• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

میرزکوال: پاکستان نیابتي‌ ډلې رامنځته کړې او د افغان ملت او دولت پر وړاندې یې درولې دي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۰۴ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پرمهال د کورنيو چارو وزیر عبدالستار ميرزکوال وایي، چې پاکستان له لسیزو راهیسې له افغانستان سره د دوښمنۍ اړیکه پالي. نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان د «اسلامي‌ شعارونو» په ناسمې ګټې اخیستنې نیابتي ډلې رامنځته کړې او د افغان ملت او دولت پر وړاندې یې درولې دي.

نوموړي پر کونړ د پاکستان بریدونه وغندل او دا یې یو تېری یاد کړی. هغه زیاته کړې، چې پاکستان هر وخت په افغانستان کې د یوه پیاوړي او پرمختللي دولت جوړونې پر وړاندې د تخریب او سقوط هڅې کړې دي.

میرزکوال وایي:« پاکستان په پرله‌پسې توګه د افغان نسل د روزنې بهیر تکفیر کړی، ښوونځي او پوهنتونونه یې په اخلاقي انحراف تورن کړي او ودانۍ یې نړولې دي». میرزکوال په افغانستان کې د سیاسي‌ برخلیک پر څرنګوالي تمرکز کړی او زیاته کړې یې ده:« که په افغانستان کې ولسواک او خپلواک دولت نه‌وي؛ نو په سیمه کې به له سیالیو پاتې یو».
له بل پلوه په کونړ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مشر مظفر مخلص ویلي، چې د دوشنبې په ورځ (د غویي ۷مه) د پاکستان د راکټي بریدونو له امله د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شوی دی. هغه زیاته کړې، په یادو بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷ کسانو ته او د ټپیانو شمېر ۷۵ ته لوړ شوی دی.

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۳
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۴

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۵

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

ماهرنګ بلوڅ سترې محکمې ته د خپل ضمانت ردېدو پرېکړې پرضد اعتراضي عریضه وړاندې کړې

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۲۵ GMT+۱
ماهرنګ بلوڅ سترې محکمې ته د خپل ضمانت ردېدو پرېکړې پرضد اعتراضي عریضه وړاندې کړې
100%

د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ د دوشنبې په ورځ د پاکستان سترې محکمې ته عریضه وړاندې کړې؛ څو د هغې پر ضد د ترهګرۍ ضد قانون له مخې درج شوې قضیه کې د ضمانت نه ورکولو پرېکړه وننګوي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دغه عریضه د ماهرنګ د وکیل جبران نصیر له‌خوا د بلوڅانو د یووالي غورځنګ (BYC) د مرکزي تنظیموونکي په استازیتوب ثبت شوې ده. د بلوچستان سترې محکمې د روان کال (د فبرورۍ په ۲۳مه) د ماهرنګ بلوڅ د ضمانت غوښتنه رد کړې وه او یاده قضیه د کوټې د ترهګرۍ ضد پولیسو په مرکز کې ثبت شوې وه.

د پولیسو په راپور کې چې د ۲۰۲۴کال (د جنورۍ په ۶مه) ثبت شوی، ادعا شوې چې په وار، وار غوښتنې سره ماهرنګ بلوڅ اړینو قانوني جلسو ته نه‌ده حاضره شوې او په عامه لاریونونو او پرلتونو کې یې ګډون ته دوام ورکړی.
په دغه قضیه کې پر هغې دا تور هم لګېدلی، چې هغې د بلوچستان د ازادۍ پوځ له ډلې سره مرسته کړې او دغه قضیه د ترهګرۍ ضد قانون د اړوندو مادو له مخې ثبت شوې ده.

ماهرنګ بلوڅ اوس‌مهال د کوټې په زندان کې ده او لومړی ځل د ۲۰۲۴کال (د مارچ ۲۲مه) ونیول شوه او د عامه نظم د ساتنې قانون له مخې د ۳۰ ورځو لپاره په بند کې پاتې شوه، چې دغه موده دوه ځلې وغځېده. وروسته بیا د یوې بلې قضیې په تړاو هم نیول شوې وه.

د اوسنۍ قضیې له مخې؛ سره له دې چې هغه له مخکې څخه په زندان کې وه خو د ۲۰۲۵کال د اګست په ۲۱مه په رسمي ډول ونیول شوه. هغې تر دې وړاندې هم د خپلې نیونې پر ضد قانوني اقدام کړی و او د بلوچستان سترې محکمې د پرېکړې پر وړاندې یې اعتراض ثبت کړی و.

