په سویس کې د طبیعت د ساتنې نړیواله اتحادیه او په امریکا کې د نړیوالې ساتنې سازمان په ګډه څېړنه کې موندلې چې سالمه خاوره نه یوازې د انسانانو د خوړو ۹۵ سلنه برابروي، بلکې کولای شي تر ۲۷ سلنه پورې کاربن هم ذخیره کړي، څو د نړۍ تودوخه تر دوو سانتيګرادو کمه وساتل شي.
سره له دې اهمیت، ډېر هغه ژوندي موجودات چې د خاورې روغتیا ساتي، اوس له خطر سره مخ دي.
زموږ د پښو لاندې ځمکه له ژوند څخه ډکه ده. یوازې په یوه موټی خاوره کې میلیاردونه بکتریاوې، لسګونه ډوله فنګسونه، زرګونه کوچني موجودات او د ځمکې چینجي ژوند کوي.
نیل کاکس، چې د دې څېړنې لیکوال او ساینسپوه دی، وایي چې د خاورې کیمیاوي بدلونونه، لکه د کرنیزو کیمیاوي موادو کارول، د دې وضعیت اصلي لاملونه دي.
هغه ویلي: «خاوره نږدې د انسان د ژوند له هر اساسي اړخ ملاتړ کوي، خو موږ د هغو زرګونو موجوداتو په اړه ډېر لږ معلومات لرو چې دا خاوره سالمه ساتي.»
خاوره د ژوو له پلوه تر ټولو بډایه استوګنځای دی او نږدې ۶۰ سلنه ټول ژوي پکې ژوند کوي.
سره له دې، علمي پام زیاتره هغو موجوداتو ته اوړي چې په سترګو لیدل کېږي، خو فنګسونه او بکتریاوې چې د خاورې په حاصلخېز ساتلو کې مهم رول لري، تر ډېره ناپېژندلي پاتې دي.
نیل کاکس وایي: «تاسې کولای شئ یو موږک ووینئ او تعقیب یې کړئ، خو د فنګسونو او بېمهره موجوداتو په اړه، په یوه موټی خاوره کې له میلیونونو موجوداتو سره مخ یاست، چې ډېری یې لا هم نوم نه لري.»
د دې ساینسپوه په باور، د دې موضوع له پامه غورځول دروند لګښت لري، او که بېړني ګامونه پورته نه شي، د خاورې د ژوو د تنوع له منځه تګ به د نړۍ کرنیز سیستمونه له ستونزو سره مخ کړي او اقلیمي بېثباتي به چټکه کړي.
څېړنه ټینګار کوي چې د دې وضعیت بدلون د کرنې د طریقو له بدلون څخه پیلېږي. د څېړونکو په وینا، که د مېوو ونې، د لرګیو ونې او د خاورې پیاوړې کوونکي بوټي له کرنیزو حاصلاتو سره یو ځای وکرل شي، د ځمکې حاصلخېزي به زیاته او د خاورې زړښت به کم شي.
د دې څېړنې لیکوالان وایي چې د خاورې له ژوو سره باید هماغسې چلند وشي لکه له نورو ژوو سره، لکه پړانګان او فیلان.