د پخوانۍ ولسي جرګې د مرستیال ظاهر قدیر ورور عبدالقهار قدیر نیوکه کړې، چې د کینیا حکومت له لوري امریکا ته د هغه د ورور سپارنه ظالمانه او سیاسي پرېکړه بللې ده.
نوموړي ویلي، ظاهر قدیر پرته له کوم قانوني سند یا ثبوت، د امریکا په امر او د استخباراتي دسیسو له کبله سپارل کېږي.
د کینیا سترې محکمې تېره ورځ پرېکړه کړې چې د نشهيي توکو او وسلو د قاچاق او کاروبار په تور به د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې پخوانی مرستیال ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري. نایروبي کې دغه محکمې ویلي چې د نشهيي توکو اړوند د نړیوالو اصولو او ژمنو په لړ کې یې دغه پرېکړه کړې ده.
د ظاهر قدیر کورنۍ دا پرېکړه د نړیوالو اصولو او بشري حقونو خلاف ګڼلې او ټینګار یې کړی، چې د هغه پر وړاندې تورونه بې بنسټه دي. د قدیر د کورنۍ په وینا، دا اقدام د دوی د بدنامولو لپاره یوه لویه دسیسه ده او د «افغان ملت پر یووالي به هېڅ ډول منفي اغېز ونه لري».
قهار قدیر وایي: «باور لرم چې دا ډول ظالمانه او سیاسي پرېکړې زموږ د کورنۍ حیثیت ته زیان نه رسوي، بلکې ملت نور هم یو موټی کوي او د بهرنیو استخباراتي لوبو پر وړاندې ولاړ پاتې کېږي».
د قدیر کورنۍ دا هم زیاته کړې، چې دا ډول غیرعادلانه او ظالمانه پرېکړې د ملتونو تر منځ د نفرت سبب ګرځي او راتلونکو نسلونو ته به ناوړه عواقب ولري. دوی هیله ښودلې چې یوه ورځ به «حق بریالی شي او دښمن به رسوا شي».
د پاکستان حکومت ویلي چې له افغانستان سره د سرحدي شخړو او سوداګریزو لارو د پرله پسې بندېدو له امله یې د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره یو نوی بدیل سوداګریز مسیر فعال کړی.
له دغه مسیره د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه له قرغیزستان څخه د خنجراب غاښي او وچ بندر له لارې پاکستان ته رسېدلې ده.
د پاکستان د ملي لوژستیکي شرکت په وینا، دا لاره اوس د قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او ازبکستان نه د کراچۍ بندر ته مستققیم لاسرسی برابروي.
پاکستاني چارواکي وايي، دغه نوې سوداګریزه لاره افغانستان «بای پاس» کوي او پاکستان د سیمهییز ټرانزیت لپاره د یوه مهم مرکز په توګه معرفي کوي، خو د سوداګریزو چارو کارپوهان دغه لاره خورا اوږده او ګرانبیه ارزوي.
د عرب نیوز د راپور لهمخې، دا پرمختګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا، سرحدي نښتو او امنیتي اندېښنو په پایله کې شوی، چې د دودیزو سوداګریزو لارو فعالیت یې محدود کړی دی.
د منځنۍ اسیا هېوادونه له پخوا راهیسې د ګاونډیو هېوادونو پر لارو تکیه لري، خو پاکستاني چارواکي وايي، چې اوس اسلاماباد د خنجراب له لارې نوی بدیل وړاندې کوي.
بلخوا، پاکستاني چارواکي که څه هم د دغه نوي مسیر فعالېدل د ثبات لپاره مهم بولي، خو ځینې پاکستاني سوداګر اندېښنه لري چې د چین له لارې دا لاره اوږده ده او د توکو په لېږد رالېږد کې پرې اضافي وخت او لګښت راځي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري چټکه شوې وه او کچه یې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه، خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه صفر ته ټیټه شوې او دواړه لوري د نویو بدیلو لارو په لټه کې دي.
ویل کېږي روغتیاپاله د اکسیجن لګولو په حال کې وه، خو د ناروغې پلار ناڅاپه غبرګون ښودلی او پر هغې یې فزیکي برید کړی دی.
د سرچینو په وینا، د سپکاوي او لفظي توهین له امله روغتیاپاله تر سخت فشار لاندې راغلې، بېهوښه شوې او پر ځمکه غورځېدلې ده. وروسته په سد شوې او د دغه چلند پر ضد یې اعتراض کړی دی.
