د خلکو په خبره؛ له دغه پنډغالي نه د افغانانو له وتلو وروسته کاروبار صفر شوی، رش او شور ختم شوی او ان پر سړکونو او څلور لارو یې اغېز کړی او تش شوي دي. د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال د دغه پنډغالي شاوخوا وضعیت په انځورونو کې را اخیستی.
د بېځایه شویو نړۍوال سازمان له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري اېستلو د دوام په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او له اسلاماباد یې غوښتي، چې دغه بهیر سملاسي ودروي. یاد سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په چټکۍ روانه ده.
د راپورونو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې تراوسه پورې له پاکستان نه تر ۱.۳ مېلیونه ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې شاوخوا ۱۸۴زره په جبري توګه اېستل شوي دي. همداراز یوازې د ۲۰۲۶کال د اپرېل له ۵مې تر ۱۱مې نېټې پورې نږدې ۳۷زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې جبري ستنېدل کولای شي کډوالې کورنۍ او په ځانګړې توګه ښځې، نجونې، خبریالان، پخواني دولتي کارکوونکي او د بشري حقونو فعالان چې تر ټولو ډېر زیانمنونکي دي؛ د ناامنۍ، لوږې، بېوزلۍ او د بشري حقونو سرغړونې په څېر له جدي ګواښونو سره مخ کړي.
د بېځایه شویو نړۍوال سازمان له پاکستان نه غوښتي، چې د افغان کډوالو جبري اېستل سملاسي ودروي، د هغوی نیونې، بنديانول او فشارونه دې پای ته ورسوي او له نړۍوالو بنسټونو سره په همکارۍ په خپله خوښه او خوندي ستنېدو زمینه برابره کړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې افغان کډوال باید د سیاسي فشار وسیله ونه ګرځول شي. د دوی په وینا؛ د افغان کډوالو جبري ستنول هېڅ حل نهدی؛ بلکې یو جدي بشري ناورین دی چې باید ژر تر ژره ودرول شي.