طالبانو د تاجکستان له چارواکو غوښتي چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې کارونه چټک کړي

د طالبانو او تاجکستان د انرژۍ د برخې مسوولانو د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د چټک پرمختګ، تخنیکي همغږۍ او د برېښنا په سکتور کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو او تاجکستان د انرژۍ د برخې مسوولانو د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د چټک پرمختګ، تخنیکي همغږۍ او د برېښنا په سکتور کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اجرایوي رییس ملا عبدالحق همکار د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه سره کتلي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د برېښنا انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا، د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د پرمختګونو او شته ننګونو په اړه خبرې کړې دي.
همدارنګه د پروژې د چارو پر چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو پر حل او د تخنیکي همغږۍ پر پیاوړتیا هم ټینګار شوی دی.
د برښنا شرکت په وینا، ملا عبدالحق همکار د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د همغږۍ او پرمختګ په برخه کې د تاجکستان د انرژۍ د مسوولینو له هڅو مننه کړې او ویلي یې دي چې د انرژۍ په برخه کې ګډې هڅې د سیمې اقتصادي وده او ثبات کې مهم رول لوبولی شي.
طالبانو د تاجکستان د انرژۍ وزیر دلیر جمعه له قوله ویلي، چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژه نه یوازې د سیمهییز اتصال لپاره مهم ګام دی، بلکې د انرژۍ د تبادلې او اقتصادي همکاریو لپاره هم مهم فرصت برابروي.
هغه د دې پروژې د چارو د چټکتیا او همغږۍ په برخه کې د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
یاده دې وي چې کاسا-۱۰۰۰ پروژه د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د برېښنا د لېږد له مهمو پروژو څخه ده چې د عملي کېدو چارې یې په دې وروستیو کې ټکنۍ شوې دي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې د تېر جمهوریت پرمهال د ولسي پاڅونوالو قوماندان ملک دهقان نیولی. ملک دهقان د جمهوریت له پرځېدو وروسته ایران ته تللی و او د طالبانو د اړیکو کمېسیون په غوښتنه بېرته هېواد ته راغلی و.
په ننګرهار او کابل کې باخبره سرچینو نن دوشنبه، د وري پر ۳۱مه وویل، چې د طالبانو استخباراتو ملک دهقان یوه اونۍ وړاندې له خپل زوی سره یوځای نیولی دی.
د ملک دهقان نژدې خپلوان هم تاییدوی، چې نوموړی د طالبانو د اړیکو کمېسیون په غوښتنه هېواد ته راغلی و او ژمنه ورسره شوې وه، چې ټول نیول شوي جایدادونه به یې بېرته ور وسپارل شي.
د نوموړي یو تن خپلوان یې وویل:« ملک دهقان د ننګرهار د ملي امنیت ریاست ځمکې سره خپل شخصي کور درلود او د طالبانو په راتګ سره دغه کور هغوی قبضه کړی او هلته د طالبانو د ملي امنیت یوه څانګه پکې مېشته شوې ده، لاتر اوسه یې نه دی ورته سپارلی.»
ملک دهقان د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه امنیتي پوستې او د سیمه ییزو پاڅونوالو مشري کوله.
د تېر جمهوریت پرمهال هم طالبانو او داعش وسله والو پر ملک دهقان او د هغه پر وسله والو څو ځله بریدونه کړي او ټپونه یې هم خوړلي.
تر اوسه طالبانو د هغه د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی چې یو پخوانی نظامي له ایران څخه تر شړل کېدو وروسته په افغانستان کې نیول کیږي.
تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل په یوه څېړنیز راپور کې د یو شمېر هغو پخوانیو نظامیانو د وژل کېدو خبر ورکړی و چې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي وو. د دغه راپور موندنې ښيي چې طالبان د خپلې «عمومي بښنې» ژمنې ته وفادار نه دي پاتې شوي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا «یوناما» تېر کال د مرغومي په میاشت کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه تر ډسمبر میاشتې پورې د پخواني حکومت لږ تر لږه ۱۴تنه نظامیان وژل شوي دي.
