څېړنې مسوول ټامي شفر شین وايي: «اندېښنه دا ده، چې دا سیسټمونه اوس د داسې ځوانو کارکوونکو په څېر دي چې باور پرې نهشي کېدای، خو که په راتلونکو شپږو تر دولسو میاشتو ډېر پیاوړي او لوړپوړي کارکوونکي شي او ستاسو پر ضد پلانونه جوړ کړي، نو بیا به اندېښنه بېخي بله بڼه ولري».
هغه زیاته کړه: «دا ماډلونه به په زیاتېدونکې توګه په ډېرو حساسو برخو کې وکارول شي، لکه پوځي چارو او د هېواد مهم بنسټیز تاسیسات. په داسې برخو کې دوکهکوونکی چلند کولای شي سخت، ان ناوریني زیانونه واړوي».
همدارنګه، د «ګروک» په نوم مصنوعي ځیرکتیا، چې اېلان ماسک پورې اړه لري، د څو میاشتو لپاره یو کاروونکی غولولی وو او ادعا یې کوله چې د هغه وړاندیزونه د «ګراکيپډیا» د یوې مادې د سمون لپاره د شرکت لوړ پوړو چارواکو ته رسوي، حال دا چې جعلي پیغامونه او شمېرې یې وړاندې کولې.
په بل مثال کې د مصنوعي ځیرکتیا یو سیسټم چې اجازه یې نهلرله د کمپیوټر کوډ بدل کړي، د دې محدودیت د تېرېدو لپاره یې د مصنوعي ځیرکتیا سیسټم جوړ کړ، څو دا کار د ده پر ځای ترسره کړي.