• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
روغتیا او ژوند

د سند په خیرپور ولسوالۍ کې پر بیزو تڼاکې ويروس اخته څلور ماشومان مړه شوي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۰۳ GMT+۱

د پاکستان د سند ایالت په خیرپور ولسوالۍ کې د بیزو تڼاکې ویروس خپرېدو خلک اندېښمن کړي دي. د سند ایالت روغتیا ادارې خبر ورکړی، چې په دغه ایالت کې پر بېزو تڼاکې ناروغۍ د اخته ۷ ماشومانو له ډلې څلور ماشومان مړه شوي دي.

ځایي روغتیایي چارواکو د چهارشنبې په ورځ د دغه ایالت له روغتیايي کارکوونکو غوښتي، چې د ویروس د مخنیوي لپاره دې بیړني ګامونه په پام کې ونیسي. ‌سند ایالت د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ تېره اونۍ په خیرپور ولسوالۍ کې اووه نوي زېږېدلي ماشومانو کې د یاد ویروس نښې لیدل شوې وې.
یادې ادارې ويلي، په تېر ۲۰۲۵کال کې د بیزو تڼاکې ۵۳ پېښې ثبت شوې وې چې ډېرو پېښو له بهر نه سفرونو سره تړاو درلود؛ خو سږ کال دغه بڼه بدله شوې ده. د سند په کراچۍ ښار کې د یوه خصوصي روغتون متخصصین وايي، چې د بیزو تڼاکې ویروس د فزیکي تماس او پر دغه ویروس د اخته کس د تنفس له لارې خپرېږي.
متخصصین زیاتوي، چې د یادې ناروغۍ نښې معمولاً تبه، پر مخ، لاسونو، پښو او د بدن په نورو برخو د تڼاکو یا ټپونو څرګندېدل دي. د متخصصینو په وینا؛ هغه کسان چې پیاوړی معافیت لري په دوو تر څلورو اونيو کې ښه کېږي؛ خو په نويو زېږېدلو ماشومانو، مېندوارو ښځو او کمزوري معافیت لرونکو کې یې ښایي رغېدنه یو څه ډېر وخت ونیسي.

ترویج لرونکی

د پاکستان حکومت د پاکستان د تابعیت په قانون کې بدلون راوستی
۱

د پاکستان حکومت د پاکستان د تابعیت په قانون کې بدلون راوستی

۲

د امریکا د کډوالۍ ادارې په هوايي ډګرونو کې ۸۰۰ بې‌اسناده پناه غوښتونکي نیولي دي

۳

ټرمپ: امریکا به د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ‌راتګ په مدیریت کې مرسته وکړي

۴

د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تیز باران او سیلابونو وړاندوینه شوې

۵

کمال ناصر اصولي: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د هوکړې ټولې مادې دې له ولس سره شریکې شي

•
•
•

نور کیسې

ماهرنګ بلوڅ وايي د دوی د فعالیتونو له امله يې کورنۍ ځورول کېږي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۱۳ GMT+۱

د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ویلي، د دوی د فعالیتونو له امله يې کورنۍ ځورول کېږي. د پاکستان په زندان کې دغه زنداني فعاله وایي:« زه له یوه کال راهیسې په انفرادي بند خونه کې یم. دلته چوپتیا یو داسې دروندوالی لري، چې څومره ورسره پاتې شې هغومره پر تا فشار راوړي».

هغې زیاته کړې:« یوازیتوب زه له نړۍ جلا کړې یم او داسې احساس راکوي، لکه وخت چې درېدلی وي؛ خو تر ټولو لوی درد دا دی، چې زما کورنۍ زما د سیاسي فعالیتونو له امله هدف ګرځول کېږي».
نوموړې دغه څرګندونې په زندان کې د هغې د يو کال پوره کېدو په اړه په خپلې هغه لیکنه کې کړې، چې د برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین له‌خوا خپره شوې ده.

د بلوڅانو د یووالي غورځنګ د څو کالو راهیسې په بلوچستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره فعالیت کوي، د پاکستان حکومت په تېر ۲۰۲۵کال کې د یوه پرلت پرمهال د یاد غورځنګ د مشرې ماهرنګ بلوڅ په ګډون د دغه غورځنګ ګڼ مشران ونیول او له یو کال راهیسې په زندان کې دي او د کویټې په محکمه کې يې قضیه روانه ده.
په دې اړه مدافع وکیل عمران بلوڅ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل:« د یوه وکیل په توګه؛ بلکې د یوه داسې انسان په توګه چې پر بشري حقونو باور لري، په شعوري ډول باور لرم چې د دغه قضیې په ترڅ کې ځایي او نړۍوال قوانین په بشپړ ډول له پامه غورځول کېږي».

نوموړي زیاته کړه، په دغه قضیه کې د انصاف غوښتنې نه پوره کېږي؛ بلکې ډېرو حکومتي استازو په خپلو مرکو کې د یادې قضیې یادونه کړې ده، چې له امله یې د عدالت معیارونه تر پوښتنې لاندې راغلي او د یادې قضیې په اړه شکونه پیدا کوي.

عمران بلوڅ په بلوچستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه وويل، چې د بشري حقونو او اساسي قانون وضعیت په بلوچستان کې یوازې د تېرو څو کلونو نه؛ بلکې له لسیزو راهیسې کړکېچن دی.
هغه وایي، کله چې خلکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د خپلو اساسي، قانوني او بشري حقونو په اړه خبرې وکړي او مبارزه وکړي، رسنۍ ازادې نه وي، خلک په زور بې‌درکه کېږي، له محکمې پرته سزاوې ورکول کېږي؛ نو حالات به حتماً خراب وي.

بل لور ته ماهرنګ بلوڅ په خپله لیکنه کې ويلي، چې د دوی غورځنګ تل د سوله‌ییزې مبارزې ملاتړ کړی؛ خو بیا هم د دوی قضیه د زندان دننه اورېدل کېږي او تر ډېره د شنبې په ورځ کله چې نور خلک د قضیې اورېدلو ته نه‌شي تلای؛ اورول کېږي او په زندان کې پر ټیلیفوني اړیکه هم پر موږ بندیز دی. که څه هم د زندان د اصولو له مخې په اونۍ کې دوه ځله له کورنۍ سره د خبرو کولو اجازه شته».

د بشري حقونو کمېسیون د بلوچستان څانګې مرستیال مشر کاشف پانیزي په دې اړه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل:« کله چې د قضیې ګواه محکمې ته نه حاضرېږي؛ نو په قانون کې دا شته چې په زندان کې دې قضیه واورول شي؛ دا چې د انصاف تقاضا څومره په ځای کېږي په دې هکله څه نه شو ويلای».

نوموړي په بلوچستان کې د بشري حقونو روان وضعیت په اړه وويل، دلته چا ته اجازه نه‌شته چې غږ پورته کړي. بل لور ته ماه رنګ بلوڅ ادعا کړې، چې په بلوچستان کې هیڅ کور خوندي نه‌دی په زوره بې‌درکه کېدل زیات شوي او ۱۲۰۰ پېښې رامنځته شوې دي.

په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د سختو ورښتونو له امله ۵ کسان مړه شوي دي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۰۴ GMT+۱

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خیبر پښتونخوا او د پاکستان په پنجاب ایالت کې د سختو ورښتونو او تېزو بادونو له امله پنځه کسان مړه او ۲۶ نور ټپيان شوي دي. د پنجاب ایالت بهکر ولسوالۍ کې د‌ کورنو چتونو پرېوتو په دوو جلا پېښو کې یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د ژغورنې ادارې ويلي، په یوه بله پېښه کې په خانيوال ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له امله د یوه کور چت پرېوتی چې په‌کې دوه کسان ټپيان شوي او دارنګه په مظفر ګړ ولسوالۍ کې هم دوه کسان ټپیان شوي دي.
د یادې ادارې په وینا؛ په تونسي ولسوالۍ کې د یوه رسټورانټ چت پرېوتو له امله پنځه کسان ټپیان شوي او په همدې سیمه کې بیا په دوو نورو پېښو کې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي.