دغه قضیه په داسې حال کې سترې محکمې ته رسېدلې، چې د ماهرنګ بلوڅ د نیونې قضیې په پاکستان کې د بشري حقونو او سیاسي فعالینو غبرګونه راپارولي.

افغانستان د ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د کمېدو له ګواښ سره مخ دی

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۴ GMT+۱
افغانستان د ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د کمېدو له ګواښ سره مخ دی
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د سې‌شنبې په ورځ خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

یونېسف ویلي، دغه کړکېچ لا له وړاندې ماشومان له زده‌کړو او روغتیايي پاملرنې څخه محروموي او د ښځینه مسلکي کسانو پورې اړوند بنسټیز خدمات او اقتصاد هم کمزوری کوي. یادې ادارې په یوې نوې څېړنه کې موندلې، چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ملکي خدماتو کې د ښځو ونډه له ۲۱ سلنې نه ۱۷.۷ سلنې ته راټيټه شوې ده.

د نجونو پر زده‌کړو بندیز

واک ته د طالبانو له رسېدو او د نجونو پر منځنۍ زده‌کړو له بندیز را وروسته له یو مېلیون نه زیاتې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. یونېسف ویلي، که دغه حالت تر ۲۰۳۰کال پورې همداسې دوام وکړي؛ نو له دوو مېلیونو څخه زیاتې نجونې به له لومړنیو زده‌کړو وروسته له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شي.

د یونېسف اجراییه مشره کاټرین رسل وايي: «موږ له واکمنو چارواکو غوښتنه کوو، چې د نجونو پر منځنیو زده‌کړو بندیز لرې کړي او له نړۍوالې ټولنې هم غواړو چې د نجونو د زده‌کړې د حق ملاتړ ته ژمنه پاتې شي».

د بنسټیزو خدمتونو ګواښ

راپور وایي، چې افغانستان له دوه‌ګوني کړکېچ سره مخ دی: له یوې خوا روزل شوې ښځینه مسلکي کسان له لاسه ورکول کېږي او له بلې خوا د راتلونکې نسل لپاره به همدا تشه پاتې وي.

د یونېسف د څېړنې له مخې؛ تر ۲۰۳۰ کال پورې ښایي هېواد تر ۲۰زره ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي. د زده‌کړو سکتور لا له وړاندې اغېزمن شوی.
د بنسټیزو زده‌کړو په برخه کې د ښځینه ښوونکو شمېر له ۹ سلنې څخه زیات کم شوی، چې په ۲۰۲۲کال کې نږدې ۷۳زره څخه په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۶۶زره ته ټیټ شوی. دغه کمښت د ماشومانو په ځانګړي ډول د نجونو زده‌کړې له ګواښ سره مخ کوي.

د روغتیا پر سکتور اغېزې

یونېسف زیاته کړې، ښايي دغه اغېزې د روغتیا په برخه کې ډېرې سختې وي؛ ځکه چې ټولنیز دودونه ډېری وخت ښځو ته اجازه نه‌ورکوي، چې په نارینه ډاکټرانو تداوي وکړي. یونېسف خبرداری ورکړی، چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت به په مستقیم ډول د مېندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او د ماشومانو د روغتیايي خدمتونو لاسرسی کم کړي او ښځې او ماشومان به له ګواښ سره مخ کړي.

د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه هم هر کال شاوخوا ۸۴ مېلیونه ډالره اقتصادي زیان اړوي او ښایي دغه زیان نور هم زیات شي؛ ځکه هرکال نجونې او ښځې له زده‌کړو او دندو بې‌برخې پاتې کېږي.

د یونېسف د څېړنې له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې له ۳.۷ مېلیونو څخه زیات ماشومان په دولتي ښوونځیو کې بېړنۍ مرستې ترلاسه کړې او ۴۴۲زره ماشومان چې ۶۶ سلنه یې نجونې وې، د ټولنې پر بنسټ له ښوونیزو پروګرامونو ګټه پورته کړې ده.

یادې ادارې همداراز ۲۳۲ ښوونځي جوړ کړي یا یې بیا رغولي دي. کاټرین رسل ویلي:«د افغان نجونو د منځنیو زده‌کړو مخنیوی ټول ملت له خپلو وړتیاوو بې‌‌برخې کوي».

