افغانستان او منځنۍ اسیا ته د روسیې او بلاروس د سون توکو واردات زیات شوي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو د رېل پټلۍ له لارې له روسیې او بلاروس څخه د سون توکو واردات زیات کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو د رېل پټلۍ له لارې له روسیې او بلاروس څخه د سون توکو واردات زیات کړي دي.
په راپور کې د سوداګرو له قوله ویل شوي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د سون توکو واردات شاوخوا ۵۰ سلنه زیات شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د جنوري، فبروري او مارچ په میاشتو کې دغو هېوادونو ته د سون توکو عرضه ۳،۳۴۷ میلیون متریک ټنو ته لوړه شوې ده.
راپور زیاتوي، له هغه وخت راهیسې چې اروپايي ټولنې د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې د روسیې پر نفتي محصولاتو بندیزونه ولګول، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه د روسیې د سون توکو له مهمو بازارونو څخه ګرځېدلي دي.
کارپوهان وایي، دا بدلون د نړیوالو بندیزونو او د انرژۍ بازار د بدلېدونکو شرایطو پایله ده، چې له امله یې روسیه هڅه کوي خپل صادرات نوي بازارونو ته واړوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي، چې له ایران او پاکستان څخه راستنې شوې ښځې له جدي بېوزلۍ او د کاري فرصتونو له نشتوالي سره لاس او ګریوان دي. دغې ادارې ویلي، چې یوازې ۱۷ سلنه راستنې شوې ښځې عاید لري.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې له ایران او پاکستان څخه هره ورځ سلګونه ښځې خپل هېواد ته راستنېږي، خو ډیری ښځې له خپلو کورونو او کارونو څخه په ناڅاپي ډول بې برخي شوې او په افغانستان کې له سختو اقتصادي ستونزو، کمو کاري فرصتونو او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دي.
د راپور لهمخې، افغان کډوالې ښځې له مالي امکانانو پرته داسې هېواد ته راستنې شوې چې پخپله له اقتصادي بحران سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنو شویو ښځو د ژوند د بیا جوړولو لپاره د اوږدمهاله حللارو په ځانګړې توګه د مالي خدمتونو او بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې پانګونه مهمه بللې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په راپور کې سپارښتنه شوې، چې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا او له کوربه ټولنو سره د هغوی د ټولنیز یووالي د پیاوړتیا لپاره باید عملي ګامونه پوررته شي، څو ښځې وکولی شي خپل ژوند له سره په پښو ودروي.
له دې وړاندې نړیوالو بسټونو راپور ورکړی، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په ډېر شمېر کې د افغان کډوالو راستنېدو په افغانستان کې د فقر او لوږې کچه نوره هم لوړه کړې ده.
په کابل کې د تهران سفیر علي رضا بیکدلي ویلي، چې د روان ۱۴۰۵ کال له پېل راهیسې د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې له ۱۰۰۰ ټنو د ډېرو توکو لېږد رالېږد ترسره شوی دی. هغه دا څرګندونې له روزنک بندر څخه د لیدنې پر مهال په یوه ویډیویي پیغام کې کړي دي.
هغه زیاته کړې چې د لېږد رالېږد په برخه کې د جګړې پر مهال ستونزې وې، خو بیا هم سوداګري پراخه شوې ده. هغه هیله څرګنده کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به د رېل پټلۍ له لارې د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري نوره هم پراخه شي.
د نوموړي په وینا، په ۱۴۰۵ کال کې به د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري په بېسارې توګه زیاته شي او په دې برخه کې به دواړه هېوادونه د پرمختګ شاهدان وي. له ایران سره د افغانستان سوداګري داسې مهال پراخېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړو له کبله پر ډیورنډ کرښې سوداګریزې لارې ټولې له تېرو څه باندې شپږو میاشتو راهیسې تړل شوې دي.
همدا راز د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له افغان سوداګرو غوښتي چې له پاکستان سره هر ډول سوداګري بنده کړي او پر بدیلو لارو چارو دې غور وکړي. اوس مهال افغان سوداګر د طالبانو د دغو محدودیتونو له کبله اړ شوي چې د صادراتو او وارداتو لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو په ګډون ایران ته مخه کړي.
د طالبانو حکومت هم د منځنۍ اسیا په هېوادونو او ایران باندې خپله سوداګریزه تکیه ډېره کړې او هممهاله یې ورسره اړیکې هم پراخې کړې دي.
په کابل کې د افغان او ازبکستاني سوداګرو ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي. یادې هوکړې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د جوړولو، د پنبې پروسس، د سمنټو تولید، د هګیو تولید، ازبکستان ته د افغانستان د سکرو صادراتو او د موټرو د پرزو په برخو کې شوې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د اړیکو او سوداګریزو ناستو جوړول د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې د زیاتوالي لپاره مهم رول لري.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان له خصوصي سکتور سره د هوکړه لیکونو د لاسلیکولو په غونډه کې وویل، چې افغانستان پراخ کرنیز محصولات او غني معدني سرچینې لري او ازبکستان له پرمختللي صنعت څخه برخمن دی، نو دواړه هېوادونه کولای شي اغیزناکې اقتصادي اړیکې ولري.
