• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: له ایران سره اوربند نه غځوم

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۲۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د بریدونو د بیا پیل کېدو د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د اوربند غځولو ته هیڅ لېوالتیا نه لري. هغه وویل: «زه نه غواړم دا کار وکړم. موږ دومره وخت نه لرو. د امریکا پوځ د دې [بریدونو] د پیل لپاره بې‌تابه دی».

نوموړي د سي شنبي په ورځ له سي‌اېن‌بي‌سي شبکې سره په مرکه کې ویلي امریکا دا مهال په قوي مذاکراتي دریځ کې ده او په پای کې به هغه څه ترلاسه کړي چې دی یې «یو عالي تړون» بولي.

ټرمپ د اوربند د غځولو په اړه وویل: «زه نه غواړم دا کار وکړم. موږ دومره وخت نه لرو».

هغه زیاته کړه چې تمه لري بمبارۍ به وشي او ویې ویل چې د امریکا پوځ د دې د پیل لپاره «بې‌تابه» دی.

ټرمپ وویل: «زه تمه لرم چې بمباري وکړو، ځکه فکر کوم دا د ننوتلو لپاره غوره لاره ده. خو موږ چمتو یو. پوځ د پیل لپاره بې‌تابه دی. هغوی رښتیا هم بې‌ساري دي.»

هغه همدارنګه وویل: «تاسو پوهېږئ، ما د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ په دوره کې پوځ جوړ کړ او اوس ترې کار اخلم.»

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۳

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۴

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

د عبدالله عبدالله پخوانی ویاند: پاکستان له خپلو اوسنیو پولو سره په رسمیت پېژنو

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۱

د عبدالله عبدالله پخواني ویاند مجیب‌الرحمان رحیمي ویلي چې پاکستان د خپلو اوسنیو پولو سره په رسمیت پېژني او ټینګار یې کړی چې له اسلام اباد سره باید هېڅ ډول سرحدي شخړه موجوده نه وي.

رحیمي پر خپل ایکس له افغانستان سره د پاکستان د اوسنیو ځینو سیمو د یوځای کېدو پر غوښتنې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا موضوع دده په وینا، «ملي غوښتنه» نه ده، بلکې یوازې د یوې محدودې ډلې له خوا تعقیبېږي.

هغه زیاته کړې چې د «پښتونستان» موضوع د افغانستان د ځینو پښتنو له لوري مطرح کېږي، خو دا د ده په وینا، د « تاجکانو، هزاره‌ وو، ازبکانو او نورو قومونو غوښتنه نه ده».

د نوموړي په وینا، ځینې کسان هڅه کوي دا موضوع پر نورو وتپي، خو د سیمې د نفوس او سیاسي واقعیتونو له مخې دا ډول ادعاوې له واقعیت سره سمې نه دي.

رحیمي ویلي: «موږ پاکستان له خپلو اوسنیو پولو سره په رسمیت پېژنو او له هېڅ هېواد سره سرحدي او ځمکنۍ شخړه نه لرو، بلکې د هېوادونو ترمنځ د ستونزو حل په خبرو اترو او همکارۍ کې وینو، نه په وېش او نیابتي جګړو کې.»

ناټو: نن موږ له داسې روسیې سره مخ یو چې د مهمو وسلو د کنټرول له ټولو تړونونو وتلې ده

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۴ GMT+۱

ناټو د سې‌شنبې په ورځ د روسیې او چین د اټومي وسلو پر تګلارو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دوی نن له داسې روسیې سره مخ دي، چې د مهمو وسلو د کنټرول له ټولو تړونونو وتلې ده. ناټو ویلي، چې «روسیې د وسلو د کنټرول مهمو ژمنو ته درناوی نه دی کړی».

په یوې اعلامیې کې، د ناټو ۳۲ غړو هېوادونو د اټومي وسلو د نه‌خپرېدو تړون (ان‌پي‌ټي) د «بشپړ پلي کېدو لپاره پر خپلې قوي ژمنتیا» ټینګار کړی. دا تړون له ۱۹۷۰ کال راهیسې د وسلو د کنټرول یو مهم بنسټ ګڼل کېږي.

دا اعلامیه د هغې غونډې تر پیل مخکې خپره شوې چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې وشي. دغه غونډه به د تړون د پلي کېدو ارزونه په داسې حال کې وکړي چې نړیوال وضعیت د روسیې او اوکراین جګړې او د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د شخړو له امله بې‌ثباته دی.

په اعلامیه کې راغلي: «روسیې د وسلو د کنټرول مهمو ژمنو ته درناوی نه دی کړی او د اټومي وسلو په اړه یې بې‌مسولیته ګواښونه کړي دي. چین هم په چټک ډول خپلې اټومي زېرمې زیاتوي، خو دا کار په ښکاره او ډاګیز نه کوي.»

ناټو همداراز ویلي چې غړي هېوادونه «په کلکه د امریکا له خوا د څو اړخیز ستراتیژیک ثبات د هڅو ملاتړ کوي.»