قطر کې افغان پناه‌غوښتونکي کانګو ته د لېږد او افغانستان ته د ستنېدو له امله اندېښمن دي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۰۸ GMT+۱
قطر کې افغان پناه‌غوښتونکي کانګو ته د لېږد او افغانستان ته د ستنېدو له امله اندېښمن دي
100%

یوشمېر افغان پناه‌غوښتونکي چې د قطر د السیلیه په پنډغالي کې مېشت دي وايي، تر میاشتو ستونزو وروسته افغانستان ته د بېرته ستنېدو او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د لېږد په اړه اندېښمن دي. دوی وايي، چې افغانستان ته په ستنېدو خوندي نه‌دي او غواړي یو خوندي هېواد ته ولېږدول شي.

له زرو ډېر د امریکايي ځواکونو پخواني همکاران او د هغوی د کورنیو غړي له افغانستان نه تر تېښتې وروسته له یو کال څخه زیات وخت کېږي، چې د دوحې په څنډه کې په یوې امریکايي اډې کې شپې سبا کوي.

په داسې حال کې چې د امریکا د حکومت له لوري له قطر نه کانګو ته د افغانانو د لېږد طرحې په اړه بحثونه زیات شوي، دغه پناه‌غوښتونکو د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې د خپلو اندېښنو، افغانستان ته د بېرته ستنېدو له وېرې او د ناڅرګند برخلیک په اړه خبرې کړې دي.

رسولي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانی ژباړن و او اوس له ۱۹ میاشتو راهیسې د السیلیه په پنډغالي کې ژوند کوي، وویل: «موږ ټول په سخت ډار کې ژوند کوو. نه یوازې زه او زما کورنۍ؛ بلکې ټول هغه کسان چې دلته دي، داسې احساس کوو چې له ټولې نړۍ ډېر لرې پاتې یو».

دغه پنډغالی د دوحې په څنډه کې په یوې دښته کې موقعیت لري او په ۲۰۲۱کال کې له افغانستان نه د امریکا له وتلو وروسته د هغو افغانانو د لېږد او د دوسیو ارزونې ځای شو، چې امریکا ته د تګ هیله یې لرله.

دوی وايي، که افغانستان ته بېرته ستانه شي، له احتمالي امنیتي ګواښونو سره به مخ شي. خو د دغه پنډغالي د پناه‌غوښتونکو د دوسیو ارزونې بهیر د ډونالډ ټرمپ د پرېکړې له امله چې د پناه‌غوښتونکو منل یې ځنډولي وو؛ په ټپه درېدلی دی.

۳۶کلن رسولي زیاته کړې: «افغانستان ته ستنېدل زموږ لپاره خوندي نه‌دي او بله روښانه لاره هم نه‌لرو». شبنم چې پلار یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و وویل، چې د دغه پنډغالي اوسېدونکو کانګو ته د لېږد په اړه هېڅ رسمي معلومات نه‌دي ترلاسه کړي.

خو هغې ټینګار وکړ، چې د دغه خبر خپرېدو د پناه‌غوښتونکو ترمنځ «اندېښنې او رواني فشار» زیات کړی دی. شبنم زیاته کړه: «زموږ اندېښنه امنیت دی. موږ یو ښه او خوندي هېواد ته تګ غواړو؛ څو وکولای شو خپل ژوند له سره پیل کړو».

۳۸ کلن محمود چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانی همکار و، له څه باندې یو کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره په دغه پنډغالي کې ژوند کوي. هغه وویل: «د بیا مېشتېدو او د پنډغالي د تړل کېدو په اړه بېلابېلې اوازې خپرې شوې دي».

د افغان پناه‌غوښتونکو کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د لېږد طرحې د امریکايي مخورو څېرو او د دغه هېواد د کانګرس د غړو پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي.

تر اوسه امریکا دا نه‌ده تایید کړې، چې دغه پناه غوښتونکي به کانګو ته ولېږي؛ خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه پنډغالي د اوسېدونکو درېیم هېواد ته لېږد کولای شي هغوی ته امنیت او د نوي ژوند د پیل فرصت برابر کړي.

طالبانو هم د دغه خبر له خپرېدو وروسته په قطر کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې «په ډاډ او ارام زړه» افغانستان ته بېرته ستانه شي.