د یوناما د موندنو له مخې، په همدې موده کې د پخواني حکومت د نظامیانو او چارواکو پر وړاندې لږ تر لږه ۲۸ د خپل سرو نیونو، اووه د شکنجې او بد چلندۍ پېښې ثبت شوې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمدعمر داوودزي د ډیورنډ کرښې په اړه د محمدمحقق څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي:« زما لپاره دا یوه فرضي کرښه ده». هغه زیاته کړې، د افغانستان ملت د لویو جرګو له لارې دغه کرښه فرضي بللې او اوس هم دغه پرېکړه د لر او بر ملتونو ده.
محمدعمر داودزي د محمدمحقق تر څرګندونو وروسته ویلي: «زه او محقق د افغانستان ژغورنې د ملي مجمع غړي يو، دا یو لوی بنسټ دی هر یو د بېلابېلو نظریاتو سره ګډون کوي او د رهبري شورا د غړو ترمنځ په ځینو ملي مواردو کې د نظر اختلاف شته».
هغه د ډيورنډ کرښې په اړه زیاته کړې: «د دیورند د کرښې په هکله زما دریځ تل روښانه و. د افغانستان ملت د لویو جرګو له لارې په تېرو کې دغه کرښه فرضي بللې. کله چې مناسب وخت راشي، د دغه کرښې په اړه به لر او بر ملتونه ګډ تصمیم نیسي».
د ښاغلي داودزی په خبره؛ د کورنیو ستونزو له کبله یې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د همدغه ملي شورا په غونډو کې ګډون هم نهدی کړی. نوموړي زیاته کړې، چې له مقامت شورا سره هیڅ تړاو نهلري او هیڅ وخت د جګړې پلوی نهدی.
تر دې وړاندې د وحدت ګوند مشر محمدمحقق د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په برخه کې د هڅو له امله د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر له ستاینې وروسته ویلي و، ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت پېژني.
دغه څرګندونو په خواله رسنیو کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په خپل تازه راپور کې ټینګار کړی، چې روغتیايي زدهکړې او د مرستندویه کڅوړو وېش کولای شي د افغانستان د نجونو د میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال ژوند بدل کړي.
په راپور کې د یوې ۱۶ کلنې کلیوالې نجلۍ کیسه راغلې، چې پخوا یې د میاشتني عادت له امله شرم او اندېښنه احساسوله؛ خو د پوهاوي په غونډو کې له ګډون وروسته یې د خپلې شخصي روغتیا د مدیریت لپاره پر ځان باور ترلاسه کړ.
راپور زیاتوي، چې د هغې نجلۍ فکر له وېرې او شرمه د دغه بهیر د یوه طبیعي او د کنټرول وړ حالت پر لور بدل شوی دی. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې دغه روزنیزې غونډې «حیاتي» دي او پهکې د شخصي حفظالصحې، د صحي توکو خوندي کارونې او د میاشتني عادت د سم مدیریت په اړه معلومات وړاندې کېږي چې له سیمهییزو شرایطو سره برابر دي.
ویل شوي، چې دغه پروګرامونه د اروپایي ټولنې د بشري مرستو په مالي ملاتړ ترسره کېږي او نه یوازې د نجونو پوهاوی زیاتوي؛ بلکې د هغوی لیدلوری هم د دغه طبیعي بهیر په اړه بدلوي.
یاد بنسټ وایي، د دغه کلیوالې نجلۍ تجربه د زدهکړې او صحي اسانتیاوو د ګډ اغېز یوه بریالۍ بېلګه ده چې ښيي نجونې کولای شي له خنډونو تېرې شي او خپله روغتیا په ډاډه زړه مدیریت کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله په افغانستان کې ښځو ته د روغتیايي خدمتونو لاسرسی ستونزمن شوی او روغتیايي مرکزونه او طبي پرسونل په څرګند ډول کم شوي دي.
د اغېزمن روغتیايي سیستم د نشتوالي او د زدهکړو د محدودیتونو له امله ګڼې افغان نجونې لاهم د ټولنیزو دودونو او پخوانیو باورونو له کبله د میاشتني عادت دورې وېره او شرم تجربه کوي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مخکې هم خبرداری ورکړی و، چې د پوهاوي کمښت او د روغتیايي خدمتونو نشتوالی د نجونو جسمي او رواني روغتیا ته جدي ګواښ پېښوي. همدارنګه د افغانستان د څېړونکو شبکې د ۱۴۰۴کال د وري په میاشت کې راپور ورکړی و، چې د طالبانو تر محدودیتونو وروسته ښځو ته د روغتیايي خدماتو لاسرسی نږدې «ناشونی» شوی او روغتیايي مرکزونه او طبي کارکوونکي شاوخوا ۵۰ سلنه کم شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د ۲۰۲۵کال په خپل کلني راپور کې ویلي، سره له دې چې نړۍوالې مرستې دوام لري؛ خو په افغانستان کې بشري وضعیت لاهم کړکېچن دی او شاوخوا ۲۳.۲ مېلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري.