هغه د انرژۍ، کانونو، کرنې، سمنټو، نساجۍ او چرګانو د روزنې په برخو کې د ګډو پانګونو فرصتونو ته اشاره وکړه او ډاډ یې ورکړ چې طالبان په ځانګړي ډول د صنعت او سوداګرۍ وزارت، به د داسې ناستو او د افغانستان د خصوصي سکتور له فعالیتونو هر اړخیز ملاتړ کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان د خصوصي سکتور او ازبکستاني پانګوالو ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
یادې هوکړې د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې جوړولو، د پنبې د پروسس، په افغانستان کې د سمنټو تولید، د چرګانو د نسل د هګیو تولید، ازبکستان ته د افغانستان د سکرو صادراتو او د موټرو د پرزو په برخو کې شوې دي.
یادې خونې دا هوکړې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام بللی او وايي، دغه هوکړه لیکونه د صنعت، انرژۍ، کرنې، تولید او سوداګرۍ په سکتورونو کې د ګډ کار او پانګونې لپاره زمینه برابروي.
د ازبکستان د اندیجان ولایت والي شهرت بیک عبدالرحمانوف وویل چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي او تمه ده چې له دغه سفر وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نوره هم زیاته شي.
هغه زیاته کړه چې د دوی د سفر هدف یوازې افغانستان ته د ازبکستان د صادراتو زیاتول نه دي، بلکې دوی چمتو دي د افغانستان د پنبې د پروسس فابریکې جوړولو، د فرنیچر او موبل تولید، د چرمي بوټانو جوړولو، د درملو او طبي وسایلو تولید، ودانیزو توکو او برېښنايي تجهیزاتو په برخه کې ګډې پانګونې وکړي.
د طالبانو د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند د ازبکستان پانګهوالو ته بلنه ورکړه چې په ننګرهار ولایت کې پانګونه وکړي.
په دې غونډه کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو استازو هم د خصوصي سکتور ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت مسوولینو د ازبکستان هېواد له چارواکو سره د لیدنې په څنډه کې له یاد هېواد سره د «همکار پرنده» شرکت او د افغانستان د «یشلر سمرقند» شرکت ترمنځ د دوه مېلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی.
د دغه تړون له مخې؛ دواړه شرکتونه به د یو ورځنیو چرګوړو او نطفهلرونکو هګیو د تبادلې په برخه کې همکاري کوي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه هوکړې موخه د چرګانو د تولید د ځنځیر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان د چرګانو د غوښې په تولید کې تر ډېره بریده ځانبسیاینې ته نږدې شوی؛ خو لاهم د یو ورځنیو چرګوړو او نطفهلرونکو هګیو په برخه کې وارداتو ته اړتیا لري. د دوی په وینا؛ دغه ډول تړونونه کولای شي یاده اړتیا کمه کړي.
همدارنګه ویل شوي، چې د بېلابېلو نسلونو د غوښینو او هګۍ ورکوونکو چرګانو لپاره د نطفهلرونکو هګیو تولید د چرګانو د صنعت په پراختیا کې مهم رول لري.
په کندهار کې د ایران کونسلګرۍ نوي چارسمبالي محمد رضا نفر ویلي، د میلک سرحدي دروازه باید د بندر عباس او چابهار بندر په کچه پیاوړې شي. میلک په نیمروز کې د افغانستان او ایران تر منځ سوداګریز بندر دی.
په کابل کې د ایران سفارت د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په کندهار کې د ایران کونسلګرۍ نوي چارسمبالي د ایران د سیستان او بلوچستان له مسوولینو او د میلک سیمې له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، د میلک بندر د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ له مهمو لارو څخه ده او باید پراختیا ومومي.
هغه زیاته کړې: «د ایران او افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ د یوې مهمې لارې په توګه د میلک پولې فعالیت باید د بندر عباس او چابهار بندر په څېر پیاوړی شي».
تر دې مخکې ایران اعلان کړی وو، چې په دې پوله کې د نوې ځمکنۍ لارې په پرانېستلو سره به د بار وړونکو موټرو تګراتګ زیات شي.
د یادونې وړ ده، چې د میلک- زرنج لاره د افغانستان د نیمروز او د ایران د سیستان بلوچستان ترمنځ موقعیت لري او افغانستان ته د ایران د تېلو او نورو توکو د صادراتو مهمه دروازه بلل کېږي او همداراز افغان کډوال هم پرې را اړول کېږي.