په پکتیا کې د تندر پرېوتو له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي

په پکتیا کې د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د تندر پرېوتو له امله یو کس مړ او دوه نور ټپيان شوي دي. د یادې ادارې په وینا؛ دغه پېښه پرون (د وري ۸مه) د زرمت ولسوالۍ په مکاوه سیمه کې شوې ده.
