د افغانستان د بشر حقونو مرکز په تازه راپور کې ویلي، طالبان د خلکو حقوق په سیسټماټیکه توګه تر پښو لاندې کوي. ښځې او نجونې د شدید تبعیض، د تعلیم له محدودیتونو، شکنجې او تعذیري مجازاتو سره مخ دي. فعالان، ژورنالستان او د ښځو د حقونو مدافعان نیول شوي، شکنجه شوي او ځینې یې حتا جنسي هم ځورول شوي.
راپور څرګندوي چې د نجونو زدهکړې تر شپږم ټولګي پورته محدودې شوي او که دا وضعیت تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، نږدې څلور میلیونه نجونې د منځنیو زدهکړو فرصت له لاسه ورکوي او د لوړو زدهکړو امکانات به یې له منځه ولاړ شي. د طالبانو امنیتي ادارې، په ځانګړي ډول ریاست ۴۰، د شکنجې مرکزي ځایونه دي او ځینې نیول شوي کسان د شکنجې له امله مړه شوي دي.
په تېرو کالونو کې لږ تر لږه ۱۶۵ ژورنالستان او رسنۍ کارکوونکي نیول شوي او ځیني یې شکنجه شوي دي، چې یوازې په تیر کال کې ۱۷ ژورنالستان نیول شوي دي. د عدلي او قضایي نظام بدلونونه هم د خلکو عدالت ته د لاسرسي مخه نیولې ده، ښځې له محاکمو بشپړ ایستل شوي، او محتسبینو ته اجازه ورکړل شوې چې خلک پرته له قانوني څارنې ونیسي او تنبیه کړي.
راپور وايي چې طالبانو په ۱۴۰۴ کال کې ۱۰۸۷ کسان په درو وهلي او پنځه کسان یې د قتل په تور اعدام کړي دي. ملکیان د وسلهوالو نښتو او ډيورنډ په کرښه کړکیچونو له امله هم زیانمن شوي؛ ۳۱۰ تنه وژل شوي او ۹۷۴ټپیان شوي دي.
ماشومان د فقر، خوراکي ناامني، تعلیم ته محدود لاسرسی، ناامني، جنسي او فزیکي تاوتریخوالي، او د اجباري او کم عمر واده سره مخ دي. نږدې ۸.۷ میلیونه افغانان د خوراکي ناامني لاندې ژوند کوي، ۴۵سلنه ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه کېږي او د شدیدې خوارځواکۍ کچه په ۲۷ ولایتونو کې د بېړني حد څخه پورته ده.
اقتصادي وضعیت هم د خلکو ژوند سخت کړی؛ نږدې ۹.۵ میلیونه افغانان د خوراکي ناامني سره مخ دي، ۴.۶ میلیونه ماشومان او میندې د خوارځواکۍ ښکار دي، او د بیکارۍ کچه لوړه شوې ده. د پانګونې نشتوالی، خصوصي سکتور کې کمزوري، او د کډوالۍ د زیاتوالي له امله د خلکو اقتصادي فشار نور هم زیات شوی دی.
په راپور کې راغلي چې ښوونه او روزنه د کمیت او کیفیت له پلوه ټیټه شوې، فرهنګي فعالیتونه لکه نوروز او شب یلدا محدود شوي یا په پټه ترسره کېږي، د زیارتونو او مذهبي ځایونو دروازې د خلکو پر وړاندې تړل شوي دي.
د بشر حقونو مرکز ټینګار کوي چې طالبان د بشري حقونو، ښځو او ماشومانو پر وړاندې پراخ او سیسټماټیکې سرغړونې کوي، شکنجه یې یو معمولی وسیله ګرځولې، او د خلکو ژوند یې په ټول هېواد کې له ګڼو خطرونو سره مخ کړی دی.