د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې؛ په ټوبه ټیک سنګ کې یو کس د برېښنا د شاټۍ له امله مړ شوی دی. بل لور ته د خیبر پښتونخوا په مومندو ولسوالۍ کې هم سختو ورښتونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د مومندو ولسوالۍ ځايي چارواکو په وینا؛ د پنډیالي اړوند شهید بانډه سیمه کې یوه نجلۍ د خونې چت پرېوتو له امله مړه شوې ده. د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا؛ په اکړاغوند سیمه کې هم دې ته ورته پېښه رامنځته شوې، چې له امله يې پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې؛ د مومندو د سرا خوا په سیمه کې یو کس د خونې چت پرېوتو له امله مړ شوی دی.

په غزه کې د الجزیرې یو خبریال د اسراییل په برید کې وژل شوی

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۰۰ GMT+۱

الجزیزه وايي، د دغې شبکې یو خبریال په غزه کې د اسراییل په برید کې وژل شوی دی. دغې شبکې د یاد خبریال نوم محمد وشاح یاد کړی دی.

الجزیزه شبکه وايي، محمد وشاح په غزه کې د چهار شنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) هغه مهال د غزې ښار لویدیځ ته پر ساحلي سړک «الرشید» ووژل شو، چې موټر یې د اسراییل د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه شو.

دغه شبکه زیاتوي: «دا پېښه د امریکا په منځګړیتوب له رامنځته شوي اوربندڅخه د سرغړونو په ترڅ کې رامنځته شوې ده.».

د یادونې وړ ده، چې د اسراییل او حماس تر منځ د جګړې له پیل راهیسې (۲۰۲۳ د اکتوبر لومړۍ اونۍ) په غزه کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۲۶۲ ته ورسېد.

اسراییل لا تر اوسه د دغې پېښې په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام د جمعې ورځې لپاره پلان شوی لاریون وځنډول شو

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۲ GMT+۱

په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام د جمعې ورځې لاریون په اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران تر منځ د سولې د پیلېدونکو خبرو له امله ځنډول شوې دي. دغه لاریون د پاکستان حکومت له لوري د نفتي موادو د بیو د لوړولو او همداراز د بهرني پالیسۍ پر وړاندې د غبرګون ښودنې په موخه پلان شوی وو.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د چهارشنبې په ماښام (د وري ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه لاریون د پاکستان د حکومت په غوښتنه ځنډول شوی دی.

د خبرپاڼې له‌مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او ځینې نور چارواکي د جمعیت علماي اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن استوګنځي ته ورغلي او له هغه یې غوښتي چې په اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران تر منځ د سولې خبرو د پیلېدو له امله د راتلونکې جمعې ورځې لاریون وځنډوي.

خبرپاڼه کاږي: «د پاکستان لومړي وزیر له جمعیت علماء اسلام څخه غوښتنه وکړه، چې له سبا ورځې څخه په اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه مېلمانه راځي او د اوربند د خبرو د وروستي کولو هڅې به نورې هم مخ ته یوړل شي؛ له همدې امله جمعیت علمای اسلام باید د جمعې ورځې اعلان شوې مظاهرې وځنډوي څو نړۍ ته یو مثبت پیغام واستول شي».

په خبرپاڼه کې راغلي، مولانا فضل الرحمن له خپلو ګوندي ملګرو سره له سلا مشورو وروسته، په اسلام‌اباد کې د سولې د خبرو لپاره د «حسن نیت» او د حکومت د دې ډاډ په اساس چې د پټرول د بیو په کمولو سره به د ولس اندېښنې حل شي، د جمعې په ورځ په ټول هېواد کې پلان شوې احتجاجي مظاهرې وځنډولې.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د پاکستان یاد حکومتي پلاوي ډاډ ورکړی، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د پټرول بیې راټیټې کړل شي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام همداراز یادونه کړې، چې ۴ ورځې وروسته به په مردان کې یوه لویه ولسي غونډه راوبولي او هلته به خپله نوې کړنلاره اعلان کړي.

د امریکا، اسراییل او ایران جګړه؛ د ایران ۵۲ وژل شوي چارواکي څوک دي؟

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۷ GMT+۱
•
مسکا سنګر نیازۍ

د اسراییل او ایران تر منځ د دولس ورځنۍ جګړې او همدارنګه په دغه وروستۍ جګړه کې امریکا او اسراییل د ایران یو شمېر لوړپوړي نظامي او امنیتي چارواکي په نښه کړي او وژلي یې دي. د راپورونو له مخې د ایران د جمهوري دولت ۵۲ لوړ رتبه چارواکي په روانو جګړو کې وژل شوي دي.

د دې بریدونو کچه داسې وه چې د ایران د نظامي او امنیتي قوماندې مهمې لوړې طبقې یې احاطه کړې دي.

دغه بهیر د سپاه پاسداران د قوماندې پر جوړښت سخت ګوزار کړی او د اسلامي جمهوریت د پوځونو د رهبرۍ اصلي شبکه یې ډېره کمزورې کړې ده؛ تر دې چې د دې شبکې د سخت زیان او حتا د نږدې ړنګېدو خبره هم کېدای شي. په ورته وخت کې، د حاکم نظام د پرېکړو مهمې کړۍ هم له دې بدلونونو اغېزمنې شوې او له جدي ګډوډۍ او کمزورۍ سره مخ شوې دي.

لاندې هغه ۵۲ لوړپوړي نظامي، استخباراتي او امنیتي چارواکي دي چې په وروستیو کلونو کې، ډېری یې د اسراییل په عملیاتو او ځینې یې د امریکا او اسراییل په ګډو عملیاتو کې وژل شوي دي. دا نوملړ د دې بریدونو د نفوذ، دقت او د اسلامي جمهوریت د قدرت پر مرکزي هستې د تمرکز انځور وړاندې کوي. د نومونو ترتیب د دندو له مخې شوی، نه د اهمیت له مخې.

علي خامنه‌یي

د اسلامي جمهوریت رهبر او د وسله‌والو ځواکونو اعلی قوماندان

خامنه‌‌یي د ایران په سیاسي او نظامي جوړښت کې تر ټولو مهمه څېره وه. د وسله‌والو ځواکونو د اعلی قوماندان په توګه یې د امنیتي او نظامي برخو تر ټولو لوړې پرېکړې کولې او په عین حال کې د سیاسي واک په سر کې هم و.

د هغه وژل کېدل د اسلامي جمهوریت پر حاکم جوړښت ډېر دروند ګوزار و او هم‌مهاله یې د پوځونو د قوماندې شبکه له بې‌ساري ګډوډۍ سره مخ کړه.

د ملي امنیت د عالي شورا منشي، علي لاریجاني

لاریجاني د خامنه‌يي له وژل کېدو وروسته د نظام په لوړه کچه یو مهم شخصیت شو. هغه په نړیواله کچه پېژندل شوی و او په امنیتي او سیاسي جوړښتونو کې یې اوږده تجربه لرله.

هغه مخکې په سپاه پاسداران کې د ګډو ځواکونو د مرستیال په توګه کار کړی و او لس کاله یې د ایران د دولتي رسنیو مشري هم کړې وه.

د دولس ورځنۍ جګړې وروسته، هغه د ملي امنیت شورا منشي وټاکل شو او د ناورینونو د مدیریت یو مهم عنصر ګڼل کېده، خو بالاخره هغه هم د اسراییل په عملیاتو کې ووژل شو.

د دفاع شورا منشي، علي شمخاني

شمخاني د اسلامي جمهوریت په امنیتي او نظامي جوړښت کې یو مهم شخصیت و. د دفاع شورا د دولس ورځنۍ جګړې وروسته د جګړې د مدیریت لپاره جوړه شوه.

هغه د خامنه‌یي نږدې سلاکار هم و او د ایران-عراق جګړې پر مهال د سپاه مرستیال قوماندان پاتې شوی و. وروسته یې د دفاع وزیر په توګه هم دنده ترسره کړه.

هغه د اسراییل له لوري په یوه غونډه کې ووژل شو، هغه غونډه چې ګومان کېږي د اټومي بم په اړه د پرېکړې لپاره جوړه شوې وه.