د راپور له مخې؛ یونېسف په تېر زېږدیز کال کې شاوخوا ۱۰ مېلیونه مېندو او ماشومانو ته د خوړو او د خوارځواکۍ د مخنیوي خدمات وړاندې کړي دي. همدارنګه ۴ مېلیونه ماشومانو په ښوونځیو او ښوونیزو پروګرامونو کې د زدهکړې وسایل ترلاسه کړي دي.
راپور زیاتوي، چې ۲.۷ مېلیونه کسانو د پاکو اوبو او حفظالصحې بېړنیو خدمتونو ته لاسرسی موندلی؛ خو بیا هم ۲.۲ مېلیونه نجونې له زدهکړو بېبرخې دي، چې دا د زدهکړې په برخه کې یوه جدي ستونزه ګڼل کېږي.
د یونېسف په وینا؛ دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا ۲.۸ مېلیونه کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، چې دغه کار پر بشري وضعیت فشار نور هم زیاتوي. یونېسف له خپلو شریکانو او د افغانستان له خلکو مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې سره له ټولو ستونزو، افغانان لاهم د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره هڅه کوي.
د راپور په ټکو، د ماشومانو زغم او د کورنیو هڅې د دغه هېواد د دوامداره مقاومت څرګندونه کوي. یاد بنسټ ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د ماشومانو د ژوند د ښهوالي لپاره لاهم پراخو نړۍوالو مرستو ته اړتیا شته.
د طالبانو رییس الوزرا د یوه حکم له لارې ټولو دولتي بنسټونو ته امر کړی، چې خلکو ته د کورونو جوړولو اجازه ورکړي. د دغه حکم له مخې؛ هغه خلک چې «شرعي قباله، د مالیې ټکټ، عرفي سند او یا د جومات د امام تایید» ولري، کولای شي کورونه جوړ کړي.
د طالبانو د رییس الوزرا اداري دفتر په یوه حکم کې خپلو امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې، چې په دې برخه کې هیچا ته ستونزې جوړې نهکړې. یادې ادارې د طالبانو له ښاروالیو او د کور جوړونې له ادارو هم غوښتي، چې تر یوې میاشتې پورې دې د ممنوعه سیمو نقشې مشخصې کړي.
د طالبانو په یاد مکتوب کې راغلي، چې د کورونو جوړونکي دې د ښاري پلانونو د پلي کولو پرمهال هیڅ ډول زیان نه جوړوي. طالبانو زیاته کړې، چې په دغه پلان کې د نوي کابل پروژه نهده شامله. وړاندې پر دې ډلې نیوکې کېدې، چې طالبان خلکو ته د کورونو جوړولو پرمهال اداري او امنیتي ستونزې جوړوي او چاته د کورونو جوړولو اجازه په اسانۍ نهورکوي.
د طالبانو د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور تېره ورځ د یوې غونډې پرمهال ویلي و، چې ډېر ژر به د هېواد په کچه د کورونو جوړولو او محکمو په چارو کې اسانتیاوې رامنځته شي.
له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل راپور ورکړی و، چې په کابل کې د طالبانو له لوري د ودانیزو مقرراتو پرلهپسې بدلونونو ودانیزې چارې ټکنۍ کړې، د زرګونو کارګرو دندې یې لهمنځه وړې دي او د کورونو بازار یې د لوړې بیې، ټیټې عرضې او پراخو اداري مسایلو له امله له ستونزو سره مخ کړی دی.
په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو راستنېدو بهیر تېز شوی دی خو ددې تازه کډوالو نیوکې دا دي، چې طالبان د کورونو د جوړولو اجازه نه ور کوي او بله خوا په ولایتونو کې د کورونو پیدا کېدل ناممکن شوي او یا هم کرایې ډېرې لوړې دي.