یونیسف، نن سهشنبه (غویي ۸مه) په یوه خپور شوي راپور کې ویلي، چې دا اندازه زیان د ۲۰۲۳کال د افغانستان د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۰،۵ سلنه جوړوي.
د دې بنسټ په وینا، «دغه اقتصادي زیانونه د وخت په تېرېدو سره زیاتېږي، د هېواد د راتلونکي ودې بهیر کمزوری کوي او د دوامداره پرمختګ هیلې زیانمنوي.»
یونیسف ټینګار کړی، چې له اقتصادي زیانونو هاخوا، تر ټولو جدي ګواښ د افغانستان د ښوونې او روزنې او روغتیايي سیستمونو کمزوري کېدل دي. د راپور له مخې، که ځوانې ښځې د مسلکي کار بازار ته داخلې نه شي، نو په راتلونکو کلونو کې به دغه سکتورونه له جدي کمښت سره مخ شي، چې دا به د ښځو او ماشومانو لپاره د خدماتو پر لاسرسي مستقیم اغېز وکړي.
دغه بنسټ زیاتوي، چې د دې وضعیت دوام به د میندو او ماشومانو پر روغتیا ناوړه اغېزې ولري او د نسلونو ترمنځ به اوږدمهاله ستونزې وزېږوي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۴کال راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان کې شاوخوا ۳،۸میلیونه نجونې چې عمرونه یې د ۷تر ۱۸کلونو پورې دي، له زدهکړو بېبرخې شوې دي، چې له دې ډلې ۲،۶میلیونه یې ځوانې نجونې دي.
همداراز، په تېرو پنځو کلونو کې لږ تر لږه یو میلیون نجونې د طالبانو له لوري د منځنیو زدهکړو پر محدودیتونو مستقیمې اغېزمنې شوې دي.
یونیسف خبرداری ورکړی، که دغه محدودیتونه دوام وکړي، تر ۲۰۳۰کال پورې به له زدهکړو محرومو نجونو شمېر له دوو میلیونو څخه واوړي.
یونیسف له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر زدهکړو بندیز ژر تر ژره لرې کړي. دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زدهکړو ملاتړ زیات کړي.
طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې، د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زدهکړې تر نامعلومې مودې پورې بندې کړې دي. وروسته یې د پوهنتونونو او روغتیايي انستیتوتونو دروازې هم پر ښځو وتړلې او د هغوی کار یې په دولتي ادارو، کورنیو او نړیوالو نادولتي بنسټونو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم منع کړ.