کینیټ روټ: د پاکستان د مذهب سپکاوي قوانین د ناوړه استفادې او تاوتریخوالي سبب شوي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۶ GMT+۱
کینیټ روټ: د پاکستان د مذهب سپکاوي قوانین د ناوړه استفادې او تاوتریخوالي سبب شوي
100%

د بشري حقونو د څار سازمان پخواني مشر کینیټ روټ وایي، چې د پاکستان د توهین مذهب(د مذهب سپکاوي) قوانین د افرادو او مذهبي لږکیو پر ضد د ناوړه استفادې، د خلکو له‌خوا د تاوتریخوالي او د سختو سزاوو لامل شوي، دا هغه ادعا ده چې تازه راپورونه یې هم پخلی کوي.

کینیټ روت په خپل ایکس پیغام کې ویلي، چې د پاکستان د توهین مذهب قوانین د ناوړه استفادې زمینه برابروي او د خلکو له‌خوا د تاوتریخوالي، په ځانګړي ډول د مذهبي لږکیو پر ضد، سبب کېږي.

هغه زیاته کړې چې دا قوانین د افرادو پر ضد د «جعلي تورونو» د لګولو لپاره کارول کېږي، چې پایله یې د عمر قید او حتی د مرګ سزاوې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د مذهبي ازادۍ په اړه یو تازه راپور هم وايي، په پاکستان کې د توهین مذهب قوانین د خلکو، په ځانګړي ډول د عیسوي لږکیو، پر ضد د فشار او عدلي تعقیب لپاره کارول کېږي.

د راپور له مخې، د بهاء‌الدین زکریا پوهنتون پخوانی استاد جنید حفیظ له ۲۰۱۳ کال راهیسې د توهین مذهب په تور بندي دی او وروسته په ۲۰۱۹ کال کې د محکمې له خوا د مرګ سزا ورته اورول شوې ده. ویل کېږي چې هغه له نیول کېدو وروسته په اوږده موده انفرادي بند کې ساتل شوی و.

په ورته قضیه کې، د هغه مدافع وکیل راشد رحمان هم په ۲۰۱۴ کال کې د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا ووژل شو.

د راپور له مخې، په پاکستان کې د توهین مذهب په قضیو کې د مرګ سزا د دار له لارې عملي کېږي، چې بشري حقونو بنسټونه یې «شدیده او نامتناسبه سزا» بولي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د څانګې مشرې ایلین پییرسن هم ویلي، چې د جنید حفیظ قضیه د پاکستان د توهین مذهب د قوانینو د «ناانصافه او ناوړه طبیعت څرګند مثال» دی.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې قوانینو دوام نه یوازې د بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دی، بلکې په ټولنه کې د وېش، تاوتریخوالي او وېرې فضا هم پیاوړې کوي.

فرانسې افغانستان ته د ۴۲ ټنه خوراکي او طبي مرستو چوپه لېږلې ده

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۵۶ GMT+۱
فرانسې افغانستان ته د ۴۲ ټنه خوراکي او طبي مرستو چوپه لېږلې ده
100%

د فرانسې حکومت ویلي، چې د ایرباس بنسټ په ملاتړ سره شاوخوا ۴۲ټنه بشري مرستې د افغانستان ملکي وګړو لپاره د اروپا د بشري هوايي دهلېز له لارې لیږدول شوې دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا مرستې د بحران او ملاتړ د همغږۍ مرکز له خوا تنظیم شوې دي او په کې ۲۶۸۰بکسونه د درملیزو چمتو خوړو او شاوخوا یو ټن طبي تجهیزات شامل دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه مرستې به ملګرو ملتونو ته وسپارل شي او د هغو شاوخوا ۳۲۰۰ماشومانو د درملنې لپاره به وکارول شي، چې تر پنځه کلنۍ کم عمر لري او د شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا اقدام د اروپايي ټولنې د بشري هوايي دهلېز یوه برخه ده، چې د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې د افغانستان د حیاتي خوراکي توکو د کمښت د مخنیوي لپاره پیل شوی دی.

تر دې وړاندې هم د درې ورته پروازونو له لارې له ۲۷۰ټنو څخه زیات د درملیزو خوړو مرستې افغانستان ته انتقال شوې دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، نږدې ۲۲میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې په کې ۷،۵میلیونه ماشومان او امیندواره یا شیدې ورکونکې ښځې د خوارځواکۍ له جدي ګواښسره مخ دي.

په اعلامیه کې همداراز ټینګار شوی، چې فرانسه به د ملګرو ملتونو او په افغانستان کې د فعالو نادولتي سازمانونو له لارې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.