• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو مخالفانو په ترکیه کې پر افغانستان د سیمه‌ییزو تحولاتو د اغېزو په اړه ناسته وکړه

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۴۴ GMT+۱

یو شمېر افغان سیاسي څېرو، کارپوهانو او مدني فعالانو په انقره کې د یوې غونډې په ترڅ کې پر افغانستان د سیمه‌ییزو تحولاتو د اغېزو په اړه ناسته وکړه. دا غونډه د «راه لاجورد» د څېړنې او پالیسۍ مرکز له لوري جوړه شوې وه.

د غونډې تنظیموونکو د جمعې په ورځ وویل، چې دا ناسته د سیاسي څېرو، څېړونکو او مدني ټولنو استازو ترمنځ د خبرو اترو لپاره یو پلیټ فارم برابروي. د لاجورد یولي مرکز په خپاره شوي بیان کې راغلي، چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له ژورو ننګونو سره مخ شوی او د نړیوالو قدرتونو په جوړښتونو کې بدلونونو د هېواد دننه د حکومتدارۍ او مشروعیت په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې د طالبانو ضد سیاستوال، کارپوهان او د ښځو د حقونو فعالان ګډون لري.

په بیان کې ټینګار شوی چې په نړیوال سیسټم کې د لویو قدرتونو ترمنځ سیالۍ او د سیمه‌ییزو اتحادونو بیا تنظیم د افغانستان پر سیاسي منظر د پام وړ اغېزه کړې ده.

ګډونوالو ټینګار وکړ، چې افغانستان ته باید نور یوازې د امنیتي لیدلوري له لارې ونه کتل شي، بلکې اړتیا ده چې د یوه سیاسي لوبغاړي په توګه وڅېړل شي.

د مدني او سیاسي ټولنو استازو به په دغه ناسته کې د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکو حل لارو اړه د دوو ورځو لپاره خپل بحثونه جاري وساتي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د کډوالو راستنېدو د افغانستان نفوس ۱۰ سلنه زیات کړی دی

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۵۲ GMT+۱
ملګري ملتونه: د کډوالو راستنېدو د افغانستان نفوس ۱۰ سلنه زیات کړی دی
100%

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام د افغانستان څانګې مشره سټیفاني لوس وایي، چې د کډوالو دغه لویه څپه پر بنسټیزو جوړښتونو او عامه خدماتو بې‌ساری فشار راوستی او د افغانستان لپاره یې لویه ننګونه رامنځته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام (یو اېن‌ هبیتات)د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۲،۸ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې له دې سره د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې د راستنېدونکو ټول شمېر له درې میلیونو اوړي. ملګري ملتونه وړاندوینه کوي که دا بهیر په ۲۰۲۶ کال کې هم دوام وکړي، نږدې دوه میلیونه نور کسان به هم بېرته افغانستان ته ستانه شي.

سټیفاني لوس په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په افغانستان کې څه باندې ۳ میلیونه او ۶۰ زره کسان د کورني بې‌ځایه شویو په توګه ثبت شوي دي، چې دا د هېواد د ټول نفوس شاوخوا ۶ سلنه جوړوي. نوموړې ټینګار وکړ چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د بې‌ځایه کېدو اصلي لامل جګړه نه، بلکې د اقلیمي بدلون اغېزې دي، ځکه افغانستان د اقلیم له پلوه د نړۍ د ۱۰ زیانمنو هېوادونو په ډله کې راځي.

د راستنېدونکو د وضعیت په اړه لوس وویل، چې ډېری دا کسان له سختو ستونزو سره مخ دي او که څه هم په لومړي سر کې خپلو پلرنیو سیمو ته ځي، خو د کلونو مسافرۍ له امله یې هلته اړیکې کمزورې شوې وي. همدا لامل دی چې ډېری یې ښارونو ته کډه کېږي ترڅو کاري فرصتونو ته لاسرسی ومومي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، دا مهال ښايي د افغانستان ۷۰ سلنه ښاري سیمې غیر رسمي او له پلان پرته جوړې شوې وي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکې ټینګار کړی چې د دغو کسانو دوامداره مدغم کېدل، د مناسب کور چمتو کول، د ځمکې حق، پاکو اوبو، روغتیايي خدماتو او زده‌کړو ته لاسرسی تر ټولو لویې ننګونې دي چې د هوارولو لپاره یې جدي پاملرنې ته اړتیا شته.