د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز مشر، محمد باقري

محمد باقري، د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز مشر، د سپاه پاسداران له پخوانیو قوماندانانو څخه و چې په دې بنسټ کې یې ۴۴ کاله تجربه درلوده. هغه د دولس ورځنۍ جګړې په بهیر کې، د جګړې په لومړیو شېبو کې د اسراییل له خوا په نښه او ووژل شو.

محمد باقري له خامنه‌یي وروسته د اسلامي جمهوریت تر ټولو لوړپوړی نظامي مقام بلل کېده او د لوی درستیز په توګه یې د سپاه پاسداران، پوځ، پولیسو او د دفاع وزارت ترمنځ د همغږۍ مسؤلیت پر غاړه درلود. هغه د سپاه پاسداران له مهمو او اغېزناکو قوماندانانو څخه شمېرل کېده.

هغه د ایران او عراق د جګړې پر مهال، د خاتم‌الانبیا په قرارګاه کې چې د هغه وخت تر ټولو مهمه جګړه‌ییزه اډه وه، د عملیاتو د استخباراتو مسؤل و. همدارنګه، د هغه ورور حسن باقري هم د ایران او عراق په جګړه کې یو پېژندل شوی وژل شوی قوماندان و.

محمد باقري په وروستیو کلونو کې ویلي وو: «زه د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز په توګه اعلان کوم چې په سیمه کې هېڅ هېواد د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د برید توان نه لري او موږ ځان د امریکا پر وړاندې جګړې ته چمتو کړی دی. که پر اسلامي جمهوریت برید وشي، د امریکا پوځي اډې به په سیمه کې وسوځوو.»

د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز مشر، عبدالرحیم موسوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ عمومي قوماندان عبدالرحیم موسوي، د محمد باقري له وژل کېدو وروسته د اسراییل سره د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز په توګه وټاکل شو. دا لومړی ځل و چې د ۱۳۶۸ کال راهیسې د پوځ یو قوماندان دې مقام ته رسېده.

عبدالرحیم موسوي له ۱۳۹۶ څخه تر ۱۴۰۴ کلونو پورې، د اتو کلونو لپاره د ایران د پوځ عمومي قوماندان پاتې شوی و.

هغه د وروستۍ جګړې پر مهال، د دفاع شورا په یوه غونډه کې په نښه شو او د جګړې په لومړیو شېبو کې ووژل شو. عبدالرحیم موسوي د جګړې له پیل مخکې، د محمد باقري په څېر، پر امریکا او اسراییل ډېرې توندې څرګندونې کړې وې، خو د جګړې په لومړیو شیبو کې د وژل کېدو له امله یې دا فرصت ونه موند چې د دغو بې‌اساسه څرګندونو پایلې وویني.

د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز د استخباراتو مرستیال، غلام رضا محرابي

د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز د استخباراتو مرستیال محرابي، د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال هغه وخت ووژل شو چې د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک په جګړه‌ییز قرارګاه کې حاضر و. هغه د همدې ځواک له قوماندان امیرعلي حاجي‌زاده، سره یو ځای وژل شوی دی.

محرابي د ایران او عراق د جګړې پر مهال د نظامي استخباراتو له پخوانیو قوماندانانو څخه و او د هغه وخت د لوی درستیز مشر محمد باقري له نږدې ملګرو او همکارانو څخه ګڼل کېده.

هغه د سپاه پاسداران د خوزستاني قوماندانانو له ډلې څخه هم و.

د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز د عملیاتو مرستیال، مهدي رباني

د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز د عملیاتو مرستیال رباني، د دولس ورځنۍ جګړې په لومړۍ شپه کې، د هغه د کور په نښه کېدو له امله ووژل شو.

هغه د «امام علي» په نوم د امنیتي کنډکونو له بنسټګرو څخه و؛ دا هغه ځواکونه دي چې د اسلامي جمهوریت په جوړښت کې د اعتراضونو د ځپلو له پېژندل شوو واحدونو څخه شمېرل کېږي. دغه کنډکونه د سپاه پاسداران ځانګړي ځواکونه دي چې زیاتره په موټرسایکلونو کې په کوڅو او سړکونو کې ځای پر ځای کېږي او د اعتراضونو په ځپلو کې برخه اخلي.

د ۱۳۸۸ کال له اعتراضونو وروسته، چې د «شنه غورځنګ» په نوم پېژندل کېږي، رباني ته د دغو موټري کنډکونو د جوړولو او تنظیمولو دنده وسپارل شوه. دا واحدونه وروسته د هېواد په کچه د اعتراضونو د کنټرول او ځپلو له مهمو وسیلو څخه وګرځېدل.

د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز د عملیاتو مرستیال، بهرام حسيني مطلق

حسيني مطلق له هغو قوماندانانو څخه و چې د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال د یو شمېر نورو قوماندانانو له وژل کېدو وروسته لوړو پوستونو ته وټاکل شو او د لوی درستیز د عملیاتو د مرستیال په توګه یې دنده ترسره کوله.

هغه مخکې د تهران د سپاه قوماندان و او د دې ولایت په ښارونو کې (له لوی تهران پرته) د اعتراضونو د ځپلو مسؤلیت ور په غاړه و. همدارنګه، د یوې مودې لپاره یې د کرج د سپاه قومانداني هم کړې وه، چې په وروستیو کلونو کې د حکومت ضد اعتراضونو له مهمو مرکزونو څخه بلل کېږي.

حسيني مطلق د پراخو بشري حقونو د سرغړونو له امله د اروپايي ټولنې له خوا تر بندیزونو لاندې و.

د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز د لوژستیک او ملاتړ مرستیال، محسن دره‌باغي

د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز د لوژستیک او ملاتړ مرستیال دره‌باغي، د ۱۴۰۴ کال د کب میاشتې په لومړۍ ورځ د امریکا او اسراییل د بریدونو پر مهال ووژل شو.

هغه په لوی درستیز کې د ملاتړ او صنعتي څېړنو د چارو مسؤل و او د وسله‌والو ځواکونو د لوژستیکي او صنعتي اړتیاوو په برابرولو کې یې مهم رول درلود.

دره‌باغي مخکې د چابهار د هوايي اډې قوماندان، د پوځ د هوايي ځواک د قوماندان مرستیال او همدارنګه د پوځ د ملاتړ مرستیال پاتې شوی و.

د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز د بسیج مشر، اسدالله بادفر

د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز د بسیج مشر بادفر، د امریکا او اسراییل په وروستیو بریدونو کې ووژل شو.

هغه مخکې د لوی درستیز په چوکاټ کې د بسیج د عالي دارالانشا مسؤلیت درلود او د بسیج د جوړښت د همغږۍ په برخه کې یو اغېزناک شخصیت بلل کېده.

بادفر د سپاه پاسداران او بسیج له پخوانیو قوماندانانو څخه و.

د خاتم‌الانبیا د جګړه‌ییزې قرارګاه قوماندان، غلام علي رشید

د خاتم‌الانبیا د جګړه‌ییز قرارګاه قوماندان رشید، د اسلامي جمهوریت له مهمو نظامي څېرو څخه و چې ټاکل شوې وه د امریکا او اسراییل سره د جګړې په صورت کې د جګړې د عملیاتو مشري پر غاړه واخلي. د خاتم‌الانبیا قرارګاه د اسلامي جمهوریت تر ټولو لوړه جګړه‌ییزه اډه بلل کېږي.

رشید د سپاه پاسداران له پخوانیو قوماندانانو څخه و او د ایران او عراق د جګړې پر مهال د پنځو اصلي پرېکړه‌کوونکو قوماندانانو له ډلې څخه شمېرل کېده. هغه ۴۴ کاله د سپاه غړیتوب درلود او د ۱۳۵۷ کال له انقلاب مخکې هم د هغه وخت د حکومت پر ضد د وسله‌والې مبارزې په تور نیول شوی و. همدارنګه، هغه د سپاه د خوزستاني قوماندانانو د مهمې کړۍ غړی و چې مشري یې محسن رضایي کوله.