له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د ناټو مرستیال سرمنشي بوریس روګې وویل: «نن ورځ موږ له داسې روسیې سره مخ یو چې د مهمو وسلو د کنټرول له ټولو تړونونو وتلې ده، د اټومي وسلو د لېږد بېلابېل سیستمونه جوړوي او له ۱۹۴۵ کال راهیسې په اروپا کې په تر ټولو لویه جګړه کې ښکېله ده.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او سیمې امنیت ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۳۱ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې د ګډ امنیت تړون سازمان د پارلماني جرګې غونډې ته وویل چې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې بې‌ثباتي جدي اندېښمنوونکې ده. هغه زیاته کړه، چې د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر ضد جګړه دوام لري او باید لا ډېر پام ورته وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د وري پر ۳۱مه د مسکو په غونډه کې چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان پارلماني جرګې د شورا غړو پکې ګډون کړی و، د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې.

هغه وویل چې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې بې‌ثباتي د اندېښنې وړ ده او دا وضعیت پر ټولې سیمې اغېز لري.

لاوروف څرګنده کړه چې په افغانستان کې د ترهګرۍ او نشه یي توکو پر ضد مبارزه روانه ده او دا چاره دا ایجابوي چې روسیه او د سیمې هېوادونه ورته لا زیات پام وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې باید له ګاونډیو او ملګرو هېوادونو، په ځانګړي ډول د ناپېیلو هېوادونو ټولنې او شانګهای همکارۍ سازمان له غړو سره همکاري زیاته شي.

د هغه په وینا، د شانګهای د همکاریو سازمان پراخ پروګرام لري چې موخه یې د ثبات او امنیت ټینګښت دی. لاوروف وویل، د ډله ییز امنیت تړن سازمان، ناپېیلو هېودونو سازمان او شانګهای د همکاریو سازمان عمومي منشیانو په دې وروستیو کې یوه نقشه تصویب کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، سیمه ییز امنیت د ټولو ګډ مسوولیت دی او دا اړتیا شته چې د سیمې هېوادونه او سازمانونه په ګډه د ترهګرۍ، نشه یي توکو قاچاق او بې‌ثباتۍ پر ضد همغږي اقدامات وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د سیمې هېوادونه د امنیتي ګواښونو له اړخه اندېښمن دي خو طالبانو په افغانستان کې د وسله والو ډلو حضور رد کړی دی.

طالبان وايي تېر کال ۱۹ زره ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د زده کړو زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې په تېر ۱۴۰۴ کال کې د کابل، ننګرهار، بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب او کندهار ولایتونو ۱۹ زره کسانو ته د فریلانس کار، کمپیوټر، انګلیسي ژبې، ګرافیک ډیزاین، پروګرامینګ او د موبایل او کمپیوټر ترمیم په برخو کې زده کړې ورکړل شوې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن سې شنبه، د مرغومي پر لومړی نېټه ویلي چې په ۱۴۰۴ کال کې د فریلانسر په توګه په نړیوالو بازارونو کې په انلاین بڼه ۱۵۰۰ ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په ټولو ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو اړوند ښوونیزو مرکزونو کې زرګونو تنو ځوانانو ته د انګلیسي او عربې ژبې، کمپیوتر پروګرامونو، املا او انشاء او ویناوالۍ په برخه کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د شمېرو له مخې ۴۰ خصوصي پوهنتونونو ته په تخفیف سره شاوخوا ۵۰۰۰ ځوانان ور پېژندل شوي دي.

دوی زیاتوی، چې ۳۰۰ بېوزله محصلانو او زده کوونکو ته د لیلیې اسانتیا برابره شوې ده.

یاد وزارت ویلي، چې ځوانانو ته د لا ښو خدماتو وړاندې کولو په موخه ۳۰ کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د همکاریو ناستې شوې دي.

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه ارقام داسې مهال خپریږي، چې په هېواد کې بې کاري او د عصري زده کړو پر ځای دیني زده کړو ته د طالبانو لومړیتوب ددې لامل شوی چې ګڼ ځوانان له هېواده ووځي.

د طالبانو چاپېریال ساتنې رییس د ایکولوژۍ په سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته لاړ

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې ریییس مولوي مطیع‌الحق خالص د یوه پلاوي په مشرۍ د ۲۰۲۶ کال د سیمه‌ییزې ایکولوژۍ په سرمشریزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ.

د یادې ادارې په وینا، دا سرمشریزه غونډه به د چارشنبې په ورځ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پیل شي او درې ورځې به دوام وکړي.

په دې غونډه کې د سیمې د بېلابېلو هېوادونو استازي او د چاپېریال ساتنې متخصصان برخه اخلي.

د ۲۰۲۶ کال د سیمه‌ییزې ایکولوژۍ سرمشریزه په سیمه کې د چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلونونو او د طبیعي سرچینو د دوامدار مدیریت په برخو کې د ګډو ننګونو د حل لپاره د هېوادونو د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه جوړېږي.