کاناډايي سناتوره: د افغانستان راتلونکی یوازې د خلکو په رېښتیني ګډون جوړېدای شي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۵۸ GMT+۱
کاناډايي سناتوره: د افغانستان راتلونکی یوازې د خلکو په رېښتیني ګډون جوړېدای شي
100%

د کاناډا سناتورې ماریلو مک فېډران په اوټاوا کې د افغانستان په اړه یوې غونډې ته ویلي، چې د افغانستان راتلونکی یوازې د دغه هېواد د خلکو په رېښتیني ګډون جوړېدای شي. هغې ټینګار وکړ: «په افغانستان کې تل‌پاتې سوله له عدالت، پراخ ګډون او د ټولو غږونو له اورېدو پرته ناشونې ده».

مک‌ فېډران د افغانستان د راتلونکي په اړه ویلي، نن تر بل هر وخت ډېره اړتیا ده چې ښځې، ځوانان، روڼ اندي او د ټولنې مشران په یوه ګډ لیدلوري کې سره راټول شي. دغه ناسته د اوټاوا د مشورتي پروسې په نوښت د اوټاوا پوهنتون د نړۍوالو پالیسیو د مطالعاتو مرکز په همکارۍ ترسره شوه.

د یادې ناستې د اعلامیې له مخې؛ د دغه ناستې اصلي موخه د افغانستان راتلونکي انځورول و.

سیاسي، ټولنیز، اقتصادي وضعیت، بشري او د ښځو حقونه، سیاسي مشروعیت، د کډوالو کړکېچ او د طالبانو له‌خوا پر خلکو لګول شوي محدودیتونه په دغه ناسته کې د بحث وړ موضوعات وو.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې سیما سمر هم په دغه غونډه کې د افغانستان د وضعیت د ښه‌والي لپاره پر ګډ مسوولیت ټینګار وکړ. هغې وویل: «افغانستان د دغه ستونزمن پړاو څخه د وتلو لپاره په خبرو اترو کې زړورتیا او د ګډ مسولویت منلو کې صداقت ته اړتیا لري».

اغلې سمر ټینګار وکړ: «د تېرو تېروتنو د تکرار پر ځای موږ باید د داسې راتلونکي په جوړولو تمرکز وکړو، چې په‌کې انساني وقار، د ښځو او نجونو حقونه او د خپل برخلیک په ټاکلو کې د خلکو حق د هرې سیاسي پرېکړې اصلي محور اوسي».

په یوه ورځ؛ له پاکستان او ایران نه تر ۵زره زیات کډوال افغانستان ته ستانه شول

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۱۵ GMT+۱
په یوه ورځ؛ له پاکستان او ایران نه تر ۵زره زیات کډوال افغانستان ته ستانه شول
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۳مه) له ایران او پاکستان نه ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ چې ټول‌ټال ۵زره او ۶۸۴ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

یاد کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې، د نیمروز د ورېښمو پله، د هرات د اسلام‌کلا او د هلمند د بهرامچې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له‌مخې؛ له دې ډلې ۸۳۹ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۹۲ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لاری، ۸۵ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې، ۴۷ کورنۍ د هرات د اسلام‌کلا او ۴ کورنۍ د هلمند بهرامچې له لارې له پاکستان او ایران نه ستنې شوې دي.

طالبانو زیاته کړې، په همدې ورځ یې ۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴زره او ۸۵۳ ته رسېده؛ خپلو مېنو ته لېږدولې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او ایران له لوري په جبري توګه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ له نږدې دوو کلونو راهیسې دوام لري.