هغه د ایران او عراق له جګړې وروسته په دې باور و چې د اسلامي جمهوریت نیابتي ځواکونه، چې د هغه په وینا شپږ اصلي ډلې وې او د قاسم سلیماني له خوا جوړې شوې وې، د ایران شاوخوا د خندقونو په څېر عمل کوي او امریکا او اسراییل دې ته اړ دي چې ایران ته د رسېدو لپاره له دغو خندقونو تېر شي؛ هغه کار چې د هغه په اند ناشونی و. رشید همدارنګه باور درلود چې که د ځمکنۍ جګړې شرایط برابر شي، سپاه او پوځ کولی شي په ګډو عملیاتو کې اسراییل ته ماتې ورکړي.

خو د دولس ورځنۍ جګړې او ورپسې بدلونونو وښودله چې دا دواړه ارزونې ناسمې وې. غلامعلي رشید د جګړې په لومړیو شېبو کې په نښه او ووژل شو او هېڅکله یې دا بدلونونه ونه لیدل.

د خاتم‌الانبیا د جګړه‌ییزې قرارګاه قوماندان، علي شادماني

د خاتم‌الانبیا د جګړه‌ییزې قرارګاه قوماندان، علي شادماني، د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال او د غلامعلي رشید له وژل کېدو وروسته دې مقام ته وټاکل شو. هغه تر دې مخکې د همدې قرارګاه مرستیال و او د خامنه‌یي له خوا د دې قرارګاه د قوماندان په توګه ټاکل شوی و. د هغه د قوماندانۍ موده ډېره لنډه وه او نږدې نیمه اوونۍ یې دوام وکړ.

د شادماني پټنځای په یوه ورځ کې دوه ځله د اسراییل له خوا بمبار شو. هغه په لومړي برید کې ژوندی پاتې شو، خو په دویم برید کې ووژل شو.

شادماني د ایران او عراق د جګړې پر مهال د همدان ولایت کې د سپاه پاسداران له لوړپوړو قومندانانو څخه و او په وروستیو کلونو کې د وسله‌والو ځواکونو په لوی درستیز کې د لوړپوړو قوماندانانو له ډلې شو.

د خاتم‌الانبیا د قرارګاه د استخباراتو مشر، صالح اسدي

د خاتم‌الانبیا د قرارګاه د استخباراتو مشر صالح اسدي، د جګړې په لومړۍ ورځ ووژل شو.

هغه د دفاع شورا په یوه غونډه کې په نښه شو؛ داسې غونډه چې ګومان کېږي د اټومي بم د جوړولو په اړه د وروستۍ پرېکړې لپاره جوړه شوې وه.

د هغه د وژل کېدو پر مهال، اسدي د اسلامي جمهوریت د وسله‌والو ځواکونو تر ټولو لوړپوړی نظامي استخباراتي مقام بلل کېده، خو سره له دې، هغه په عامه ډګر کې یو نااشنا شخصیت و.

د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي

د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي، د ۱۳۹۸ څخه تر ۱۴۰۴ کلونو پورې د شپږو کلونو لپاره په دې دنده کې پاتې شوی و. هغه د امریکا او اسراییل پر وړاندې د خپلو پرله‌پسې تندو څرګندونو له امله پېژندل کېده.

سلامي د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال، د جګړې په لومړیو شېبو کې په نښه او ووژل شو.

هغه د ایران او عراق د جګړې پر مهال د سپاه له قوماندانانو څخه و او د اصفهاني قوماندانانو د ډلې غړی و، چې مشري یې رحیم صفوي کوله. په هغه وخت کې، هغه د ۱۴ امام حسین لوا له قومندانانو څخه و.

سلامي له جګړې وروسته د سپاه د هوايي ځواک مشري وکړه او له ۱۳۸۸ څخه تر ۱۳۹۸ پورې یې د لسو کلونو لپاره د سپاه د عمومي قوماندان مرستیال په توګه، د محمدعلي جعفري تر قوماندانۍ لاندې کار کړی و.

د سپاه پاسداران عمومي قوماندان محمد پاکپور

د سپاه پاسداران عمومي قوماندان محمد پاکپور، د حسین سلامي له وژل کېدو وروسته د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال دې مقام ته وټاکل شو. خو هغه هم د اسلامي جمهوریت او د امریکا او اسراییل ترمنځ د وروستۍ جګړې په پیل کې، د جګړې په لومړیو شېبو کې په نښه او ووژل شو.

داسې ښکاري چې پاکپور د دفاع شورا په یوه غونډه کې، چې د علي شمخاني په مشري روانه وه، هدف ګرځېدلی و. د دې غونډې د ګډونوالو ترکیب، په ځانګړي ډول د سپاه د دوو لوړپوړو قوماندانانو شتون چې د اټومي صنعت په برخه کې یې مسؤلیت درلود، دا ګومان پیاوړی کوي چې دا غونډه د اټومي بم د جوړولو په اړه د پرېکړې لپاره وه.

پاکپور د ایران او عراق د جګړې پر مهال د سپاه د ځمکني ځواک له قوماندانانو څخه و او وروسته یې تر یوې لسیزې زیات د همدې ځواک مشري وکړه، تر دې چې د سپاه د عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو.

هغه د وروستۍ جګړې له پیل مخکې، د فارس خلیج په څنډو کې د سپاه له نظامي مرکزونو د لیدنې پر مهال ځان د یوه میداني او عملي قوماندان په توګه څرګند کړی و. خو د نورو ډېرو لوړپوړو قوماندانانو په څېر، هغه هم د جګړې په لومړیو شېبو کې ووژل شو او هېڅکله یې د دې جګړې پیل ونه لید.

د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان د دفتر مشر مسعود شانه‌يي

د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان د دفتر مشر مسعود شانه‌يي، د دې بنسټ د قوماندې کړۍ ته نږدې له مهمو څېرو څخه و چې له حسین سلامي سره یو ځای ووژل شو.

هغه د عمومي قوماندان د دفتر د مشر په توګه د سپاه د عمومي قوماندان او د دې بنسټ د نورو لوړپوړو قوماندانانو ترمنځ د اړیکو د همغږۍ او مدیریت مسؤلیت درلود. همدارنګه، دې مقام د سپاه د عمومي قوماندان او د اسلامي جمهوریت د نورو لوړپوړو چارواکو ترمنځ د اړیکو په تنظیم کې مهم رول لوباوه.

د اسلامي جمهوریت د توغندیز پروګرام طراح حسن تهراني‌مقدم

تهراني‌مقدم په اسلامي جمهوریت کې د توغندیز پروګرام د طراح په توګه پېژندل کېده. هغه د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک له لوړپوړو قوماندانانو څخه و او د توغندیزو وړتیاوو د پراختیا په برخه کې یې له خامنه‌یي سره نږدې اړیکې لرلې.

تهراني‌مقدم د اسلامي جمهوریت د توغندیز پروګرام په جوړېدو او پراختیا کې مهم او بنسټیز رول لوبولی و او د دې برخې له مهمو څېرو څخه ګڼل کېده.

هغه په ۱۳۹۰ کال کې د تهران شاوخوا د بیدګنه په پوځي اډه کې د یوې سترې چاودنې پر مهال ووژل شو. اسلامي جمهوریت دغه پېښه یو تصادفي انفجار وباله، خو داسې ګمان هم کېږي چې ښايي هغه د اسراییل د استخباراتي عملیاتو په پایله کې وژل شوی وي.

د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک قوماندان امیرعلي حاجي‌زاده

حاجي‌زاده د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال، د وژل کېدو تر وخته د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک قوماندان و. هغه د تهراني‌مقدم وروسته، د اسلامي جمهوریت د توغندیز او بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) د وړتیاوو د پراختیا له مهمو معمارانو څخه ګڼل کېږي.

حاجي‌زاده له ۱۳۸۸ کال څخه تر ۱۴۰۴ کال د غبرګولي میاشتې پورې، د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک مشري پر غاړه لرله. دغه ځواک پنځه اصلي برخې لري: توغندیزه، بې‌پیلوټه، هوايي، دفاعي او فضايي برخې، چې له دې منځه توغندیزه او بیا بې‌پیلوټه برخه ډېر اهمیت لري.

هغه باور درلود چې د اسراییل دفاعي سیستمونه د اسلامي جمهوریت د پراخو توغندیزو بریدونو پر وړاندې، چې د هغه په وینا کېدای شي له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ توغندیو پورې وي، د مقاومت توان نه لري او دا دفاعي شبکه به ړنګه شي. خو د دولس ورځنۍ جګړې او ورپسې بدلونونو وښودله چې دا ارزونه ناسمه وه.