سرچینې زیاتوي چې مولوي بشیرالدین له پېښې وروسته یوه سیمهییز طالب چارواکي مولوي طیب ته زنګ وهلی او ادعا یې کړې چې روغتیاپالې مقدساتو ته سپکاوی کړی، خو سرچینې دا ادعا د فشار راوړلو هڅه بولي.
ویل کېږي مولوي طیب چې اوس د طالبانو د ښاروالۍ کارکوونکی دی او پخوا په امنیتي برخه کې هم پاتې شوی، له خپل نفوذ نه ناوړه ګټه اخلي.
له پېښې وروسته د روغتون ډاکټرانو او کارکوونکو د طالبانو نظامي څارنوالۍ ته رسمي شکایت سپارلی، خو تر اوسه یې په اړه هېڅ اقدام نه دی شوی. همدارنګه ویل کېږي چې روغتیاپالې د بدخشان علماوو شورا ته هم شکایت کړی، خو هلته هم پېښه نه ده تعقیب شوې.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر کتابونو، فرهنګي فعالیتونو او د چاپ او پلور پر بهیر پراخ بندیزونه او سانسور پلي کړي او ګڼ کتابونه یې په بېلابېلو نومونو له کتابتونونو راټول کړي او د ځینو پر خرڅلاو او واردولو یې بندیز لګولی دی.
د طالبانو د «کتاب ارزونې کمیسیون»د کتابونو ارزونه کوي او هغه اثار ردوي چې د دوی له فکري لیدلوري سره برابر نه وي.
راپورونه ښيي چې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې دولتي او خصوصي کتابتونونه پلټلي او د ګڼو کتابونو، خپرونو او ادبي او هنري اثارو خرڅلاو او وېش یې بند کړی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتابتونونو ریاست ویلي چې په ټول هېواد کې ۱۰۹ عامه کتابتونونه فعال دي چې شاوخوا ۵۰۰ زره کتابونه پکې ساتل کېږي. چارواکي وایي هڅه کوي چې سږ کال نوي کتابونه هم وپېري او ټولو کتابتونونو ته یې ووېشي.
خو د طالبانو دا هڅې او د کتاب نړیوالې ورځې نمانځل پر کتاب او د چاپ او خپراوي بر بهیر ددې ډلې له سانسور سره هممهاله دي.
په کابل کې کتاب پلورونکي وايي، چې د طالبانو د کتاب ارزونې کمیسیون یوازې د هغو کتابونو د خپراوي اجازه ورکوي، چې ددوی له تګلارو سره برابر وي.
د کابل ښار یوه خپرندوی افغانستان انټرنشنل ته له نومښودنې پرته وویل، چې په تېر کال کې یې د طالبانو اطلاعاتو او کولتور وزارت ته د څو کتابونو نوملړ ورکړی، خو ډېری کتابونه له «اسلامي او ملي ارزښتونو» سره د ټکر په نامه له نوملړه اېستل شوي او د چاپ اجازه یې نه ده ورکړې.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د ۱۴۰۴ کال په وږي میاشت کې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته لارښودونه واستول، چې د درسي توکو د کارونې او محتوا په اړه پکې یادونه شوې وه. په لارښودونو کې پر ۱۸ مضامینو او شاوخوا ۷۰۰ کتابونو او درسي سرچینو بندیز ولګېد او استادان د ځینو هغو کتابونو له تدریس نه منع شول، چې له ایران نه وارد شوي وو.
دغه راز د طالبانو ادارې د ښځو پر کتابونو بندیز ولګاوه او ددې ډلې د لوړو زده کړو وزارت پوهنتونونو ته سپارښتنه وکړه، چې د تېر جمهوري نظام یو شمېر درسي کتابونه له «شریعت سره د ټکر له امله» باید نور تدریس نه شي.
د طالبانو د کتاب ارزونې کمیسیون په تېرو څلورو کلونو کې د افغان لیکوالو په سلګونو عنوانه کتابونه له «اسلامي او ملي ارزښتونو سره د ټکر» په پلمه له کتابتونونو ټول کړل او پر چاپ، خپراوي او خرڅلاو یې بندیز ولګاوه.
د کتاب پلورنځیو مسوولان وايي، چې دوی ته د سلګونو کتابونو نوملړ سپارل شوی، چې له چاپ او خپراوي او په کتابتونونو کې له کېښودو او خرڅلاو به یې ډډه کوي. په دغو کتابونو کې ډېر داسې کتابونه هم شامل دي، چې سیاسي او مذهبي رنګ نه لري.