د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې رییس مطیعالحق خالص او ورسره مل پلاوي هم په دغې غونډه کې ګډون کړی وو. سرمشریزه کې ګډونوالو د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډو اقداماتو پر پیاوړتیا، د اوبو سرچینو مؤثر مدیریت، د شنو ټکنالوژیو پراختیا او د چاپېریالي ستونزو د حل لپاره پر سیمهییزو همکاریو ټینګار وکړ. همداراز، د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو لپاره د ګډو عملي پروګرامونو پر پلي کېدو او له نړیوالو بنسټونو سره د همغږۍ پر زیاتوالي هوکړه وشوه.
د غونډې پرېکړو کې د ارال سمندر پر ساتنې ټینګار شوی او د دې تاریخي چاپېریالي بحران د حل لپاره د نړیوالو هڅو د پراخولو غوښتنه هم شوې ده. سربېره پر دې، د اوبو کمښت، د هوا ککړتیا او د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو پر وړاندې د ګډو اقداماتو اړتیا یاده شوې ده.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د شنبې په ورځ (د غويي ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یادې سرمشریزې په تخصصي ناستو کې د کثافاتو مدیریت، دوراني اقتصاد، دقیقو معلوماتو نشتوالی، ډیجیټلي حللارې او د مصنوعي ځیرکتیا سیستمونو کارونې پر موضوعاتو ژور بحثونه وشول. ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د ډیجیټلي او نوې ټکنالوژۍ کارول کولی شي هېوادونه له ارزونې څخه عملي اقداماتو ته ورسوي.
د مرکزي اسیا هېوادونو استازو څرګنده کړه، چې د طبیعي مناظرو بیا رغونه او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت لوړول د سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري. همدارنګه، د اقلیمي تمویل د زیاتوالي اړتیا هم مطرح شوه، څو ګډې پروژې په اغېزناک ډول پلي شي.
په دغو ناستو کې دا هم روښانه شوه، چې مرکزي اسیا د اقلیم بدلون له امله له تر ټولو زیانمنو سیمو څخه ده. د یخچالونو وېلې کېدل او پر اوبو د فشار زیاتوالی د اوبو سرچینو، کرنې او اقتصاد لپاره یې جدي ګواښونه رامنځته کړي دي.
له اقلیم سره د سازګاره ځمکې کارونې طریقو په اړه هم ناسته وشوه، چې پهکې د ځمکې د تخریب او دښتي کېدو پر مخنیوي بحث وشو. ګډونوالو دا ستونزه د خوړو خوندیتوب لپاره جدي ننګونه وبلله.
د سرمشریزې په درېیمه ورځ په چاپېریال سکتور کې د عصري ډیجیټلي حللارو او مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژیو د کارونې په اړه ځانګړې ناسته ترسره شوه، چې پهکې د نوې ټکنالوژۍ رول د چاپېریالي مدیریت په ښه والي کې مهم وبلل شو.
همدارنګه «په مرکزي اسیا کې د وختي خبرداري او د ناورین د خطر کمولو همکارۍ» تر عنوان لاندې ناسته کې د GLOFCA پروژې عملي پایلې وړاندې شوې او پهکې د یخچالي جهیلونو څارنه، د وختي خبرداري سیستمونو پلي کېدل او د ټولنې پر بنسټ د خطر کمولو اقدامات مهم وبلل شول.
د طالبانو خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ورسره هممهاله، «له اقلیمي خطرونو تر سوداګریزو فرصتونو» تر عنوان لاندې ناسته کې ګډونوالو د چاپېریالي ننګونو د پانګونې پر فرصتونو، د سوداګرۍ ستراتیژیو کې د اقلیم موضوع ادغام او د شنو مالي میکانیزمونو پر پراختیا بحثونه وکړل. د سرمشریزې د اهمیت له امله د اقلیم، ایکولوژۍ او سیمهییز اتصال موضوعاتو پراخ نړیوال پام ځانته رااړولی وو.
د مرکزي اسیا د چاپېریالي فعالیتونو د ارزونې سیمهییز بهیر هم په رسمي ډول پیل شو. د وزیرانو په کچه ناسته کې د سیمهییزو لومړیتوبونو، همکارۍ او د تمویل میکانیزمونو پر ټاکلو بحث وشو. دا نوښت د اقلیم بدلون، د اوبو کمښت، د یخچالونو وېلې کېدو او د ځمکې د تخریب په څېر ګډو ننګونو ته د همغږي ځواب رامنځته کولو لپاره پیل شوی دی.
همداراز، د مرکزي اسیا لپاره د هوا د کیفیت پالیسۍ دویم سیمهییز ډایلاګ هم ترسره شو، چې پهکې د چاپېریال وزیرانو د هوا د ککړتیا د کمولو او د صنعت د عصري کېدو پر عملي لارو چارو بحث وکړ. د سختو چاپېریالي مقرراتو پلي کول، د ککړو صنعتونو انتقال، د شنو ټرانسپورتي سیستمونو پراختیا او د عصري ټکنالوژیو کارول د مهمو لومړیتوبونو په توګه یاد شول.
د طالبانو پلاوي هم په دې مهمه سرمشریزه کې ګډون درلود، چې مشري یې د چاپېریال ساتنې ادارې رییس مطیعالحق خالص کوله. یاد پلاوي د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي ننګونو او د سیمهییزې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او د ګډو هڅو ملاتړ یې څرګند کړ.
د یادونې وړ ده چې دا سرمشریزه د سیمې هېوادونو ترمنځ د چاپېریالي همکاریو د پیاوړتیا، د نوې ټکنالوژۍ د کارونې او د اقلیم بدلون پر وړاندې د یوه ګډ او عملي دریځ د رامنځته کولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.