حاجي‌زاده همدارنګه د بېلابېلو توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د نندارتونونو د جوړولو او خامنه‌یي ته د وړاندې کولو له امله پېژندل کېده. هغه د دولس ورځنۍ جګړې په لومړیو شېبو کې په نښه او ووژل شو.

د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک د توغندیزې برخې قوماندان محمود باقري

د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک د توغندیزې برخې قوماندان محمود باقري، د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال له امیرعلي حاجي‌زاده سره یو ځای ووژل شو.

د اسلامي جمهوریت په جوړښت کې، معمولاً د سپاه د توغندیزې برخې د قوماندان نوم په رسمي ډول نه اعلانېږي او دا یو له هغو پوستونو څخه دی چې ډېر کم په رسنیو کې څرګندېږي. محمود باقري د شپاړسو کلونو لپاره د اسلامي جمهوریت د توغندیزې برخې مشري کوله او په دې موده کې یې نوم هېڅکله په ښکاره ډول په رسنیو کې نه و یاد شوی.

هغه د اسلامي جمهوریت د توغندیزو وړتیاوو په پراختیا کې له مهمو څېرو څخه و او د سپاه پاسداران د تولید شوو توغندیو د ویجاړتیا ځواک او چټکتیا په لوړولو کې یې مهم رول درلود.

د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک د دفاع قوماندان داوود شیخیان

شیخیان د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک له لوړپوړو قومندانانو څخه و چې د دې ځواک د دفاعي برخې مسؤلیت یې پر غاړه درلود او د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال ووژل شو.

هغه مخکې ادعا کړې وه چې اسلامي جمهوریت د روسیې د «اس-۴۰۰» دفاعي سیستم ته اړتیا نه لري، ځکه د هېواد کورني دفاعي سیستمونه تر هغه غوره فعالیت لري.

خو د دولس ورځنۍ جګړې، وروستۍ جګړې او همدارنګه د امریکا او اسراییل د عملیاتو پر مهال د اسلامي جمهوریت د دفاعي سیستمونو کړنې وښودله چې دا ارزونه ناسمه وه.

د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک له لوړپوړو قوماندانانو څخه اسماعیل دهقان

دهقان د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک له لوړپوړو قوماندانانو څخه و چې د امریکا او اسراییل د وروستیو عملیاتو په لومړیو ورځو کې ووژل شو.

د اسلامي جمهوریت حکومتي رسنیو اعلان کړی چې هغه په اراک کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای په نښه او ووژل شو.

د هغه رسمي دنده هېڅکله په ښکاره ډول نه وه اعلان شوې، خو ګومان کېږي چې هغه د دې ځواک له حساسو او ستراتیژیکو برخو سره تړاو درلود.

د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قوماندان علی رضا تنگسیري

د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قوماندان علیرضا تنگسیري، د فارس خلیج کې د سختو سمندري نښتو له پیل مخکې ووژل شو. د هغه وژل کېدل د امریکا او اسراییل سره په جګړه کې د سپاه د قوماندې پر جوړښت یو مهم او دروند ګوزار بلل کېږي.

هغه پنځه کاله د بندرعباس د سمندري لومړۍ حوزې قوماندان و او اته کاله یې د علي فدوي تر قوماندانۍ لاندې د سمندري ځواک د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه. له ۱۳۹۷ کال څخه تر وژل کېدو پورې یې اووه کاله د دې ځواک مشري کوله او په ټولیز ډول د شاوخوا شلو کلونو لپاره په لوړو قوماندانيو کې پاتې شوی و، چې د سپاه د سمندري ځواک یو مهم سمبول ګڼل کېده.

د تنگسیري له وژل کېدو سره، اسراییل د جګړې په بهیر کې د سپاه د درې واړو ځواکونو (ځمکني، هوايي او سمندري) قوماندانان په نښه کړل. له هغه مخکې، د هوافضا ځواک قوماندان حاجي‌زاده او د ځمکني ځواک پخوانی قوماندان پاکپور هم وژل شوي وو.

د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني

د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني، د دې بنسټ تر ټولو مهم قوماندان و چې تر اوسه د امریکا او اسراییل له خوا په نښه شوی دی. هغه د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د بغداد نړیوال هوايي ډګر کې، د عراق د حشدالشعبي قوماندان ابو مهدي المهندس، سره یو ځای، د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې (ډرون) په برید کې ووژل شو.

قاسم سلیماني د ایران او عراق د جګړې پر مهال د سپاه پاسداران د ۴۱ ثارالله لوا قوماندان و، چې د کرمان او سیستان او بلوچستان ولایتونو ځواکونه یې په کې شامل وو. هغه همدا راز له ۱۳۷۶ کال څخه تر ۱۳۹۸ کال د ژمي پورې، د وژل کېدو تر وخته، د قدس ځواک مشري پر غاړه درلوده.

قاسم سلیماني د خامنه‌یي له تر ټولو نږدې او باور وړ قوماندانانو څخه شمېرل کېده او د اسلامي جمهوریت په سیمه‌ییزو سیاستونو کې یې مرکزي رول درلود. هغه د منځني ختیځ په کچه د ایران د نیابتي ځواکونو د شبکې مشري کوله او ځان یې د دې شبکې معمار باله.

ځینې شنونکي باور لري چې د بارک اوباما د حکومت نرم سیاستونه د قاسم سلیماني د سیمه‌ییز نفوذ په پراخېدو کې اغېزمن و. خو کله چې ډونالډ ټرمپ د هغه د نښه کولو پرېکړه وکړه، سلیماني ووژل شو او وروسته د ټرمپ د ولسمشرۍ په دویم پړاو کې، د بنیامین نتنېاهو په همکارۍ، د هغه د میراث یوه مهمه برخه، یعنې د اسلامي جمهوریت د نیابتي ځواکونو شبکه، په پراخه کچه په نښه او کمزورې شوه.

اسلامي جمهوریت هېڅکله ونه توانېد چې د قاسم سلیماني د وژل کېدو له امله رامنځته شوی خلا په بشپړ ډول جبران کړي.

په سوریه کې د سپاه پاسداران لوړپوړی قوماندان محمدرضا زاهدي

زاهدي، چې په سوریه کې د سپاه پاسداران له لوړپوړو قوماندانانو څخه و، د ۱۴۰۳ کال د وري په میاشت کې د اسراییل د اف-۳۵ جنګي الوتکې په برید کې په دمشق کې ووژل شو.

هغه په سوریه کې د اسلامي جمهوریت د ځواکونو د لوړپوړي قوماندان په توګه دنده ترسره کوله او د هغه له مهمو مسؤلیتونو څخه یو دا و چې په دې هېواد کې د سپاه ځواکونو فعالیتونه همغږي کړي او د بشار الاسد د حکومت ملاتړ او دفاع تنظیم کړي. زاهدي په سوریه کې د قاسم سلیماني تر قوماندې لاندې فعالیت کاوه او د اسلامي جمهوریت د نیابتي ځواکونو په شبکه کې له مهمو قوماندانانو څخه ګڼل کېده.

د زاهدي وژل کېدل د ۱۴۰۳ کال په وري میاشت کې د اسلامي جمهوریت له خوا د اسراییل پر وړاندې د توغندیزو غچ‌اخیستونکو بریدونو لامل شول.

په سوریه او لبنان کې د سپاه پاسداران لوړپوړی قوماندان عباس نیلفروشان

نیلفروشان په دمشق کې د زاهدي له وژل کېدو وروسته د سپاه پاسداران د لوړپوړي قوماندان په توګه په سوریه او لبنان کې وټاکل شو او په دې دوو هېوادونو کې یې د سپاه د سیمه‌ییزو فعالیتونو د همغږۍ مسؤلیت پر غاړه واخیست.

هغه له دې مخکې د سپاه پاسداران د عملیاتو مرستیال و. نیلفروشان له حسن نصرالله سره د اسراییل پر وړاندې په مبارزه کې نږدې همکاري درلوده او د سپاه پاسداران او حزب‌الله ترمنځ د اړیکو په مدیریت کې یو مهم شخصیت ګڼل کېده.

