د روغتیا نړیوال سازمان د ملاریا د نړیوالې ورځې په اړه په خپور کړي راپور کې ویلي، که څه هم په تېرو دوو لسیزو کې د ملاریا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پرمختګ شوی او د ۲۰۰۰ کال راهیسې شاوخوا ۲،۳ میلیارده پېښې او ۱۴ میلیونه مړینې مخنیوی شوې دي، خو تازه شمېرې ښيي چې پرمختګ ټکنی شوی او حتی د مړینو کچه یو څه لوړه شوې ده.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې ۳۷ هېوادونو له زرو کمې پېښې ثبت کړې او ۴۷ هېوادونه له ملاریا پاک اعلان شوي، خو لا هم دا ناروغي په ګڼو هېوادونو کې جدي ګواښ ګڼل کېږي.
د سازمان عمومي مشر ډاکټر تدروس ادهانوم غبریسوس، د ملاریا نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي: «اوس موږ د ملاریا د پای ته رسولو لپاره بېساری فرصت لرو، خو باید همدا اوس اقدام وکړو او دا فرصت له لاسه ورنه کړو.»
هغه زیاته کړې چې نوي واکسینونه، درملنې، پرمختللې جالۍ او نوې ټکنالوژۍ، لکه د ماشو جنیټیک بدلون د دې امکان رامنځته کړی چې «په خپل ژوند کې د ملاریا ختمېدل یو واقعي هدف وګرځي.»
راپور خبرداری ورکوي چې د درملو پر وړاندې مقاومت، د حشرهوژونکو کمزوری اغېز، د تشخیص ستونزې، او د اقلیم بدلون، جګړې او بشري بحرانونه د دې ناروغۍ د بیا پراخېدو لامل کېږي. همدارنګه، د تمویل لوی کسر هم د مبارزې هڅې له خطر سره مخ کړې دي.
په افغانستان کې هم د ملاریا وضعیت د اندېښنې وړ دی. د شته معلوماتو له مخې، هر کال له ۲۰۰ زرو زیاتې پېښې ثبتېږي او د هېواد شاوخوا ۷۰ سلنه خلک د خطر په سیمو کې ژوند کوي، په ځانګړي ډول ختیځ ولایتونه تر ټولو ډېر اغېزمن دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي چې: «د نننیو وسایلو او امکاناتو سره، هېڅوک باید د ملاریا له امله ژوند له لاسه ورنه کړي.»
دا څرګندونې د «ملاریا د له منځه وړلو لپاره خپرې شوي او اوس یې کولی شو، اوس یې باید وکړو» تر شعار لاندې د نړیوال کمپاین د پیل په ترڅ کې شوې دي، چې موخه یې د دې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړیوالو هڅو پیاوړتیا ده.