د هغه په وینا، جګړې د دوی د سوداګرۍ راتلونکی ګواښي او د عوایدو کچه یې کمه کړې ده.
مظفر علي غلام څلور کاله وړاندې د خپل تره د بلنې پر اساس دوبۍ ته تللی و، څو په پاکستان کې خپلې کورنۍ ته کور او ژوند ورغوي.
دغه ۲۷ کلن ځوان د موټرچلوونکي په توګه په دوبۍ کې په۱۲ ساعته کارونو بوخت و او د خپلې تنخوا لویه برخه یې خپلې میرمنې او درې ماشومانو ته استوله. کله چې ایران یوه میاشت وړاندې په متحده عربي اماراتو توغندي او ډرون بریدونه پیل کړل، دوی له دوبۍ نه د تښتیدو کوم پلان نه درلود، ځکه وس یې نه درلود.
د مارچ پر۷مه د ایران د یوه توغندي یوه ټوټه د غلام پر موټر ولګېده او هغه سملاسي ووژل شو. د نوموړي تره مسعود وویل: «زه هره ورځ هغه یادوم، او لا مې هم باور نه کیږي، چې هغه نور له موږ سره نشته. کله نا کله داسې احساس کوم چې لا هم له موږ سره دی».
په دغه ښار کې، چې ۴ میلیونه نفوس لري، اوس سړکونه لږ ګڼه ګوڼه لري او د ساحل کلبونه یوازې د معمول نیمایي لیدونکي لري.
محمد شهباز، چې ۱۰ کاله وړاندې له پاکستان نه دوبۍ ته تللی، واشنګټن پوسټ ته وویل چې د ماهي بازار کې یې عواید کم شوي، د توکو بیې دوه برابره شوې او ژوند خورا ګران شوی دی.
په صنعتي سیمه ال کوز کې د کډوال کارګر ژوند ساده او له ننګونو ډک دی، خو دوی هڅه کوي خپلې دندې ترسره کړي او کورنیو ته پیسې واستوي.
د افریقن کویین رستورانت مشر وویل چې دوبۍ د هغه لپاره فرصتونه برابر کړي او د ژوند راتلونکی یې جوړ کړی، خو د ښار د راتلونکې په اړه اندیښمن دی: «دا زموږ کور دی. هر څه چې په دوبۍ کې کیږي، له موږ سره کیږي».
په دوبۍ کې د افغانستان د جمهوري حکومت له مهال راهیسې ګڼ افغان میلیونران اوسیږي او د تېر حکومت ګڼو وزیرانو او چارواکو د دغه ښار په ګرانبیه او لوکسو سیمو کې کورونه پېرلي او ځینې یې سوداګري کوي.