د حزب‌الله او اسراییل ترمنځ د جګړې پر مهال، چې له ۲۰۲۳ څخه پیل او تر ۲۰۲۴ پورې روانه وه، د نصرالله پټنځای افشا شو او د اسراییل له خوا د پیاوړو بمونو په وسیله په نښه شو، چې په پایله کې نیلفروشان له نصرالله سره یو ځای د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې ووژل شو.

نیلفروشان د سپاه د اصفهاني قوماندانانو له ډلې څخه و.

د سپاه پاسداران د قدس ځواک مرستیال محمدهادي حاج‌رحيمي

حاج‌رحيمي د سپاه پاسداران له لوړپوړو قوماندانانو څخه و چې په سوریه کې یې فعالیت درلود او د ۱۴۰۳ کال د وري په میاشت کې د اسراییل په برید کې، د سپاه د قوماندانانو په یوه غونډه کې ووژل شو.

هغه مخکې د قدس ځواک د همغږۍ مرستیال و او د دې ځواک په عملیاتي جوړښت کې یو اغېزناک شخصیت بلل کېده.

حاج‌رحيمي تر ۱۴۰۰ کال پورې د قدس ځواک د «امام علي» په نوم د ځانګړې قطعې قوماندان هم پاتې شوی و. هغه د قدس ځواک د روزنیزې برخې له مهمو قوماندانانو څخه و او په ایران کې یې د نیابتي ډلو د ځواکونو د روزنې لپاره د روزنیزو مرکزونو د تنظیم او اداره کولو مسؤلیت پر غاړه درلود.

د سپاه پاسداران د قدس په ځواک کې د فلسطین د دوسیې مسؤل سعید ایزدي

ایزدي، چې په «حاج رمضان» مشهور و، د سپاه پاسداران د قدس ځواک کې د فلسطیني ډلو د دوسیې مسؤل و.

هغه د سپاه پاسداران او د حماس، اسلامي جهاد او نورو فلسطیني ډلو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ مسؤل و او د ایران د سیمه‌ییزو سیاستونو په چوکاټ کې یې د دې شبکې په مدیریت کې مهم رول درلود.

ایزدي د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال، د قم ښار کې په خپل کور کې په نښه او ووژل شو.

هغه تر وژل کېدو مخکې په عامه افکارو او رسنیو کې ډېر پېژندل شوی نه و. همدارنګه، د اسماعیل هنیه د ترور پر مهال په تهران کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې هغه وژل شوی، خو هغه مهال دا خبر رد شوی و.

په سوریه او لبنان کې د سپاه د لوژستیک او تدارکاتو مسؤل رضي موسوي

رضي موسوي د سپاه پاسداران له مهمو قوماندانانو څخه و چې په سوریه او لبنان کې یې فعالیت کاوه او د ۱۴۰۲ کال په جدې میاشت کې د اسراییل له خوا په نښه او ووژل شو.

هغه په دې دوو هېوادونو کې د سپاه د ځواکونو او د اسلامي جمهوریت د نیابتي شبکو د لوژستیک او تدارکاتو مسؤل و او د دې ځواکونو د عملیاتي ملاتړ په برخه کې یې مهم رول درلود.

رضي موسوي همدارنګه تورن و چې د وسلو د قاچاقي شبکو له لارې، د اردن له مسیر څخه، د اسلامي جمهوریت ته نږدې فلسطیني ډلو ته په لویدیځه غاړه کې وسلې برابرولې.

هغه په سوریه کې د قاسم سلیماني له نږدې همکارانو څخه و.

د سپاه پاسداران د قدس په ځواک کې د لبنان د بیارغونې مسؤل حسن شاطري

شاطري د قدس ځواک د انجینری مرستیال او د ۲۰۰۶ کال له جګړې وروسته د لبنان د بیارغونې مسؤل و او له هغو قوماندانانو څخه شمېرل کېده چې له هېواده بهر د تخنیکي او ملاتړ په برخو کې فعال و.

هغه د قاسم سلیماني په امر، د بیروت په جنوبي سیمو کې د حزب‌الله تر کنټرول لاندې سیمو د بیارغونې مسؤلیت درلود او په لبنان کې یې د اسلامي جمهوریت د نفوذ په ټینګښت کې مهم رول ولوباوه.

شاطري په ۱۳۹۱ کال د سلواغې میاشت کې، د دمشق او بیروت ترمنځ په لاره کې د اسراییل په هوايي برید کې ووژل شو.

د سپاه پاسداران د قدس ځواک د ۸۴۰ قطعې قوماندان اصغر باقري

د سپاه پاسداران د قدس ځواک د ۸۴۰ قطعې قوماندان اصغر باقري، د اسراییل له خوا په نښه او ووژل شو.

اسراییل اعلان کړی چې هغه په نړۍ کې د اسراییلي او امریکایي اهدافو پر وړاندې په ګڼو بریدونو کې ښکېل و. ویل کېږي چې هغه په ځانګړې توګه په بېلابېلو هېوادونو کې د یهودانو او اسراییلیانو پر وړاندې د بریدونو مسؤل و.

په سوریه کې د جولان جبهې مسؤل محمدعلي الله‌دادي

الله‌دادي، د سپاه پاسداران له لوړپوړو قوماندانانو څخه او په سوریه کې د جولان جبهې مسؤل و چې په ۱۳۹۳ کال کې د اسراییل په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

په همدې برید کې جهاد مغنیه، چې د لبنان د حزب‌الله له قوماندانانو او د عماد مغنیه زوی و، هم ووژل شو.

الله‌دادي په سوریه کې د قاسم سلیماني تر قوماندې لاندې فعالیت کاوه.

هغه مخکې د ایران او عراق د جګړې پر مهال د ۴۱ ثارالله لوا کې د قاسم سلیماني تر قوماندې لاندې فعالیت کړی و او وروسته د یزد ولایت د سپاه قوماندان وټاکل شو.

په لبنان کې د سپاه پاسداران لوړپوړی قوماندان داوود علي‌زاده

علي‌زاده د نیلفروشان او زاهدي له وژل کېدو وروسته په لبنان کې د سپاه پاسداران د لوړپوړي مسؤل په توګه وټاکل شو او په دې هېواد کې یې د دې ځواک د فعالیتونو په رهبرۍ کې مهم رول درلود.

هغه د سپاه پاسداران او د لبنان د حزب‌الله د نوي عمومي منشي، نعیم قاسم، ترمنځ د اړیکو اصلي مسؤول و.

علي‌زاده د ۲۰۲۶ کال د مارچ میاشت کې په بیروت کې د هغه پر هوټل د اسراییل د برید پر مهال، له دوو نورو سپاهي قوماندانانو سره یو ځای ووژل شو.

په لبنان کې د سپاه پاسداران د توغندیز واحد قوماندان ابوذر محمدي

محمدي د سپاه پاسداران له لوړپوړو قوماندانانو څخه و چې په لبنان کې یې د دې ځواک د توغندیز واحد مشري کوله او د ۲۰۲۶ کال د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د نوې جګړې پر مهال ووژل شو.

هغه د کب په ۱۹مه نېټه په نښه شو او د اسراییل له خوا د سپاه پاسداران او حزب‌الله ترمنځ د نظامي همغږۍ له مهمو څېرو څخه ګڼل کېده.

محمدي د حزب‌الله او د اسلامي جمهوریت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د اړیکو په ټینګولو کې مهم رول درلود او د دې اړیکو په مدیریت کې اغېزناک شخصیت و.

هغه همدارنګه د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو جګړې وروسته د حزب‌الله د توغندیزو وړتیاوو د بیا رغونې له اصلي مسؤلینو څخه و.

په سوریه کې د ایران د ځواکونو قوماندان حسین همداني

همداني، د سپاه پاسداران له لوړپوړو قوماندانانو څخه او په سوریه کې د اسلامي جمهوریت د ځواکونو قوماندان و چې د دې هېواد په ماموریت کې ووژل شو.

هغه په سوریه کې د قاسم سلیماني تر امر لاندې فعالیت کاوه او د بشار الاسد د حکومت د دفاع لپاره یې د سپاه د ځواکونو په همغږۍ کې مهم رول درلود.