سانسور او له طالبانو وېره؛ د هغه پلورنځیو کیسې چې ورځ تر بلې تش شوي دي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۳۳ GMT+۱
سانسور او له طالبانو وېره؛ د هغه پلورنځیو کیسې چې ورځ تر بلې تش شوي دي
100%

د اپرېل ۲۳مه د کتاب نړۍواله ورځ ده. یونسکو دغه ورځ د نسلونو او کلتورونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره د کتاب د رول لوبولو فرصت بولي؛ خو په افغانستان کې دغه اړیکه د سانسور او د هغو کتابونو د بندیز تر فشار لاندې ده، چې د طالبانو له عقایدو سره په ټکر کې ګڼل کېږي.

د ښځینه لیکوالانو د کتابونو په ګډون ځینې کتابونه له پوهنتونونو او کتابتونونو ټول شوي دي.

له پوهنتونونو د کتابونو ټولول

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته یو له مهمو بدلونونو څخه د ښوونیز نصاب پراخ بدلون دی. د یونسکو او یونېسف د ۲۰۲۵کال راپور وايي، چې ۱۸ مضمونونه حذف شوي او په پوهنتونونو کې د زده‌کړیالانو له‌خوا د ۶۷۹ کتابونو او درسي سرچینو کارول منع کړای شوي دي.

طالبان وایي، دغه کتابونه یې له دې امله ټول کړي چې د کلتوري او مذهبي ارزښتونو سره په ټکر کې وو.

تېر کال د کتابونو په اړه د طالبانو محدودیتونه لازیات شول. طالبانو ډیموکراسي، بشري حقونه او د ښځو د مطالعاتو مضمونونه هم له نصابه لرې کړي دي.

له بازارونو د کتابونو راټولول او بندیز

د طالبانو بندیزونه او تګلارې یوازې تر پوهنتونونو پورې محدوده نه‌دي. د ځینو راپورونو له مخې؛طالبانو لږ تر لږه ۵۰زره کتابونه له کتاب‌پلورنځیو او خپرندویانو څخه په کابل کې ټول کړي دي.

یادې ډلې کتابتونونو ته د سلګونو ممنوعه کتابونو نوملړونه هم سپارلي دي. د دغه محدودیتونو پر دوام د هرات په ګمرک کې د طالبانو چارواکي وارداتي کتابونه هم څېړي او هغه کتابونه چې د دوی د دیني، حکومتي یا ارزښتي لیدلوري سره په ټکر کې وي، هېواد ته د راوړلو اجازه نه ورکوي.

د ځوان نسل د خوښې وړ کتابونه ورک شوي

یو افغان لیکوال داوود عرفان افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د ځینو کتابونو بندیز او د ځانګړو کتابونو محدود وېش د دې لامل شوی چې ټولنه له مطالعې واټن واخلي. نوموړی وايي، هغه کتابونه چې د ځوان نسل له ذوق سره برابر وو؛ نور په بازار کې نه موندل کېږي.

په داسې حالاتو کې ځینې خلک ډیجیټلي کتابونو ته د بدیل په سترګه ګوري؛ خو دغه لاره هم له جدي محدودیتونو سره مخ ده. نړۍوال بانک وايي، چې په ۲۰۲۴کال کې یوازې ۱۶ سلنه د افغانستان خلکو انټرنېټ ته لاسرسی درلود. همدارنګه د یونسکو او یونېسف راپور ښيي، چې ۷۹ سلنه ښوونځي برېښنا نه‌لري.

سربېره پر دې د ډیجیټلي تادیاتو سیستم ستونزې هم د انلاین کتابونو لاسرسی محدود کړی دی. داوود عرفان وايي، چې ډېری کتابونه په ډیجیټلي بڼه هم نه‌شته او د برېښنا، انټرنېټ او تخنیکي امکاناتو نشتوالی د دې لارې پراخ استعمال مخه نیسي.

وېرې د کتابونو ځینې ویترینونه تش کړي

په هرات کې یو کتاب پلورونکی چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو له امله په افغانستان کې د مطالعې بهیر چې مخکې هم کمزوری و؛ اوس بحراني حالت ته رسېدلی دی.