همداني د ۱۳۸۸ کال د اعتراضونو پر مهال، چې د «شنه غورځنګ» په نوم پېژندل کېږي، د تهران د سپاه د قوماندان په توګه د اعتراض کوونکو په ځپلو کې مهم رول لوبولی و. هغه خپله اعتراف کړی و چې د معترضینو پر وړاندې یې څو زره کسان، چې «اراذل او اوباش» بلل کېدل، تنظیم کړي وو.

همداني له څلوېښتو کلونو ډېر د سپاه پاسداران سابقه درلوده او د دې بنسټ له باتجربه قوماندانانو څخه شمېرل کېده.

د بسیج سازمان مشر غلام رضا سلیماني

د بسیج سازمان مشر غلامرضا سلیماني، د سپاه پاسداران تر ټولو مهم نیمه‌نظامي ځواک قوماندان و. د بسیج سازمان په اسلامي جمهوریت کې له شلو څخه زیاتې څانګې او فرعي برخې لري، چې له مهمو یې د محصلینو بسیج بلل کېږي.

سلیماني له دې مخکې چې د بسیج مشر شي، د سپاه پاسداران په جوړښت کې بېلابېلې دندې ترسره کړې وې. هغه د ۱۴۰۱ کال د «ښځه، ژوند، ازادي» خوځښت پر مهال د اعتراضونو په ځپلو کې مهم رول درلود او همدارنګه د ۱۴۰۴ کال د مرغومي میاشتې د اعتراضونو په ځپلو او وژنو کې ښکېل و. د همدې رول له امله، په ځانګړي ډول د ۱۳۹۸ کال د لړم د پېښو پر مهال، د امریکا له خوا د بشري حقونو د بندیزونو لاندې راغلی و.

هغه ۴۴ کاله د سپاه پاسداران غړیتوب درلود او د ایران او عراق د جګړې پر مهال د جګړه‌ییزو قطعو له قوماندانانو څخه و. له جګړې وروسته، د ۴۱ ثارالله او ۱۴ امام حسین لواګانو قوماندان وټاکل شو او وروسته یې د اصفهان ولایت د سپاه قومانداني هم پر غاړه درلوده.

غلامرضا سلیماني د وروستۍ جګړې په درېیمه اوونۍ کې، له یو شمېر د بسیج قوماندانانو سره یو ځای په نښه او ووژل شو.

د بسیج سازمان د مشر مرستیال قاسم قریشي

د بسیج سازمان د مشر مرستیال قاسم قریشي، د سپاه پاسداران له لوړپوړو قوماندانانو څخه و چې په ټول هېواد کې یې د بسیج د ځواکونو د همغږۍ په برخه کې مهم رول درلود، په ځانګړي ډول د کورنیو اعتراضونو پر مهال.

هغه د بسیج په بېلابېلو قوماندانیو کې د کار سابقه لرله او د سپاه په منځ کې د یوه سیاسي څېرې په توګه پېژندل کېده.

د هغه له مسؤلیتونو څخه یو دا هم و چې د پارلماني ټاکنو د نوماندانو د ارزونې او تأیید یا رد په بهیر کې برخه واخلي.

قریشي د اعتراضونو په ځپلو کې فعال رول درلود، په ځانګړي ډول د «ښځه، ژوند، ازادي» خوځښت او همدارنګه د ۱۴۰۴ کال د مرغومي د اعتراضونو پر مهال.

هغه د وروستۍ جګړې په درېیمه اوونۍ کې، له غلامرضا سلیماني سره یو ځای، په داسې حال کې چې د اسراییل له بریدونو د تېښتې لپاره له ښارونو بهر په یوه خېمه کې ځای پر ځای شوي وو، په نښه او ووژل شو.

د اطلاعاتو وزیر اسماعیل خطیب

خطیب، د اطلاعاتو وزیر او د استخباراتي ټولنې د همغږۍ د شورا مشر، د اسلامي جمهوریت په امنیتي جوړښت کې له مهمو څېرو څخه و. د اسلامي جمهوریت د استخباراتي ادارو دقیق شمېر هېڅکله په رسمي ډول نه دی اعلان شوی، خو اټکل کېږي چې شاوخوا ۱۷ استخباراتي بنسټونه لري، چې تر ټولو مهم یې د اطلاعاتو وزارت، د سپاه د استخباراتو اداره او د فراجا د استخباراتو سازمان دي.

خطیب د سپاه پاسداران له پخوانیو قوماندانانو څخه و چې د استخباراتو او امنیت په برخه کې یې فعالیت کاوه. هغه د ابراهیم رییسي او مسعود پزشکیان په حکومتونو کې د اطلاعاتو وزیر و. معمولاً د اطلاعاتو وزیر د اسلامي جمهوریت د رهبر په مستقیم نظر ټاکل کېږي.

په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه ترور او همدارنګه د سپاه پاسداران د ګڼو لوړپوړو قوماندانانو وژل کېدل، د ځینو شنونکو له نظره د اطلاعاتو وزارت او د خطیب تر مشرتابه لاندې د شبکې لپاره لویه ناکامي بلل شوې ده.

هغه مخکې ادعا کړې وه چې په ایران کې د اسراییل د جاسوسۍ شبکه له منځه وړل شوې ده، خو د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال هغه په نښه او ووژل شو.

د اطلاعاتو وزارت مرستیال اکبر غفاري

غفاري، د اطلاعاتو وزارت مرستیال او د دې بنسټ دویم مهم چارواکی و چې د امریکا او اسراییل په ګډو بریدونو کې ووژل شو.

هغه د خطیب له وژل کېدو څو ورځې مخکې په نښه شوی و او له هغو کسانو څخه و چې د دغو بریدونو په لومړیو پړاوونو کې له منځه یوړل شول.

غفاري مخکې د ختیځ اذربایجان د ولایت د والي سیاسي او امنیتي مرستیال و.

د اطلاعاتو وزارت د اسراییل د چارو مرستیال یحیی حسیني پنجکي

یحیی حسیني پنجکي، چې په یحیی حمیدي هم مشهور و، د اطلاعاتو وزارت د اسراییل د چارو مرستیال و او د جګړې په لومړۍ ورځ، د کب په ۹مه، د اسراییل په برید کې ووژل شو.

هغه د اسراییل پورې اړوند عملیاتو د رهبري مسؤل و او د اسراییلو سره تړلو اهدافو پر ضد د عملیاتو په طرحه او اجرا کې یې مهم رول درلود، چې پکې په لوېدیځو هېوادونو کې د یهودانو پر ضد فعالیتونه او د اسلامي جمهوریت د مخالفینو پر ضد اقدامات شامل وو.

د اطلاعاتو وزارت د بهرني جاسوسۍ د څانګې مشر جواد پورحسین

پورحسین، د اطلاعاتو وزارت د بهرني جاسوسۍ د څانګې مشر، د دې وزارت له لوړپوړو مدیرانو څخه و چې د امریکا او اسراییل د جګړې په لومړۍ ورځ ووژل شو.

هغه له هغو څلورو لوړپوړو مدیرانو څخه و چې په یوه وخت کې په نښه شول. د هغه د مخکنۍ سابقې او فعالیتونو په اړه ډېر معلومات په عامه توګه نه دي خپاره شوي.

د فراجا د استخباراتو د سازمان مشر غلام رضا رضایيـان

د فراجا د استخباراتو د سازمان مشر غلامرضا رضایيـان، د امریکا او اسراییل د وروستیو عملیاتو په پیل کې په نښه او ووژل شو.

د فراجا د استخباراتو سازمان د اسلامي جمهوریت له درېیو مهمو استخباراتي بنسټونو څخه ګڼل کېږي، چې د اطلاعاتو وزارت او د سپاه د استخباراتو له سازمان سره یو ځای تر ټولو مهم رول لري. دا سازمان په ۱۴۰۰ کال کې د ۱۳۹۸ کال د پراخو اعتراضونو وروسته جوړ شو.

د فراجا د استخباراتو د سازمان مرستیال علی رضا لطفي

د فراجا د استخباراتو د سازمان مرستیال علیرضا لطفي، چې د دې ادارې په جوړښت کې دویم مهم کس بلل کېده، د اسراییل او اسلامي جمهوریت ترمنځ د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال ووژل شو.

هغه مخکې د لوی تهران د جنایي پولیسو مشر و او د پولیسو په منځ کې د یوه جنجالي او بدنام شخصیت په توګه پېژندل کېده. لطفی همدارنګه د یوې مودې لپاره د اطلاعاتي پولیسو د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

لطفی په وروستیو کلونو کې د اعتراضونو په ځپلو کې مهم رول لوبولی و.

د سپاه پاسداران د استخباراتو سازمان مشر محمد کاظمي

کاظمي د ۱۴۰۱ کال کې د سپاه د پرله‌پسې استخباراتي ناکامیو وروسته او د حسین طایب له ګوښه کېدو وروسته، د سپاه د استخباراتو د سازمان مشر وټاکل شو. هغه مخکې د ۱۳۸۸ څخه تر ۱۴۰۱ پورې د ۱۳ کلونو لپاره د سپاه د استخباراتي ساتنې سازمان مشري کړې وه.

خو د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال، هغه د یوه استخباراتي دوکې له لارې په نښه او ووژل شو.

د سپاه پاسداران د استخباراتو سازمان مشر مجید خادمي

خادمي د دولس ورځنۍ جګړې وروسته او د محمد کاظمي له وژل کېدو وروسته د سپاه د استخباراتو د سازمان مشر وټاکل شو. هغه په ورته وخت کې د سپاه د استخباراتي ساتنې سازمان مشري هم پر غاړه درلوده.

د مجید خادمي وژل کېدل د اسراییل له خوا د اسلامي جمهوریت د درېیو اصلي استخباراتي بنسټونو د مشرانو د په نښه کولو لړۍ بشپړه کړه. اسراییل د شاوخوا ۴۰ ورځو په موده کې د سپاه د استخباراتو مشر، د اطلاعاتو وزیر اسماعیل خطیب او د فراجا د استخباراتو مشر غلامرضا رضایيـان په نښه او ووژل.

د سپاه پاسداران د استخباراتو د سازمان مرستیال حسن محقق

د سپاه پاسداران د استخباراتو د سازمان مرستیال حسن محقق، د دې ادارې له مهمو څېرو څخه و. هغه د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال، له خپل مشر کاظمي سره یو ځای، د اسراییل د استخباراتي دوکې ښکار شو او د سپاه اړوند په یوه خوندي کور کې په نښه او ووژل شو.

محقق د سپاه له پخوانیو قوماندانانو څخه و او د مجتبی خامنه‌یي (د علي خامنه‌یي زوی) سره یې نږدې اړیکې لرلې. د ایران او عراق د جګړې پر مهال، مجتبی خامنه‌یي په هغه واحد کې فعالیت کاوه چې محقق یې قوماندان و.

د دفاع وزیر عزیز نصیرزاده

د دفاع وزیر نصیرزاده، د وروستۍ جګړې په بهیر کې د جګړې په لومړیو شېبو کې، د دفاع شورا په یوه غونډه کې په نښه او ووژل شو.

هغه د دفاع وزیر په توګه د اسلامي جمهوریت د نظامي صنعتونو مشري پر غاړه لرله، خو په جګړه‌ییزو پرېکړو کې یې مستقیم رول نه درلود. ستراتیژیکې نظامي پرېکړې معمولاً د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز او د سپاه پاسداران د قومندانانو له خوا نیول کېږي.

د سپند سازمان بنسټګر او پخوانی مشر محسن فخري‌زاده

فخري‌زاده، د اسلامي جمهوریت د اټومي پروګرام تر ټولو مهم مدیر، د «سپند» سازمان بنسټګر او پخوانی مشر و؛ هغه اداره چې د ځانګړو وسلو، په ځانګړي ډول د اټومي وسلو د پروژو د تعقیب مسؤلیت لري.

فخري‌زاده د اسراییل د استخباراتي ادارو له خوا له تر ټولو تعقیب کېدونکو کسانو څخه و. بالاخره په ۱۳۹۹ کال کې د تهران په شاوخوا کې، د یوه هدفمند عملیات په ترڅ کې چې له مخکې طرحه شوې اتومات وسلې په کې کارول شوې وې، په نښه او ووژل شو.

هغه تر اوسه د اسلامي جمهوریت له هغو کسانو څخه و چې د اټومي پروګرام سره تړاو لري او تر ټولو مهم مقام ګڼل کېږي چې وژل شوی دی.

د سپند سازمان مشر حسین جبل‌عاملیان

جبل‌عاملیان، د دفاع وزارت د سپند سازمان مشر، د وژل کېدو پر مهال د دې ادارې مسؤلیت پر غاړه درلود؛ دا هغه اداره ده چې د اسلامي جمهوریت د اټومي وسلو اړوند پروژو مسؤله بلل کېږي.

هغه د دفاع شورا په یوه غونډه کې، د دې سازمان له پخواني مشر رضا مظفري‌نیا، سره یو ځای ووژل شو. په دې غونډه کې د دواړو چارواکو یو ځای شتون دا ګومان پیاوړی کوي چې دا ناسته د اټومي وسلې د جوړولو په اړه د پرېکړې لپاره وه.

جبل‌عاملیان او مظفري‌نیا دواړه د سپاه پاسداران له لوړپوړو جنرالانو څخه ګڼل کېدل.

د سپند سازمان پخوانی مشر رضا مظفري‌نیا

د سپند سازمان پخوانی مشر رضا مظفري‌نیا، د جګړې په لومړۍ ورځ د دفاع شورا په غونډه کې ووژل شو.

د سپند سازمان د اسلامي جمهوریت لپاره د اټومي سرګلولې (کلاهک) د جوړولو له پروژو سره تړلې اداره بلل کېږي.

د مظفري‌نیا نوم په پیل کې د دولس ورځنۍ جګړې د وژل شویو قوماندانانو په لېست کې شامل شوی و، خو وروسته څرګنده شوه چې دا راپور ناسم و او هغه په هغه وخت کې نه و وژل شوی.

هغه مخکې د دفاع وزارت مرستیال او همدارنګه د مالک اشتر صنعتي پوهنتون مشر و، چې د دفاع وزارت پورې تړلی دی.

د اسلامي جمهوریت د رهبر د پوځي دفتر مشر محمد شیرازي

د خامنه‌یي د پوځي دفتر مشر محمد شیرازي د جګړې په لومړۍ ورځ د بمبارۍ پر مهال له هغه سره یو ځای ووژل شو.

هغه د اسلامي جمهوریت د رهبر او د وسله‌والو ځواکونو د قوماندانانو ترمنځ د اړیکې د پل په توګه کار کاوه. د دې دفتر دنده دا وه چې د رهبر امرونه نظامي جوړښتونو ته ورسوي او همدارنګه د قوماندانانو د کړنو راپورونه هغه ته وړاندې کړي.

شیرازي په حقیقت کې د سیاسي واک د سر او د نظامي قوماندې ترمنځ د اړیکې له مهمو کړیو څخه شمېرل کېده.

د اسلامي جمهوریت د رهبر د پوځي دفتر مرستیال اکبر ابراهیم‌زاده

د اسلامي جمهوریت د رهبر علي خامنه‌یي د پوځي دفتر مرستیال اکبر ابراهیم‌زاده، له هغو کسانو څخه و چې د رهبر او وسله‌والو ځواکونو ترمنځ د اړیکو په جوړښت کې مهم رول درلود.

هغه د شیرازي مرستیال و او د رهبر په پوځي دفتر کې یې دنده ترسره کوله. هغه د خامنه‌یي د استوګنځای د بمبارۍ پر مهال له هغه سره یو ځای ووژل شو.

ابراهیم‌زاده مخکې د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز د بسیج د چارو مرستیال هم پاتې شوی و.

د اسلامي جمهوریت د رهبر د پوځي دفتر مشر ابوالقاسم باباییان

باباییان د شیرازي او د هغه د مرستیال له وژل کېدو وروسته د رهبر د پوځي دفتر د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

خو د هغه دندې موده ډېره لنډه وه، شاوخوا یوه اوونۍ او وروسته د اسراییل په بمباریو کې ووژل شو.

باباییان مخکې د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز د ځانګړي مفتش په توګه کار کړی و.