هغه وايي طالبان د بشري حقونو، مینې کیسو، ځینو ناولونو، د عشقي شعرونو کتابونو او حتی هغو مذهبي کتابونو سره مخالفت لري چې په کې د شیعه مذهب یا د مسیحیت او یهودیت په اړه معلومات ورکړل شوي وي.

د هغه په وینا؛ مخکې تر ټولو ډېر پلور د هغو کتابونو و، چې په پوهنتونونو کې کارېدل، په ځانګړي ډول د حقوقو او سیاسي علومو کتابونه؛ خو اوس د طالبانو د محدودیتونو او ناوړه اقتصادي وضعیت له امله د دغه کتابونو پلور یا بند شوی او یا تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

هغه وايي، چې په وروستیو کلونو کې سیاسي کتابونو هم نسبتاً ښه بازار درلود؛ لکه د افغان او بهرنیو سیاست‌والو خاطرات او د سیاسي څېرو په اړه کتابونه لکه د احمدشاه مسعود اړوند اثار.

دغه کتاب پلورونکی وايي، چې دغه کتابونه هېڅکله په ویترینونو کې نه اېښودل کېږي. د هغه په وینا، که څه هم طالبانو په ښکاره څه نه‌دي ویلي؛ خو کتاب پلورونکي پوهېږي چې دغه ډول کتابونه باید په ویترین کې ونه ښودل شي او یوازې د پېرېدونکي د غوښتنې پر مهال پلورل کېږي.

هغه همدارنګه وايي، چې د جمهوریت پرمهال نږدې هرکال د کتاب نندارتونونه جوړېدل او دغه نندارتونونه د کتاب پلور ته وده ورکوله؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېر لږ نندارتونونه جوړ شوي، چې ډېری یې یوازې دیني کتابونه رانغاړي.

د محدودیتونو پر وړاندې چوپه مبارزه

سره له دغه محدودیتونو د مطالعې د فرهنګ ژوندي ساتلو هڅې د کوچنیو ډلو ترمنځ لاهم روانې دي. د ګارډین د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ راپور ښيي، چې په افغانستان کې د ښځو ځینې ډلې په پټه سره راټولېږي او د کتابونو په اړه خبرې کوي.

د «ورلډ پاپولېشن ریویو» ویب‌پاڼې شمېرې ښيي، چې افغانستان د کتاب لوستلو له پلوه د نړۍ په وروستي کتار کې دی. افغانان په منځنۍ کچه په کال کې ۲.۵۶ کتابونه لولي او ۵۸ ساعته مطالعه کوي.

په دې نوملړ کې امریکا په کال کې د ۱۷ کتابونو په منځنۍ کچې سره لومړی ځای لري. ورپسې هند د ۱۶ کتابونو، برېتانیا د ۱۵، فرانسه د ۱۴ او اېټالیا د ۱۳ کتابونو په لوستلو سره په پرله‌پسې توګه دوی، درېیم، څلورم او پنځم ځایونه خپل کړي دي.

د دغه معلوماتو له مخې؛ د امریکا وګړي په کال کې په منځنۍ توګه ۳۵۷ ساعته مطالعه کوي، په هند کې دغه شمېر ۳۵۲ ساعته، په برېتانیا کې ۳۴۳، په فرانسه کې ۳۰۵ او په اېټالیا کې ۲۷۸ ساعته دي.

راپورونه ښيي، چې د کتاب لوستلو کلتور نه پراختیا او د خلکو اقتصادي ستونزې په افغانستان کې د مطالعې کچه ټیټه کړې ده. همدارنګه، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدو د مطالعې پر وړاندې د علاقې کمېدو لامل شوي دي.

یونسکو وايي، په ۲۰۲۲کال کې د افغانستان د سواد کچه ۳۷.۳ سلنه وه چې د ښځو لپاره ۲۲.۶ سلنه او د نارینه‌و لپاره ۵۲.۱ سلنه ثبت شوې ده. یونېسف هم ویلي، چې ۹۳ سلنه ماشومان د لومړنیو زده‌کړو تر پایه لاهم د لوستلو بنسټیز مهارت ته نه‌دي رسېدلي.

کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد طرحې د امریکايي استازو او مخکښو څېرو غوسه راپارولې

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۹ GMT+۱
کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد طرحې د امریکايي استازو او مخکښو څېرو غوسه راپارولې
100%

په امریکا کې ګڼو سیاسي، پوځي او رسنیزو مخکښو څېرو د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه طرحې ته غبرګون ښودلی، چې له مخې یې تر زرو ډېر هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی؛ له قطر نه کانګو ته لېږدوي.

تازه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکوال نیکلاس کرېستوف پر اېکس پاڼه لیکلي دي: «افغان ژباړونکو د امریکايي سرتېرو د ژوندي پاتې کېدو لپاره له ډونالډ ټرمپ څخه ډېر کار کړی دی».

په دغه کسانو کې ژباړونکي، د افغانستان پخواني ځانګړي ځواکونه او د هغو کسانو کورنۍ شاملې دي، چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و او کلونه یې په قطر کې د امریکا په پوځي اډه کې د ځانګړې کډوالۍ ویزو ترلاسه کولو په تمه تېر کړي دي.

جېمز ستاوریدیس چې په افغانستان کې د ناټو پخوانی قوماندان و، هم په تند غبرګون کې لیکلي: «شرم دې وي پر موږ، موږ باید هغه زړور افغانان هېر نه‌کړو چې زموږ ترڅنګ د طالبانو پر وړاندې ولاړ وو. دا زما لپاره د منلو وړ نه‌ده، چې موږ هغوی امریکا ته انتقال نه‌کړو».

امریکايي سناتور اد مارکي په یوه تنده اعلامیه کې ویلي دي: «د کډوالو د منلو پروګرام له درولو وروسته د ټرمپ حکومت اوس غواړي له زرو ډېر زموږ افغان ملاتړي د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته واستوي، هغه هېواد چې له ژور بشري ناورین سره مخ دی. په دغه کسانو کې ماشومان او د هغو کسانو کورنۍ شاملې دي، چې زموږ له ځواکونو سره یې مرسته کړې ده. دا ښکاره خیانت دی».

یو پخواني امریکایي سرتېري ریچارد اوجدا هم په یوه پیغام کې لیکلي دي: «دغه اقدام ما سخت ځوروي. ما کلونه هڅه وکړه، چې خپل ژباړونکي امریکا ته راولم؛ ځکه هغوی زموږ ژوند وژغوره. د هغوی له ډلې یو ۱۵ کلن هلک و، چې له جدي ګواښ سره مخ و؛ خو بیا یې هم زموږ لپاره کار کاوه او خپل هر څه یې له ګواښ سره مخ کړي وو».

د راپورونو له مخې؛ د ټرمپ حکومت وروسته له هغه چې امریکا کې د افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرام ودراوه، درېیمو هېوادونو لکه کانګو ته د دغه کسانو د لېږد لړۍ ارزوي. د ټرمپ حکومت د افغانستان په څېر هېوادونو څخه د کډوالو د منلو لړۍ درولې او افغان وګړي نور امریکا ته د سفر حق نه‌لري. افغان کډوال په قطر کې د السیلیه په پوځي پنډغالي کې د کډوالۍ تګلارو او پرېکړو تاوان پرې کوي.

یادې ډلې کلونه له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او اوس په ناروښانه حالت کې بندپاتې دي. د کانګو دیموکراتیک جمهوریت هم له هغو هېوادونو څخه دی، چې له بشري ناورین، پراخې ناامنۍ او وسله‌والو نښتو سره مخ دی.

د امریکا حکومت لاتراوسه دغه طرحه په رسمي ډول نه‌ده تایید کړې؛ خو د کډوالو د حقونو ملاتړو بنسټونو دا «غیراخلاقي او خطرناکه» بللې او خبرداری یې ورکړی، چې دغه ډول پرېکړه کولای شي د امریکا پر راتلونکو ملاتړ کوونکو اغېز وکړي او د باور کچه په جدي ډول کمه کړي.